Logo
 Print this page
بسم الله الرحمن الرحيم
سیاسي آنلاین کنفرانس - بنګله دېش ۲: غلامي که آزادي؟

حزب‌التحریر ولایه بنګله دیش تر دې سرلیک لاندې سیاسي کنفرانس په لاره اچوي:

« سیاسي آنلاین کنفرانس - بنګله دېش ۲: غلامي که آزادي؟»

د ۲۰۲۴م په جولای کې د خلکو تر پراخ پاڅون وروسته چې ظالمه حسینه یې تېښتې ته اړ کړه، د بنګله دېش خلکو د یو نوي بنګله دېش (بنګله دېش: ۲) هیله درلوده. د پاڅون د ارامولو لپاره، د برېټانیا پلوه حاکمیت، د امریکا-وفادار یونس په مشرۍ سیاسي واک منځګړي حکومت ته وسپاره. خلکو د بنګله دېش لپاره د یوه بنسټیز بدلون هیله درلوده، خو امریکا او برېټانیا د خلکو د هیلو پر وړاندې توطئه وکړه او د لوېدیځ استعمارګر ظالمانه سیکولر پانګوال نظام یې پر ځای پاته کړ. د اصلاحاتو په نامه یې یوازې څېرې بدلې او ناکام نظام خوندي کړ.

د پاڅون د درواغجنو ساتونکو په توګه، منځګړی حکومت له یوې خوا د خلکو د ژوند او مال د خوندیتوب پر ځای د امریکا جیوپولټیکي او اقتصادي ګټې پر مخ وړي او له بلې خوا د امریکا پلوه سیاسي ګوندونه د واک د برخې لپاره په سیالیو، سیاسي شخړو، باج اخیستنې، نیونې او تاوتریخوالي بوخت دی. لوېدیځ استعمارګر او د هغوی سیمه‌ییز پولیس هند، په دوامداره توګه زموږ په سیاست کې لاسوهنه کوي، په ځانګړي ډول د خلکو د هغو هیلو پر وړاندې تبلیغات کوي چې غواړي د اسلامي نظام تر سیورې لاندې بیاځل اسلامي ژوند پیل کړي.

دا سیاسي کنفرانس به د امریکا-برېټانیا-هند له هغو توطئې پرده پورته کړي چې د ۲۰۲۴م د جولای د پاڅون پر وړاندې ترسره شوه او پاڅون به رښتینې لارې ته رهبري کړي چې د دولت یو ټولیز او اساسي بدلون دی.

نو له موږ سره اوسئ

د حزب‌التحریر ولایه بنګله دیش مطبوعاتي دفتر

۱۴۴۷هـ.ق کال د ربیع‌الاول ۲۷مه

۲۰۲۵م کال د سپتمبر ۱۹مه

 

وخت او ځای

نیټه: ۲۰۲۵ کال د سپټمبر ۱۹مه
وخت: ۰۴:۰۰ بجې د مدینې پر وخت
۰۷:۰۰ بجې د بنګله دېش پر وخت
موده: ۱ ساعت او ۳۰ دقیقې

 

د کنفرانس ژوندی خپرونه

https://www.alwaqiyah.tv/index.php/video/11090/online-political-conference-bangladesh-2-0-subservience-or-liberation/

 

له اودیسي وېب‌پاڼې څخه د کنفرانس ژوندۍ خپرونه

//odysee.com/@AlWaqiyahTV:5/Online-Political-Conference---Bangladesh-2.0--Subservience-or-Liberation-:a?r=EYS12Ve7Q4Ch31gEHpgW3e2doXU6iMpg">https://odysee.com/@AlWaqiyahTV:5/Online-Political-Conference---Bangladesh-2.0--Subservience-or-Liberation-:a?r=EYS12Ve7Q4Ch31gEHpgW3e2doXU6iMpg

 

د لا زیاتو معلوماتو لپاره د حزب‌التحریر ولایه بنګله‌دیش وېب‌پاڼې وګورئ:

د حزب‌التحریر ولایه بنګله‌دیش رسمي وېب‌پاڼه

این آدرس ایمیل توسط spambots حفاظت می شود. برای دیدن شما نیاز به جاوا اسکریپت دارید

Latest from Abdulkarim

Template Design © Joomla Templates | GavickPro. All rights reserved.