Logo
Print this page

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     11 ربیع الثانی 1443

میلادی نېټه :     سه شنبه, 16 نومبر 2021 م

شمیره:      ۰۵/۱۴۴۳

مطبوعاتی دفتر
ولایه افغانستان

مطبوعاتي اعلامیه
قطر له امريکا سره تړون کړی چې له مسلمانانو سره به خيانت ته ادامه ورکوي

                د امريکا او قطر د بهرنيو چارو وزيرانو انټونيو بلېنکن او محمد بن عبدالرحمن آل ثاني داسې هوکړه لاسليک کړې چې له مخې به يې تر دې وروسته قطر په افغانستان کې د امريکايي ګټو ساتونکی وي. د امريکا د بهرنيو چارو وزير د دې هوکړې په اړه وويل: «قطر به په افغانستان کې په خپل سفارت کې د امريکا متحده ايالاتو د ګټو لپاره يوه ځانګړې څانګه رامنځته کړي، تر څو ځانګړي قونسلي خدمتونه وړاندې کړي او په افغانستان کې د امريکا متحده ايالتونو د ډيپلوماټيکو تاسيساتو امنيتي وضعيت وڅاري.» دغه راز د قطر د بهرنيو چارو وزير وويل: «په روان کال کې له امريکا سره د قطر ملګرتيا لا ډېره ټينګه شوې ده».

                د قطر چارواکي د ټولو اسلامي خاورو د چارواکو په څېر، نه سياسي خپلواکي لري او نه هم اسلام او مسلمانانو ته کومه ژمنتيا لري. کلونه کیږي دغه دولت د اسلام د دښمنانو په غېږ کې لوېدلی او له انګليس وروسته اوس د امريکا لپاره چوپړ کوي. له مسلمانانو سره د قطر حکومت خيانتونه په دې وروستيو کې ډېر څرګند شوي دي؛ د شام له انقلاب سره له خيانت نيولې، د طالبانو له اسلامي تحريک سره تر خيانت پورې؛ تر څو په دې توګه ټولې قضاياوې د خپل بادار ـ امریکا ـ د ګټو پر محور راوڅرخوي. په شام کې مسلمانان د عصر د جابرانو پر وړاندې د بريا په حال کې وو، مګر همدغه د قطر، ترکيې ايران او سعودي مزدور چارواکي وو چې د انقلاب د بريا مخه يې ډب کړه او د ناکامۍ لارې ته يې برابر کړ. دغه راز کله چې امريکا په افغانستان کې له سختې ماتې سره مخامخ شوه او د تېښتې او ابرومندانه وتلو په لټه کې وه، همدغو مزدورو چارواکو ورته دغه زمينه برابره کړه. په دې ډول چې قطر په يوه امريکايي مېلمستون بدل شو او له پاکستان سره يو ځای يې د امريکايي استازي په څېر کار کاوه، تر څو د خپلې مزدورۍ په وسيله د طالبانو اسلامي تحريک د خبرو اترو مېز ته کښېنوي او فشار پرې راوړي.

                په حقيقت کې د قطر، سعودي، اماراتو، پاکستان او ايران چارواکي پر مسلمانانو تحميل شوي او د ټولنې په منځ کې ريښه نه لري. د دوی قدرت په مصنوعي ډول رامنځته شوی چې د بهرنيو قدرتونو لخوا يې ملاتړ کیږي. دوی هر ډول اسلامي اجنډا ـ چې د مسلمانانو د يووالي لامل کيږي ـ د خپل پايښت او خپل حاکميت لپاره خطر ګڼي. دغه هېوادونه خپل ځانونه د طالبانو لپاره ستراتيژيک دوستان او د موډرنې اسلامي حکومتولۍ بېلګه معرفي کوي، مګر واقعيت دا دی چې دغه حکومتونه د اسلام له سياسي نظم څخه خورا ډېره فاصله لري او د دولت ـ ملت نظم په غېږ کې لويدلي دي. ان د يهودو له دولت سره يې مستقيمې او غير مستقيمې اړېکې جوړې کړې او د اسلام او مسلمانانو د ټکولو لپاره د شرق او غرب له قدرتونو سره يو ځای ګام پورته کوي. دغه هېوادونه له اسلام څخه يوازې د عامه افکارو د غولونې په پار د وسيلې په توګه استفاده کوي او بس.

                مسلمانان بايد پوه شي، که خپل اصل (اسلام) ته ونه ګرځو، د غرب مزدوران شا ته ونه تمبوو او نړيوال سيکولر نظم ونه ننګوو، نو دغه انحراف به لا پسې ژور شي، مزدور چاروکي به د الله سبحانه و تعالی پر ځای له کفارو سره تړونونه نوي کړي، تر څو په دې توګه له مسلمانانو سره خيانتونه روان وساتي.

﴿وَالَّذِينَ يَنقُضُونَ عَهْدَ اللَّهِ مِن بَعْدِ مِيثَاقِهِ وَيَقْطَعُونَ مَا أَمَرَ اللَّهُ بِهِ أَن يُوصَلَ وَيُفْسِدُونَ فِي الْأَرْضِ ۙ أُولَٰئِكَ لَهُمُ اللَّعْنَةُ وَلَهُمْ سُوءُ الدَّارِ [١٣:٢٥]

او هغه کسان چې (د اسلام له دښمنانو سره د تړون له امله) له الله سبحانه وتعالی سره خپل کړی  تړون ماتوي، او هغه پيوند پرې کوي چې الله سبحانه وتعالی يې په وصل کولو او ساتلو امر کړی او دوی د ځمکې پر مخ (له خپلو بادارانو سره يو ځای) فساد او خرابي خپروي، پر دوی باندې د الله سبحانه وتعالی لعنت دی او د دوی لپاره ډېر بد استوګنځای (سوزوونکی جهنم) غوره شوی.

د حزبالتحریر - ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر

Template Design © Joomla Templates | GavickPro. All rights reserved.