شنبه, ۱۰ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د ډوډۍ او والدینو تر منځ ټاکنه
بسم الله الرحمن الرحيم
د ډوډۍ او والدینو تر منځ ټاکنه

خبر:

 دېره اسمعیل خان: د پنجشنبې په ورځ لومړي وزیر عمران خان وویل؛ که چېرې د محصولاتو تولید ډېر نه شي او د نفو‌س ډېرښت همداسې دوام ولري، هېواد به مو په راتلونکو کلونو کې له قحطۍ او فقر سره مخ شي. هغه په پاکستان کې د نفوس د ډېرېدو په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې په ۱۹۴۷م، کې د پاکستان نفوس له ۴۰ میلیونو څخه کم و او اوس ۲۲۰ ملیونو ته رسېدلی دی. هغه وویل چې د نفوس دغه ډېروالی کولی شي چې د پوهې د کچې د لوړولو او د لومړیو صحي اسانتیاوو په برابرولو سره جوت کړو. هغه وویل چې د پاکستان نفوس په ډېره چټګۍ وده کوي.

تبصره:

زموږ حاکمان د دې پر ځای چې له موږ سره مرسته وکړي، تر څو ځان له دغه حالت څخه، چې د دوی مخکینیو پر موږ باندې راوستلی دی، وباسي، موږ ته وایې چې باید نه وئ. د دوی په نظر د دغه امت نفوس د لوږې اصلي لامل دی، په داسې حال کې چې دوی دغو خلکو ته اړتیا لري، چې دوی ته کار او خدمت یې وکړي. نو بنا پردې، زموږ شتون باید احساس نه شي، خو موږ باید هغه مطلوب کار سرته ورسوو او وروسته بیا د دوی د غوښتنو لپاره شعارونه ورکړو. عمران خان باید په دې پوه شي، چې د هغه دنده یوازې دا نه ده، چې امر وکړي او خلکو ته یې نیمګړتیاوې ور په ګوته کړي. له هغه څخه باید پوښتنه وشي چې هغه هېواد چې اقتصاد یې په کرنه ولاړ دی، ولې د خوړو له بحران سره مخ دی؟ څوک په سیستماتیک ډول په هېواد کې د کرنې د سیستم د ویجاړولو مسوول دي؟ موږ ولې غذایي مواد را وارد کړو؟ دا هغه تغذیه کوونکې خولې نه دي چې د پاکستان د کرنې سیستم خرابوي، دا له منابعو څخه په قصداً ناسمه ګټه اخیستل دي او دا د هغو مسوولیتونو نه منل دي، چې د یوه مسلمان حاکم لپاره ټاکل کېږي. د اوبو کمښت د پاکستان د کرنې د بحران يو له اصلي لاملونو څخه دی.

د ۲۰۱۶-۱۷ د پاکستان د اقتصادي سروې څخه لاسته راغلي معلومات ښیي، چې په ناخالص کورني محصول (GDP) کې د کرنیز محصول برخه ۱۹.۵ سلنه ده، چې د کاري ځواک لپاره ۴۲.۳ سلنه د کار زمینه برابروي. د اوبو منابع د پاکستان لپاره د ژوند د نجات بېړۍ دي. د پاکستان د علومو اکاډمۍ اسلام اباد (PASI) په ۲۰۱۹ کال کې یو راپور خپور کړ، چې په کې راغلي دي چې د کور دننه د اوبو اړتیا لږ تر لږه ۵۰ لیتره ده، په داسې حال کې چې په یوه ورځ کې د یوه کس د کښت لپاره له ۲۶۰۰-۵۳۰۰ لیتره اوبو ته اړتیا ده. له همدې امله د خوړو امنیت په مستقیم ډول د اوبو له امنیت سره تړلی دی له ۵۰-۷۰ ځلو پورې د غذایي موادو وده له کورنیو اړتیاوو څخه ډېرو اوبو ته اړتیا لري. که څه هم د پاکستان د اوبو په سرچینو کې د څېړنې شورا (PCRWR) په ۲۰۱۶ کال کې خبرداری ورکړی و، چې تر ۲۰۲۵م، پورې هېواد شاید وچ شي. د ملګرو ملتونو پرمختیایي پروګرام (UNDP) په ۲۰۱۶م، کې په یوه راپور کې وویل چې نن ورځ د پاکستان لپاره تر ټولو غټ ګواښ چې ور سره مخ دی تروریزم نه، بلکي د اوبو کمښت دی. پاکستان په نړۍ کې د اوبو لګولو تر ټولو لوی سیستمونه لري، مګر دا یو ډېر غیرې موثره سیستم دی، چې تقریباً ۶۰ سلنه اوبه د اوبو لګولو په میدان کې د لیکۍ او خمیدو له امله ضایع کېږي.

پاکستان د طبیعي زېرمو له پلوه یو بډای هېواد دی، خو د بې رحمه حاکمانو لخوا رهبري کېږي. دا ټولې د مدیریت مسالې دي، چې په ښې صادقې حکومتولۍ سره په ډېرې اسانۍ حل کېږي. کله چې په مدینه کې قحطي شوه حضرت عمر رضی الله عنه عاجل د مرستې د تنظیمولو لپاره امرونه ولېږل. د سوریې او مصر والیانو ته لیکونه ولېږل شول، ترڅو غذایي مواد راولیږي. هغه په خپله په شخصي ډول په دغه هڅو او تنظیمولو کې برخه درلوده، ترڅو چې دغه ستونزه حل شوه. د عمر بن خطاب یو قول دی، چې د ده د اعظمي مسوولیت حد څرګندوي، چې دی پوهېده چې د یوه رهبر په توګه مسوول دی او وایي: «که چېرې یو حیوان د عراق په ځمکه کې سفر کوي، زه ویریږم چې الله تعالی به له ما څخه د هغه لپاره د لارې د نه جوړولو حساب واخلي» دا ښیي چې یو ريښتینی مسلمان رهبر له الله سبحانه وتعالی څخه وېریږي او د غفلت مفکوره اصلاً نه پېژني.

یوازینۍ ريښتینې حلاره د نبوت په طریقه د خلافت بیا تاسیس دی. امت ته د ډېرو اولادونو د نه شتون د مشورې پر ځای باید له اوبو څخه د ګټې اخیستنې او د غذایي موادو د تولید لپاره حلاره پیدا کړي. خلیفه به همدارنګه د اړمنو خلکو د لوږې د ستونزې د حل لپاره موثره لاره پیدا کړي، د دې پر ځای چې خلک د لږو ماشومانو درلودلو ته مجبور کړي.

«مَا مِنْ وَالٍ يَلِي رَعِيَّةً مِنَ الْمُسْلِمِينَ، فَيَمُوتُ وَهْوَ غَاشٌّ لَهُمْ، إِلاَّ حَرَّمَ اللَّهُ عَلَيْهِ الْجَنَّةَ» (بخاري)

ژباړه: د مسلمانانو  له ډلې څخه هېڅ یو داسې حاکم نشته چې د دوی په فریب مړ شي، خو دا چې الله تعالی جنت ور باندې حرام کړي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

 لیکوال: اخلاق جهان

 

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې