سه شنبه, ۰۶ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۶م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د سېلابونو بحران د پاکستان بې کفایته رهبري ورخطا کړې
بسم الله الرحمن الرحيم
د سېلابونو بحران د پاکستان بې کفایته رهبري ورخطا کړې

خبر:

په پاکستان کې وروستي سېلابونه د ویجاړیو تر څنګ په دغه هېواد کې د ۲۰۱۰ کال له سېلابونو او د ۲۰۰۴ کال له زلزلې د لوی ناورین سبب شوي. د دغه هیواد تر درېیمې زیاته برخه اوبو لاندې کړې او تر ۳۳ میلیونو ډېر خلک یې بې کوره کړي ( CNN). تر اوسه د مړو شمېر له ۱۰۰۰ تنو اوښتی؛ د ناروغیو د خپرېدو او د خوړو، تازه اوبو او سرپناه د نشتون له کبله ښایي دا شمېره لوړه شي. دغې پېښې ته د نړیوالې ټولنې غبرګون هم ډېرعادي و. په ورته وخت کې دغه پېښه د ملکي او پوځي مشرتابه ترمنځ د جنجال لامل شوه، دواړو خواوو یو بل ملامتول چې زیانمنو ته یې کافي مرسته نه ده رسولې.

تبصره:

دا سېلابونه په داسې وخت کې راغلل چې پاکستان په ډېرو سختو شرایطو کې و. دغه هېواد لا دمخه د نړیوال انفلاسیون، د انرژۍ د بیو د لوړوالي، د تادیاتو کسر او د پیسو نړیوال صندوق (IFM) د شرایطو له امله له قتصادي بحران سره مخ و. سربېره پر دې، کرونا وبا هم د دغه هیواد ورو اقتصادي وده په ټپه ودروله. دغو دواړو؛ اقتصادي بحران او کرونا وبا د پاکستان کرنیز اقتصاد، چې د دغه هیواد د داخلي ناخالصو تولیداتو بنسټ دی، ویجاړ نه کړ. خو د وروستیو سېلابونو راتګ د فصلونو پراخه برخه په بشپړه توګه له منځه یوړه، دا دوې مهمې پایلې لري.

لومړی، ملیونونه خلک به ځان ته خوراکي توکي برابر نه شي کړای او دا به په فدرالي حکومت ډېر دروند بار واچوي. دویم، د اصلي خوراکي توکو صادرات به په جدي توګه کم شي او دا به د پاکستان لپاره ستونزمنه کړي چې د خپلو پورونو د سود د ورکړې لپاره کافي نغدې پیسې پیدا کړي.

له بهر څخه راتلونکې مرستې دومره نه دي چې د لیکلو ارزښت ولري؛ دا د پاکستان پر زخمونو مالګه دوړوي. امریکا ۳۰ ملیونه ډالر مرسته کړې، چې ۳۳ ملیونه بې ځایه شویو ته د هر کس پر سر تر یوه ډالر کم رسېږي. کاناډا ۵ ملیونه ډالر ورکړي، چې هر بې ځایه شوي کس ته تر ۲۰ سېنټو کم رسېري او انګلستان ۸۰۰۰۰۰ پونډه مرسته کړې چې هر بېځایه شوي ته ۲ برېتانوۍ سکې (یا د امریکا دوه سېنټه) رسېږي. دا په داسې حال کې ده چې د اوکراین ۴۴ ملیونه نفوس له غرب څخه په میلیاردونو ډالرو مرسته ترلاسه کړې ده.

د پاکستان پروړاندې د غرب منافقت تر دې لږو مرستو پورې محدود نه دی؛ بلکې غرب د (IMF) تر څار لاندې په تېرو څلورو لسیزو کې پر پاکستان خورا سخت اقتصادي شرایط وضع کړي، چې د دغه هېواد صنعتي بنسټ یې کمزوری کړی، اقتصادي حاکمیت یې له منځه وړی او پر دغه هیواد يې د بهرنیو پورونو بار ۱۳۲ میلیاردو ډالرو ته لوړ کړی. د دغو پورونو ډېره برخه د غرب او د دوی د څو اړخیزو سازمانونو لکه د پیسو نړیوال صندوق (IMF) او نړیوال بانک (WB) ده. که غرب دغو سختو شرایطو ته په کتو د مرستو په کولو کې رېښتینی وی، نو لږ تر لږه باید پاکستان ته یې یاد پور معاف کړی وای. دا کار د دې سبب کېده چې د سود د ورکړې لپاره ځانګړي شوي ملیاردونه ډالر په اوسني ناورین کې، چې سخته اړتیا ده ورته، لګېدلې وای.

په پاکستان کې چې اوس کوم ناورین رامنځته شوی، ملامتیا یې د غرب په پرتله ډېره پخپله د پاکستان د پوځي او ملکي مشرتابه پرغاړه ده. که د پاکستان مشرتابه د اقتصادي ځان بسیاینې لاره غوره کړې وای او د (IMF) له جوړښتیز سمون پروګرام (SAP) څخه یې ځان لرې کړی وای، نو د دغه هیواد اقتصادي بنسټونه به د دا ډول ناورینونو پر وړاندې کلک وای. سربېره پردې، د پاکستان مشرتابه د اوسني حالت په څېر پېښو ته د چمتووالي په برخه کې ډېر کم کار کړی. دوی باید خلکو ته اجازه نه وای ورکړې چې د سېلاب مخې ته پرتو سیمو کې مېشت شي او د دا ډول طبعي پېښو د مدیریت لپاره یې لا دمخه چمتوالی لرلای. دوی باید له تېرو ناورینونو پند اخیستی وای او د داسې پېښو په کمولو کې یې کوټلي ګامونه پورته کړي وای.

پر دې سربېره، ډېره بده خبره د پاکستان د مشرتابه د ټولو عناصرو ترمنځ اختلاف دی چې هر څوک ځان ښيي چې ګواکي ما ډېره مرسته وکړه؛ په داسې حال کې چې دا سېلاب ځپلي د ډېر څه مستحق وو. د پاکستان د خلکو لپاره د دې وخت را رسېدلی چې د دولت ملت سیستم ته د پای ټکی کېږدي، ځکه همدا مفکوره ده چې د پرلپسې بحرانونو په پايله کې یې د پاکستان  رهبري کمزورې کړې او تل یې د بهرنیو قدرتونو تابع ګرځولي دي. دا کار هغه وخت شونی دی چې موږ د نبوت پر منهج راشده خلافت تاسیس کړو.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

عبدالمجید بهاټي

ژباړه: محمد هارون رؤفي

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې