شنبه, ۱۰ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
خلافت له سیاسي فساد سره څه ډول مبارزه کوي؟
بسم الله الرحمن الرحيم
خلافت له سیاسي فساد سره څه ډول مبارزه کوي؟

(ژباړه)

الله سبحانه و تعالی په المومنون ۷۱م آیت کې فرمایي:

 
﴿وَلَوْ اتَّبَعَ الْحَقُّ أَهْوَاءَهُمْ لَفَسَدَتْ السَّمَوَاتُ وَالأَرْضُ وَمَنْ فِيهِنَّ بَلْ أَتَيْنَاهُمْ بِذِكْرِهِمْ فَهُمْ عَنْ ذِكْرِهِمْ مُعْرِضُونَ﴾

ژباړه: که حق د دوی په غوښتنو پسې تللی وای، نو اسمانونه او ځمکې او د هر څه نظام به یې  ګډوډ شوی وای. نه بلکې موږ خپل ذکر (قران) دوی ته راوړی او دوی له خپل ذکر څخه مخ اړوي.

په همدې ډول که خدای هغه څه کولی کوم چې د مشرکینو خوښه وای او چارې یې داسې تنظیم کړې وای چې د دوی غوښتنه او رضا وای او ریښتیا(حق) ته یې چې دوی کرکه ترې لري، شا اړولې وای؛ نو جنتونه او ځمکه او هر څه چې په دې دواړو کې شته، فاسد به وی. ځکه دوی د چارو په  پایله او حقیقت نه پوهېږي او نظم له فساد سره مخ کېږي(طبري تفسیر). د ژوند دغه طریقې ناسمې دي او هدایت یوازې په هغه څه سره شونی دی چې د الله سبحانه و تعالی له لوري د احکامو او تګلارو په توګه وضع شوي، چې د ده (الله) له لوري خلکو ته د هدایت او رحمت په بڼه ور ښودل شوي دي.

اسلام یوه عقیده ده او له هغه څخه یو نظام سرچینه اخلي، چې خلکو ته د هدایت او بریالیتوب لارې ښیي. اسلام د دې لپاره راغلی چې نړۍ سمه کړي او پر نړۍ حاکمیت وکړي، که د خلکو له ژوند څخه اسلام لرې شي، نو فساد به پراخ شي او خلک به لاره ورکه کړي. فساد مانا د حق له لارې څخه کږېدل، په ځمکه کې د الله سبحانه و تعالی له امرونو څخه سرغړونه او د الله سبحانه و تعالی ستروالي ته غاړه نه ایښودل:

 ﴿إِنَّ هَذَا لَهُوَ الْقَصَصُ الْحَقُّ وَمَا مِنْ إِلَهٍ إِلَّا اللَّهُ وَإِنَّ اللَّهَ لَهُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ * فَإِنْ تَوَلَّوْا فَإِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ بِالْمُفْسِدِينَ﴾

 [ال عمران ۶۲-۶۳]

ژباړه: دا بیخي سم واقعیتونه دي او له الله سبحانه و تعالی پرته بل خدای نشته. له شک پرته چې د الله سبحانه و تعالی زور پر ټولو بر او پوه ذات دی. نو که دوی مخ واړوي، دا به په ډاګه شي چې مفسدان دي او الله سبحانه و تعالی د فساد خورونکو په حال ښه خبر دی.

نو کوم څه چې الله سبحانه و تعالی فساد ګڼلی وي، هغه فساد دی که څه هم ځینې خلک ورته بل ډول ګوري. الله سبحانه و تعالی فرمایي:

 ﴿وَإِذَا تَوَلَّى سَعَى فِي الْأَرْضِ لِيُفْسِدَ فِيهَا وَيُهْلِكَ الْحَرْثَ وَالنَّسْلَ وَاللَّـهُ لَا يُحِبُّ الْفَسَادَ﴾

[البقره:۲۰۵]

ژباړه: او کله چې بېرته وګرځي، نو په ځمکه کې یې ټولې هلې ځلې د فساد خپرولو لپاره دي، کښتونه او حیوانات له به منځه یوسي او الله هغه ذات دی چې فساد نه خوښوي.

د دې لپاره چې د یوې کړنې په اړه د سموالي یا فاسدوالي پرېکړه وکړو، باید یو معیار ولرو. دا معیار باید شرعي وي نه منطقي. ځکه که دا معیار منطقي وي، نو هر کس به ادعا کوي چې د ده کړنه له هدایت څخه سرچینه اخلي که نه نو فساد دی، لکه فرعونیانو چې ویل:

 ﴿أَتَذَرُ مُوسَى وَقَوْمَهُ لِيُفْسِدُوا فِي الْأَرْضِ وَيَذَرَكَ وَآلِهَتَكَ...

[الاعراف:۱۲۷]

ژباړه: ایا ته موسی او د هغه قوم همداسې پرېږدې چې په ځمکه کې فساد خپور کړي او ستا او ستا د خدایانو بندګي پرېږدي؟

د فرعونیانو په منځ کې دغو مشرانو موسی او د هغه پلویانو ته د مفسدینو په سترګه کتل او دوی استدلال کاوه چې فرعون یو مصلح کس دی... دا پرېکړه یوازې پر هوس او ګټو ولاړه وه، چې له امله یې دوی غلط او فاسد قضاوت کاوه.

د کړنو په اړه د قضاوت کولو لپاره مغز ته رجوع کول، ترڅو د ښه والي یا فاسدوالي په اړه یې پرېکړه وکړي یو سم قضاوت یا سمه پایله نه راکوي. هغه قانون چې د مغز په واسطه وضع شوی وي، هرڅه ته چې له دې قانون څخه بهر دي او یا له دې قانون پرته بل څه ته بلنه ورکوي، فاسد او فساد کوونکي بولي: ځکه نو یو پانګوال د یو سوسیالیست له آنده فاسد دی او یو مسلمان د پانګوال له آنده فاسد دی... د هغو عقیدو پر بنسټ چې له دې مفکورو څخه سرچینه اخلي، د ایډیالوژیګانو پر بنسټ یو له بل سره توپیر لري.

﴿وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ لَا تُفْسِدُوا فِي الْأَرْضِ قَالُوا إِنَّمَا نَحْنُ مُصْلِحُونَ * أَلَا إِنَّهُمْ هُمُ الْمُفْسِدُونَ وَلَكِنْ لَا يَشْعُرُونَ﴾

 [البقره:۱۱-۱۲]

ژباړه: کله چې هغوی ته وویل شي په ځمکه کې فساد مه کوئ! نو هغوی همدا وايي: موږ خو سمون را وستونکي یو. پام کوئ! په حقیقت کې همدوی فساد کوونکي دي، خو شعور ورسره نشته.

سیاسي فساد(د خلکو د چارو په تنظیم کې فساد) په ټولیزه توګه هغه فساد دی چې د ژوند د چارو نظام چلوي او تر هغو به سم نه شي، څو  د دوی د خالق له لوري د رالېږل شوي نظام پر اساس حکم ونه کړي:

 ﴿وَمَنْ أَعْرَضَ عَن ذِكْرِي فَإِنَّ لَهُ مَعِيشَةً ضَنكاً وَنَحْشُرُهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ أَعْمَىٰ﴾

[طه: ۱۲۴]

ژباړه: او څوک چې زما له ذکر څخه مخ اړوي د هغه لپاره به په دنیا کې تنګ ژوند وي او د قیامت په ورځ به موږ هغه ړوند را پاڅوو.

فساد د الله سبحانه و تعالی د قانون پرېښودل او له شریعت پرته د بل قانون پلي کول دي. ځکه نو رسول الله صلی الله علیه وسلم پر دې ټینګار کاوه چې پر ځمکه د الله قانون پلی شي او ده صلی الله علیه وسلم د دې پیغام د خپراوي لپاره باور را منځته کړ او د داسې دولت بنسټ یې کېښود چې د خیر(ښېګڼې) ساتنه وکړي او له دښمنانو سره یې وجنګېږي او د دولت په دننه او بهر کې د هر ډول فساد د محاسبې او مخنیوي له لارې یې د بقا لپاره هڅې وکړي.

نو د خلافت دولت به څه ډول له فساد او مفسدینو سره مبارزه کوي؟

خلافت د جهاد له لارې د الله سبحانه و تعالی قانون خپور کړ... او د جهاد له لارې هدایت او حق څرګند شو... او له دې لارې خلک له تاریکیو څخه د رڼا لوري ته راوستل شوه او دوی یې د مخلوقاتو د رب عبادت ته را وبلل او دوی یې دې ته را وبلل چې له دې پرته ټول فاسد شیان پرېږدي... خلافت خلک نه مجبوروي چې اسلام ومني، خو د دې لپاره کار کوي چې نړۍ له دې ښېګڼې پرته په بل څه رهبري نه شي او پر خلکو یاد قانون کې شته حکمونه، عدالت او رحمت پلی شي!

په بهرنۍ کچه خلافت دولت خیر(اسلام) په ټولې نړۍ کې خپور کړ، په دې سره یې سیمې پراخې شوې او د خلافت له لوري د فساد (هغه قانون چې انسانانو جوړ کړی دی) مخه ونیول شوه په دې ډول یې د فساد کچه را کمه او د دې لپاره یې کار وکړ، چې مخه یې ونیسي.  په داسې حال کې چې په داخلي کچه خلافت له فساد او مفسدینو سره مبارزه وکړه او د ظلم او ظالمانو مخه یې ونیوله، هیڅ چا ته یې اجازه ورنه کړه چې پر مسلمانانو واکمني وکړي تر هغو چې امت هغه نه وي ټاکلی. له دې امله چې واک په امت پورې تړاو لري، نو یوازې دوی حق لري هغه څوک وګماري چې وړ شخص وي، څو د الله سبحانه و تعالی قانون پلی کړي.

هیڅ څوک هم اړ نه دی چې د امت لپاره خلیفه شي او د دې اجازه هم نه شته چې یو څوک دې کوم بل څوک مجبور کړي، څو د خلیفه په توګه یو څوک وټاکي دا ځکه چې «خلافت د ټاکنې او رضایت یو قرارداد دی» (۲۵مه ماده د حزب التحریر له لوري د خلافت دولت لپاره جوړه شوې مسوده).

هر مسلمان د دې حق لري چې خلیفه وټاکي او له هغه سره خپله وفاداري (بیعت) څرګند کړي. د خلیفه سره د یوه کس په توګه د بیعت تړون د هغو کسانو له لوري کېږي چې د امت له لوري  ټاکل شوي وي، تر څو د بیعت کولو لپاره د دوی استازولي وکړي. په دې صورت کې د نورو مسلمانانو له لوري بیعت د اطاعت لپاره کېږي نه د انعقاد لپاره « هر هغه څوک چې ولیدل شي د بغاوت ظرفیت ځان کې پیدا کوي په زور به اړ کېږي چې بیعت وکړي» (۲۷مه ماده د اساسي قانون مسوده).

که یو څوک خلافت د امت له بیعت پرته په خپل واک کې  واخلي، بیا نو دی د خلافت د مقام د حق او واک یو غاصب ګڼل کېږي او د فساد پر لار یې لومړی ګام کېښود. امت حتمي باید د ده پر وړاندې ودرېږي، دی منع کړي، واک بیرته ترې واخلي او داسې یو څوک وټاکي چې د دې مقام د شرایطو لپاره وړتیا ولري. «هېڅوک هم تر هغو خلیفه نه شي کېدی چې مسلمانان یې ونه ټاکي او هېڅوک د زور له لارې نه شي کولی د دولت رهبرۍ ته ورسېږي، تر هغې چې له ده سره له شریعت سره سم تړون نه وي شوی لکه بل هر تړون په اسلام کې».(۲۷مه ماده د اساسي قانون مسوده).

د خلیفه محاسبه پر امت واجب ده: «د مسلمانانو له لوري د حکامو محاسبه د دوی له حقونو څخه ده او دا کار د دوی پر اوږو د لوړې کچې له وجایبو څخه دی».

غیر مسلمان حق لري چې د دوی په حق کې د حکامو د بې عدالتۍ په اړه ږغ پورته کړي او یا د دوی په اړه د اسلام د احکامو د نه پلي کېدو په اړه شکایت وړاندې کړي(شلمه ماده ـ د حزب التحریر له لوري د اساسي قانون جوړه شوې مسوده). پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«أَلَا مَنْ ظَلَمَ مُعَاهِدًا، أَوِ انْتَقَصَهُ، أَوْ كَلَّفَهُ فَوْقَ طَاقَتِهِ، أَوْ أَخَذَ مِنْهُ شَيْئًا بِغَيْرِ طِيبِ نَفْسٍ، فَأَنَا حَجِيجُهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ»

(رواه ابو داود)

څوک چې یو داسې کس ته زیان واړوي چې تړون (معاهده) ورسره شوې وي او یا د ده حق تلف کړي او یا د ده تر توان اضافي کار ترې وغواړي، یا د ده تر توان اضافي بیه ترې وغواړي زه به د محشر په ورځ له دغه کس سره شخړه وکړم.

له همدې امله د شرعي قوانینو نه پلي کېدل یو ناعادلانه کړنه ده او په دې اړه شکایت کول د مسلمانانو او ذمیانو حق دی لکه څرنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«وَإِنِّي لأَرْجُو أَنْ أَلْقَى رَبِّي وَلَيْسَ أَحَدٌ مِنْكُمْ يَطْلُبُنِي بِمَظْلِمَةٍ»

زه هیله لرم، کله چې زه له خپل رب سره وینم یو له تاسو نه هم له ما څخه د بې عدالتۍ تاوان ونه غواړی. (رواه ترمذي او ویلي یې دي چې دا روایت حسن صحیح دی)

«...مَنْ أَخَذْتُ لَهُ مَالاً فَهَذَا مَالِي فَلْيَأْخُذْ مِنْهُ، وَمَنْ جَلَدْتُ لَهُ ظَهْراً فَهَذَا ظَهْرِي فَلْيَقْتَصَّ مِنْهُ»

«د هر چا ملکیت چې ما ترې اخیستی دی، همدا زما مال دی اجازه ورکړئ چې له دې څخه یې واخلي؛ د هرچا شا/ملا چې ما په پړي/متروکه وهلې وي، دا زما شا/ملا ده» ترڅو پر ځمکه د الله سبحانه و تعالی حکم او عدالت پر ځای شي او دا د امت لپاره اړینه ده.

له خلیفه سره تر بیعت کولو وروسته هغه څوک چې د دې لپاره ګمارل شوی(د خلیفه په توګه) چې پر دوی د هغه څه په رڼا کې حکم وکړي چې الله سبحانه و تعالی را لېږلي دي. د دې لپاره چې خلیفه محاسبه شي، نو د ده موضوع د بې عدالتۍ پر وړاندې د محکمې (مظالم) ته د (امت د مجلس له لارې) لېږل کېږي که دی له خپل فساد څخه مخ نه اړوي نو محکمه حق لري چې دی بې صلاحیته کړي. کله چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم ملګری او صحابي ابوبکر صدیق رض د مسلمانانو خلیفه شو نو ویې ویل:

إن أحسنت فأعينوني، وإن أسأت فقوّموني، الصّدق أمانة، والكذب خيانة، والضّعيف فيكم قويّ عندي حتّى أريح عليه حقّه إن شاء الله، والقوىّ فيكم ضعيف حتّى آخذ الحقّ منه إن شاء الله

 ما ته پر تاسو د حاکمیت واک راکړل شو او زه تر تاسو غوره نه یم. که ما ښه کارونه کول مرسته مې وکړئ او که مې بد کارونه کول نو ښې لارې ته مې را وبلئ، صداقت یا رښتنولي امانت دی او صداقت ته په سپکه کتل خیانت دی. ستاسو کمزوری زما پر وړاندې ځواکمن دی او تر هغو چې د هغه حق مې ورته سپارلی وي ان شاءالله او ستاسو په منځ کې ځواکمن زما پر وړاندې کمزوره دی تر هغو چې مې د کمزوري کس حق نه وي ترې اخیستی.

ځکه د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا صحابي د پیغمبر صلی الله علیه وسلم په پیغام او لارښوونو پوهېده،  ده امانت تر سره کړ او له خلکو څخه یې مرسته او مشوره وغوښته او د ده پر تګلاره صحابه وو او تابعینو هم عمل وکړ، په دې ډول دوی حاکمیت وکړ او عدالت یې تامین کړ او د الله سبحانه و تعالی رحمت او هدایت یې خپوړ کړ.

د اسلام پیغام شرعي احکام دي، چې د بشریت د نېکمرغۍ په موخه پر ځمکه پلي کېږي او دا احکام یوازې د خلیفه په شتون کې تر سره کېدلی شي. د دې لپاره چې عدالت ته ورسېږو، نو د ده (خلیفه) شتون واجب دی؛ او که دی شتون ونه لري فساد بر لاسی کېږي... خو دغه خلیفه او یا نور مسول کسان چې د احکامو د پلي کولو مکلفیت لري ښایي ځیني تېروتنې وکړي، ځکه دوی هم انسانان دي، له دې امله اسلام محدودیتونه ایښي تر څو بې عدالتۍ ته ځای پاتې نه شي او فساد خپور نه شي... د خوږ پیغمبر صلی الله علیه وسلم په سیرت کې په دې اړه ښې بېلګې شته، چې دی د خپل رب قانون ته ژمن و او له هغه یې انحراف ونه کړ... ده صلی الله علیه وسلم قانوني مجازات (حدود) را منځته کړل پرته له دې چې کوم مصلحت پکې وکړي او یا د محکومینو په منځ کې کوم تبعیض وکړي.... ده په الله سبحانه و تعالی قسم وکړ:

«وَايْمُ اللَّهِ لَوْ أَنَّ فَاطِمَةَ بِنْتَ مُحَمَّدٍ سَرَقَتْ لَقَطَعْتُ يَدَهَا»

په الله قسم که فاطمې د محمد لور غلا کړې وای نو ما به د هغې لاس هم پرې کړی وای

د څرګند او سوچه آند په ښکاره کولو سره چې ده صلی الله علیه وسلم تعقیب کړ، دی هدایت شو او په دې سره هغه څوک هدایت شول چې په دوی یې ایمان درلود چې هغه الله د دوی رب او محمد صلی الله علیه وسلم د هغه رسول او استازی دی. صحابه وو او تابعینو د ده پیروي وکړه په دې ډول یې د ده لار تعقیب کړه. ځکه خو عمر رضي الله عنه پر زوی د شرابو د څښلو له امله شرعي حد جاري کړ دی پوهېدو چې نوموړي هغه ډول څښاک کارولي و چې د نشې سبب کېدل.

عمر ابن خطاب رضی الله عنه وایي:

«أرأيتم إن استعملت عليكم خير ما أعلم ثم أمرته بالعدل فيكم، أكنت قضيت ما علي؟ قالوا: نعم، قال: لا، حتى أنظر في عمله أعَمِل بما أمرته أم لا»

 ایا تاسو فکر کوی چې زه پر تاسو د دې لپاره ګمارل شوی یم چې زه ښه پوهېږم او بیا په عدالت سره امر کوم، کوم څه چې زما پر اوږو وه ایا ما هغه تر سره کړي دي؟ دوی وویل هو، عمر وویل: نه، تر هغو پورې زه د ده اعمالو ته ګورم، چې ایا دی په هغه څه عمل کوي چې ما دی امر کړی دی که نه.

که څه هم د یو مسلمان ارزونه، پخپله د همدې مسلمان له لوري د ځان له ارزونې څخه پیلېږي، خو انسان په هر حالت کې له خطا سره مخ کېږي او ډېر لږ کسان دي چې له ګمراهۍ څخه ځان ژغورلی شي.

ځکه خو اړتیا شته، چې کس تر څارنې او نظارت لاندې ونیول شي او الله سبحانه و تعالی د نظارت مسولیت د دولت او ټولې مسلمانې ټولنې پر اوږو د یو جمعي او ډلییز مسولیت په توګه ایښی دی. ( پر خلیفه واجب ده چې په ځیر سره د تفویض د معاونینو کړنې او د چارو مدیریت تر نظر لاندې ونیسي تر هغې چې په سمه توګه تر سره شوې کړنې یې تایید او ناسم کارونه یې اصلاح شي، ځکه د امت د چارو سرپرستي خلیفه ته سپارل شوې او د چارو سرپرستي د ده د اجتهاد له مخې ترسره کېږي) (۴۶ مه ماده د حزب التحریر له لوري د اساسي قانون جوړه شوې مسوده). ( پر خلیفه واجب ده چې د والیانو کړنې تر څار لاندې ونیسي او په دوامداره توګه د دوی کړنې وڅاري. ځیني کسان د دې لپاره وګماري چې د دوی وضعیت تر ارزونې لاندې ونیسي، پلټنه یې وکړي او په خپل وار سره ټول او یا ځیني یې یو ځای را ټولې کړي او د دوی په اړه شویو شکایتونو ته غوږ ونیسي) (۶۰مه ماده د حزب التحریر له لوري د اساسي قانون جوړه شوې مسوده). د امت مخکنیو (اسلافو) همدا کړنلاره تر سره کړې ده ترڅو د اسلامي ټولنې په منځ کې د فساد ریښې وچې کړي او له را برسیره کېدو یې مخنیوی وکړي.

ځکه نو، ستونزه په دې کې نه ده چې په دولت کې فاسد کسان شتون لري، بلکې ستونزه دا ده چې پر فساد سترګې پټېږي او فاسدو اشخاصو یا مفسدینو ته سزا نه ورکول کېږي. په دې ځای کې ډېر زیات توپیر د هغو حکامو تر منځ شته چې یو یې له فساد سره مبارزه کوي او له الله سبحانه و تعالی څخه د بریالیتوب غوښتنه کوي، ترڅو د الله سبحانه و تعالی احکام پلي کړي او بل چې ځان تېر باسي، نافرماني کوي او پر ځای یې له فاسدو کسانو سره معامله او راکړه ورکړه کوي، په دې ډول دی له الله سبحانه و تعالی، د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم او مومنانو سره خیانت کوي او دی به له الله سبحانه و تعالی څخه هغه څه تر لاسه کړي چې وړ یې دی.

په «دیموکراتیکه حکومتولۍ» کې فاسد خلک خپل فساد ته مشروعیت ورکوي او په دیموکراسۍ کې داسې قوانین تصویبېږي چې د دوی ګټو ته خدمت وکړي او د دوی ناروا کړنې پرې پټې شي. د دې لپاره چې دوی دا موخه تر لاسه کړي موږ په ډېر شدت سره د دوی برېښنایي کمپاینونه، له خلکو سره اړیکې او د پیسو مصرف وینو، ترڅو په لوړه کچه رایي د خپل ځان لپاره یقیني کړي او بیا په دیموکراسۍ سره پر دوی د حاکمیت وروسته دوی ته شا واړوي او په زیاته کچه د روپیو را ټولو ته مخه کوي او په څو چنده د هغه څه جبران کوي چې دوی له لاسه ورکړي دي. په داسې حال کې چې د الله د قانون تر حاکمیت لاندې موږ وینو، چې دا امانت هغه چا ته نه ورکول کېږي چې غوښتنه یې لري، له دې وېرې چې ښایي انحراف به وکړي او د فریب ورکونکي له لوري به د الله پر وړاندې له دوکې کار واخیستل شي، نو دی به ګمراه شي، فاسد به شي او فساد به تر سره کړي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: 

«إِنَّا وَاللَّهِ لا نُوَلِّي عَلَى هَذَا الْعَمَلِ أَحَدًا سَأَلَهُ، وَلا أَحَدًا حَرَصَ عَلَيْهِ»

په الله قسم موږ هغه څوک نه ګمارو چې د دې پوست(مقام) غوښتنه وکړي او یا داسې څوک چې د دې پوسټ لپاره سیالي وکړي.

هغه څوک چې د خلیفه په پوسټ او مقام پسې ګرځي او غوښتنه یې لري او د دې پوسټ لپاره سیالي کوي دی دا پوسټ د خپل ځان لپاره غواړي، ځان غوښتنه او  شخصي ګټې لري، کوم څوک چې دا ډول وي دی به دنورو په ګټو پسې سر ونه خوږوي او دی به هڅه ونه کړي چې ګټه ور ورسوي. نو کله چې ابوذر غوښتنه وکړه چې دی د دې لپاره غوره او امانت کار دی، وېې ویل:

 يَا رَسُولَ اللَّهِ أَلَا تَسْتَعْمِلُنِي؟

قَالَ:

«فَضَرَبَ بِيَدِهِ عَلَى مَنْكِبِي ثُمَّ قَالَ: يَا أَبَا ذَرٍّ إِنَّكَ ضَعِيفٌ وَإِنَّهَا أَمَانَةُ وَإِنَّهَا يَوْمَ الْقِيَامَةِ خِزْيٌ وَنَدَامَةٌ إِلَّا مَنْ أَخَذَهَا بِحَقِّهَا وَأَدَّى الَّذِي عَلَيْهِ فِيهَا»

ژباړه: ما وویل: اې د الله رسوله صلی الله علیه وسلم ته ولې ما(په یو سیاسي پوسټ) نه ګمارې؟ ده زما پر اوږه لاس کېښود او ویې ویل: «اې ابوذره! ته یو کمزوره سړی یې او دا یو امانت دی چې د قیامت په ورځ به د رسوایۍ او پښېمانۍ لامل شي پرته له هغه چا څخه چې د مسولیت په پوره احساس سره یې په لاس کې واخلي او هغه څه پوره کړي چې ده ته د امانت په ډول ورکړل شوي دي(خپل تکلیف په اغیزمنه توګه ادا کړي).

له کوم سیاسي فساد څخه چې د خوسا شوې دیموکراسۍ تر چتر لاندې اسلامي امت او په ټوله کې نړۍ ځورېږي د دې شته ناعادلانه قوانینو سره نه شي پای ته رسېدلی او د اسلامي حاکمیت له نظام(د نبوت پر منهج خلافت) پرته له منځه نه شي تللی. دا یوازې هغه څه دي چې فساد ته ماتې ورکولی شي، ځکه د دې قوانین د الله سبحانه و تعالی د اوامرو پر بنسټ تبني شوي دي، نه د هغو حکامو د هوس او غوښتنو له مخې چې د ځان او امت تر منځ کندې کیندي، هغه څوک چې د الله سبحانه و تعالی پر دین او د خلکو پر ژوند باور نه لري او هغه څوک چې د کفر له لوري د فساد په خپرولو سره بډایه شوي او امت له دې را ګرځوي چې له اسلام سره یو ځای شي او خپل مقررات او ژوند د همدې اسلام تر سیوري لاندې تنظیم کړي.

د دې لپاره چې فساد له منځه ولاړ شي... او خلکو ته امن، هوسایي او نېکمرغي را ستنه شي... پر مسلمانانو فرض ده چې د ژوند لپاره د اسلامي لارې د بیا را ګرځولو له هڅو سره یو ځای شي او د خپل رب د عادلانه مقرراتو تر سیوري لاندې ژوند وکړي او هڅه وکړي چې دیموکراسي او د هغې له لورې د بشریت په منځ کې فساد او ځورونې له منځه یوسي، ترڅو د الله سبحانه و تعالی ژمنه پر ځای شي:

 ﴿وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آَمَنُوا مِنْكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُمْ فِي الْأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ وَلَيُمَكِّنَنَّ لَهُمْ دِينَهُمُ الَّذِي ارْتَضَى لَهُمْ وَلَيُبَدِّلَنَّهُمْ مِنْ بَعْدِ خَوْفِهِمْ أَمْناً يَعْبُدُونَنِي لَا يُشْرِكُونَ بِي شَيْئاً وَمَنْ كَفَرَ بَعْدَ ذَلِكَ فَأُولَئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ﴾

 [النور:۵۵]

ژباړه:  الله سبحانه و تعالی له هغو کسانو سره چې ایمان راوړي او ښه عملونه وکړي، وعده کړې چې هغوی به په ځمکه کښې هماغه شان خلیفه ګان وګرځوي لکه چې له هغوی څخه مخکې تیر شوي خلک یې ګرځولي وو. د هغوی لپاره به هغه دین پر محکمو بنسټونو ودروي چې الله سبحانه و تعالی ورته خوښ کړی دی او د هغو د ویرې (اوسنی) حالت به په امن ورته بدل کړي. هغوی دي زما بندګي کوي او زما سره دې کوم شی نه شریکوي او څوک چې له دې وروسته کفر غوره کړي، نو همداسې کسان فاسقان دي.

او د پیغمبر صلی الله علیه وسلم وړاندوینه به پر ځای شي:

«ثُمَّ تَكُونُ مُلْكاً جَبْرِيَّةً فَتَكُونُ مَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ تَكُونَ ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةٌ عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ ثُمَّ سَكَتَ...»

(رواه احمد)

ژباړه: او بیا په زور سره منځته راغلی (جبریه) حکومت وي تر هغو چې د الله سبحانه و تعالی خوښه وي، بیا به د الله سبحانه و تعالی په خوښه له منځه ولاړ شي، بیا به د نبوت پر منهج خلافت را منځته شي او وروسته ده صلی الله علیه وسلم چوپتیا غوره کړه.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

لیکواله: زینة الصامت

ژباړن: عبدالله لطفي

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې