جمعه, ۰۹ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
له الاقصی څخه د ملاتړ پیغام
بسم الله الرحمن الرحيم
له الاقصی څخه د ملاتړ پیغام

(ژباړه)

ګرانو وروڼو او خویندو! که په مکه مکرمه کې مسجد الحرام او کعبه او یا هم په مدینه منوره کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم مسجد، هغه ځای چې د اسلام مبارک پیغمبر هلته خاورو ته سپارل شوی، اشغالګرو استعمار کړی وای، تاسو په دې اړه څرنګه ځواب ورکاوه؟ که د اسلام دښمنانو دغه سپېڅلي ځایونه څنګه چې غوښتی هسې یې له منځه وړلی، پر دغو ځایونو واکمنېدلی او عبادت کوونکي یې له منځه وړلی، هغه وخت به ستاسو غبرګون څه و؟  

په دې کې شک نشته، تر هغه چې د اشغالګرو او ښکېلاکګرو عمر پای ته ونه رسېږي، موږ به هېڅ وخت په ارام ژوند ونه کړو. خو ګرانو وروڼو او خویندو! زموږ مسلمانانو لپاره درېیم سپېڅلی مسجد، د مسلمانانو لومړۍ قبله یعنې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم اسرا او معراج مسجد الاقصی اسلامي امت ته د هغو  ظالمو ښکېلاکګرو له لاسه چې ویجاړوي یې او د له منځه تلو هڅې یې کوي؛ ژاړي او د ازادېدو غوښتنه ترې کوي. دا ظالمان د دغه سپېڅلي ځای عبادت کوونکي شکنجه کوي او له منځه یې وړي. د دغو ټولو جنایتونو پر وړاندې زموږ ځواب څه دی؟  

نن به د انګلیستان مسلمانان د لندن په لاریونونو کې، چې د یاد هېواد حزب التحریر یې پیلوي، د «د سرښندنې ځای، د الاقصی لپاره مبارزه» تر عنوان لاندې په لاریونونو کې ګډون وکړي. دغه لاریونونه به په لندن کې د سعودي د سفارت مخې تر سره شي. سعودي هغه خاین رژیم دی چې الاقصی او د فلسطین سپېڅلې خاوره یې د تروريزم د ځواکونو او وینه څښونکو یهودیانو ته په لاس ورکړې. دغه لاریونونه یو پیغام لري او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په طریقه پر اسلامي امت او د دوی پر قوي اردو د خلافت د ژر تر ژره تاسیس غږ کوي؛ ځکه د اسلامي نړۍ له بدن څخه د ټولو سرطاني زخمونو د پاکولو لپاره چې صهیونیستانو رامنځته کړي؛ یوازنۍ حل لاره همدا ده او دغه حل لاره  الاقصی او خلک یې ازادوي او ویاړ او امنیت یې یو ځل بیا راګرځوي.

ګرانو وروڼو او خویندو! که د خلافت اسلامي حکومت د دغه امت ډال او ساتونکی، چې اسلامي نړۍ سره یوځای کوي، نن ورځ شته وی؛ ایا دښمنانو به حتی په خوب کې دا جرات درلود، چې د یادې سپېڅلې خاورې یو انچ اشغال کړي؟ نه هېڅ وخت به یې دا جرات نه وی کړی. تاسو څه فکر کوئ که د اسلام ځواکمنه اردو د خلافت تر چتر لاندې د الاقصی او خلکو ملاتړې وی، ایا د یهودو ډارنو ځواکونو په یاده سپېڅلې خاوره کې حتی یوه ګام هم اېښودی شوای؟ نه هېڅ وخت به داسې نه وی شوي! څه فکر کوئ، که دا امت د دغو ظالمو حکامو پر ځای یوه متقی رهبر، رهبري کولی، چې ټول ژوند به یې له اسلام څخه قرباني کاوه او د اسلامي امت د څاڅکی څاڅکی وینې پر وړاندې به یې خپل ځان مسول باله؛ ایا اشغالګرو یهودو به د مسلمانانو د ښځو او ماشومانو د وژلو، سپکاوي او تحقیر جرات کړی وی؟ نه هېڅ وخت نه!

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«إِنَّمَا الْإِمَامُ جُنَّةٌ يُقَاتَلُ مِنْ وَرَائِهِ وَيُتَّقَى بِهِ»

(متفق علیه)

ژباړه: امام هغه ډال (سپر) دی چې تاسو د هغه تر شاه جګړه کوئ او هغه ستاسو ساتونکی دی.

خو نن ورځ د دغه دولت او ډال په نشت کې ښکېلاکګرو تروریستي بنسټونو د اشغال او د یاد سپڅلي ځای د بندولو جرات کړی، د دغه ځای له عبادت کوونکو سره جګړه کوي او پر هغوی د ښځو او ماشومانو په ګډون د کوم غبرګون له وېرې پرته برید کوي او وژني یې. دا چې هغوی خپل فلزي څپې موندونکي له دروازو څخه لرې کړل، له دې واقعیت سره هېڅ توپیر نه کوي چې الاقصی د اشغال په تیارو کې دی. ځکه هغوی په هر وخت کې هر څه یې چې زړه وي، په الاقصی یې تر سره کوي او پر هغه حاکمیت لري. دوی څومره جرات لري چې په دې اړه هوډ نیسي، چې د الله سبحانه وتعالی د عبادت او فرضونو تر سره کولو لپاره څوک الاقصی ته ولاړ شي او څوک دې نه ځي.

د روان کال په اپرېل میاشت کې یهودي افراطیانو د خپل مراسمو په تر سره کولو کې یو خوسی الاقصی ته نږدې قرباني کړ، چې دا همغه حقیقت ته ورګرځي چې یو وخت د الاقصی پر ځای یهودي معبد و. د روان کال په جون میاشت کې د نتانیاهو کابینې یوه ډله څو بیلیوني ساختماني پروژې پیل کړې، چې موخه یې د الاقصی او بیت المقدس ټینګ ساتل دي. هغوی همدارنګه دا پلان هم په پام کې لري، چې په ختیځ بیت المقدس کې فلسطیني ښوونځي د اسراییلو ښوونیز سیسټم منلو ته اړ کړي؛ په داسې طریقه چې دغه سیسټم یوازې د یهودو تاریخ ورزده کوي، چې له همدې لارې له بیت المقدس سره د مسلمانو ځوانانو اړیکې پرې کړي او هغوی داسې پوه کړي چې یوازې اسراییل پر دغه خاوره حق لري او بس.  

د روان کال د مې په میاشت کې نتانیاهو څرګنده کړه: «مسجد الاقصی به یوازې د اسراییلو په واکمنۍ کې پاتې شي.»

پر دې ټولو سربېره، د فلسطین خپلسري تشکیلونه د اشغالګرو د دغه استازي د امنیت ټینګېدو هڅې کوي او د هوکړولیکونو له لارې له دغه تروریست بنسټ سره له کوم شرط پرته د ډېرو خبرو غوښتونکي دي، چې یوازې یې وحشت او د ځمکو غلا درک کوي او اشغال یې نور هم پیاوړی کوي. دا په خپله د فلسطین له مسلمانانو سره خیانت ښیي.

وروڼو او خویندو! نن ورځ د خلافت په نشت کې د امت رهبري داسې خاینو او دروغجنو حکامو پر غاړه اخیستې، چې امت ته له نهیلۍ پرته بل څه نه ورکوي. دوی د د اسلامي امت پر وړاندې د اسلام له دښمنانو سره په جرم او جنایت کې شریک دي او د دوی په چوپړ کې دي. همدارنګه له هغوی څخه د سیاست له لارې په لومړۍ کرښه کې د یو ساتونکي په توګه ساتنه کوي. دغو خاینو حکامو نه یوازې دا چې خپل ځانته یې د مسجد الاقصی د ساتنې لپاره ټکان ورنه کړ، بلکې د مسلمانانو د اردو خنډ شول، چې په ټوله نړۍ کې له الاقصی او خپلو وروڼو او خویندو څخه دفاع وکړي. هغوی د مسلمانانو اردو د اسلام د بریا پر ځای د غربي قدرتونو ګټو ته د مبارزې لپاره چمتو کوي.

دغه حکام د ښکېلاکګرو له منګولو څخه د مسجد الاقصی د ازادۍ لپاره د مسلمانانو د اردو د لارښوونې او رهبرۍ پر ځای خپل بمونه او مرمۍ د خپلو غربي بادارانو په غوښتنه په عراق، سوریې، یمن، افغانستان، پاکستان او نورو اسلامي هېوادونو کې پر خپلو مسلمانو وروڼو او خویندو وروي. هغو د چوکۍ تر لاسه کولو او له واشنکټن، لندن او پاریس څخه د دوی د بادارانو له لوري له ستاینې پرته بل هېڅ شي ته ارزښت نه ورکوي. د بېلګې په توګه: د ترکیې ولسمشر اردوغان د اسلام په اړه اندېښنه څرګنده کړه او له مسلمانانو یې وغوښتل چې د بیت المقدس لور ته ورشي او له الاقصی څخه دفاع وکړي. دا په داسې حال کې ده چې خپله پیاوړې اردو چې له بیت المقدس او الاقصی څخه د دفاع وړتیا لري، منع کوي او هغه په سوریه کې د اسلامي امت د له منځه وړلو لپاره سمبالوي او هلته یې لېږي. ملک سلمان او نور کسان یې چې ځانونه د بیت الله ساتونکي او ملاتړي بولي، د یمن د ماشومانو له منځه وړلو لپاره هلته الوتکې لېږي. چې پر هغوی بمبار وکړي. یاهم د ایران ولسمشر حسن روحاني، چې ادعا لري، چې په نړۍ کې یوازینی اسلامي حکومت په ایران کې دی، له خپلې اردو څخه یې د سوریې له خلکو سره د مرستې لپاره ګټه وانه خیسته او خپل ځواکونه یې د شیطان صفته بشار اسد، چې د الله سبحانه وتعالی پر وړاندې یې جګړه اعلان کړې، په چوپړ کې ورکړي دي او ملاتړ يې کوي.

لاحول ولاقوة الا بالله!

نو اې وروڼو او خویندو! نن ورځ لازمه ده چې د خلافت دولت په نشت کې د مسلمانانو اردو او ځواکونه د دین او سپېڅلو ځایونو ساتونکي وي، ځکه نن د بیت المقدس ساتنه د مسلمانو ښځو او ماشومانو په ګډون د فلسطین مړنیو مسلمانانو ته پاتې ده، چې هغوی یوازې د ایمان په وسلې او د حق نارې په ویلو د یهودو د ډارنو ځواکونو پر وړاندې مبارزه کوي او دې ته چمتو دي چې د دغه سپېڅلي ځای د ازادۍ لپاره له ازادۍ او حتی خپلو ځانونو تېر شي.

زموږ مسلمانې خویندې هم له حکامو څخه په نهیلۍ د صلاح الدین او المعتصم په نشت کې له الاقصی او د دغې خاورې د دفاع مسولیت پر غاړه اخیستی، چې په دغه بهیر کې ډېرې مېړنۍ ښځې د یهودو تروریستي ځواکونو له لوري تحقیر، شکنجه، زنداني او حتی ووژل شوې؛ خو بیا یې هم له مبارزې لاس وانه خیست. د الله اکبر په نارې سره یې دښمانانو ته روحي شکنجه ورکړه او هغوی یې پر دې پوه کړل چې زموږ مسلمانې خویندې له الله سبحانه وتعالی پرته له هېڅ قدرت او ځواکه نه وېرېږي او هېڅ وخت د دغو اسلامي خاورو غولېدلو رهبرانو په څېر له خپل دین څخه لاس نه اخلي. دې غیرتمنو مېرمنو په خپل دغه عمل پر خالق په ایمان درلودلو سره خپله ژمنه د مومنانو په توګه وښوده.

خو موږ څرنګه په الله سبحانه وتعالی ایمان درلودل ثابتولی شو؟ څرنګه الله سبحانه وتعالی ته ښودلی شو چې د شهادتین کلمه چې موږ وایو، یوازې په ژبه نه ده، بلکې زموږ د زړه دننه یې هم نفوذ کړی او موږ د هغې پر بنسټ درېږو، مبارزه او سرښندنه کوو؟ څرنګه الاقصی او د هغې خاورې ښځینه او نارینه وو ته ځواب ورکړو، چې د خپلې وینې او سپېڅلې خاورې د ژغورلو لپاره له موږ مرسته غواړي؟

ایا موږ په دې هیله ارام کېنو، چې ملګري ملتونه او نړیواله ټولنه د الاقصی ساتنه وکړي او د دې تضمین وکړي چې الاقصی د مسلمانانو لاسته ورځي؟ دا مه هېروئ چې همدغو ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولې دغه غیرقانوني دولت تاسیس کړ، ملاتړ یې کوي او هغوی ته یې قدرت او په غزه کې د مسلمانانو د شکنجې، ځورولو او وژلو اجازه ورکړې ده؛ همدارنګه د جنایتونو د پټولو لپاره یې دېوال جوړ کړی دی. ایا هغوی یو ځل بیا خپل قانون او قراردادونه تر پښو لاندې کوي؟ نه، ګرانو وروڼو او خویندو! موږ هېڅکله د دې ستونزې د حل لپاره پر ملګرو ملتونو او هر بل بهرني بنسټ تکیه نه شو کولی. د مسلمانانو اردو یوازې د عادل خلیفه په رهبرۍ د اسلامي خلافت تر سیوري لاندې دغه ستونزې ته ځواب ویلی شي؛ داسې چې د مسلمانانو د ګټو دفاع کوي او د یهودو تاسیس شوي بنسټونه له منځه وړي. نه یوازې فلسطین او الاقصی، بلکې ټولې اسلامي خاورې د اشغالګرو او ظالمو حکامو له منګولو ازادوي.

ګرانو وروڼو او خویندو! موږ له تاسو څخه غواړو چې د خلافت د ژر تر ژره تاسیس لپاره خپلې ټولې هڅې په دعوت ولګوئ. تر ټولو مهمه دا چې ټول هغه کسان چې د اسلامي خاورو په اردو کې دنده تر سره کوي؛ باید دا انګېزه ورکړل شي چې د اسلامي امت او الاقصی د دفاع دنده پر غاړه واخلي او په خپل ملاتړ د خلافت د تاسیس او په ځمکه کې د الله سبحانه وتعالی د احکامو  ټینګښت او حاکمېدو لپاره د اسلامي حکومت په رامنځته کېدو  کې له حزب التحریر سره مرسته وکړي.

زما خطاب د امت د اردو کسانو ته دی، باایمانه قومندانانو! ستاسو دنده د اسلامي امت او د اسلام د دین ساتنه ده. ولې مو د الاقصی ساتنه، د فلسطین بې وسلې کسانو، ښځو او ماشومانو ته پرېښې ده؟ په داسې حال کې چې تاسو د ښکېلاکګرو له منګولو څخه د الاقصی او ګران پیغمبر د اسرا د ازادۍ لپاره ټانکونه او الوتکې په لاس کې لرئ. ایا دا ستاسو لپاره د شرم ځای نه دی، چې خپله لویه دنده مو د خپلو بې وسلې خویندو پر اوږو اېښې ده؟ څرنګه د خبیثو یهدو له لوري د سپېڅلي ځای اشغال، د ښځو، نرانو، سپینږیرو، ماشومانو، خونیدو او مسلمانانو نجونو وهل ډبول، سپکاوی او ژول ننداره کولی شئ؟

څرنګه د داسې رهبرانو لپاره خدمت کولی شئ، چې خپل ځانونه یې له دین او امت څخه پټ کړي او تاسو د اسلام له بریا څخه محروموي؟ خپل رب ته څه ځواب لرئ، کله چې له تاسو پوښتنه وکړي، چې هغه مهال چې الاقصی چې ورانېده، تاسو چېرته وئ؟ ایا تاسو نه غواړئ چې د صلاح الدین ثواب په لاس راوړئ او د ښکېلاک له منګولو څخه د خپلو خویندو او وروڼو په ژغورلو سره بې شمېره ثواب تر لاسه کړئ؟ نو له دې وروسته خاینو حکامو ته ژمنتوب پرېږدئ، هغه حکام چې ستاسو نوم یې بدکړی او تاسو ته له شرم پرته بل څه نه شی درکولی.

تاسو باید خپلې اسلامي دندې ومنئ او خپل عزت د الاقصی د ازادۍ او له اسلامي امت څخه په دفاع کې ولټوئ. صیهونیستي سرطاني رژیمونه له اسلامي نړۍ څخه لرې کړئ. د نن ورځې انصار شئ او د خپل دین او مسلمانانو ملاتړ وکړئ. د نبوت پر تګلاره د خلافت دولت د تاسیس لپاره هڅې وکړئ چې دغه دولت تاسو سمې موخې او د الله سبحانه وتعالی د رضا لپاره چمتو کړي. خپل دویم ځلي عزت په خپل نوم کړئ، ځانونه د امت اتلان کړئ او د اخرت لپاره داسې ثواب تر لاسه کړئ، چې حتی فکر یې هم نه شئ کولی!

زه خپلې خبرې خپلو مېړنيو فلسطیني وروڼو اوخویندو ته په خطاب سره، چې له الاقصی څخه د دفاع لپاره له چیغو وهلو او ژوند له لاسه ورکولو پرته بل څه نه لري؛ پای ته رسوم. تاسو زموږ او ټول اسلامي امت لپاره د الله سبحانه وتعالی له غوره بندګانو څخه غوره الګو یاست! موږ تاسو ته دعا کوو چې الله سبحانه وتعالی ستاسو ګامونه له دین څخه د دفاع لپاره ټینګ او قوي کړي او پر دې پوه شئ، هغه بریا چې د لاسته راوړلو لپاره یې هڅې کوئ، ډېر وخت نه نیسي، ځکه الله سبحانه وتعالی د سپېڅلې خاورې د بریا ژمنه کړې او د الله سبحانه وتعالی ژمنه حق ده. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَلِنُعَلِّمَهُ مِنْ تَأْوِيلِ الْأَحَادِيثِ وَاللَّهُ غَالِبٌ عَلَى أَمْرِهِ وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ﴾

[یوسف: ۲۱]

ژباړه: په دې ډول موږ یوسف ته په هغه ځمکه کې د ټينکښت زمینه برابره کړه، هغه ته مو په چارو پوهېدا او د خوبونو تعبیر ورزده کړ. الله سبحانه وتعالی په خپلو کارو برلاسی دی، خو ډېر خلک نه پوهېږي.

داکتر نسرین نواز

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر د ښځو څانګې رییسه

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې