Logo
Print this page

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     1 صفر 1447

میلادی نېټه :     شنبه, 26 جولای 2025 م

شمیره:      ۰۰۴/ ۱۴۴۷

مطبوعاتی دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
ماشومان له لوږې مري، خو حکام لا هم پر خپل غفلت ټینګ ولاړ دي!

(ژباړه)

د فلسطین روغتیا وزارت د ۲۰۲۵م کال د جولای په ۲۳مه، د صهیونيستي رژیم له لوري د غزې پر تړانګې د یرغل له امله د شهیدانو او ټپیانو په اړه خپل ورځنی احصایوي راپور خپور کړ. په دغه راپور کې راغلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، ۱۱۳ تنه شهیدان شوي او ۵۳۴ تنه ټپیان د دې سیمې روغتونونو ته انتقال شوي دي. د ۲۰۲۵م کال، د مارچ له ۱۸مې نېټې څخه تر دې اعلامیې پورې، د شهیدانو شمېر ۸۳۶۳ تنو ته رسېدلی او د ټپیانو شمېر ۳۱۰۰۴ تنو ته لوړ شوی دی. له دې سره، له ۲۰۲۳م کال، د اکتوبر له اوومې نیټې څخه تر دې دمه، د شهیدانو مجموعي شمېر ۵۹۲۱۹ تنو ته او د ټپیانو شمېر ۱۴۳۰۴۵ ته رسېدلی دی.

همداراز، د فلسطین د روغتیا وزارت د ۲۰۲۵م کال، د جولای په ۲۴مه اعلان وکړ چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۰ تنو نورو د لوږې او سوء تغذي له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. له دې سره، د روان ناورين له پیل راهیسې د لوږې له امله د مړو شویو شمېر ۱۱۱ تنو ته رسېدلی دی. په یوه دردناک پرمختګ کې، طبي سرچینو افشا کړه چې یوازې په تېرو دریو ورځو کې ۲۱ ماشومانو د لوږې او سوء تغذي له امله خپل ژوند بایللی، په داسې حال کې چې ځینې یې "په خپلو کېږدیو یا کورونو کې روغتونونو تر رسېدو وړاندې، پټه خوله او مبهم مړه شوي دي". په همدې تړاو، په اشغال شوو فلسطیني سیمو کې د روغتیا د نړیوال سازمان استازي ریک بیبرکورن وویل، یوازې د جولای په میاشت کې ۵۱۰۰ ماشومان د سوء تغذي د درملنې پروګرام ته ور داخل شوي، چې له دغو څخه ۸۰۰ ماشومان په سختې سوء تغذي اخته دي.

د مجرم یهودي رژیم بریدونه د غزې پر مسلمانانو لا هم د ټولو ممکنه وسایلو او لارو چارو له لارې روان دي؛ له بمبار، وژنو، محاصرې، تر لوږې پورې. د دغه رژیم موخه له استثنا پرته د ښځو او ماشومانو په ګډون د غزې د خلکو بشپړ له‌منځه وړل دي. دغه رژیم قصداً دغه قشرونه په نښه کوي، تر څو د غزې د خلکو اراده ماته کړي او هغوی اړ کړي چې تسلیم شي، ذلت ومني او سر ټیټ کړي.

د یونیسف اجراییه رییس هم د یوه ټکان‌ورکونکي راپور یادونه وکړه چې پکې ویل شوي، ۷ ماشومان هغه مهال وژل شوي چې د اوبو د ترلاسه کولو لپاره د توزېع په یوه مرکز کې په انتظار کې ولاړ وو. هغه زیاته کړه، دغه پېښه یوازې څو ورځې وروسته له هغه وشوه چې ماشومان او مېرمنې د خوراکي مرستو د ترلاسه کولو پر مهال ووژل شول. دا هماغه حالت دی چې زموږ ماشومان یې په غزه کې ښکار دي؛ له هر ډول احساس پرته د یوه شرور دښمن له خوا وژل کېږي او له‌منځه وړل کېږي، په داسې حال کې چې د امت د زامنو په رګونو کې وینه کنګل شوې، نه حرکت کوي او نه مرسته لېږي!

اې د اسلامي امت زامنو! چېرته یاست؟ ولې د مړو په څېر چوپ پاتې یاست؟ ستاسو وروڼه د مرستې چیغې وهي، فریاد کوي، نو تاسو څه کوئ؟ ایا یوازې پر دعا اکتفا کوئ؟ ایا کمزوري شوي یاست؟ که دنیا مو غېږ کې نیولې او له مرګه ویریږئ؟ له دين سره مو مینه چېرې ده؟ د شهادت لېوالتیا مو چېرې ده؟ ایا له دوو خیرونو (یا شهادت یا بریا) څخه مو مخ ګرځولی دی؟!

اې د هغه امت زامنو چې الله سبحانه وتعالی د انسانانو لپاره غوره کړی دی! ایا د شکنجې او وژنې ننداره درته عادې شوې ده؟ ایا نه شئ کولای خپلو وروڼو ته لاس ورکړئ؟ ایا د مخلصو او رښتینو مسلمانانو غیرت مو نه راويښوي؟ تر څو د یوه ټولیز پاڅون له لارې د جنایت‌کارانو ریښه وباسئ او مظلومان وژغورئ؟

موږ، د حزب‌التحریرـ د مرکزي مطبوعاتي دفتر د ښځو څانګه، د امت له ټولو زامنو غوښتنه کوو چې هغه څوک چې د بدلون وس لري، راوپاروي، ترڅو دې ټول وژنې ته د پای ټکی کېښودل شي او د لوږې دغه سیاست چې زموږ اهل په غزه کې له منځه وړي، ودریږي. موږ له ټولو غواړو چې د داسې خلافت د اقامې لپاره هلې ځلې وکړي چې له خپلو وګړو څخه دفاع وکړي، امنیت او سکون ورته راولي او د دښمنانو زړونو ته ویره واچوي، تر څو هغوی هیڅکله د دغه امت د افرادو پر وړاندې د تجاوز فکر هم ونه‌کړي.

د حزب التحريرـ مرکزي مطبوعاتي دفتر د ښځو څانګه

۱۴۴۷ هـ.ق کال، د صفر ۱

۲۰۲۵م کال، د جولای ۲۶مه

د صدور ګڼه: ۰۰۴/ ۱۴۴۷

ژباړن: اسرار تکل

Template Design © Joomla Templates | GavickPro. All rights reserved.