
هجری قمری نېټه : 23 شوال 1447
میلادی نېټه : جمعه, 10 اپریل 2026 م
مطبوعاتی دفتر
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې په یوه رسمي خبري ناسته کې اعلان وکړ چې د چین، افغانستان او پاکستان استازو د اپرېل له لومړۍ څخه تر اوومې نېټې پورې د ارومچي په ښار کې غیررسمي لیدنه ترسره کړې ده. نوموړې زیاته کړه چې دواړو لورو هوکړه کړې چې د شخړو د هر اړخیز حل لپاره به جامع حللارې څېړي او له هر هغه اقدام څخه به ډډه کوي چې وضعیت لا پسې ترینګلی یا پېچلی کوي. چین هم ژمنه کړې چې له دواړو هېوادونو سره به نږدې اړیکې ساتي او د خبرو د دوام لپاره به زمینه برابروي.
د حزب التحریر ـ ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر په دې اړه لاندې ټکي د یادولو وړ بولي:
د افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحدي تاوتریخوالی د امریکايي سیاستونو پایله ده. امریکا په ځینو جبهاتو لکه ایران، لبنان او یمن کې په مستقیم ډول له مسلمانانو سره په جګړه بوخته ده او په ځينو نورو جبهاتو کې دا جګړه د خپلو مزدورانو له لارې پر مخ وړي. د افغانستان په قضیه کې دا جګړه د پاکستان د لاسپوڅو حاکمانو له لوري رهبري کېږي. د جګړې اصلي موخه د افغانستان پر حاکم نظام باندې فشار راوستل او د افغانستان پر وړاندې د پاکستاني پوځ بوخت ساتل دي، څو په سیمه کې د چین پر وړاندې د هند د پیاوړتیا لپاره زمینه برابره شي. امریکا له دې سیاست سره په یو وخت کې دوه هدفونه تعقیبوي: په سیمه کې د اسلامي حاکمیت د رامنځته کېدو مخنیوی او د چین د نفوذ پر وړاندې خنډ جوړول.
په ډېرې خواشینۍ باید وویل شي چې د پاکستان حاکمان د دولت ـ ملت د نظم په چوکاټ کې د امریکا او یهودي دولت د ژغورلو لپاره د منځګړیتوب رول منلو ته چمتو کېږي، خو کله چې له مسلمانانو سره مخ کېږي، چین ته مراجعه کوي او چمتو نه دي چې له خپلو مسلمان وروڼو سره په مستقیم ډول کښېني. دا په حقیقت کې د ملي نظامونو منحرف ماهیت څرګندوي: دوستي او دښمني، جګړه او سوله، حکمیت او حاکمیت، ټول د «ملت» د مفهوم او مادي ګټو پر بنسټ سنجول کېږي؛ حال دا چې اسلام حکم کوي چې د دولت او سیاست بنسټ باید په بشپړه او هر اړخیزه توګه پر اسلامي عقیده ولاړ وي، نه پر ملي او قومي ګټو.
د افغانستان حاکمان چې د حکمیت لپاره چین ته رجوع کوي، باید پوه شي چې چین د دغو ناستو د کوربه په توګه هېڅکله بېطرف نه دی او نه شي کېدای. چین یو محارب او اشغالګر دولت دی چې ختیځ ترکستان یې اشغال کړی او هلته د اویغور مسلمانانو د ځپلو، د اسلامي ارزښتونو د له منځه وړلو او د هغوی د هویت د محوه کولو سیستماتیک سیاست تعقیبوي. زرګونه جوماتونه ویجاړ شوي، علما بندیان شوي، ښځې او ماشومان تر سخت فشار لاندې دي او د سیمې اسلامي هویت د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دی. څنګه داسې یو حکومت د مسلمانانو په چارو کې بېطرفه منځګړی کېدای شي؟
چین، د ختیځ ترکستان له اشغال سربېره، زموږ په سیمه کې هم څرګند اهداف لري: د «کمربند او لارې» د پروژو له لارې اقتصادي استعمار، د افغانستان شتمنو معادنو ته لاسرسی او د خپلو امنیتي ګټو خوندي کول. د چین کمونیستي رژیم په سیمه کې د ریښتیني اسلامي حاکمیت له رامنځته کېدو څخه سخت وېره لري. دا رژیم د تحریک طالبان پاکستان د ځپلو په اړه د اسلامآباد له حاکمانو سره همنظره دی او د اسلامي نړۍ په اړه یې د بهرنۍ پالیسۍ له مهمو لومړیتوبونو څخه یو د اویغور مجاهدینو تعقیب او ځپل دي. نو د افغانستان او پاکستان حاکمان څنګه چین په خپل منځ کې حَکم ګرځوي، په داسې حال کې چې د مسلمانانو ترمنځ د شخړو اصلي حَکم الله سبحانه وتعالی او د هغه رسول صلی الله علیه وسلم دی؟
نو حاکمان باید پوه شي چې د «دولت ـ ملت» په میدان کې لوبه کول په حقیقت کې د دولتدارۍ، جګړې او سولې، حکمیت او قضاوت په برخه کې د اسلامي ارزښتونو او شرعي احکامو تر پښو لاندې کول دي او د خپل حکمیت طاغوت ته سپارل دي؛ حال دا چې د اسلامي نړۍ له وروستیو پېښو درس نه اخلي چې له اسلام او مسلمانانو سره د دښمنانو په زړونو کې له کینې او دښمنۍ پرته بل څه نشته او د استضعاف د فقهې پایله هم پرته له غلامۍ یا سقوط څخه بل څه نه ده. له همدې امله د الله سبحانه وتعالی حکم او د رسول الله صلی الله علیه وسلم لارښوونه دا ده چې د قدرت خاوندان باید د راشده خلافت تأسیس او تمکین وکړي؛ ځکه دا ستره فریضه د عزت سرچینه، د اقتدار څرګندویه او د امت د حقیقي خپلواکۍ تضمینوونکې ده.
﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا أَطِيعُوا اللَّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ وَأُولِي الْأَمْرِ مِنْكُمْ ۖ فَإِنْ تَنَازَعْتُمْ فِي شَيْءٍ فَرُدُّوهُ إِلَى اللَّهِ وَالرَّسُولِ إِنْ كُنْتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ ۚ ذَٰلِكَ خَيْرٌ وَأَحْسَنُ تَأْوِيلًا﴾ (النساء: ۵۹)
ژباړه: اې مؤمنانو! د الله اطاعت وکړئ، د رسول اطاعت وکړئ او له خپل اولوالامر څخه اطاعت وکړئ. که مو په کوم څه کې اختلاف وکړ، هغه الله او رسول ته ور وګرځوئ، که پر الله او د آخرت پر ورځې ایمان لرئ. دا کار ستاسو لپاره غوره او د پایلې له پلوه ډېر ښه دی.
﴿وَإِن طَائِفَتَانِ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ اقْتَتَلُوا فَأَصْلِحُوا بَيْنَهُمَا ۖ فَإِن بَغَتْ إِحْدَاهُمَا عَلَى الْأُخْرَىٰ فَقَاتِلُوا الَّتِي تَبْغِي حَتَّىٰ تَفِيءَ إِلَىٰ أَمْرِ اللَّهِ ۚ فَإِن فَاءَتْ فَأَصْلِحُوا بَيْنَهُمَا بِالْعَدْلِ وَأَقْسِطُوا ۖ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ﴾ (الحجرات: ۹)
ژباړه: او که د مؤمنانو دوې ډلې په خپلو کې سره وجنګېدې، نو د هغوی ترمنځ سوله وکړئ. خو که له هغوی څخه یوه ډله پر بله تېری وکړي، نو له هغې ډلې سره وجنګېږئ چې تېری کوي، تر هغه چې د الله حکم ته بېرته راوګرځي. نو که بېرته را وګرځي، بیا د هغوی ترمنځ په عدالت سوله وکړئ او انصاف وکړئ. بېشکه الله انصاف کوونکي خوښوي.
د حزبالتحریر - ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر