پنجشنبه, ۰۸ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د دوو غلامانو بلال او وحشي رض الله عنهما، د شخصیتونو له توپير څخه درس اخیستنه
بسم الله الرحمن الرحيم
د دوو غلامانو بلال او وحشي رض الله عنهما، د شخصیتونو له توپير څخه درس اخیستنه

که څه هم چې څومره ډېره موده تېره شوې، خو ځینې احساسات او برخلیکونه سره ورته وي، د بېلګې  په توګه: د رسول لله علیه وسلم د وخت د غلامانو احساسات، برخلیک او د اوس وخت د ځینې کسانو سلوک چې د هغه وخت د غلامانو له سلوک سره ورته والی لري. پخوا به غلامانو د قریشو د با نفوذه حکامو په غلامۍ کې ژوند کاوه، مګر د اوسنۍ زمانې غلامان د خپلو هیلو، غوښتنو، کمزوریو او نورو شیانو په اسارت کې ژوند کوي. د رسول لله علیه وسلم په وخت کې د دوو غلامانو بلال او وحشي رض الله عنهما د شخصیتونو د توپیر بېلګې د اوسنیو مختلفو مسلمانانو په شخصییتونو کې پیدا کولی شو.

د دغو دواړو غلامانو د ژوند واقعیت سره ورته و. دواړه بندیان او خدمتګاران وو، مګر د ژوند په اړه د بلال نظر بشپړ توپیر درلود. د ده موخه یوازې د الله سبحانه و تعالی رضایت و، سره له دې چې په ډېر سخت وضعیت کې هم و. ده د الله سبحانه و تعالی  د رضایت لپاره ډېرې شکنجې وزغملې او د الله سبحانه وتعالی د دین لپاره یې ډېره قرباني ورکړه. مګر وحشی له خپل وضعیت څخه هيڅ خوښ نه و، غوښتل یې د نورو په شان ازاد ژوند او نور کارونه وکړي. په اوس وخت کې ګڼ شمېر کسان د وحشي په شان دي. دوی د خپل ژوند څخه ناراضه دي او پرته له دې چې د الله سبحانه وتعالی رضایت په پام کې ونیسي، د خپل ژوند د تغیر لپاره هر څه تر سره کوي.

بلال رضی الله تعالی عنه له ښه اذان کولو پرته بل کوم ځانګړی مهارت نه درلود، مګر نن هر مسلمان دی د خپلې قربانۍ له مخې پېژني. هغه واقعیت چې بلال رضی الله عنه خپله اسلامي عقیده پر زیات رنځ او شکنجې  سربېره پرې نه ښوده، چې په دغه کار یې په هغه وخت کې پر قریشو ډېره اغېزه وکړه. دا رویه په واقعیت کې د اسلام لپاره یوه لویه لاسته راوړنه وه. نن ورځ د اسلام دښمنان د شکنجو لپاره له پټو او وحشیانه لارو چارو کار اخلي. که حتی د امت  زرګونه مسلمانان هم مړه کېږي، د بلال د «احداٌ احد» نارو په اندازه  به اغېز ونه لري، چې په مکه کې یې وهلې.

لامل یې دا دی چې نن ورځ ګڼ شمېر خلک دا نه شي درک کولی، چې په دې نړۍ کې د لنډې مودې لپاره پاتې کیږي او په دې موده کې له شیطان سره په جګړه کې دي. که غواړو چې د بلال په شان وو، باید په ژوند کې هر څه د الله سبحانه وتعالی د رضا لپاره وکړو. دا د ژوند هغه لیدلوری دی، چې له اخلاصه ډک او له ریاء خالي دی. هغه خلک چې موخه یې یوازې د الله سبحانه و تعالی  رضایت وي؛ په ژوند کې يې خپګان، بخیلي، تکبر او بدبختۍ نه وي. مګر خراب خصلتونه خلک د ژوند له اصلي مفهوم څخه لرې کوي او د جهنم اور ته یې غورځوي. که یو سړی د خلافت (اُم الفرایض) د بیا تاسیسولو لپاره کار کوي، د دې تر څنګ تل د الله سبحانه وتعالی رضایت په پام کې نیسي او د ژوند په ټولو چارو کې اخلاص غوره کوي. دا د دې دوو غلامانو تر منځ ستر توپیر دی. نن باید مسلمانان د دغو غلامانو څخه یو وټاکي او د هغه پر پله ګام واخلي. که څه هم چې وخت بدل دی، خو پیغام یو ډول دی.

﴿وَاللَّيْلِ إِذَا يَغْشَى * وَالنَّهَارِ إِذَا تَجَلَّى * وَمَا خَلَقَ الذَّكَرَ وَالْأُنثَى * إِنَّ سَعْيَكُمْ لَشَتَّى * فَأَمَّا مَن أَعْطَى وَاتَّقَى * وَصَدَّقَ بِالْحُسْنَى * فَسَنُيَسِّرُهُ لِلْيُسْرَى * وَأَمَّا مَن بَخِلَ وَاسْتَغْنَى * وَكَذَّبَ بِالْحُسْنَى * فَسَنُيَسِّرُهُ لِلْعُسْرَى * وَمَا يُغْنِي عَنْهُ مَالُهُ إِذَا تَرَدَّى * إِنَّ عَلَيْنَا لَلْهُدَى * وَإِنَّ لَنَا لَلْآخِرَةَ وَالْأُولَى * فَأَنذَرْتُكُمْ نَارًا تَلَظَّى * لَا يَصْلَاهَا إِلَّا الْأَشْقَى * الَّذِي كَذَّبَ وَتَوَلَّى * وَسَيُجَنَّبُهَا الْأَتْقَى * الَّذِي يُؤْتِي مَالَهُ يَتَزَكَّى * وَمَا لِأَحَدٍ عِندَهُ مِن نِّعْمَةٍ تُجْزَى * إِلَّا ابْتِغَاء وَجْهِ رَبِّهِ الْأَعْلَى * وَلَسَوْفَ يَرْض

(الیل سورت)

قسم پر شپه کله چې خوره شي او پر ورځ کله چې روښانه شي او قسم پر هغه ذات چې نارینه او ښځینه یې پیدا کړي. په حقیقت کې ستاسې هڅې په بېلابلو ډولونو سره دي. نو چا چې (د الله په لاره کې) شتمني ورکړه او (د الله له نافرمانۍ څخه یې) پرهېز وکړ او نیکي یې رښتینې کړه. نو جنت ته يې اماده کوو. چا چې بخیلي وکړه او (له خپل الله څخه یې) بې پروایي وکړه او نیکي یې درواغ وګڼله. هغه ته به موږ سخت ځای (دوزخ) ته د ورتګ لار اسانه کړو. نو  مال به څه په درد ورته وخوري، کله چې تباه شي، په کنده کې ولوېږي؟ بېشکه لارښودل پر موږ دي. په حقیقت کې د اخرت او دنیا دواړو همدا موږ مالک یوو. نو ما تاسې (منکرانو) ته د لمبه وهونکي اور خبر درکړی دی. په هغه (اور) کې له ډېر زیات بد مرغه څخه پرته بل څوک نه سوځي. هغه څوک (سوځي) چې (حق ته ) د درواغو نسبت وکړي او مخ واړوي. له هغه (اور) څخه به ډېر غوره پرهېزګار په ډډه شي. هغه کسان چې د سپېڅلتیا په سبب خپل مال لګوي. هغه ته د هغه د بدل په ورکړه کې د هېچا هیڅ احسان پرې نشته. هغه خو یوازې د خپل ستر رب د خوښۍ لټونې لپاره دا کار کوي. هرو مرو به هغه ترې خوشحاله شي.

 الله سبحانه وتعالی د انسانانو څخه دا ډول خصلتونه غواړي؛ هغه څوک چې له یو بل سره ښه کوي، تقوا غوره کوي، د الله سبحانه و تعالی له لوري په وروستني اجر او بدله باور ولري او د دنیوي څيزونو پرځای اخرت ته ترجیح ورکړي او د الله سبحانه وتعالی رضا لټوي؛ الله سبحانه و تعالی به د هغه شخص لپاره د جنت لاره اسانه کړي. که غواړئ د بلال رضی الله تعالی عنه غوندې شئ، نو دا خصلت باید د ځان عادت وګرځوئ. عادت اړین او ښه دی، مګر یو مسلمان باید د ځان لپاره نېک عادتونه غوره کړي، ځکه نېک عادتونه انسان الله سبحانه وتعالی ته نږدې کوي. نو د یو مسلمان لپاره غوره دا ده چې د الله سبحانه و تعالی بنده وي او د دې پر ځای چې د خپلو غوښتنو او غولوونکې دنیا په لومه کې راګیر شي او د تل لپاره په اور کې واچول شي؛ باید په جنت کې د ابدي ازادۍ تر لاسه کولو لپاره هڅې وکړي.

د حزب التحریر مرکزي مطوبوعاتي دفتر ته

امانه عابد

د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر غړې

Last modified onجمعه, 11 آګست 2017

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې