
هجری قمری نېټه : 9 جمادی الاول 1448
میلادی نېټه : یکشنبه, 18 اکتوبر 2026 م
مطبوعاتی دفتر
په دې وروستیو کې د «سیکا» سازمان په باکو په غونډه کې د چین او روسیې چارواکو، په تېره د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي، یو ځل بیا د هغه څه په اړه سخته اندېښنه څرګنده کړه چې دوی یې «د افغانستان له خاورې د ترهګرۍ ګواښ» بولي. په همدې وخت کې د روسیې د بهرنیو استخباراتو مشر، سرګي ناریشکین په بېساري او بېړني سفر کابل ته راغی او د افغانستان د حکومت له استخباراتي چارواکو سره یې وکتل. دا سفر او لیدنه د افغانستان په اړه د سیمهییزو او نړیوالو قدرتونو د امنیتي او استخباراتي خوځښتونو د یوه نوي پړاو نښه ده.
په تبلیغاتو کې د سوداګرۍ، ټرانزیټ او اقتصاد د ودې او د کانونو د استخراج خبرې کېږي، خو د سیمهییزو او نړیوالو قدرتونو اصلي لومړیتوب هېڅکله د افغانستان اقتصادي وده یا د خلکو هوساینه نه وه. د دوی اصلي او بنسټیزه اندېښنه دا ده چې امنیتي کنټرول ټینګ کړي، استخباراتي نفوذ ولري او په سیمه کې د اسلام پر بنسټ هر ډول سیاسي او مبدئي یا ایډیالوژيک بدلون مخه ونیسي؛ هغه بدلون چې د دوی استعماري نظم ننګوي.
په افغانستان کې د حاکم نظام له بیا واکمنېدو سره، په سیمه او نړۍ کې دا وېره ډېره زیاته شوه. استعماري قدرتونه اوس هڅه کوي چې د «ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې» تر غولوونکي نامه لاندې لومړی حاکم نظام د افغانستان په جغرافیایي پولو کې راایسار کړي، له خپلې اسلامي پروژې یې لرې کړي او د سیکولر دولت-ملت په نظم کې یې هضم کړي. بیا د همدغه حکومت په لاس د هغو ډلو ځپل او بېاغېزې کول وکړي چې اسلامي ویښتیا او نهضت راپاروي؛ د دوی ګټې ګواښي او د اسلام پر بنسټ د سیمې د بدلون وړتیا لري. لکه څنګه چې د چین استازي د «سیکا» په وروستۍ غونډه کې وویل: «د طالبانو چارواکي باید د ترهګرو ډلو پر وړاندې عملي ګامونه واخلي». پوتین هم څو ځله د خلافت د بیا راژوندي کېدو فکر ګواښ او «ترهګري» بللی او ځان د دې فکر پر وړاندې مبارزې ته ژمن بولي.
سیمهییزې غونډې، ډیپلوماتیکې اړیکې، د «ګواښ او تطمیع» له وسیلو کار اخیستل او کابل ته د روسیې د بهرنیو استخباراتو د مشر وروستی سفر، ټول د همدې هڅو برخه ګڼل کېدای شي. مسکو غواړي د استخباراتي همکاریو په پراخولو، د معلوماتو په تبادله او د پوځي ـ تخنیکي هوکړهلیکونو په لاسلیکولو سره ډاډ ترلاسه کړي چې د اسلامي ویښتیا څرکونه به له افغانستانه د منځنۍ آسیا هېوادونو او د روسیې تر داخلي او ژورو سیمو ونه رسېږي.
په منځنۍ آسیا کې د ظالمو او لاسپوڅو واکمنانو د ساتنې او د اسلامي خوځښتونو د ځپلو په اړه د روسیې او چین دریځ له پاکستان او امریکا سره بشپړ یو شان دی. له همدې امله، که د افغانستان او پاکستان ترمنځ په سرحدي نښتو کې لاسوهنه یا منځګړیتوب هم وکړي، د دوی موخې د پاکستان او امریکا له عمومي سیاستونو سره توپیر نه لري. د افغانستان او پاکستان ترمنځ کړکېچ او نښتې په سیمه کې د امریکا د استعماري ستراتېژۍ زېږنده دي. روسیه او چین هم له دې سیاست سره موافق دي، څو حاکم نظام ته ستونزې جوړې کړي او اسلامپالنه وځپي. که څه هم روسیه خپلې ځانګړې ګټې تعقیبوي، خو د «ترهګرۍ پر وړاندې نړیوالې جګړې» له پیل راهیسې یې د امریکا له ګټو سره سم عمل کړی دی.
د اسلام له نظره، روسیه او چین محارب او اشغالګر دولتونه دي. په چیچنیا، قفقاز او داغستان کې د مسلمانانو وژنه، په سوریه کې د مظلومو خلکو بېرحمانه بمبارول او د تېرې میلادي پېړۍ په اتیایمه لسیزه کې د افغانستان ویجاړوونکی اشغال د روسیې په تور تاریخ او روانو جنایتونو کې شامل دي. د چین رژیم هم ختیځ ترکستان اشغال کړی او هلته پر مسلمانانو پرلهپسې ظلم کوي: اویغوران ځپي، جوماتونه ورانوي، پراخه جاسوسي کوي او د دیني شعایرو مخه نیسي. دا ټول د اسلامي امت پر وړاندې د دغو دوو اشغالګرو قدرتونو د ذاتي دښمنۍ روښانه دلایل دي.
د شریعت د څرګندو احکامو له مخې، له کافرو او محاربو دولتونو سره سیاسي او امنیتي اړیکې ټینګول، ورسره پوځي تړونونه لاسلیکول او ترې پوځي او استخباراتي مرسته غوښتل شرعاً روا نه دي؛ په ځانګړي ډول هغه مهال چې دا کار د نورو مسلمانو ډلو پر ضد وي، که څه هم دا ډلې پر حقه نه وي. له ستراتېژیک پلوه هم پر دغو غولوونکو او فرېبکارو قدرتونو تکیه کول د افغانستان او اسلامي امت د راتلونکي لپاره ډېرې خطرناکې او د اسارت لامل کېدونکې پایلې لري.
د حزبالتحریر ـ ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر اعلانوي چې د افغانستان او اسلامي امت د ستونزو رښتینې او بنسټیزه حللاره د الله تعالی مطلق حاکمیت ته غاړه اېښودل او د نبوت پر منهج راشده خلافت د تاسیس لپاره په اخلاص هڅه کول دي. راشده خلافت یوازینی دولت دی چې د مسلمانانو له لاسه تللی عزت بېرته راګرځولای شي، رښتینی امنیت ټینګولای شي او د شرق او غرب د ټولو اشغالګرو او استعمارګرو لاسونه له اسلامي خاورو لنډولای شي.
﴿الَّذِينَ يَتَّخِذُونَ الْكَافِرِينَ أَوْلِيَاءَ مِن دُونِ الْمُؤْمِنِينَ أَيَبْتَغُونَ عِندَهُمُ الْعِزَّةَ فَإِنَّ الْعِزَّةَ لِلَّهِ جَمِيعًا﴾ [د نساء سورت، ۱۳۹م آیت]
ژباړه: «هغه کسان چې د مؤمنانو پر ځای کافران خپل دوستان او ملاتړي ګرځوي، ایا له هغوی عزت او ځواک غواړي؟ حال دا چې ټول عزت د الله (سبحانه و تعالی) دی.»
د حزبالتحریر ـ ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر
۱۴۴۸ هـ ق کال، جمادي الاول ۷مه
۲۰۲۶ م کال، د اکتوبر ۱۸مه
ګڼه: ۱۴۴۸/۰۵ ح.ت.افغ