سه شنبه, ۰۶ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۶م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د عربي متحده اماراتو او یهودي دولت تړون
بسم الله الرحمن الرحيم
د عربي متحده اماراتو او یهودي دولت تړون

د غربي نظام هغه تولید چې زموږ فلسطیني وروڼه او خویندي زیانمنوي

د ۲۰۲۰م، د اګیسټ په ۱۳مه اسراییلو او عربي متحده اماراتو ومنله چې د ابراهیمي-توافق هوکړه وکړي. تمه ده چې روانه میاشت دواړه هېوادونه په امریکا کې د سولې تړون لاسلیک کړي. تړون ته د بریا په سترګه کتل کېږي. امریکا له شک پرته د دې تړون ملاتړې ده، ټرمپ د ټویټ له لارې ویلي، چې دا یوه لویه لاسته راوړنه ده. په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې کېلي کرفټ، دې تړون ته د نړۍ او ټرمپ لپاره د (لویې بریا) نوم ورکړی او زیاتوي چې ډیپلوماتیکې اړیکې په ډاګه کوي، چې موږ او نوره نړۍ سولې ته څومره لېواله یو.

د تړون جزیات

په دې تړون سره امارات درېیم عربي هېواد شو، چې یهودي دولت په رسمیت پېژني. تر دې مخکې په ۱۹۷۹م، کې مصر او په ۱۹۹۴م کې اردن، یهودي دولت په رسمیت پېژندلی و. د مصر او اردن له لوري د یهودي دولت په رسمیت پیژندلو سره د دې هېوادونو تر منځ ډیپلوماتیکې اړیکې نه دي رامنځ ته شوي، خو تمه کېږي د یهودي دولت او اماراتو تر منځ د دې تړون په پایله کې دیپلوماتیکې اړیکې رامنځ ته شي. په تړون کې پر سیاحت، سوداګرۍ، ټکنالوژۍ او نورو ملکي برخو کې پر همکاریو تمرکز شوی دی.

په دې سره به عربي متحده امارات وتوانیږې چې:

- له یهودي دولت سره سوداګریزې، ډیپلوماتیکې او امنیتي اړیکې جوړې کړي، که څه هم په ظاهره ادعا کېږي چې دا تړون له فلسطینیانو سره د مرستې لپاره دی، ترڅو د اسرایلو له لورې د نیواک مخه پرې ونیول شي.

- هغو امریکایي وسلو ته لاسرسی پیداکړي، چې مخکې ورته لاسرسی محدود و، لکه پرمختللي بې پیلوټه الوتکې او ممکن F-35 جنګي الوتکې هم تر لاسه کړي.

- د امریکایي مرستو د اوسني تړون د شرایطو له امله په محلي پلور کې د کمښت له امله د زیان جبران وکړي.

او یهودي دولت به وتوانیږي چې:

- یو داسې متحد خپل کړي چې ډک جېبونه لري او برلاسی رژیم دی. کولی شي چې د وسلو پېرودلو لپاره ګړندی تصمیم ونیسي. (د یهودي دولت د دفاعی صنعت په حواله)

- له نورو عربي ملتونو سره د ډیپلوماتیکو اړیکو جوړولو وړتیا موندل (دا به دوی ته پر فلسطین د ولکې ساتلو نور ځواک ورکړي)

پر فلسطین یې اغېز

یوه تر ټولو لویه اندېښنه پر فلسطین د دې معاملې اغیزه ده. په خبرونو کې په دې اړه ګڼ لیدلوري شته، چې دا معامله به د یهودي دولت پر هغو پلانونو څه اغېز وکړي، چې د لوېدیځې غاړې د لاندې کولو لپاره یې لري. منتقدین په دې اند دي چې د دې معاملې په کولو عربي متحده اماراتو د فلسطین له خلکو  او پر دې خاوره د دوی له حق  سره خیانت کړی دی. د دې معاملې ملاتړي بیا وایي چې یهودي دولت هوکړه کړې، چې د لوېدیځې غاړې اشغالولو هڅې به دروي، که څه هم مالومه نه ده چې دا کار به د لنډ وخت لپاره وي، که دایمي.

که د متحده عربي اماراتو او یهودي دولت د تړون تاثیرات او واقعیت په پام کې ونیسو، پر فلسطین یې تاثیرات له پامه نه شو غورځولای. د مسلمانانو ځمکې د یهودي دولت له خوا په زور نیول شوي او دوی ته د نیواک ځواک ملګرو ملتونو او غړو هېوادونو ورکړی دی.

امریکا وايي په سیمه کې به "سوله" وي، خو له دې تړون سره به فلسطینیان څه ډول "سوله" ولري؟

د فلسطین د خلکو واقعیت

"له کومه وخته چې اسراییلو تېل بند کړي، په ورځ دوه میلیونه اوسېدونکي کې یوازې څلور ساعته برېښنا لري او له همدې امله تېره اونۍ د غزې د برېښنا یوازینۍ فابریکه هم بنده شوه." منبع: (د 2020 الجزیرې راپور)

د بشري حقونو د څار اداري د ۲۰۲۰م، د راپور له مخې، د اسراییلو حکومت په فلسطیني وګړو سخت او  له تعصبه ډک بندیزونه لګولي؛ د غزي تړانګې ته یې د خلکو او توکو پر لېږد ـ رالېږد بندیز  لګولی. دوی د نږدې دوو میلیونو فلسطینیانو، چې په غزه کې ژوند کوي تعلیم، اقتصادي او نورو فرصتونو، روغتیا، پاکو اوبو او برېښنا ته لاسرسی محدود کړی.  د دې کار له امله د غزي ۸۰٪ وګړي بشري مرستو ته اړ شوي دي.

کله چې متحده عربي اماراتو یاد تړون اعلان کړ، دوی وویل چې فلسطینیان یې له یاده نه دي وتلي، ځکه یهودي دولت به د دوی د اشغال پلانونه تعقیب نه کړي. خو د یهودي دولت لومړي وزیر بینامین نتنیاهو ویلي، دوی د لویدیځې غاړې د یو ځای کولو پلانونه ځنډولي، خو دا پلانونه لا هم د مېز پر سر پراته دي.

ایا د اماراتو  او یهودي دولت تړون کوم څه بدل کړي؟

نه، یهودي دولت لا هم د پخوا په څېر ډاډه دی.

د یهودي دولت پوځ د اګيسټ له شپږمې راهیسي نیږدې هره ورځ پر غزه بریدونه کوي، په ورته وخت کې یې محاصرې ته نور هم شدت ورکړی. د غزي ښار د برېښنا یوازینۍ فابریکې ته یې د تېلو لېږد منع کړی او د فلسطین خاوره یې په تیارو کې ډوبه کړې ده. ولې به دوی جرات پیدا نه کړي؟ د دوی ټوله وېره یوازې د تش په نامه مسلمانو حکامو د غندنو له بیانیو څخه ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت دغه تړون یو خنجر وباله چې د متحده عربي اماراتو لخوا د فلسطین د خلکو او ټولو مسلمانانو په شا په بي غیرتۍ کې ښخ کړ شو. ترکیې وویل چې، د سیمې خلک به هېڅکله د اماراتو دا منافقانه چلند هېر نه کړي او وبه یې هم نه بښي.

عمران خان وویل: "کله چې د اسراییلو او فلسطین په اړه ږغېږو باید فکر وکړو، چې الله سبحانه وتعالی ته به څه ځواب ورکړو، که چیرې موږ هغه خلک چې له هرې بې عدالتۍ سره مخ شوي او حقوق یې ترې اخیستل شوي، پرېږدو؟ زما وجدان به هېڅکله ماته اجازه رانه کړي، چې داسې څه وکړم او هېڅکله به یې ونه منم"

دوی وایي، نه به یې وبخښي او نه به یې هېر کړي، خو اوس یې منلې ده- (د دوی اعمالو موږ ته له دې پرته بل داسې دلیل نه دی پرېیښی چې موږ پرې غور وکړو)

ژمنې شوي چې دوی خپلې موخې تر لاسه کړي او موږ غلي کړي:

کله چې د مسلمانانو د حکامو څرګندونو ته ګورو، نو موږ باید په یاد ولرو چې دوی دوې موخې لري. دوی غواړي چې لویدیځ قدرتونه راضي کړي، دلته غواړي امریکا راضي کړي بل غواړي د هغو کسانو ملاتړ له ځانه سره وساتي چې دوی ته یې رایې ورکړي دي.

د امریکا راضي کول

له سړې جګړې راهیسي یهودي دولت او امریکا یو له بل سره ډېرې نیږدې اړیکې پاللي دي. امریکا یهودي دولت ته په سوداګریزو او پوځي برخو کې په کال کې تر ۳ میلیارده ډالرو زیاتې مرستې لېږلي دي. پر دې سربېره غرب په فعال ډول د فلسطین پر وړاندي کار کوي، له خارجې مرستو د دې لپاره کار اخلي چې دولتونه او نړیوال بنسټونه د فلسطیني دولت په رسمیت پیژندلو څخه ډډه وکړي.

د مسلمانانو راضي کول

د ټولې نړۍ مسلمانان د فلسطین له خاورې سره ټینګ تړاو لري. د مسلمانانو تش په نامه حکام دا له پامه نه شي غورځولای «که دوی خپل واک او مشروعیت ساتل غواړي او د غربي موخو او اجنډاو خپراوې ته کار کول غواړي» بیا هم د خپلو ولسونو ملاتړ ته اړتیا لري.

موږ باید د دې معاملې په اړه څه ډول دریځ خپل کړو؟

اوسني حکام په دې خوښ دي چې خپلو پولو کې پاتې شي او یوازې د یهودي دولت په اړه خپله ناخوښي څرګنده کړي، په داسې حال کې چې زموږ خویندې او وروڼه مخکې له دې چې وینه یې تویې شي په ډېر ناوړه حالت او په لوږه کې ژوند کوي.

ځینې به استدلال کوي، چې په اوسني نظم کې د حکامو لاسونه تړلي دي. موږ په یوه داسې نظام کې ژوند کوو چې موږ په پولو وېشل شوي یو. دوی نه شي کولای د یهودي دولت پر وړاندې عکس العمل وښيي، ځکه وېشل شوي دولتونه دي.

 له همدې امله خو باید پوښتنه وکړو، چې ولې؟ ولې د هغو ظلمونو او کړاونو د له منځه وړلو او تجربه کولو وروسته چې مسلمانان ورسره مخ دي، بیا هم دا هر څه ومنو؟ په خاص ډول کله چې دا د الله سبحانه وتعالی د نافرمانۍ په مانا وي او د یو داسې سیاسي، اجتماعي او اقتصادي نظام منل پکې وي، چې په پوره او واضح ډول د الله سبحانه وتعالی د احکامو خلاف وي.

د یهودي دولت په رسمیت پیژندلو رد، بسنه نه کوي او دا هم کوم توپیر نه لري، چې یو څو اسلامي هېوادونه ویناوې او بیانیې جوړې کړي او ووایې چې موږ یې ردوو.

د فلسطیني دولت لپاره ملاتړ بسنه نه کوي. دا کار به هېڅکله د فلسطین د خلکو هغه ستونزې حل نه کړي چې دوی ورسره مخ دي. غربي نظام زموږ د خویندو او وروڼو حقوق نه شي ساتلی او نه به یې په راتلونکي کې وساتي. د دې بېلګې موږ په خپله شاوخوا کې وینو، موږ مسلمه امت هغه څه د سر په سترګو وینو او تجربه کوو یې چې تش په نامه دولت یې د دوی د ساتلو لپاره کوي.

د دوو دولتونو حلارې ته زموږ پام اوښتل، په دې مانا دي چې موږ اوسني نظم ته مشروعیت ورکوو، مسلمه امت دې ته اړ کوو، چې دې کار ته د شخړې د حل او د ظلم د مخنیوي د لارې په سترګه وګوري، ترڅو له خپلو حکامو څخه د فلسطیني دولت د تېر ایستونکي ډیپلوماټیکو هڅو ملاتړ وکړي.

موږ باید په ګډه د رسول الله صلی الله علیه وسلم له تګلارې سره سم د خلافت د قایمولو لپاره هڅې وکړو. تاریخ موږ ته دا ښودلې، چې له لله سبحانه وتعالی څخه وېرېدونکي او د ټولیز اسلام پلي کوونکي حاکمان واکمن نه وي، اسلامي امت به خوندي نه وي او  د ښځو، نرانو او ماشومانو وینه په بهېږي.

 ایا رسول الله صلی الله علیه نه دي فرمایلي چې:

«إنَّ دِماءَكُم، وأمْوالَكم وأعْراضَكُم حرامٌ عَلَيْكُم»(مسلم)

ژباړه: د مسلمان وینه، مال او ناموس ټولو مسلمانانو ته حرام دی.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

لیکواله: فاطمه مصعب

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر غړې

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې