پنجشنبه, ۱۷ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
ایا داسې څوک شته چې د ښکېلاکګرې امریکا نفاق بربنډ کړي  او په نړیوال نظم کې د بدلون غږ پورته کړي؟!
بسم الله الرحمن الرحيم
ایا داسې څوک شته چې د ښکېلاکګرې امریکا نفاق بربنډ کړي او په نړیوال نظم کې د بدلون غږ پورته کړي؟!

خبر:

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د روان کال د اګېست په درېیمه د افغانستان له ولسمشر اشرف غني سره په یوه ټلیفوني اړيکه کې «له افغانستان سره د امریکا د پیاوړې او تلپاتې ژمنې» په اړه خبرې وکړې. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې پر بنسټ دواړو لوریو د طالبانو بریدونه، چې بشري حقونو او انساني ژوند ته پکې ډېره کمه پاملرنه کېږي وغندل او همدارنګه د افغانستان د سولې د خبرو اترو او سیاسي تفاهم په اړتیا يې ټینګار وکړ. خبرپاڼه زیاتوي چې دوی د سیاسي تفاهم په ټول شمول‌والي، د ښځو او لږکیو په شمول د ټولو افغانانو حقونو ته په درناوي، د ولسمشر په اړه د خلکو د ټاکنې په حق او د امریکا او د هغې د متحدینو پر وړاندې د افغانستان د خاورې په نه کارولو باندې ټینګار وکړ. 

تبصره:

د امریکا حکومتونه د افغانستان د اشغال له پیله تر اوسه د یوې شېبې لپاره هم، نه له خپلو خلکو او نه هم د افغانستان له خلکو سره ريښتیني وو. امریکا د ښکېلاک په لوموړیو کې د ملت جوړونې، دولت جوړونې، ډیموکراسۍ، بیارغاونې، د ښځو او بشري حقونو په اړه خبرې کولې، په داسې حال کې چې ټرامپ او بایډن په خورا څرګنده توګه په افغانستان کې د امریکا موخې د یادو شعارونو سره خلاف اعلان کړلې. ټرامپ وویل: «موږ ملت جوړونه نه کوو، موږ تروریستان وژنو» او «په افغانستان کې مو شتون د وخت ضایع کول دي». اوس بایډن هم وايي چې: «موږ افغانستان ته د ملت جوړونې لپاره نه وو تللي». 

امریکا د افغانستان تر ښکېلاک او د دوی پر وړاندې د افغانستان د مجاهد ولس تر سخت مقاومت وروسته، چې افغانانو ته یې درانه ځاني او مالي تلفات واړول، د سولې د پروسې زمزمه پیل کړه. دوی د دوحې تر تړون وروسته د خپلو سرتېرو د وتلو او اوس د دغه پروسې د بشپړېدلو په اړه خبرې کوي. په داسې حال کې چې د امریکا هوايي ځواکونه هره ورځ د طالبانو سنګرونه بمباروي، چې زیاتره وخت ملکي خلک، ماشومان او ښځې پکې له منځه ځي او یو زیات شمېر نور یې له خپلو کورونو څخه بې ځایه کېږي. 

نو پوه شئ چې امريکا د افغانستان د اشغال په اړه هم خپل ولس، هم نړئ او هم افغانانو ته دروغ ويلي دي او پوه شئ چې د سولې پروسه هم ښکرور دروغ دي. ځکه هغه د سولې پروسه نه، بلکې له افغانستان څخه د امریکا او ناټو ځواکونو د خوندي ایستلو پروسه ده. اوس هم امریکا له يوې خوا له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو ګام په ګام وتل اعلانوي، خو له بل پلوه د جګړې په ميدانونو کې د توازن په موخه د خپل لاسپوڅي دولت په ګټه بمبارد کوي. همداراز امريکا افغان ځواکونه تمويل او تجهيزوي او د بهرنيو چارو وزير یې له اشرف غني سره پر ټليفون «له افغانستان سره د متحده ايالاتو د پیاوړي او همېشني تعهد» خبره کوي، ترڅو د افغانستان خلک یو ځل بيا له یوې تيارې شوې جګړې سره مخ کړي او له دې لارې له افغانانو، په افغانستان کې د خپلو لګښتونو، تلفاتو او شرموونکې ماتې انتقام واخلي او پرې نږدي چې فاتحه اسلامي ډله په امت کې د استعمار ضد نورو ډلو لپاره الهام بښونکې نمونه وګرځي.‌

دغه بالفعل او بالقوه شیطان په دې هم بسنه نه کوي، بلکې د افغانانو په منځ کې د وحشت د فضا جوړولو لپاره د سفارتخونو، یوناما، سیګار او بشري حقونو د کمیسیون لخوا داسې راپورونه خپروي، څو داسې وښيي چې افغانستان نور د وحشت او وېرې ځای دی او نور د دوی د ژباړونکو او د يرغلګرو ځواکونو د همکارانو لپاره د ژوند کولو ځای نه دی. له همدې امله یې امریکا او اورپا ته د دوی د لېږد بېلابېل پروګرامونه اعلان کړي دي. په داسې حال کې چې د جګړې، بې کارۍ، بې وزلۍ او بې کورۍ دغه وضعیت خپله امریکایانو او په نظام کې د دوی د مزدورانو تر څنګ د پاکستان، ترکیې، ایران، هند، قطر، اماراتو او سعودي لاسپوڅو حکومتونو پر افغانانو تپلی دی. 

په نړۍ او امریکا کې ويښ وجدانونه باید له ښکېلاکګرو وپوښتي، چې ایا په افغانستان کې ددغه وضعیت یوازینی لامل خپله امریکا او د دوی ملګري نه دي؟! آیا دغه ناوړه وضعیت همدا اوس د امریکا لخوا لا نه ګړندی کيږي؟!

د افغانستان لپاره د امریکا د بیا جوړونې د سرمتفش دفتر (سیګار) په خپل یوه تازه راپور کې ویلي دي چې افغان حکومت د (پایښت له ناورین) سره مخ دی. ایا دا خپله امریکا نه ده چې جګړه یې د جمهوریت د پایښت، د تېرو شلو کلونو د ارزښتونو او ... لپاره سخته کړې ده، له یوې خوا یې له افغانستان څخه د خپلو پوځونو د خوندي وتلو لپاره له طالبانو سره هوکړه لیک لاسلیک کړی دی او له بلې خوا دولت تجهیزوي او تمویلوي او د سقوط مخنیوی یې کوي او د بمبار له لارې د جبهو توازن ساتي؟!

پر همدې بنسټ طالبان او نور ټول هغه اړخونه چې په زړونو کې یې د ایمان یوه ذره هم شتون ولري، د امریکا دغه نفاق باید درک کړي او د خپلمنځۍ جګړې، ملکي تلفاتو او عام المنفعه بنسټونو د ورانولو پر ځای دې د ښکېلاکګرو او د دوی د پاتې شوونو پر وړاندې سره متحد شي او د ښکېلاکګرو او د دوی د مزدورانو د وروستي سرتیري تر وتلو پورې دې جهاد وکړي او د امت بنسټيزې قضيې ته چې یوه پېړۍ کېږي له نړیوال ډګر څخه لیرې شوې ده د خورا لويې فریضې په توګه جدي پاملرنه وکړي او د سیمې د مسلمانانو او حزب التحریر د دعوتګرانو په مرسته دې د راشده منهج پر بنسټ خلافت تاسیس کړي. پرېنږدئ چې امریکا او متحدین یې د اسلام په جامه کې یو سېکولر نظام د افغانستان په مجاهد ولس وتپي. ځکه چې دا نظام نه د افغانانو ستونزه حلولی شي او نه الله سبحانه وتعالی ته د منلو وړ دی.

سیف الله مستنیر

د حزب التحریر - ولایه افغانستان د مطبوعاتي دفتر رییس

Last modified onچهارشنبه, 11 آګست 2021

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې