هجری قمری نېټه : 8 محرم 1447
میلادی نېټه : شنبه, 12 جولای 2025 م
مطبوعاتی دفتر
(ژباړه)
د فلسطین د روغتیا وزارت عمومي رییس ډاکټر منیر البرش په غزه کې، د هغو ماشومانو د شمېر له بېسارې زیاتوالي خبر ورکړی دی، چې د لوږې له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي، په داسې حال کې چې اشغالګر د هغوی د وژلو لړۍ ته دوام ورکوي او د لارو بندښت او محاصره، د نړیوالو د بېپامۍ تر سیورې لاندې، لا هم دوام لري.
ډاکټر البرش د الجزیرې شبکې سره په مرکه کې وویل چې تر دې دمه ۶۶ ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له امله شهیدان شوي دي، چې وروستی قرباني یې درې میاشتنی ماشوم «جوری المصری» و. هغه زیاته کړه چې تر ټولو زیات زیانمنېدونکي قشرونه، په ځانګړې توګه ماشومان، اوس د قربانیانو په لومړۍ کرښه کې دي.
د لوږې ناورين په غزه کې د یهودي رژیم د دوامداره محاصرې او د اړينو اساسي توکو د ختمېدو له امله داسې پړاو ته رسېدلی چې بیخي د خورا خطرناک ناورین حالت ته نږدې شوی. د غزې د حکومت د مطبوعاتي دفتر په یوه اعلامیه کې ویل شوي چې اشغالګر لا هم لاره بنده ساتي او د ماشومانو لپاره د شیدو او د زیانمنو قشرونو لپاره ځانګړو خوراکي توکو د داخلېدو مخه نیسي، په ځانګړي ډول د نویو زیږېدلو ماشومانو او ناروغانو لپاره. له همدې امله تر دې دمه ۲۴۴ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی، چې له دې ډلې ۶۶ ماشومان دي او اندېښنه دا ده چې دغه شمېر به د نړیوالې ټولنې د چوپتیا او ملګرتیا له امله لا هم لوړ شي.
د نړیوالې تغذیې د ډلې د تازه راپور پر بنسټ، ۹۰ سلنه ماشومان چې عمرونه یې له ۶ تر ۲۳ میاشتو پورې دي او همداراز حامله او شیدې ورکوونکې ښځې، له شدیدې لوږې سره مخ دي. ماشومان تر مرګ پورې د لوږې له امله ځورېږي. همداراز، ۹۰ سلنه هغه ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي، لږ تر لږه له یوې ساري ناروغۍ سره مخامخ دي. د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې روان میلادي کال، هره ورځ شاوخوا ۱۱۲ ماشومان د خوارځواکۍ له امله د غزې روغتونونو ته وړل کېږي.
ډاکټر البرش زیاتوي، د نړیوال خوراکي امنیت د پروګرام د راپور له مخې، شاوخوا ۱.۲ میلیونه فلسطینیان په غزه کې له خوراکي ناامنۍ سره مخ دي. له دې ډلې ۷۸۵ زره ماشومان له سالمو خوړو محروم دي او نږدې ۷۰ زره ماشومان له شدیدې خوارځواکۍ کړېږي. له هغه وخت راهیسې چې لارې تړل شوي، د ماشومانو تر منځ د خوارځواکۍ ۸۹۲۳ پېښې ثبت شوې دي چې له دې ډلې، تر زر زیات ماشومان د مرګ له ګواښ سره مخ دي. هغه ټینګار کوي چې د دغو ماشومانو د ژغورنې لپاره یو واقعي چانس شته، خو دا هغه وخت امکان لري چې لارې خلاصې شي او د درملیزو شیدو ترڅنګ طبي وسایل غزې ته داخل شي.
ډاکټر البرش له ژورې خواشینۍ سره وویل: «که دا شیدې واردې نه شي، د هغوی برخلیک مرګ دی.» هغه اشغالګر رژیم د دغو جنایتونو اصلي مسوول وباله، په ځانګړې توګه دا چې د ماشومانو د شیدو له محرومولو سره، په حقیقت کې د تدریجي وژنې تکتیک کاروي. هغه زیاته کړه چې اشغالګر رژیم یوازې د خوړو له داخلېدو مخنیوی نه کوي، بلکې پر هغو ولسي خلکو هم برید کوي چې د مرستې ترلاسه کولو هڅه کوي. هغه د یوه ډاکټر د شهادت یادونه وکړه چې د خپلو اولادونو لپاره د خوړو د برابرولو په هڅه کې د دښمن د مرمۍ ښکار شو.
ډاکټر البرش خبرداری ورکړ چې غزه له فاجعې هم اوښتې او یوه داسې پړاو ته رسېدلې چې خلک په کوڅو کې سرګردانه، بېسرپناه ګرځي او ماشومان یو په بل پسې د خپلو میندو په غیږو کې ساه ورکوي؛ په داسې حال کې چې نړۍ په داسې چوپتیا سره یوازې تماشه کوي چې هېڅ توجیه نه لري.
د امریکا د ایموري پوهنتون د بشردوستانه بېړني مرکز مشر ویلي، له غزې څخه ترلاسه شوي انځورونه د ماشومانو د خوارځواکۍ تر ټولو خطرناک ډولونه ښیي، په ځانګړې توګه «شدیده ډنګرتیا» چې د قد په نسبت د وزن غیر عادي کمښت ته اشاره لري؛ دا حالت هغه مهال پیدا کېږي چې د لنډ وخت په ترڅ کې د کالوریو جذب بیخي راکښته شي. هغه زیاتوي که دغه وضعیت دوام ومومي، نو دایمي اغېزې به ولري لکه د قد پاتېوالی، د زدهکړې د وړتیاوو کمښت، د معافیت سیسټم کمزوري او د ماشومانو ذهني ودې ته زیان.
په داسې حال کې چې ماشومان د لوږې له امله تر مرګه رسېدلي، غرب، اشغالګر رژیم او د دوی ملګري، که حکام دي او که نړیوالې ادارې، هڅه کوي چې د غزې خلک وځپي، له خپلو خاورو یې وشړي او نابود یې کړي. دا پلان شوې او تحمیل شوې قحطي، د دغې جنایتکارې ستراتیژۍ یوه وسیله ده، چې د اشغالګرو لاسونو او د اسلامي خاورو د خاینانو په همکارۍ پلی کېږي.
دغه ناورين د طبیعي سرچینو د کمښت له امله نه ده، بلکې د هغو خاینو او ذليلو حکامو د خیانت او ذلت له امله ده، چې د امت شتمنۍ یې د دښمن په واک کې ورکړي او نه یوازې دا چې د غزې وږیو ماشومانو ته د ابتدایي اړتیاوو برابرولو اجازه نه ورکوي، بلکې د هغوی د تدریجي مرګ پر وړاندې بېپروا ولاړ دي، پرته له دې چې د الله سبحانه وتعالی له وېرې یوه ذره احساس ولري. دوی د خپلو بادارانو فرمانونه تطبیقوي او یوازې خپلو پوچو څوکیو ته یې ډډه وهلې، خو دغه څوکۍ به ډېر ژر د حقطلبو مټو لهخوا چپه شي، ان شاء الله!
له شک پرته، د غزې د ماشومانو، مېرمنو او ولس د ژغورنې او د فلسطین او نورو اشغال شویو اسلامي خاورو د ازادۍ یوازینی لاره، د دغو خاینو، مزدور او ناوړه حکامو له منځه وړل دي. د امت نجات ناشونی دی، مګر دا چې واک بېرته داسې امام ته وسپارل شي چې د امت شپون وي، خاورې ازادې کړي، بندګان د ظلم له منګولو وژغوري او د غرب استعماري لاسونه د امت له شتمنیو او برخلیک څخه لنډ کړي. دا د نبوت پر منهج د خلافت له بیا راګرځولو پرته بله لاره نه ده. دغه کار الله سبحانه وتعالی ته هېڅ ستونزمن نه دی.
﴿إِنْ يَنْصُرْكُمُ اللهُ فَلَا غَالِبَ لَكُمْ وَإِنْ يَخْذُلْكُمْ فَمَنْ ذَا الَّذِي يَنْصُرُكُمْ مِنْ بَعْدِهِ وَعَلَى اللهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُونَ﴾
(عمران: ۱۶۰)
ژباړه: « که چېرې الله سبحانه وتعالی ستاسو نصرت وکړي، نو هېڅ قدرت درباندې نه شي برلاسی کېدلی او که تاسو پرېږدي او مرسته مو ونه کړي، نو بیا له الله پرته بل څوک ستاسو نصرت کولی شي؟ نو څوک چې ریښتیني مؤمنان دي، هغوی دې یوازې پر الله سبحانه وتعالی توکل وکړي.»
د حزب التحريرـ مرکزي مطبوعاتي دفتر د ښځو څانګه
۱۴۴۷ هـ.ق کال، د محرم ۸مه
۲۰۲۵م کال، د جولای ۳مه
د صدور ګڼه: ۰۰۲/ ۱۴۴۷
ژباړن: اسرار تکل