شنبه, ۱۰ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د حزب التحریر ـ ولایه سوریه له خوا د کمپاین پیلول، نه د سیاسي حل لارې په جنایت، بلکې د نظام نسکورېدو او د خلافت د تاسیس لپاره!
بسم الله الرحمن الرحيم
د حزب التحریر ـ ولایه سوریه له خوا د کمپاین پیلول، نه د سیاسي حل لارې په جنایت، بلکې د نظام نسکورېدو او د خلافت د تاسیس لپاره!

(ژباړه)

د تېرو نهو کلونو پر مهال د امریکا په رهبرۍ غربي کافرانو نه یوازې د شام د انقلاب او خلکو پر وړاندې د سیاسي دسیسو پر جوړېدو بسنه ونه کړه او په دغه وخت کې یې په ټول وس هڅه وکړه، له بېلابېلو کړنلارو یې ګټه واخیسته چې د شام پر خلکو برید وکړي او هغوی د سیاسي حل لارې په نوم د یو څه قرباني کړي. یاده حل لاره چې د کافر غرب له خوا د شام استعمار ته په ټولو سیاسي، اقتصادي او حتا فرهنګي برخو کې مشروعیت ورکوي، د هغوی د جنبشونو د له مځه وړلو او د سیکولر نظام د رامنځته کولو په مانا ده؛ چې اسلام د خلکو له ژوند بېل کړي او د هغو ټولو قربانیو د له منځه تلو لامل کېږي چې د شام خلکو ورکړې دي. همدارنګه هغه څه ته پام نه کېږي چې د شام خلک د څه په لټه کې دي. په داسې حال کې چې هغوی له ټولو بنسټونو سره د جنایت کوونکي رژیم له نسکورولو او پر ځای یې د اسلامي حاکمیت د تاسیس غوښتنه کوي.

 غربیان پر دې پوهېږي چې د مسلمانانو قوت په سیاسي نظام کې نغښتی دی، چې هغه نظام د هغوی له عقیدې سرچینه اخلي. غرب ښه درک کړې چې د نبوت پر تګلاره د خلافت دولت تاسیس چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې تر سقوط وروسته د بیا راګرځېدو زېری ورکړی، هغوی جدي ګواښ بلل کېږي. هغوی ښه پوهېږي چې اسلامي خلافت به نه یوازې له شام څخه، بلکې له ټولو اسلامي خارو به د کافرانو د نفوذ ریښې له منځه یوسي. حتا اسلامي دولت به کافران پخپلو خارو کې تر نظر لاندې وساتي او اسلام به د یو رحمت او لارښوونې د پیغام په توګه ټول بشریت ته ورسوي..

پوښتنه دا ده چې ولې بې اېمانه غربیان له خپلو دستګاوو سره د شام د انقلاب پر وړاندې مبارزه کوي؟ دا هغه کسان دي چې د اسلامي خلافت او د مسلمانانو د وحدت له منځه وړلو لپاره یې په پېړیو، پېړیو پرلپسې هڅې وکړې. خلافت د اسلام او مسلمانانو نه ماتېدونکی سنګر و او له همدې امله کافر غرب پخپلو ډېری کنفرانسونو کې د یو سېکولریستي او وطنپال دولت د رامنځته کېدو په برخه کې خپله اندېښنه ښودلې، څو په دې سره له دولت او ټولنې څخه د اسلام د بېلېدو په برخه کې ډاډ تر لاسه کړي او خپل جنایت کوونکی رژیم وساتي.

غربي کافرانو د سېکولر قانون رامنځته کېدو لپاره یوه کمېټه په پام کې نیولې چې غړي یې په بشپړه توګه خپله ټاکلي، چې د خپلې خوښې قانون په برخه کې ډاډ تر لاسه کړي. هغه څه چې د غرب لپاره لومړیتوب لري، د خپلو ګټو ساتنه، خپلو موخو ته رسېدل او خپل ځان ته اطلاعت دی. دا هغه څه دي چې د کافرانو د خوښۍ او د الله سبحانه وتعالی د غوسې لامل کېږي او تر دې لوی جنایت نشته. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿ وَلَن تَرْضَىٰ عَنكَ الْيَهُودُ وَلَا النَّصَارَىٰ حَتَّىٰ تَتَّبِعَ مِلَّتَهُمْ قُلْ إِنَّ هُدَى اللَّهِ هُوَ الْهُدَىٰ وَلَئِنِ اتَّبَعْتَ أَهْوَاءَهُم بَعْدَ الَّذِي جَاءَكَ مِنَ الْعِلْمِ مَا لَكَ مِنَ اللَّهِ مِن وَلِيٍّ وَلَا نَصِيرٍ﴾ [بقره:١٢٠]

ژباړه: هېڅ وخت به یهود او نصاري له تاسو څخه راضي نه شي، (تر څو د هغوی غوښتنو ته په بشپړه توګه تسلیم شئ) او د هغوی له تحریف شوي دین څخه پیروي وکړئ. هدایت یوازې الهي هدایت دی. که د هغوی د هوسونو  پیروي وکړئ، وروسته تر دې چې پوه شوي یاست، د الله سبحانه وتعالی له لوري به هېڅ سرپرست نه وي.

له همدې امله موږ د حزب التحریر ـ ولایه سوریې تر لاندې سرلیک لاندې کمپاین پیلوو:

«نه د سیاسي حل لارې په جنایت! بلکې د رژیم د له منځه وړلو او د اسلامي خلافت د تاسیس لپاره»

د یاد کمپاین په پیلېدو سره زموږ هڅه دا ده چې له روانو جنایتونو پرده پورته کړو او ټولو ته یې هدف ښکاره کړو. خپلو وروڼو، خویندو او خلکو ته ګواښ کوو چې یادې سیاسي حل لارې ته سرټیټ نه کړي او چوپتیا غوره نه کړي.

له ټولو وروڼو او مخلصو  او اېمان لرونکو خلکو غوښتنه کوو چې د شام قربانۍ د نړیوالو دسیسو له امله له لاسه ورنه کړئ او کوښښ وکړئ چې د هغو پر وړاندې ودرېږئ. پرې نه ږدئ چې یاده حل لاره د شام اوسېدونکي د غلامۍ، بې عدالتۍ، ظلم او استبداد تر بیرغ لاندې وساتي. نو پر همدغه اساس، تاسو فکر وکړئ، کله چې غرب کافر د امریکا په رهبرۍ د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې د جګړې بیرغ پورته کوي، نو د دې حل لارې پایله به څه وي؟! الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿مَا يَوَدُّ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ وَلَا الْمُشْرِكِينَ أَنْ يُنَزَّلَ عَلَيْكُمْ مِنْ خَيْرٍ مِنْ رَبِّكُمْ  وَاللَّهُ يَخْتَصُّ بِرَحْمَتِهِ مَنْ يَشَاءُ  وَاللَّهُ ذُو الْفَضْلِ الْعَظِيمِ﴾ [بقره: 105]

ژباړه: هېڅ وخت کافران او مشرکین دا نه غواړي چې پر مسلمانانو د الله سبحانه وتعالی له لوري خیر نازل شي، خو الله سبحانه وتعالی هر هغه څوک چې وغواړي، خپل فضل او رحمت ور په برخه کوي او الله سبحانه وتعالی د ستر فضل څښتن دی.

ژباړه: بهیر «ویاړ»

 

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې