جمعه, ۱۶ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۶م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د یو هراتي ځوان ځانوژنه؛ خو ستونزه څه ده!؟
بسم الله الرحمن الرحيم
د یو هراتي ځوان ځانوژنه؛ خو ستونزه څه ده!؟

خبر:

په دې ورځو کې د افغانستان په ټولنیزو رسنیو کې د یو هراتي ځوان هغه ویډیو لاس په لاس کيږي؛ چې له ځانوژنې وړاندې یې پر خپل فېسبوک خپره کړې وه او د خپلې ځانوژنې علت یې پکې ويلی دی. ځوان په دغه وېډيو کې د خپلې ځانوژنې د علت په اړه وایي چې د هر ډول غلط فهمۍ د مخنیوي په موخه غواړي دا روښانه کړي چې د عاطفي دلیلونو له امله یې دغه هوډ نه دی نیولی؛ نه مین و، نه یې مالي ستونزې درلودې؛ بلکې تکراري ژوند یې د دغه هوډ لامل شوی دی. نوموړی څرګندوي چې مختلفې لارې یې ازمویلې دي او څو ځلې د دې لپاره په سفر تللی چې ژوند ورته یو ډول نه وي؛ خو اغېز یې نه دی کړی.

تبصره:

د تفکر او پوښتنې وړ خبره ده، کوم څیز یو عاقل او بالغ انسان چې هر څه لري، دې ته اړ کوي چې ځانوژنه وکړي؟ «نوموړي له ژونده څه غوښتل!» پیسې، ښکلا، امکانات... دا ټول يې درلودل، نو ولې یې ځانوژنه وکړه؟ په افغانستان کې ځانوژنه د سېکولرستي غربي افکارو د تګلارې د راتګ له امله ډېره شوې، لکه څنګه چې یوازې په هرات کې په تېرو شپږو میاشتو کې د ځانوژنې ۳۰۰ پېښې ثبت شوې دي. هرات ایران ته د نېږدېتوب له امله تر ډېره د غربي مفکورو تر تېري لاندې دی. غربي فرهنګ انسان ته داسې فکر ورکوي، چې ژوند ته د نېکمرغۍ او خوند په نظر وګوري او همدې خوښۍ ته د رسېدو لپاره مختلف کارونه او تجربې وکړي. په دغو ۱۶ کلونو کې، د همدې پوچې او غیر انساني مفکورې اغېزې زموږ د ژوند ټولو برخو ته غزېدلې دي، ورو ورو خپلې زیانوونکې پایلې راښکاره کوي. له ژونده د خسته ګۍ په دلیل د هراتي ځوان ځانوژنه د همدې ناوړه مفکورو د اغېزو ښکاره نښې دي.

د ژوند په اړه د خوند او نېکمرغۍ فکر د دې لامل شوی چې ډېری ځوانان په دغه دام کې راګېر کړي. کله چې دې خوښۍ او خیالي نېکمرغۍ ته ونه رسېږي او په ژوند کې یې د خپل ځان لپاره  ټاکلو موخو څخه د ژوند په واقعي ډګر کې يوې ته هم ونه رسيږي، نو په دغه حالت کې به دا ځوانان له څه سره مخ شي؟ ځواب یې ساده او اسانه دی، هغوی نهیلي کېږي، ژوند یې ترینګلی کېږي او ډېر ژر خپل ژوند ته د پای ټکی ږدي. په داسې حال کې چې د افغانستان په معاصر تاریخ کې خلکو سخت او له کړاونو ډک ژوند تجربه کړی، پلار او مور، زوی او لور، خور او ورور یې له لاسه ورکړي دي؛ خو پر دې سربېره یې ژوند ته هیله درلوده. ټول شته او مالونه یې له لاسه وتلي، بیا یې له صفر څخه پیل کړی، خو نهیلي او خسته شوي نه دي.

په همدې ورځو کې چې چاودنې، ځانمرګي بریدونه او هوایي بمبارۍ هره ورځ زموږ د خلکو ژوند اخلي او د زړه ټوټې یې له خاورو سره خاورې کوي؛ خو پر دې ټولو سربېره بیا هم خلک خپل ژوند ته دوام ورکوي او داسې پېښه نه لرو چې کوم کس دې د خپلو نېږدې کسانو د وژل کېدو له امله او یا د پانګې او شتمنۍ له منځه تلو په دلیل ځانوژنه کړي وي.

په افغاني ټولنه کې د اسلامي ارزښتونو کم رنګه کېدل د دې لامل شوي چې خلک د ژوند هغه موخه هېره کړي چې اسلام ورته ټاکلې او پر ځای يې نېکمرغۍ، خوند او ښه ژوند کولو  ته رسېدل خپله موخه وټاکي؛ خوښي او خوشحالي د ژوند اصلي موخه ټاکل تر یوې کچې د لنډ وخت لپاره ژوند جالبولی شي؛ خو دغه حالت موقتي او تېرېدونکی دی او په اوږدمهال کې انسان ژور خپګان او زړه تنګوالي ته ټېله کوي.

کومې څېړنې چې د ځانوژنې په اړه شوې دي او مختلف عوامل یې د دغه کار هڅوونکي بللي دي، لکه: ناموسي مسایل، کورنۍ ستونزې، په ټولنیزو او اقتصادي سیالیو کې ماته، نهیلي، فقر، رواني فشارونه او ناروغۍ، یوازیتوب، يو ډول ژوند، په ژوند کې موخه نه درلودل، په مینه کې ناکامي، په نشه یي توکو اخته کېدل او داسې نورو دي؛ خو اساسي علت یې یو شی بللی دی: بې ایماني او د ژوند د اساسي موخې نه درک کول.

د روغتیا نړیوال سازمان په نړۍ کې د ځانوژنې په اړه ډېرې ټکان ورکوونکې شمېر خپرې کړې. دا شمېرې ښیي چې په کال کې یو میلیون انسانان ځانوژنه کوي او اټکل کېږي چې هر کال له ۱۰ بیا تر ۲۰ میلونو غیر وژونکو ځانوژنې ته لاس اچوي. د همدغه سازمان د راپور پر بنسټ، په اتو اروپایي هېوادونو کې ځانوژنه ډېره شوې، چې یو یې سویس دی. سویس هېواد په نړۍ کې د خوښۍ او نېکمرغۍ نښه بلل کېږي، چې په نړۍ کې د خوښۍ کچې درجه بندۍ له پلوه څلورم ځای لري.

په راپور کې راغلي چې ځانوژنه د مړینې درېیم لامل دی، یعنې تر سرطان ډېره مرګژوبله لري او د نالوستو کسانو په پرتله تر ډېره په لوستو کسانو کې پېښېږي. راپور زیاتوي: په هغو هېوادونو کې ځانوژنه ډېره ده چې ایمان له لاسه ورکوي.

د نېکمرغۍ او ښه ژوند تېرولو مفکوره هره ورځ د مختلفو لارو د افغانستان د خلکو په ذهنونو کې پيچکاري کېږي. د ښوونیز نظام له لارې، چې د زده کړې موخه یې د پانګې او پیسو تر لاسه کول او یو ښه مقام ته رسېدل تعریف کړي؛ د رسنیو له لارې د بې ارزښته فکرونو په خپرولو سره، انسان ته په ژوند کې د ښه ژوند تېرولو او معیشت فکر ورکوي او د حکامو او سیاستوالو له لوري چې د حکومتولۍ په برخه کې سیکولریزم نظام پلی کوي او د الله سبحانه وتعالی رول او دینې ارزښتونه یې د خلکو له ټولیز ژونده لرې کړي او دین یې یو خصوصي امر کړی دی. دغه حالت د دې لامل شوی چې خلک له بې شمېره رواني ستونزو سره مخ شي او د ښه ژوند تېرولو سراب ته د رسېدو لپاره خپل ژوند په دوزخ بدل کړي.

لکه څنګه چې همدا اوس د افغانستان ۶۵ سلنه خلک په رواني ستونزو اخته شوي، چې یو دلیل یې د ژوند په اړه د نېکمرغۍ او خوښۍ فکر دی. دا فکر د دې لامل شوی چې هغه زرګونه کسان چې د اروپا په لوړو ودانيو کې یې نېکمرغي او خوښي لیده، په سیندونو او بحرونو کې ډوب کړي. یو شمېر نور د مهاجرنیو په کمپونو کې په حیواني ژوند محکوم کړي او ځینې یې په غرب کې معاصر غلامان او له پښو لودېلي کارکوونکي کړي دي. په ضمن کې، یو شمېر نور اوس هم نېکمرغۍ ته د رسېدو او اروپا ته د تلو په یاد شپې په بستره کې تېروي.

خو پوښتنه دا ده چې ایا لذت، امکانات او اروپا ته تلل کولی شي له ستونزو او کړاونو ډکې نړۍ ته ارامي او نېکمرغي راولي؟ په دې اړه د اروپا معاصرې څېړنې هم داښیي چې په وروستۍ نیمه پېړۍ کې د انګلستان، امریکا او جاپان د خلکو هوساییز امکانان او عاید له دوه برابره زیات شوي او ژوند یې یو مطلوبي حالت پیدا کړی دی. اوس هغوی غټ کورونه لري او برېښناییزو وسایلو ارامه ژوند ورته برابر کړی دی. هغوی بهرنیو سفرونو ته ځي او ګران بیه توکي پېري؛ خو د پوهانو د شوو څېړنو پايلې ښیي چې د ژوند دغه امکانات په انسانانو کې د نېکمرغۍ احساس ډېرېدو لامل نه دي شوي؛ بلکې خلک یې په خواشینۍ او زړه تنګوالی  اخته کړي او په غرب کې یې یو نواخته ژوند رامنځته کړی، چې په پایله کې یې د ځانوژنې شمېرې لوړې شوې دي.

باید وویل شي چې د ځانوژنې ستونزه د اسلام ستونزه نه ده، بلکې د پانګوالي نظام او افکارو زېږنده ده او دا ډول ستونزې د اسلام په تاریخ کې نه وې؛ ځکه اسلام په دې نړۍ کې خپلو پیراوانو ته د جنت ژمنه نه ورکوي او نه يې هم نړۍ د نېکمرغۍ سرای تعرف کړی؛ بلکې نړۍ اخرت ته د تلو لار بولي او د یو مسلمان رښتینې نېکمرغي په جنت کې تمثللېږي. الله سبحانه وتعالی د نړۍ د واقعیت په اړه فرمایي:

﴿وَمَا هَذِهِ الْحَيَاةُ الدُّنْيَا إِلَّا لَهْوٌ وَلَعِبٌ ۚ وَإِنَّ الدَّارَ الْآخِرَةَ لَهِيَ الْحَيَوَانُ ۚ لَوْ كَانُوا يَعْلَمُونَ

[عنکبوت: ۶۴]

د دنیا ژوند له لهو لعب (بې ګټې) څیزونو پرته بل څه نه دی او له شک پرته چې اصلی ژوند همغه ابدي او واقعي ژوند دی؛ درېغی دغه خلک پوهېدلی.

نو هغه تعریف چې اسلام یې د نېکمرغۍ په اړه وړاندې کوي، همغه د الله سبحانه وتعالی رضا تر لاسه کول دي او نېکمرغه انسان هغه دی چې خالق یې ترې خوښ وي او جنت ته ورسېږي. نو د ایمان درلودل او د ژوند د اساسي موخې درک یوه ټینګه غوټه ده، چې انسان د ژوند په هسکو او ټیټو کې ژوندی ساتي او نوموړی په راتلونکي کې له نهیلۍ، زړه تنګوالي او خواشینۍ سره نه مخ کوي. همدارنګه د نوموړي ژوند د ابتذال دام ته له لوېدو څخه ژغوري.

د دې تر څنګ، د اسلام ښکلاوې دا دي چې مسلمانان یې مثبت لیدلوري، د الله سبحانه وتعالی رحمت او مغفرت او د جنت زېرو ته هڅولي دي او نهیلي یې حرامه بللې ده. رسول الله صلی الله عليه وسلم تل په خپلو دعا ګانو کې د غم، اندېښنې، بې وسۍ او لټۍ په اړه له الله سبحانه وتعالی څخه پنا غوښته.

کله چې مسلمانان په ژوند کې له ستونزو او کمیو سره مخ شي، هغوی دا ښه درک کوي چې څه ډول له هغو احکامو سره چې الله سبحانه وتعالی ورته رالېږلي په دغو ستونزو برلاسی شي.‎ که د مسلمان په ژوند کې ستونزې او غم راځي، په مقابل کې یې اجر او ثواب ورکول کېږي. څنګه چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت دی:

«مَا يُصِيبُ الْمُسْلِمَ مِنْ نَصَبٍ وَلاَ وَصَبٍ وَلاَ هَمٍّ وَلاَ حَزَن وَلاَ أَذًى وَلاَ غمٍّ، حتَّى الشَّوْكَةُ يُشَاكُها إِلاَّ كفَّر اللَّه بهَا مِنْ خطَايَاه»

ژباړه: مسلمان له هېڅ ډول خسته ګۍ، ناروغۍ، اندېښنې او غم سره نه مخ کېږي، خو دا چې  الله سبحانه وتعالی يې په همدې وسیله د هغوی ګناهونه بښي. تردې چې اغزی یې په پښه کې ځي، د نوموړي د ګناهونو د کفارې لامل کېږي.

نو دغه زېری او هیله چې اسلام یې خپلو پیروانو ته ورکوي او په ژوند کې یې موخه په سم او واقعي ډول ترسيم کړې ده، څرنګه شونې ده چې مسلمان دې په ژوند کې له ناهیلۍ او یو نواخته ژوند تېرېدو سره مخ او پایله یې ځانوژنه شي؟

په فردي او ټولیز ژوند کې له اسلامي ارزښتونو لرېوالی او د غربي ګواښونکو افکارو اغېزې د همدغه حالت لامل شوي دي. نو پر موږ لازمه ده چې د فردي، کورني، ټولنیز، سیاسي او اقتصادي ژوند په برخه کې د اسلامي مفاهېمو او ارزښتونو په پلي کولو خپله ټولنه د پردیو ناوړه مفکورو له اغېزو وساتو.

زموږ ځوانان باید پر دې پوه شئ چې یوازې اسلام دغو ټولو ستونزو ته ځواب ویلی شي؛ نه اروپا ته تګ او نه هم غربي او سېکولرستي پوچ فکرونه چې د بدبختیو زېږنده دي. نو پر موږ لازمه ده چې اسلام د خپلو ټولو ستونزو د حللارې په توګه ومنو او صحنې ته د راتګ لپاره یې په ټولیز ډول هڅې وکړو او ژوند ته رښتینې معنا ور په برخه کړو.

مصدق سهاک

د حزب التحریر ـ ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر غړی

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې