پنجشنبه, ۰۸ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
کریملېن، چې دا ۲۰کاله یې افغانې ښځې کونډې کړې، اوس په منافقانه ډول د دوی دسوکالۍ په اړه تشویش کوي
بسم الله الرحمن الرحيم
کریملېن، چې دا ۲۰کاله یې افغانې ښځې کونډې کړې، اوس په منافقانه ډول د دوی دسوکالۍ په اړه تشویش کوي

خبر:

په اېټالیا کې د G20 کنفراس، چې د جنسیت د مساواتو په اړه و، په اول ځل یې اصلي موضوع د افغانستان د ښځو حقونه وو. د جمهوریت لومړي وزیر ماریو دراغي، استازو ته په خپله وینا کې له ټولو څخه وغوښتل چې د افغان ښځو د بنسټیزو حقونو په ځانګړي ډول د تعلیم حق د خوندي کولو لپاره، له هرې ممکنې لارې هڅې وکړي. سرچینه: re.euronews))

تبصره:

په افغانستان کې طالبانو ته د واک په انتفال سره د ښکاره دروغو یوه څپه خپره شوه، چې غواړي دا افسانه قوي کړي چې « اسلام ښځې له تعلیم څخه منع کوي».

د دغه جملې د ردولو لپاره به زه لومړی د رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه حدیث ذکر کړم چې وایي:

«طلب ‏العلم فريضة على كل مسلم»

ژباړه: د دین زده کړه په ټولو مسلمانانو فرض ده.

د فقې د اصولو (د اسلامي قوانینو بنسټیزه پوهې) پر اساس په قران او سنتو کې هر خبر نر او ښځې دواړو ته متوجه دی، تر څو چې کومه ځانګړې اشاره د دغه دوه جنسونو د مشخص کولو لپاره نه وي کارول شوې.

پردې اساس د ژوند لپاره د ضروري (اسلامي، ساینسي او بشري) علم ترلاسه کول د دواړو نر او ښځې مسوولیت دی.

د اسلامي حکومت تر سیورې لاندې د دغه ډول ساده مفهوم منځ ته راوړل د ښځو تعلیم ته وده ورکوي. چې د اسلام تاریخ په اوږدو کې د نامتو، عالمو او اختراع کوونکو ښځو د رامنځ ته کیدو لامل شو. د بېلګې په ډول:

د رسول الله صلی الله علیه وسلم ښځه حضرت عایشه رضی الله عنه، چې په اسلامي احکامو کې یې پراخه پوهه درلوده او له ۲۲۰۰ څخه یې ډېر احادیث روایت کړي او د رسول الله صلی الله علیه وسلم مشهور صحابه به د مشورې لپاره ورته راتلل.

شفا بنت عبدالله د دویم خلیفه عمر تر مشرۍ لاندې، د قاضی په توګه دنده مخته وړله. د سوداګرۍ او پیسو معاملې به یې حلولې.

لوبنا الاندلسیا د لسمې میلادي پېړۍ شاعره وه. هغې په ګرامر، بیان، ریاضیاتو او خطاطۍ کې ډېر لوړ لاس درلود. د دولت له غښتلو کاتبانو څخه وه او د رسمي کتابت باور یې ترلاسه کړی و.

فخر نسا ام محمد شهدا د لسمې پېړۍ د عربي خطاطۍ متخصصه وه. د المکتفي خلیفه تر حاکمیت لاندې کارمنده وه. داسې ویل شوي، چې د دې په وخت کې په بغداد کې داسې څوک نه و، چې لیکنه کې یې له دې سره پرتله کړې وای.

شرف الدین سابونچو اوغلو په ترکیه کې د پنځلسمې پېړۍ جراحه وه، چې په انادولو کې یې په ښځینه روغتون کې جراحي کوله.

لوبنا الکوردوبیا د لسمې پېړۍ په ریاضیاتو او ادبیاتو کې متخصصه وه. هغې وکولی شول چې په هندسه او الجبر کې سختې ستونزې حل کړي. هغې د دویم الحاکم خلیفه د منشي په توګه دنده ترسره کوله.

مریم اسطرلابیه الیجلیه د لسمې پېړۍ ساینس پوه، مخترع، ستوري پېژندونکې، اسطرلاب او د لمر او سیارو د موقیعت ښودونکو وسایلو ته پرمختګ ورکوونکې وه.

فاطمه الفهري یوه تکړه ایجینره وه. په ۸۵۹ کال کې یې د القراویین پوهنتون بنسټ کېښود، چې د ګاینیس د ریکارډونو په کتاب کې د لوړو زده کړو تر ټولو پخواني او دایمي پوهنتون په توګه پېژندل شوی دی.

سربېره پردې، محمد اکرم النداوي په خپل څلویښت ټوکه کتاب کې د ۸زره ښځینه ساینس پوهانو (علماوو) ژوندلیکونه ذکر کړي، چې د اسلامي تمدن په واسطه روزل شوې دي.

دا یوازې یو څو بېلګې دي چې اسلام څرنګه ښځو ته اصل ورکړی. نه یوازې دا چې په اسلامي دولت کې یې تعلیم ته پرمختګ ورکړی، بلکي همدارنګه یې په لوړو پوستونو هم کار کړی دی.

د دومره ډېر شمېر ساینس پوهو مسلمانو ښځو شتون دا څرګندوي، چې اسلام د ښځینه تعلیم سره تړلی دی، ځکه دا ښکاره ده، چې د دومره ښځو تعلیم بې له دې چې د ښځو د تعلیم عمومي کچه لوړه وي ناممکن دی.

اسلام دې مسالې ته خورا ارزښت ورکړی، ځکه ښځه یې د کورنۍ د لومړي ساتونکي په توګه ټاکلې ده او د هغه چا په توګه چې د دفاع د لومړۍ کرښې لپاره مسلمان ځوان نسل روزي او تعلیم ورکوي. سربېره پردې، نور فرصتونه هم لري چې له کوره بهر تعلیمي، ساینسي او ټولنیز فعالیتونه کنټرول او اداره کړي.

دې ته باید پام وکړو، چې په یوازې توګه، د ښځو دغه یادې شوې تعلیمې کچې لاسته راوړل د تش په نامه جنسیتي برابرۍ یا د کورنۍ د ارزښتونو په له منځه وړلو او د ټولنیزو ستونزو په جوړلو، لکه په اروپا کې چې رامنځته کیږي،  ناممکن دي. خو دا چې کله نر او ښځه یو ځای خپل اصلي او ټولنیز رول سرته ورسوي، چې دا د دولت او ټولې ټولنې سوکالي تضمینوي.

د ښځو د تعلیم په ډګر کې د دغه ځانګړې مفکورې بیا معرفي کول یوازې هغه وخت امکان لري چې د نبووت په منهج دویم راشده خلافت بیا تاسیس شي. چې دا به په نېږدې راتلونکي کې بې له شکه د الله سبحانه وتعالی په رضا سره وشي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته!

لیکوال: د اکراین د حزب ا لتحریر د مطبوعاتي دفتر رییس فاضل امزایو

#افغانستان

#Afghanistan

 

 

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې