شنبه, ۱۳ ذیقعده ۱۴۴۱هـ| ۲۰۲۰/۰۷/۰۴م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

په دارالکفر کې په رسمي بڼه د حزب ثبتول

  • خپور شوی په سیاسي

عرفان ابو نوید ته:

 (ژباړه)

پوښته:

زموږ ښاغلی شیخ او جلیل القدره عالم شیخ عطاء بن خلیل ابوالرشته صاحب. الله سبحانه وتعالی دې تاسو وساتي.

په اندونیزیا کې د حزب التحریر په اړه یوه اړینه پوښتنه:

په اندونیزیا کې مسلمانو ځوانانو له ما څخه په دې هېواد کې د حزب التحریر په اړه پوښتنه وکړه، چې په اندونیزیا کې په رسمي ډول د دولت د چارو په وزارت کې ثبت او راجسټر دی. همدا شان ځینې (لږ) خلک دا ادعا کوي چې حزب په اندونیزیا کې د حق او باطل تر منځ توپیر نه کوي. العیاذبالله.

۱. شیخ صاحب، دې پوښتنې ته یو جامع ځواب څه کېدای شي؟

۲. د اندونیزیا په څېر دارلکفر دولتونو کې د حزب د راجسترولو حکم څه دی؟

ایا موږ ته په دې اړه دلایل وړاندې کولی شئ؟ الشافعي په الامم کې ویلي:  هغه څه چې په دارالاسلام کې حلال دي، هغه په دارالکفر کې هم حلال دي او هغه څه چې په دارالاسلام کې حرام دي هغه په دارالکفر کې هم حرام دي... دروند شیخ صاحب، موږ غواړو ستاسې له پوهې ځانونه برخمن کړو،  الله سبحانه وتعالی دې تاسې ته نصرت درکړي او تاسې ته دې د اسلامي امت په ملاتړ کې د کوټلو ګامونو د اوچتولو توفیق در په برخه کړي او زه له الله سبحانه وتعالی غواړم چې دا ستاسو په نیکو اعمال کې حساب کړي.

ستاسې ورور عرفان ابو نوید.

ځواب:

وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته!

هو زما وروره هغه څه چې په دارالاسلام کې حلال دي هغه په دارالکفر کې هم حلال دي او هغه څه چې په دارالاسلام کې حرام دي هغه په دارالکفر کې هم حرام دي. خو ستاسې پوښتنه په اداري چارو پورې اړه لري او دا د مباح چارو تر عنوان لاندې راځي. هغه که دارالاسلام وي یا دارالکفر. د مثال په توګه د هویت تذکرې یا پاسپورټ د ترلاسه کولو لپاره غوښتنلیک ډکول یا د ترافیکي نښو مراعتول یا د الوتکې او اورګاډي ټکټ اخیستل یا په کارځای، پوهنتون او ښوونځي کې د کاري وختونو مراعتول، یا په کارځای کې د حاضرو او غیرحاضرو کسانو لېست چمتو کول. دا ټولې اداري چارې دي چې په دارالاسلام او دارالکفر دواړوکې جایز دي او دې چارو ته غاړه ایښودل جواز لري.

ان دا هم جواز لري، چې د دارالکفر ځینې اداري سبکونه دارالاسلام ته رانقل شي. د عمر رضی الله عنه له لوري له رومیانو او فارسیانو څخه د دیوان د رانقلولو کیسه خورا مشهوره ده، په دیوان کې به د غنیمتونو د وېش ثبت ايښودل کېده.

خرج ابن أبي شيبة في مصنفه عَنْ أَبِي سَلَمَةَ، عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ، أَنَّهُ قَدِمَ عَلَى عُمَرَ مِنَ الْبَحْرَيْنِ، قَالَ: فَقَدِمْتُ عَلَيْهِ فَصَلَّيْتُ مَعَهُ الْعِشَاءَ، فَلَمَّا رَآنِي سَلَّمْتُ عَلَيْهِ فَقَالَ: «مَا قَدِمْتَ بِهِ؟» قُلْتُ: قَدِمْتُ بِخَمْسِمِائَةِ أَلْفٍ... فَقَالَ لِلنَّاسِ: «إِنَّهُ قَدِمَ عَلَيَّ مَالٌ كَثِيرٌ فَإِنْ شِئْتُمْ أَنْ نَعُدَّهُ لَكُمْ عَدًّا، وَإِنْ شِئْتُمْ أَنْ نَكِيلَهُ لَكُمْ كَيْلًا» ، فَقَالَ رَجُلٌ: يَا أَمِيرَ الْمُؤْمِنِينَ إِنِّي رَأَيْتُ هَؤُلَاءِ الْأَعَاجِمَ يُدَوِّنُونَ دِيوَانًا وَيُعْطُونَ النَّاسَ عَلَيْهِ، قَالَ:فَدَوَّنَ الدَّوَاوِينَ وَفَرَضَ لِلْمُهَاجِرِينَ فِي خَمْسَةِ آلَافٍ خَمْسَةَ آلَافٍ وَلِلْأَنْصَارِ فِي أَرْبَعَةِ آلَافٍ أَرْبَعَةَ آلَافٍ، وَفَرَضَ لِأَزْوَاجِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، فِي اثْنَيْ عَشَرَ أَلْفًا اثْنَيْ عَشَرَ أَلْفًا

ژباړه: ابن شیبه په خپل مصنف کې له ابوهریره رضی الله عنه څخه روایت کوي چې وايي: زه له بحرین څخه عمر رضی الله عنه ته راغلم بیا وايي: زه ده ته راغلم او د ماخوستن لمونځ مې یو ځای ورسره ادا کړ، ده چې کله زه ولیدم، ما سلام ورواچاوه. عمر پوښتنه راڅخه وکړه: «څه شي دلته راوستی یې؟» ما ورته وویل: «ما تا ته پنځه سوه زره درهمه راوړي دي...» په دې سره عمر منبر ته پاڅېد، د الله سبحانه وتعالی له حمد او ثناء وروسته يې وویل: اې خلکو! یوه لویه اندازه مال موږ ته رارسېدلی دی، که چېرې ستاسې خوښه وي په مناسبه اندازه به يې په پر خلکو وویشو او یا که مو خوښه وي په حساب به يې جمع کړو. د خلکو له منځ څخه یو نفر وویل: اې امیرالمومینیه! ما عجم لیدلي دي چې د حساب کتاب (دیوان) لري، دوی د همدې دیوان له مخې خلکو ته مرستې ورکوي او ثبتوي یې. عمر رضی الله عنه وویل: تاسې هم دیوان تاسیس کړئ او مهاجرینو ته په پنځو زرو کې پنځه زره او انصارو ته په څلورو سوو کې څلور سوه او امهات المومنین ته په دوولس زره کې دوولس زره ونډه وټاکئ.

اوس بیرته ستا پوښتنې ته راګرځو: د اندونیزیا له دولت سره د حزب د ثبتولو حکم څه دی؟

کوم څه چې هلته ترسره شوي، یوازې د خبرولو او مالوماتو برابرولو تر کچې دي، هغوی ته د حزب د نوم، د کار د طریقې او د فعالیت په اړه خبر ورکړل شوی دی... او په دې شیانو باندې د دوی په خبرولو کې کومه ستونزه نشته. که چېرې موږ پوه شو، چې دوی له کفري قوانینو پرته زموږ معلومات قبلوي، بیا نو زموږ حزب د یوې اداري چارې په توګه ثبتوو. په اوس وخت کې هېڅ هېواد هم د کفري قوانینو له پلي کولو پرته د یوه حزب ثبتولو ته اماده نه دی؛ پرته له دې دریو هېوادونو څخه لکه: لبنان، اندونیزیا او تونس... ان دا درې هېوادونه هم یوه بهانه لټوي، ترڅو حزب له ثبت څخه وباسي...

ستاسې د مالوماتو لپاره، په عثماني خلافت کې قانون داسې وو، چې د حزبونو د ثبتولو لپاره یوازې خبر او معلومات ورکول کافي وو، دا د ۱۹۰۹ زیږدیز کال د ګوندونو قانون وو، دا قانون له یوه حزب څخه یوازې دومره غواړي چې دولت ته د خپلې اصلې پتې او رسمي مرکز په اړه خبر ورکړي او دا قانون اوس هم په لبنان کې پلی کېږي. ځکه دوی تراوسه د دې قانون له تعدیل سره موافقه نه ده کړې. له همدې کبله د حزب د ثبتولو پر مهال دا جمله هم ورسره اضافه شوه: «د عثماني دولت د ۱۹۰۹ کال د قانون له مخې»

په لنډ ډول هغه څه چې په دارالکفر کې حرام دي هغه په دارالاسلام کې هم حرام دي. معنی دا چې شراب په دارالکفر او دارالاسلام دواړو کې حرام دي، که یو مسلمان په دارالکفر کې شراب څښي نو ده یو حرام عمل ترسره کړی دی.

او د حلالو چارو په برخه کې، که چېرې په دارالاسلام کې اداري چارو ته غاړه ایښودل کېږي، لکه د کار وختونه، د سهار له اتو بجو څخه بیا د غرمې تر دوولسو بجو پورې، دا پابندي بیا په دارالکفر کې هم روا ده. دا حکم د ګوند پر ثبتولو او د هویت تذکرې پر اخیستلو او د پاسپورټ پر جوړولو هم پلی کېږي... خو دا جواز نه لري چې حزب دې د کفري قوانیونو په ړنا کې ثبت شي. دا کار حرام دی او همدا ډول دا هم جایز نه ده چې د هویت کارډ دې د شراب څښلو په شرط سره ترلاسه شي، دا او دې ته ورته نور جواز نه لري.

که اداري چارې په دارالاسلام کې جایز وې، نو په دارالکفر کې هم جایز دي، تر هغو چې داسې شرط نه وي ایښودل شوی چې حرام وي. په اندونیزیا کې د حزب د ثبتولو په اړه، دا یوازې یوه اداري چاره ده، په دې چاره کې کوم کفري قانون ته غاړه نه ده ایښودل شوې، یوازې خبر او معلومات ورکړل شوي دي. هر هغه هېواد چې زموږ ثبتول د یوې اداري چارې په توګه یوازې په خبر او معلوماتو ورکولو سره ترسره کوي، پرته له دې چې کفري قوانین پکې مراعت شي، دا کار روا او جایز دی. البته که چېرې دوی په دې لړ کې له کفري قوانینو څخه یو شرط کېږدي، بیا نو دا کار حرام دی او جواز نه لري. زه هیله لرم چې موضوع به روښانه شوې وي.

ستاسې ورور عطاء بن خلیل ابوالرشته

ژباړن: سطان ولید

 

د مطلب ادامه...

اسلام او توکم پالنه

  • خپور شوی په تثقیفي

اسلام د ټول بشریت لپاره رالېږل شوی، پرته له دې چې د انسانانو رنګ په پام کې ونیسي. اسلام کوم ځانګړي توکم، ملت، قبیلې یا د کوم ځانګړي ځای یا وخت اوسېدونکو ته نه دی راغلی. کله چې اسلام له چین څخه تر هسپانیې د نړۍ نورو برخو ته ورسېد، نو له اسلام څخه مخکې توپیرونه یې له منځه یوړل. بېلابېل خلک یې سره یو ملت کړل. د خلکو تر منځ یې داسې ورورولي رامنځته کړه چې ټول ناوړه پخواني دودونه، د ژوند په ټولو اړخونو کې له عباداتو تر واده او سیاسي فعالیتونو یې هېر کړل.

اسلام له ټولنې څخه د توکم پالنې ناوړه لاس د خپلې فقهې او عقایدو له لارې لنډ کړ. له اسلامي عقیدې سره سم خالق مطلق حاکم دی. له دې امله ټول انسانان له خالق څخه رالېږل شوو سرو کرښو پورې محدود دي او تر منځ یې کوم توپیر نشته. نو د دې لپاره چې مسلمان خپل ځان، توکم یا خپل ملیت پر نورو حاکم کړي؛ خپلې غوښتنې پر نورو نه تحمیلوي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:

«أيها الناس، إن ربكم واحد، وإن أباكم واحد، كلكم لآدم، وآدم من تراب، إن أكرمكم عند الله أتقاكم، ليس لعربي فضل على أعجمي إلا بالتقوى»

ژباړه: اې خلکو تاسو ټول له ادم څخه یاست او ادم له خاورې څخه.  له تقوا پرته هېڅ عرب په عجمي ښه والی نه لري.

اسلامي فقهه هېڅکله د انسانانو تر منځ د توکم یا ملیت پر بنسټ توپیر نه کوي. پر اسلامي دولت د ټولو اتباعو د ژوند، مال او عزت ساتل فرض دي؛ هغه که مسلمان وي او که نامسلمان. نو په عدلي سیسټم کې هېڅکله د توکم موضوع نه ده پېژندل شوې، چې په ټولنه کې له سازماني توکم پالنې څخه مخنیوی کوي.

الله سبحانه و تعالی فرمایلي:

﴿وَإِذَا حَكَمْتُم بَيْنَ النَّاسِ أَن تَحْكُمُوا بِالْعَدْلِ

[نسا:۵۸]

ژباړه: کله چې د خکلو تر منځ فیصله کوئ نو په عدالت سره یې وکړئ.

دا یوه ټولیزه قاعده ده چې پر ټولو خلکو پلي کیږي، مسلمان او نا مسلمان، تور او سپین، عرب او عجم.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:

«وَلَكِنَّ الْبَيِّنَةَ عَلَى الْمُدَّعِي وَالْيَمِينَ عَلَى مَنْ أَنْكَرَ» (بیهقي)

ژباړه: د شواهدو وړاندې کول پر مدعي دي او قسم پر انکار کوونکي دي.

دا هم یوه ټولیزه قاعده ده چې پر ټولو خلکو پلي کیږي، مسلمان او نا مسلمان، تور او سپین، عرب او عجم.

«أَنَّهُ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَضَى أَنْ يَجْلِسَ الْخَصْمَانِ بَيْنَ يَدَيْ الْقَاضِي» (حکیم)

ژباړه: رسول الله صلی الله علیه وسلم ویلي چې دوې متخاصمې خواوې باید قاضي ته مراجعه وکړي.

دا هم یوه ټولیزه قاعده ده چې پر ټولو خلکو پلي کیږي، مسلمان او نا مسلمان، تور او سپین، عرب او عجم.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:

«الإِمَامُ رَاعٍ وَمَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ»

ژباړه: امام د خپل رعیت څخه مسوولیت لري. (متفق علیه)

د رعیت لفظ عام دی او ټول رعیت پکې شامل دی؛ مسلمان او نامسلمان؛ تور او سپین؛ عجم او عرب. همداسې په اسلامي شریعت کې د تابعیت ټولو شواهدو ته په کتو سره دا جوتیږي چې د مسلمان او نامسلمان؛ عرب او عجم یا تور او سپین تر منځ توکم پالنه او توپیر کول منع شوي. د اسلامي دولت له ټولو تابعینو سره باید ورته چلند وشي. حاکم یې تر منځ توپیر ونه کړي؛ هغه که د چارو په تنظیم کې وي، که د ژوند مال او عزت په ساتنه کې وي یا هم په قضاوت کې چې باید عدالت پکې رعایت شي.

اسلام لومړنۍ ایډیولوژي ده چې د بېلابېلو نژادونو خلک په ورته توګه د یوه ملت په شان سره راټولوي. او اوسمهال اسلام یوازینۍ ایډیولوژي ده چې دا لیدلوری لري. خو مسلمانانو د غرب لخوا د دوی د فرهنګي استعمار له امله توکم پالنې او ملیت پالنې ته مخه کړې ده.

غربي فرهنګ د یونان او روم له تاریخ څخه توکم پالنه اخیستې ده. کله چې غرب کپیټلیستي ایډیولوژي ومنله نو د پلویانو په ماغزو کې یې دا مفکوره پاته شوه. کپیټلیستي اقتصادي فرهنګ د توکم پالنې مفکوره لا پیاوړې کړه چې د بهرنیو د کاري ځواک د کارولو لپاره یې د یوه دلیل په توګه وکاروي. په امریکا کې د افریقاییانو غمیزه یې ښه بېلګه ده. نو دا د تعجب خبره نه ده چې په غرب کې په ځانګړې توګه د امریکا او انګلستان په شان افراطي کپیټلیستي هېوادونو کې توکم پالنه لا تر اوسه شته. ان د تورګوډ مارشال پر وړاندې هم تبعیض شوی او ممتازه خلکو نه و منلی چې نوموړی په امریکا کې د سترې محکمې د قاضي په توګه وټاکل شي. د هغه څرګندونې په غرب کې د توکم پالنې یوه ښکاره بېلګه ده «د دې ښار (واشنګټن ډي سي) په غونډو کې له ما پرته بل هر چا ته اجازه ورکول کیږي.» (منبع نیویارک ټایمزو د ۱۹۹۳ کال د جنوري ۲۷مه)

سره له دې چې توکم پالنه په غربي مفکورو کې لیدل کیږي، په سازماني توګه هم غرب په توکم پالنه کې ډوب دی. د امریکا اساسي قانون د توکم پالنې اساس په خپل ۳/۵ ماده کې ایښی چې خلک د نژاد له پلوه پکې د ۳/۵ په تناسب ویشلي. که څه هم وروسته دا برخه تعدیل شوه خو د یوه اساس په توګه د امریکا په اساسي قانون کې پاته شوه. ان له کلونو مبارزې، وینې تویونې، د بشري حقونو سازمانونو، شعارونو، قربانیو او د توکم پالنې پر وړاندې ټولګو سره سره امریکايي ټولنه لا تر اوسه د توکم پالنې په طاعون اخته ده. که د جېسي جکسون په څېر یو تورپوستی ولسمشرۍ ته نوماندیږي، نو ریچارد نېکسون او د هغې د ګوند د هغه له کمپاین څخه یوازې له دې امله ملاتړ کوي چې د تور پوستو رایې د جمهوري غوښتونکو په ګټه وکاروي.

د روډني کېنګ (Rodney King) او سېمپسون (O.J Simpson) قضیې د دې ښکاره بېلګې دي چې په ټولنه کې د توکم پالنې بنسټ څومره ژور دی. په دې دواړو پېښو کې مهمه موضوع توکم دی او د تورو او سپینو تر منځ د اعتماد نشت پکې واضح کیږي. په دې وروستیو کې د احمد اربېري، یاسین محمد او جورج فلوید وژنې د ملکي امریکايي تور پوستو پر وړاندې د پولیسو سازماني وحشت ښکاره کوي. د افریقایانو ژوند د سپین پوستو سازمان دهي شویو ډلو لخوا تر فشار لاندې و چې دوی ته به یې هر ډول شکنجه ورکوله... د هغوی عامه او شخصي ژوند به یې څاره او هغوی ته به هېڅ ارزښت نه ورکول کېده. دغه راز هېڅ باور یې نه ورباندې کاوه او ویل به یې چې دوی د کوم اخلاقي کمال طرفیت نه لري. په امریکا کې په وروستیو ۱۰۰کالونو کې د خلکو پر وړاندې د پولیسو په وحشتونو کې هېڅ بدلون نه دی راغلی... که څه هم په امریکا کې د ازادۍ او اقلیتونو ته د حقونو ورکولو چیغې ډېرې دي، خو د توکم او رنګ پر وړاندې ټولنیز ارزښتونه په همدې ډول پاتې دي.

د غرب د توکم پالنې ریښه د هغه ایډیولوژي او سازمانونه دي. توکم پالنه په انساني فطرت کې نشته بلکې هغه په شخصیتونو کې د هغې د منل شوي فرهنګ له لارې رامنځته کیږي. نو له توکم پالنې څخه د ځان ژغورلو لپاره باید په هغه ایډیولوژۍ او فرهنګ فکر وکړو چې پلي کوو یې. اسلام یوازینۍ ایډیولوژي ده چې توکم پالنه له منځه وړلای شي. د دې کار لپاره یې تګلاره د شخصیوتونو جوړول دي چې د خلکو تر منځ توپیرونه له منځه وړي او د هغوی تر منځ کرښې نه جوړوي. همدا موږ ته راپاتې یوازینی بدیل دی.

 ﴿يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُم مِّن ذَكَرٍ وَأُنثَى وَجَعَلْنَاكُمْ شُعُوبًا وَقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِندَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ

 [حجرات:۱۳]

ژباړه: اې انسانانو موږ تاسې له یوه نارینه او ښځې څخه پیدا کړئ او بیا مو تاسې قومونه او قبیلې وګرځولئ تر څو چې تاسې یو او بل وپېژنئ. په حقیقت کې د الله پر وړاندې ستاسو څخه تر ټولو زیات عزتمند هغه څوک دی چې ډې تقوا ولري. په باوري ډول الله په هر څه پوهېدونکی او له هر څه خبر دی.

د حمید بن احمد لخوا د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

 

 

د مطلب ادامه...

ضمانت، بیمه او احتکار

  • خپور شوی په فقهي

محمد علي بوعزیزي ته:

(ژباړه)

پوښتنه:

السلام علیکم زه دوې پوښتنې لرم.

لومړی: په «اقتصادي نظام» کتاب کې د بېمې په بحث کې یو مثال راغلی، چې زه يې ګډوډ کړی يم. مثال داسې دی چې «ته دې خپلې جامې دوبي ته ورکړه، که خرابې يې کړې زه يې ضمانت کوم.» دلته خو باید درې تنه وي؛ يو ضامن (ضمانت کوونکی) بل مضمون عنه (چې د هغه له لوري ضمانت کيږي) او بل مضمون له (چې د هغه لپاره ضمانت کيږي) دا نامالومه پرېولونکی دلته څوک دی؟ د دې ډول ضمانت او د بېمې د شرکت تر منځ توپیر په څه کې دی؟ په بیمه کې هم یو ضامن شته، یعنې شرکت او یو مضمون چې ضمانت يې کېږي. یعنې، د موټر څښتن چې ضمانت يې کېږي. په دې مانا؛ کوم موټر چې پر سړک روان دی او چلوونکی یې ناپېژانده کس دی، ممکن یوه ورځ موټر ټکر کړي.

دویمه پوښتنه: اسلامي دولت له احتکار سره څه ډول چلند کوي؟ ایا دولت به محتکر اړ باسي چې خپل مالونه په یوه ټاکلي قیمت وپلوري او قیمتونه ثابت وساتي، ایا دا کار حرام دی که نه، د دې حکم څه دی؟

الله سبحانه وتعالی دې تاسو ته اجر درکړي او ستاسو خیر دې ټولو مسلمانانو ته ورسوي.

ځواب:

وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته!

۱: د ضامن په اړه ستاسې پوښتنه، هغه شخص چې ضمانت يې کېږي او د هغه شخص چې ضمانت ورکول کېږي او دا چې دا موضوع تاسې ته ګونګه ده...

ګرانه وروره! ما ستا پوښتنه وکتله... البته د بیمې حرمت یوازې د ضمانت شوي شخص له کبله نه دی، بلکې په دې موضوع کې ګڼ شرعي احکام نقض کېږي. د بېلګې په ډول، د داسې یو شخص نشت چې پر هغه سمدستي یا وروسته د ذمې حق راشي، همدې شي بیمه حرامه کړې ده. پر دې برسېره بیمه جبران لازموي چې دا کار هم بیمه حراموي او داسې نور چې په دې څپرکي کې پرې بحث شوی دی.

خو داسې ښکاري چې ستاسې ګډوډي یا ناسم پوهاوی له دې امله دی چې تاسو فکر کوئ، د کوم پرېمينځونکي (پرېولونکي) یادونه چې موږ په اقتصادي نظام کتاب کې کړې ده، کوم چې ضمانت یې شوی دی یو نامالوم شخص دی، خو بیا یې هم ضمانت جایز دی. بل دا چې په بیمه کې موږ ویلي، چې ضامن نامالوم دی (لکه تاسو چې فکر کوئ) ځکه نو دا ناروا ده. له همدې امله خو تاسو پوښتنه کړې ده، دا څنګه کېدای شي چې د پرېمينځونکي په حق کې دې تضمین روا وي او د بېمې په حق کې بیا ناروا؟

محترمه وروره! په دواړو قضیو کې موږ دا نه دي ویلي، هغه شخص چې ضمانت یې کېږي نامالوم دی. بلکې موږ دلته ویلي چې د پرېمينځونکي په قضیه کې کس نامالوم دی او د بیمې په قضیه کې بیا کس له سره نشته. زه د دواړو قضیو په اړه په اقتصادي نظام کتاب کې راغلی متن دلته رانقلوم:

الف: د پرېمينځونکي په اړه په کتاب کې لاندې متن راغلی دی:

«البته دا خبره نه ده شرط چې خامخا دې د ضمانت شوي شخص (مضمون عنه) یا ضمانت ورکول شوی شخص (مضمون له) نومونه ذکر شي؛ پر همدې اساس دا ضمانت جایز دی، که څه هم دوی نامالوم دي. نو که یو کس بل ته ووایي: خپلې جامې دې یو پرېمينځونکي ته ورکړه او دوهم کس ورته ووايي: زه ډارېږم چې جامې مې را خرابې نه کړي. مخکنی کس ورته ووايي: ته خپلې جامې یو پرېولونکي ته ورکړه، که خرابې يې کړې زه یې ضمانت کوم. دلته د پرېولونکي له مشخص کولو پرته، ضمانت روا شو.

نو که چېرې ده جامې پرېولونکي ته ورکړې او هغه خرابي کړې، نو دلته ضامن مسوول دی، که څه هم د ضمانت شوي شخص نوم نه وي ذکر شوی. همدا شان، که څوک ووايي: فلانی سړی ښه دوبي دی او که هر څوک ده ته جامې ورکړي، د خرابۍ په صورت کې یې زه ضامن یم. «دلته ضمانت روا دی، که څه هم مضمون له شخص په نامه نه دی یاد شوی.»

بیا په کتاب کې لاندې دلیل راوړل شوی دی:

«د ضمانت په دلیل کې دا ثابته ده چې د یوې ذمې او بلې ذمې تر منځ اړیکه شته، او حق پر ذمه باندې ثابت دی. دا هم ښکاره ده چې په دې ځای کې ضامن، ضمانت شوی شخص او هغه کس چې ضمانت ورکول کېږي شتون لري. دا هم ښکاره ده چې دا له جبران پرته ضمانت دی او کېدای شي چې ضمانت شوی او ضمانت ورکول شوی شخص ناڅرګند وي. د دې دلیل د ابو داود هغه حدیث دی چې له جابر رضی الله عنه څخه یې روایت کړی دی، په حدیث کې راځي:

«كان رسول الله صلى الله عليه وسلم لا يصلي على رجل مات وعليه دين، فأتي بميت فقال: أعليه دين؟ قالوا: نعم ديناران. قال: صلوا على صاحبكم. فقال أبو قتادة الأنصاري: هما عليّ يا رسول الله، قال: فصلى عليه رسول الله صلى الله عليه وسلم، فلما فتح الله على رسول الله صلى الله عليه وسلم قال: أنا أولى بكل مؤمن من نفسه. فمن ترك ديناً فعليّ قضاؤه، ومن ترك مالاً فلورثته»

ژباړه: رسول الله صلی الله علیه وسلم د پوروړي د جنازې لمونځ نه ادا کاوه. يو مړی د رسول الله صلی الله عليه وسلم حضور ته راوړل شو، رسول الله صلی الله عليه وسلم وپوښتل: ايا د ده پر غاړه پور شته؟ دوی وويل: هو. دی دوه ديناره پوروړی دی. ويې فرمايل: پر خپل ملګري مو د جنازې لمونځ وکړئ. ابوقتاده رضی الله عنه وويل: ای د الله رسوله صلی الله علیه وسلم، زه د ده پور ادا کوم. نو رسول الله صلی الله عليه وسلم د هغه د جنازې لمونځ ادا کړ. کله چې رسول صلی الله عليه وسلم باندې الله سبحانه وتعالی پراخي راوسته او شتمن شو، نو ويې فرمايل: زه د مومن په چارو کې د مسووليت له پلوه تر هغه ډېر مسوول يم. که څوک پور تر شا پرېږدي، زه به يې ادا کوم او که څوک شتمني تر شا پرېږدي، شتمني يې د وارثانو ده.

 په دې حدیث کې دا څرګنده شوه، چې ابو قتاده یو مسوولیت پر غاړه واخیست، چې د یوه مړه شوي شخص مالي حساب تصفیه کول و او دا هم په حدیث کې څرګنده شوه چې په ضمانت کې باید ضامن، هغه شخص چې ضمانت يې کېږي او هغه شخص چې ضمانت ورکول کېږي شتون ولري. هر یو يې (مړی او ضامن) باید د ضمانت شوو پیسو ذمه واخلي او پرته له اضافي جبران څخه یې باید بیرته ادا کړي. دا هم څرګنده شوه، چې د ضمانت په وخت کې د تضمین شوي شخص (مړي) او ضمانت ورکول شوي شخص(چې قرض يې ورکړی و) نومونه نه دي ذکر شوي او ناڅرګند وو. په حدیث کې راغلي چې د ضمانت د روا والي لپاره شرایط څه دي او د انعقاد شرطونه یې کوم دي.»

له دې څخه دا څرګنده شوه چې د ضمانت پر مهال ناڅرګنده عناصر په دې معنی نه دي، چې ضمانت شوی شخص او چې ضمانت ورکول کېږي، وجود نه لري. بلکې شته خو يواځې مشخص شوي نه دي. البته هغه شخص چې ضمانت يې کېږي (مړی) وجود لري، خو ضامن د هغه شخص نوم یا نسب نه پېژني، خو خپله ضامن وجود لري. دلته مساله د ضمانت شوي شخص په اړه د حقایقو په اړه ده، نه دا چې دی خپله غایب دی. ځکه نو ضمانت روا دی. په دې چې هغه شخص چې ضمانت يې کېږي، حضور لري، البته مشخصات يې ناڅرګند دي. همدا ډول پرېولونکی چې په ګاونډ کې اوسي شته، خو هغه شخص چې جامې د پرېوللو لپاره ده ته ور وړي نوم یې نه دی مالوم، او دا کار د تېر شوي حدیث په رڼا کې چې ابو داود له جابر څخه روایت کړی دی، د ضمانت پر حکم کوم اغېز نه لري.

ب: د بېمې په اړه په یاد کتاب کې داسې راغلي دي:

د بیمې شرکت داسې تضمین کوي چې نه ژر او نه هم ځای پر ځای ځان مکلف ګڼي، له دې امله خو دا تضمین ناروا دی او د بیمې تړون باطل دی. له دې څخه علاوه، په بیمه کې هغه شخص چې تضمین یې کېږي (مضمون عنه) نشته. ځکه د بیمې شرکت د هېڅ هغه چا ضمانت نه کوي چې پر دوی باندې د خپل حق دعوه وکولی شي، ترڅو شرکت یې ضامن وبلل شي؛ په دې ډول د بیمې تړون د شریعت له نظره د یوه اساسي عنصر له نشت سره مخ دی، ترڅو شتون یې جایز وبلل شي؛ یعنې د داسې کس شتون چې تضمن یې وشي. ځکه د ضمانت لپاره اړینه ده چې ضامن، هغه کس چې ضمانت یې کېږي او هغه کس چې تضمین ورکول کېږي باید شتون ولري. دا چې د بیمې په تړون کې مضمون عنه نه شته، ځکه نو دا یو باطل تړون دی.

لکه څنګه چې وینئ، موږ ویلي «په دې تړون کې هغه کس نشته چې تضمین یې شوی دی. دا چې د بیمې په تړون کې مضمون عنه نه شته، ځکه نو دا یو باطل تړون دی.» هغه شخص چې تضمین یې شوی دی د تړون پر مهال «غایب» بللی شو، نو د موټر داسې ټکر نشته چې له امله یې باید موټرچلوونکی شرکت ته د ټکر لپاره پیسې ورکړي، خو د بیمې د شرکت له لوري د دغه شي تضمین کېږي. په داسې حال کې؛ هغه شخص چې تضمین یې کېږي په پوره توګه غایب دی، نه حاضر. دا له هغه حالت سره توپیر لري چې یوازې یې نوم یا نسب نامالومه وي. له همدې امله خو دا تړون باطل دی، ځکه مضمون عنه په پوره توګه غایب دی، نه دا چې یوازې یې هویت نامالومه دی. ښایي ته فکر وکړې چې «غیر حاضر» مانا «نامالوم» او ګډوډ شې. فکر وکړې چې دواړه یو شی دي. لکه د پرېولونکي په مثال کې چې نامالوم دی او د بیمې حالت هم دې ته ورته وګڼې، ځکه خو تا پوښتنه کړې ده چې د لومړي مثال لپاره ضمانت جواز لري، خو د دویم مثال لپاره جواز نه لري؟

کومه موضوع چې موږ تاته واضح کړې ده دا ده چې، د پرېولونکي په قضیه کې مضمون عنه شته، خو نوم او نسب یې نه دي مالوم...او داسې نور. په بیمه کې هغه شخص چې تضمین یې شوی دی نشته، نه دا چې یوازې یې نوم او نسب نامالومه دي.

زه هیله لره همدومره به کفایت کوي.  

۲: د احتکار د موضوع په اړه په اقتصادي نظام کې وضاحت ورکړل شوی دی، چې حرام دی:

«احتکار په قطعي شکل سره حرام دی او په شریعت کې یې قطعي حرمت له صریح حدیث څخه ثابتېږي. مسلم په خپل صحیح کې له سعید ابن المسیب او معمر ابن عبدالله العدوي څخه روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

(لا يحتكر إلاّ خاطئ)

ژباړه: «له خطا کار څخه پرته بل څوک احتکار نه کوي»

قاسم له ابو امامه څخه روایت کوي:

«نهى رسول الله صلى الله عليه وسلم أن يُحتكر الطعام»

ژباړه: رسول الله صلی الله علیه وسلم د خوړو له احتکار څخه منعه کړې ده.

دا حدیث حاکم په مستدرک او ابن ابی شیبه په خپل مسند کې روایت کړی دی.

مسلم د خپل روایت کوونکو په سلسله کې له سعید ابن المسیب څخه روایت کوي چې وايي، معمر وویل: «د الله رسول صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

(من احتكر فهو خاطئ)

ژباړه: هر هغه څوک چې احتکار کوي، هغه خطا کار(ناوړه کار ترسره کوونکی) دی.

په احادیثو کې له احتکار کولو څخه سخته منعه شوې ده او محتکر خطاکار بلل شوی دی، البته خطا کار د سرکښه ګناهکار په معنی دی.

دا د احتکار د قطعي حرمت لپاره قرينه ده. پر همدې بنسټ، احادیث په ډاګه کوي چې احتکار حرام دی. محتکر هغه شخص دی چې مالونه راغونډوي، ترڅو قیمتونه يې لوړ شي او بیا يې په ګرانه بیه پر خلکو وپلوري، تر دې چې خلکو ته د جنس رانیول سخت شي.»

د احتکار حللاره دا ده چې محتکر په تعزيري ډول مجازات شي، او دې ته اړ ویستل شي چې خپل مالونه مشتریانو ته راوباسي او د بازار په قیمت يې خرڅ کړي، نه په هغه قیمت چې دولت يې ټاکي، ځکه د قیمت ټاکل خپله یو حرام عمل دی. لکه په کتاب کې چې يې یادونه شوې ده.

اسلام د نرخونو ټاکل په قطعي بڼه حرام کړي دي، په دې اړه امام احمد له انس بن مالک رضی الله عنه څخه روایت کړی دی:

«غلا السعر على عهد رسول الله صلى الله عليه وسلم فقالوا: يا رسول الله لو سعَّرت. فقال: إن الله هو الخالق، القابض، الباسط، الرازق، المسعر، وإني لأرجو أن ألقى الله، ولا يطلبني أحد بمظلِمة ظلمتها إياه، في دم، ولا مال»

ژباړه: د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وخت کې قیمتونه لوړ شول، نو دوی وویل، اې د الله رسوله صلی الله علیه وسلم، موږ هیله لرو چې تاسې قیمتونه وټاکئ. ده وویل: په تحقیق سره الله سبحانه وتعالی خالق، قابض، باسط، رازق او نرخ ټاکوونکی دی، او زه دا هیله لرم چې د الله سبحانه تعالی سره په داسې حال کې مخامخ شم چې هیڅوک زما په اړه شکایت ونه کړي، نه په وینه او نه په مال کې.»

همدا ډول ابو داود له ابوهریره رضی الله تعالی عنه څخه روایت کوي، چې وايي:

«إن رجلاً جاء فقال: يا رسول الله، سعّر. فقال: بل ادعوا. ثمّ جاءه رجل فقال: يا رسول الله، سعّر فقال: بل الله يخفض ويرفع

ژباړه: «یو نفر راغی او ويې ویل: اې د الله رسوله صلی الله علیه وسلم، قیمتونه وټاکه. رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: الله تعالی ته دعا وکړئ چې قيمتونه راکم کړي. بيا بل سړی راغی او رسول الله صلی الله عليه وسلم ته يې وويل چې: اې د الله رسوله، قيمتونه وټاکه، ورته ويې فرماي:  بېشکه د نرخونو لوړول او کښته کول د الله سبحانه تعالی کار د ی.»

له دغو احادیثو څخه څرګندېږي چې نرخونه ټاکل یو ناروا او ظالمانه چاره ده، چې د لیري کولو لپاره يې حاکم ته شکایت کېدای شي. او که چېرې حاکم خپله نرخونه ټاکي بیا نو دی د الله سبحانه تعالی په نزد ګناهکار دی، ځکه دا یو حرام عمل دی. د اسلامي دولت هر تبعه حق لري، چې د بې عدالتۍ له امله (د مظالمو په محکمه) کې خپل شکایت د هغه حاکم پر ضد چې نرخونه يې ټاکلي وي، درج کړي. دا که د یوه ولایت والي وي او که خلیفه. دی محکمې ته د دې عمل پر ضد او د لیري کولو په پار شکایت کوي او قاضي دا ظالمانه عمل لغوه کوي.

خو که یې چېرې د بازار په نرخ پلوري، دا د شریعت د پېر او پلور د حکم له مخې سهي دی او که دا جنس یوازې له محتکر سره موجود وو، او محتکر يې د خپلې خوښې په قیمت پلوري او نرخ یې هم نه وي ټاکل شوی، په دې ډول چې یاد جنس یوازې له ده سره موجود دی، په دې صورت کې باید دولت دا جنس بازار ته عرضه کړي او هیڅ تاجر دې ته پرېنږدي چې نرخونه په خپل لاس کې واخلي. نو دلته بیا تاجر هم اړ کېږي چې د بازار په نرخ جنس وپلوري. له محتکر سره چې چلند کېږي، هغه تعزیر دی او اړ ایستل کېږي چې خپل مالونه بازار ته عرضه کړي. که چېرې دا مال یوازې له محتکر سره وي، بیا نو دولت هم باید دا جنس بازار ته عرضه کړي او تاجر ته دا اجازه ورنه کړي چې نرخونه په خپل لاس کې واخلي. په کتاب کې دا واضح شوي دي او د قیمت ټاکلو په څپرکي کې داسې راغلي دي:

«د هغو قیمتونو په اړه چې د جګړې یا سیاسي بحران پر مهال پورته کيږي، دوه علتونه لري: لومړی دا چې اجناس او اموال احتکار کوونکو ذخیره کړي وي او له همدې امله په بازار کې ختم شي او یا دا چې قحط شي. که چېرې مالونه د احتکار له امله کم شي، احتکار د الله سبحانه وتعالی له لورې منع شوی دی، خو که چېرې يې کمبود د قحطۍ له امله و، په دې صورت کې خلیفه چې د امت چارې ور په غاړه دي، باید کوښښ وکړي چې له نورو ځایونو څخه د قحط شویو اجناسو په راوړلو سره د خلکو اړتیاې پوره کړي او د نرخونو له لوړېدو څخه مخنیوی وکړي. د قحطۍ په کال چې په ردماده (د ایرو کال) هم  مشهور دی، یوازې په حجاز کې قحطي راغله، غله جات قحط شول او قیمتونه جګ شول، عمر ابن الخطاب د غله جاتو قیمتونه ونه ټاکل. بلکې پر ځای يې له مصر او شام څخه حجاز ته د غله جاتو د راوړلو امر صادر کړ، په دې ډول پرته له دې چې نرخونه وټاکل شي قیمتونه راټیټ شول.»

د بازار په قیمت جنس نه پلورل غبن دی... او فاحش غبن حرام دی، فاحش غبن د بازار له نرخ څخه تېري ته وایي او که د بازار له نرخ څخه لږ لوړ یا ټیټ شي تاجرانو ته معلومېږي، خو که چېرې په قیمتونو کې ډېر لوړوالی راشي او لامل یې فاحش غبن وي، نو دا کار حرام دی.

دا ټول شیان سوداګر مجبوره کوي چې د بازار په نرخ وچلېږي، او دولت باید تل داسې لارې چارې ولټوي چې سوداګر ونه شي کولی د یوه جنس قیمت په خپل کنټرول کې واخلي. خو که چېرې داسې حالت رامنځته شي چې بل تاجر یاد جنس ونه لري، نو دولت باید دا جنس بازار ته عرضه کړي او په دې ډول هیڅ سوداګر نرخ نه شي کنټرولولای.

د اسلامي شخصیې په دویم جلد کې د (سلم بیعې) تر عنوان لاندې داسې راغلي:

«البته دا په دې پورې مشروطه ده، چې قیمت یې باید بیخي لوړ نه شي (غبن فاحش). بلکې قیمت یې باید د بازار د نرخ مطابق وي. په سلم بیعه کې هم باید د جنس قیمت په هغه اندازه وي لکه څنګه چې ځای پر ځای خرڅېږي، نه د هغه مهال په قیمت چې دی وروسته مال ترلاسه کوي. ځکه سلم بیعه هم یوه بیعه ده، خو د قیمتونو ډېر لوړول (غبن فاحش) د سلم بیعې تر څنګ د بیعو په ټولو ډولونو کې حرام دی. همدا شان، دا هم نه دي روا چې موجوده جنس دې په ډېر لوړ قیمت سره د سلم بیعې له مخې وپلورل شي، او دا هم نه دي روا چې په ځنډ سره رسېدونکی جنس د موجوده جنس په قیمت، چې لوړ وي، وپلورل شي.»

د اسلامي شخصیې په دریم جلد کې د العله (الهي علت) په څپرکې کې راغلي:

دې ته ورته روایت ابو هریره کړی دی:

«نهى رسول الله صلی الله عليه وسلم أن يبيع حاضر لباد» (البخاري)

ژباړه: رسول الله صلی الله عليه وسلم له دې څخه منعه کړې ده چې ښاري شخص دې پر صحرايي کس مال وپلوري.

 په دې ممانعت کې دا راځي چې پلورونکی د ښار له اوسېدونکو څخه وي او رانیوونکی د صحرا له اوسېدونکو، دواړه واضح شوي چې له بیعې څخه منعه دي او د دې علت دا دی چې صحرا نشین د بازار له موجوده قیمت څخه غافل او ناخبر دی. همدا راز دا هم ناروا ده چې د توکو له څښتنانو سره دې بازار ته د توکو له عرضې مخکې ولیدل شي، د دې علت په صریح ډول راغلی چې ابوهریره رضی الله عنه یې روایت کوي:

«نَهَى صلى الله عليه وسلم أَنْ يُتَلَقَّى الْجَلَبُ، فَإِنْ تَلَقَّاهُ إِنْسَانٌ فَابْتَاعَهُ، فَصَاحِبُ السِّلْعَةِ فِيهَا بِالْخِيَارِ إِذَا وَرَدَ السُّوقَ»(راوه الترمذي)

ژباړه: رسول الله صلی الله علیه وسلم بازار ته د توکو له را رسېدو مخکې د توکو له رانیولو څخه منعه کړې ده، خو که څوک دا کار څوک وکړي، نو پلورونکی بازار ته تر راتلو وروسته د بیعې د فسخ کولو او نه فسخ کولو اختیار لري.

لنډه دا چې، د احتکار لپاره باید حللاره:

۱: محتکر ته تعزیري جزا ورکول وي.

۲: محتکر باید دې ته اړ ایستل شي چې خپل مالونه دوکان ته راوباسي، ترڅو خلکو ته یې د بازار په قیمت عرضه کړي.

۳: که محتکر یوازینی کس وي چې دا مال لري او خلک هم اړتیا ورته لري، نو دولت باید خپله دا جنس عرضه کړي او پرته له دې چې تاجر قیمتونه په خپل کنټرول کې واخلي جنس د بازار په قیمت وپلورل شي.

۴: په دې ډول دا ستونزه د قیمتونو له ټاکلو پرته حلېږي، ځکه قیمتونه ټاکل جواز نه لري.

ستاسې ورور عطاء بن خلیل ابو الرشته

ژباړن: عبدالرزاق

د مطلب ادامه...

په داسې حال کې چې کفر د دوی د دوه اړخیزې شخړې له امله کمزوری کېږي، تاسو خلافت تاسیس کړئ، تر څو کشمیر او مسجد الاقصی ازاد شي

  • خپور شوی په پاکستان

د ۲۰۲۰م کال، د جون په ۱۶مه لږ تر لږه ۲۰ هندي عسکر د چینایانو له خوا ووژل شول. د کړکېچونو په جریان کې پاکستان د خلافت د بیا تاسیس لپاره یو مناسب فرصت تر لاسه کوي. که څه هم د پاکستان مسلمانانو د هندو هېواد زیانونه ولمانځل، مګر اسلام له دوی څخه د سیمه ییزو او نړیوالو اغیزمنتیاوو لپاره د ستر ګام تمه لري. الله سبحانه و تعالی فرمایي: 

﴿...تَحْسَبُهُمْ جَمِيعًا وَقُلُوبُهُمْ شَتَّى ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمْ قَوْمٌ لَّا يَعْقِلُونَ﴾[حشر: ۱۴]

ژباړه: ...تاسو دوی سره غونډ ګڼئ، مګر د دوی زړونه یو له بله بېزاره شوي دي. د دوی دا حال د بې عقلۍ له امله دی.

کفار د مسلمانانو پر وړاندې په دوښمنۍ کې سره متحد دي، لکه څنګه چې هندوستان په کشمير او چین په ختيځ ترکستان کې د ایغور پر مسلمانانو ظالمانه یرغل وکړ. په ورته وخت کې د کفارو نظریات، اسناد او غوښتنې سره توپیر لري چې د دوی تر منځ د سختو نښتو لامل کېدای شي. په سیمه ییزه کچه مودي د چین د کنټرولولو لپاره د امریکا پلان څاري، تر څو یې پر خپل ناروغ چمتو شوي ځواک فشار راوړي. په نړیواله کچه، د مودي بادار (امریکا) په بېلا بېلو ډګرونو کې له چین سره په جګړه بوخته ده. په داسې وخت کې چې اقتصاد یې مخ پر ځوړ دی او روغتیایي پاملرنه یې هم مخ پر کمېدو ده. د دوی پوځ د درانده بار کمولو ته لیوال دی او خلک یې هم په نژادي او سیاسي ډول وېشل شوي دي. په حقیقت کې دا د نبوت پر منهج د راشده خلافت د تاسیس غوره وخت دی، چې د اسلامي امت وسله وال ځواکونه سره متحد شي او اشغال شوې اسلامي خاورې ازادې کړي. د دې پر ځای د باجوه ـ عمران حکومت امریکا ته په ړندې پیروۍ ټینګار کوي او په دې توګه د الله سبحانه و تعالی له لوري پر ورکړل شوي فرصت سترګې پټوي او دا ورځ تر بلې د مسلمانانو بېوزلي او نا امني ډېروي.

اې د پاکستان مسلمانانو!

اسلام په نړیواله کچه موږ د اسلام د لوړوالي پر تاسیس مسوول ګرځولي یو. په دې توګه د رسول الله صلی الله علیه وسلم او له هغه وروسته راشده خلافت هغه وخت دا فرصت تر لاسه کړ، چې د روم او فارس امپراتورۍ د دوی د دوې اړخیزې شخړې له امله کمزورې شوې دي. هغوی چې د الله سبحانه و تعالی له نازل شوي کلام سره سم یې حکم کولو، دا امپراتورۍ یې راوپرځولې. د دوی ډېری خاورې د مسلمانانو له خاورې سره یو ځای کړل شوې، په داسې حال کې چې د دوی کسان اسلام ته داخل شول. راشده خلافت نه یوازې زموږ د تاریخ یوه ویاړلې برخه ده، بلکې دا په تود هر کلي سره د اسلامي امت یو واحد سیاسي تقدیر دی.

الله سبحانه و تعالی له هغو کسانو سره ژمنه کړې، چې اېمان یې راوړی او نېک اعمال تر سره کوي، چې دوی به په ځمکه کې بریالي شي.

﴿وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنْكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُمْ فِي الْأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ...[نور: ۵۵]

ژباړه: الله سبحانه و تعالی ستاسو د هغو کسانو سره چې ایمان یې راوړی او غوره اعمال ترسره کوي، ژمنه کړې ده چې هغوی به په ځمکه کې هماغه ډول خلیفه ګان وګرځوي لکه چې له هغوی څخه مخکې تېر شوي خلک یې ګرځولي وو...

رسول الله صلی الله علیه وسلم له ظالمانه واکمنۍ وروسته د نبوت پر منهج د خلافت د بیا راګرځېدلو زیری ورکړی دی:

«...ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةٌ عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ»

ژباړه: ...بیا به د نبوت پر منهج خلافت تاسیس شي.

نو راځئ موږ ټول په وسلوالو ځواکونو کې له خپلو زامنو سره اړیکه ونیسو او د مصعب بن عمیر رضی الله تعالی عنه په څېر، چې د یثرب پر سړیو یې ټینګار وکړ چې دوی ته د اسلامي دولت د تاسیس لپاره نصرت ورکړي. بیا به د شیخ عطا بن خلیل ابو رشته تر مشرۍ لاندې په سرینګر دره او مسجد الاقصی کې د فتح  تکبیرات وایو ان شاء الله.

د حزب التحریرـ ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

 

د مطلب ادامه...

روسیه په لیبیا کې د اوربند لپاره د امریکا د لاسووهنې غوښتنه کوي.

د روسیې اطلاعاتي خبري اژانس د ۲۰۲۰م کال د جون پر ۱۷ مه د روسيې د بهرنیو چارو د وزیر سرګي لاوروف له قوله خبر ورکړی چې مسکو د واشنګټن له کړنو په ليبیا کې د اوربند لپاره هرکلی کوي.

روسيې د ليبیا په مسله کې خپله بې وسي درک کړې ده. په همدې دلیل يې د دغه کړکېچ په حل کې د امريکا ونډه په رسمیت پېژندلې او اغېز يې خورا مهم بللی دی.

امریکا تر اوسه د (الوفاق) له دولت څخه ملاټر نه دی اعلام کړی او ادعا لري چې جنرال حفتر د سخت دريځو ځواکونو له بریدونو سره مخالف دی؛ خو موندنې ښيې چې د امريکا دولت د جنرال حفتر له ځواکونو سره اړیکه لري او له ترهګرۍ سره د مبارزې په پلمه او د ليبیا د تيلو د لاسته راوړلو په موخه له دغې ډلې ملاټر کوي.

تېر کال هم د امريکا ولسشمر ډونالډ ټرمپ له جنرال حفتر سره په خبرو کې دغې موضوع ته اشاره کړې وه.

امریکا د مصر، سعودي عربستان او روسیې له لارې په لیبیا کې له اعلان شوي اوربند څخه خپل ملاتړ څرګند کړی دی.

امریکایي چارواکي له حفتر سره د ټلیفوني اړیکې او هغه لیدنه چې له نوموړي سره یې په مسکو کې درلوده، هغه یې له امریکا څخه مرستې غوښتلو ته اړ کړ.

د امريکا او جنرال حفتر د پراخو اړيکو په دلیل؛ روسیه اوس ځان په ګواښ کې ويني او د لیبيا د موضوع په اړه ځان بېوسه ګڼي. په همدغه دلیل روسیه له امریکا غواړي چې په دې مسله کې لاسووهنه وکړي.

دا په دې مانا ده چې روسیه یوازې د ليبیا مسله نه شي حل کولای او فکر کوي چې امريکا يې د حل وړتیا لري.  له شک پرته دا کړنه به د روسيې نفوذ په نړيواله کچه را ټيټ کړي.

ژباړن: الهام پردېس

د مطلب ادامه...

د بندیانو د حقونو د دفاع او اختطاف پر وړاندې کمپاین

د حزب التحریرـ ولایه تانزانیا دری فعالان (استاد رمضان موشي کاکوسو، وزیر سلیمان مکالیا جاندا او عمر سالوم بمبو) له دوو کالونو زیات وخت کېږي، چې له ضمانت او محکمې پرته په زندان کې ساتل کېږي. په ورته حالت کې د نورو توقیف شویو کسانو په ګډون د اومشو سازمان علما هم له اوو کالونو څخه ډېر وخت کېږي، چې په زندانونو کې دي. همدا راز نور (مسلمانان او غیر مسلمانان) له ورته برخلیک سره لاس او ګرېوان دي. حزب التحریرـ ولایه تانزانیا غواړي چې د دوی د حقونو د دفاع لپاره د کمپاین خبر ورکړي.

کمپاین به په رسمي توګه د ۲۰۲۰م د جون له ۱۹مې څخه د ۲۰۲۰م د جولای تر ۱۹مې پورې دوام وکړي. دغه کمپاین لاندې برخې لري:

۱ـ د کمپاین موخې:

الف ـ عمومي موخه

د لاندې موضوعاتو پر وړاندې خبرې کول او لاریونونه:

  • زندانیان پرته له محکمې نیول کېږي
  • مشکوک کسان د ضمانت له حق څخه بې برخې دي
  • د شواهدو د تر لاسه کولو لپاره نامعلوم وخت
  • د اختطاف شتون
  • ترهګریز عمل

ب ـ ځانګړې موخه

  • موږ خپل غږ پورته کوو، تر څو زموږ د فعالانو قضیه د مناسبې او یوازې د قانوني پروسې پر اساس واورېدل شي، ضمانت ورکړل شي یا هم خوشي شي.

۲ـ د کمپاین ساحې:

  • ·        په بېلا بېلو سیمو کې عامه اسلامي خبرې کول.

  • ·        د ټولنیزو شبکو لکه: ټويټر، فسبوک، وټسپ، وېبپاڼو او داسې نورو له لارې د مقالو لیکل، ژوندي پروګرامونه وړاندې کول، ویډیویي کلېپونه او داسې نور.

  • ·        په نورو رسنیو لکه ټلویزیونونو، راډیو ګانو، ورځپاڼو ټینګار کول، چې دغه کمپاین تر خپل پوښښ لاندې راولي او په پراخه توګه یې خپور کړي.

  • د دې کمپاین عامول او د بشپړ ګډون لپاره د نورو کسانو خوځښت رامنځته کول لکه: وکیلان، روڼ اندي کسان، د بشري حقونو فعالان، مسلمان عالمان، د جوماتونو امامان، مسلمان مبلغین، مسلمان ښوونکي، ژورنالیستان، سیاستوال، مفکران او نور عام وګړي.

  • د مدني ټولنو خوځښت رامنځته کول، په ځانګړې توګه هغه کسان چې د بشري حقونو لپاره کار کوي، تر څو په دې کمپاین کې ګډون وکړي او عام یې کړي.

۳. د کمپانی شعار

«د قانون له مخې له محکمې پرته توقیف، له ضمانت څخه محرومیت او د شواهدو د تر لاسه کولو لپاره نامعلوم وخت ظلم دی»

موږ هيله لرو چې د ټولنې هر وګړی په بشپړه توګه په دې ستر کمپاین کې ګډون وکړي، ځکه چې اجنډا یې هر څوک په دیني یا بشر دوستانه اړخ کې رانغاړي.

مسعود مسلم

د حزب التحریرـ ولایه تانزانیا مطبوعاتي استازی

 

د مطلب ادامه...

د یمن خلک به تر کومه له غوره ژونده محروم وي!؟

  • خپور شوی په یمن

د ۲۰۲۰م د جون په ۶مه د سویلي یمن د ابین او شبوه ولایتونو د عبد ربه ځواکونو او انتقالي شورا تر منځ جګړه، داسې جګړه ده لکه په ۲۰۱۴م کې چې د عبد ربه په مشروعیت سره صنعا ته د حوثیانو په ننوتلو سره راپارېدلې وه او د دوی د رضایت وړ نه وه! دغه جګړه دوې میاشتې وړاندې د ۲۰۱۹م د اګېسټ په پیل کې راپورته شوې وه. د عبد ربه او انتقالي حکومت تر منځ جګړه د دې لپاره ده چې د سویل انقلابي شورا، په سویل کې له سیاسي صحنې څخه له امریکایانو څارنه او له شمال کې حوثیان ليرې کړي.

په یمن کې خلک له دې جګړو زیانمن شوي، د دوی کورونه، ښارونه او کلي بمبار شوي او له خاورو سره خاورې شوي دي. دغه راز بې ځایه شوي، سړکونه یې پر مخ تړل شوي او له همدې کبله باید خپل منزل ته د رسېدلو لپاره اوږده واټنونه ووهي. هېڅوک ښايي تصور ونه کړي، هغه سړک چې د صنعا او ماریب تر منځ دی او یو مسافر چې په ۲نیمو ساعتونو کې رسېده، اوس په ۱۸ساعتونو کې هم نه رسیږي. له عدن څخه صنعا ته سړک د ۷ساعتونو پر ځای ۱۶ساعتونو ته اړتیا لري. د الحوبان سړک تعز ښار ته ۲۰دقیقې وخت نیسي. د خلکو د معیشت پر وړاندې خنډونه جوړول او له کلونو راهیسې د کارمندانو د معاشونو نه ورکول خو پر ځای پرېږدئ، په بدل کې یې دوی پسې اخیستې دي، چې خپل ژوند پرته له کومې ګټې په خطر کې واچوي. د خصوصي مرکزونو لپاره یې عامه برښنا قطع کړې او همدا راز یې ښوونځي او روغتونونه تړلي دي...

دا ټول د څه لپاره؟ ایا خلک د پټرولو د محصولاتو او د خوراکي توکو له لوړې بیې خلاصوي؟ ایا دوی د خدماتو د چمتو کولو لپاره مبارزه کوي؟ نه. په الله قسم، خلک د جنجالي احزابو لپاره وروستۍ اندېښنه ده، له لیرې شمال څخه تر سوېل پورې او ختیځ څخه تر لويديځ پورې، دوی هغه ناوړه موخې تر لاسه کوي چې د یمن خلک یې تصور هم نه شي کولای.  

د یمن خلکو: دا خلک چې له تاسو سره دا ټول شیان کوي، لکه پر سړک د سفر ځنډول، د برښنا مزي پرې کول او نورې سختې تګلارې، تر څو ستاسو معیشت ګډوډ کړي او دوی وکولای شي هغه حلارې وړاندې کړي چې ستاسو د ژوند په پرتله وژونکې دي. تاسو باید په خپلو ښارونو، کلو او سړکونو کې خوندي ژوند ولرئ او ونه ډار شئ. د هېچا له ملاتړ پرته د برېښنا، درملو او زده کړې خدمتونه تر لاسه کړئ، ځکه چې دا ټول په اسلام کې د دولت د فعالیت زړه دی.

د یمن خلک له دغو بدمرغیو هغه مهال راوتلی شي، چې د نبوت پر منهج د دویم راشده خلافت دولت تاسیس کړي. د رسول الله صلی الله علیه وسلم غوره زیری دی چې فرمايي:

«...ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةٌ عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ»

ژباړه: ...بیا به د نبوت پر منهج خلافت تاسیس شي.

 د هغه صلی الله علیه وسلم له خبرو سره سم به خلک د خپل ژوند په چارو کې په امن وي:

«حَتَّى يَسِيرَ الرَّاكِبُ مِنْ صَنْعَاءَ إِلَى حَضْرَمَوْتَ، لاَ يَخَافُ إِلَّا اللَّهَ، أَوِ الذِّئْبَ عَلَى غَنَمِهِ»

ژباړه: یو مسافر به د یمن له صنعا څخه تر حضرالموت پورې پرته له وېرې سفر کوي، خو یوازې به له الله سبحانه وتعالی څخه وېرېږي، یا به له لیوه د پسونو ساتنه کوي، خو تاسو به بيړه کوئ.

نو ایا د یمن خلک به د هغو کسانو لاسنیوی وکړي، چې د دغسې دولت د تاسیس لپاره کار کوي!؟

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اسْتَجِيبُواْ لِلّهِ وَلِلرَّسُولِ إِذَا دَعَاكُم لِمَا يُحْيِيكُمْ

[انفال: ۲۴]

ژباړه: اې ایمان راوړونکو! د الله سبحانه و تعالی او د هغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم بلنې ته لبیک ووایاست، چې کله رسول الله صلی الله علیه وسلم تاسو ته د هغه شي په لوري بلنه درکړي چې تاسو ته ژوند بښونکی دی.

د حزب التحریرـ ولایه یمن مطبوعاتي دفتر

 

 

د مطلب ادامه...

د ملتونو کمزوري او د الله سبحانه وتعالی قوت

  • خپور شوی په سیاسي

یو شمېر مسلمانان پخپلو خبرو کې پر دې باور کړی چې د نبوت پر تګلاره د خلافت په رامنځته کېدو سره د اسلام بیا واکمني ناشونې ده؛ ځکه هغوی دا استدلال کوي چې په سیمه کې واکمن او لوی دولتونه لکه امریکا، اروپا، چین او روسیه به یې ژر تر ژره د هغه د له منځه وړلو هڅې پیل کړي او د تاسیس کېدو په مخ کې به یې خنډ شي. ځینې نور بیا دا نظر وړاندې کوي چې د اشغال شوو سیمو او یا هغه سیمې چې تاوتریخوالی پکې ډېر دی او خلک یې قتل عام کېږي، لکه فلسطین، سوریه او کشمیر د ازادۍ لپاره په ترکیه، پاکستان، مصر او نورو اسلامي هېوادونو کې د اوسنۍ واکمنې اردو خوځول یوه سیاسي او نظامي ځانوژنه ده.

هغه هېوادونه چې ډېری نفوس یې مسلمانان دي او ادعا کوي چې د داسې نظامي چلند پایله به له ماتې سره مخ شي؟ ځکه په اوسني حالت کې اسلامي هېوادونه نه یوازې له لویو هېوادونو سره په مبارزه کې دي، بلکې له تړونکوونکو او ملګرو غربي او شرقي هېوادونو سره مخ دي. د هغوی ادعا دا ده چې اوسني لوی دولت ته هېڅوک ماتې نه شي ورکولی او تل به همداسې واکمن وي. دا د اوسنۍ نړۍ د رهبرانو فکري لیدلوری دی. د هغوی له ډلې د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ چې د ۲۰۱۷ میلادي کال په جریان کې یې د خپلو خبرو په دوام کې د امریکا د اټومي بټیو په تړاو وویل: «موږ هیله مند یو چې له دغه قدرت څخه ګټې اخیستنې ته اړ نه شو، خو داسې وخت به هم راشي چې د نړۍ ځواکمن ملت به نه وو.

هر کله چې یو شمېر مسلمانان د مسلمانانو د راتلونکي په اړه په داسې باور وي، حتما له خلکو سره د ماتې مفکوره پیدا کېږي، عادي خلک تل واکمن واقعیت ته تسلیمېږي، د ظلم، تاوتریخوالي او وژنو دوام به ومني. هغه مسلمانان چې په داسې لیدلوري لویېږي، هر کله چې یې خلک پخپله خاوره کې د بدلون غوښتنه وکړي، هغوی د ملګرو ملتونو د ارګان له لارې او یا د دغه سازمان د تګلارو پر اساس له سیاسي حزبونو سره جوړجاړی کوي. ځکه د هغوی مفکوره داسې ده چې تباه کوونکی واقعیت یې رامنځته کړی دی.

موږ په ځلونه کله چې د داسې سازمانونو له کړنو څخه ملاتړ کړی، د بې ګناه وینې تویدو لامل شوی، هغه ناکام شوی او پر ځای یې ظالمو واکمنانو، نظامونو او بنسټونو ته ډېر قدرت ورکړی دی. یا سرچپه، دا ډول حزبونه او سازمانونه هغه ابزار دي چې لوی دولتونه د شته حالت د پیاوړتیا په هدف د خپل نفوذ او سلطې اړوند په نړۍ کې ترې ګټه اخلي. دغه له ماتې سره مخ فکرونه په نړۍ د اوسنیو واکمنو واقعیتونو د اقداماتو د احساساتو له پایلې څخه رامنځته کېږي. د بېلګې په ډول، که دا ومنل شي چې یو هېواد د لوی نظامي قدرت په درلودو سره کمزوري هېواد ته ماتې نه شي ورکولی؛ ایا د نظامي او سیاسي پېښو کنټرول د شطرنج د دانو د کنټرول په څېر دی؟ په ډاډ سره ویلی شو چې دا ډول لیدلوری یوازې پر نظامي قدرت تکیه کول ردوي. له دې داسې معلومېږي چې بهرنی عمل د صحنې او د ملل د بریا د دوام تر شاه دی، چې هغه الله سبحانه وتعالی قوي، قادر او د وړتیا لرونکی ذات دی. دغه واقعیت په نړۍ کې د کورونا ویروس د پراختیا او ښکاره کېدو په وخت کې نړیوالو ته ښکاره شو. دا کوچنی مخلوق چې حتا په سترګو نه لیدل کېږي، په نړۍ کې یې ستر اقتصادي رکود رامنځته کړی دی. د کورونا پیغام هغو کسانو ته لوی عبرت دی چې د الله سبحانه وتعالی پر وړاندې یې خپله کمزوري ولیدله. داسې درسونه څو څو ځله په قرانکریم کې ذکر شوي، چې ډېرو تېرو امتونو او لویو امپراتوریو داسې ګمان کاوه چې ماتېدل یې ناشوني دي او الله سبحانه وتعالی ته له هر ډول تسلیمېدو څخه یې سرغړونه وکړه؛ خو الله سبحانه وتعالی مومنینو ته دا وریادوي چې یوازنی له ماتې سره نه مخ کېدونکی ذات الله سبحانه وتعالی دی. څنګه چې فرمایي:

﴿أَلَمْ يَرَوْاْ كَمْ أَهْلَكْنَا مِن قَبْلِهِم مِّن قَرْنٍ مَّكَّنَّاهُمْ فِي الأَرْضِ مَا لَمْ نُمَكِّن لَّكُمْ وَأَرْسَلْنَا السَّمَاء عَلَيْهِم مِّدْرَارًا وَجَعَلْنَا الأَنْهَارَ تَجْرِي مِن تَحْتِهِمْ فَأَهْلَكْنَاهُم بِذُنُوبِهِمْ وَأَنْشَأْنَا مِن بَعْدِهِمْ قَرْنًا آخَرِينَ﴾

 [الأنعام: 6]

ژباړه: ایا نه پوهېدل چې تر دوی وړاندې مې ډېر ملتونه او قومونه هلاک کړل؟ هغوی ته مې ځمکه، نعمتونه او امکانات ورکړل، چې تاسو ته مې هغه نه دي درکړي او پر هغوی مې پرلپسې بارانونه وکړل او تر پښو لاندې مې یې نهرونه وبهول، خو هغوی سرغړونه وکړه، نو هغوی مې د خپلې ګناه له امله هلاک کړل او تر هغوی وروسته مې نور قومونه پیدا کړل.

همدارنګه الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

﴿قُلْ سِيرُواْ فِي الأَرْضِ ثُمَّ انظُرُواْ كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُكَذِّبِينَ﴾

[الأنعام: 11]

ژباړه: پر ځمکه وګرځئ، وروسته ووینئ، د هغو کسانو عاقبت څه شی شو چې الهي ایاتونه یې دروغ وګڼل؟

د دې تر څنګ الله سبحانه وتعالی بیاهم فرمایلي دي:

﴿أَلَمْ يَأْتِهِمْ نَبَأُ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ قَوْمِ نُوحٍ وَعَادٍ وَثَمُودَ وَقَوْمِ إِبْرَاهِيمَ وِأَصْحَابِ مَدْيَنَ وَالْمُؤْتَفِكَاتِ أَتَتْهُمْ رُسُلُهُم بِالْبَيِّنَاتِ فَمَا كَانَ اللّهُ لِيَظْلِمَهُمْ وَلَـكِن كَانُواْ أَنفُسَهُمْ يَظْلِمُونَ﴾

[التوبه: 70]

ژباړه: ایا د هغو کسانو خبر نه دی در رسېدلی چې تر هغوی وړاندې وو؟ د نوح، عام، ثمود، ابراهیم د قومونو حال او همدارنګه مدین اصحاب او د لوط د قوم ړنګ بنګ شوي ښارونه، چې پیغمبرانو یې روښانه دلیلونه ورته راوړل، خو هغوی ونه منل. الله سبحانه وتعالی پر هغوی ظلم ونه کړ، بلکې هغوی وو چې تل یې پر خپل ځان پخپله ظلمونه کول.

نو د عاد د قوم داستان چې په قرانکریم کې راغلی، د اوسني واقعیت تر ټولو ښکاره بېلګه ده، چې هغوی فکر کاوه مات به نه شي. د عاد قوم لومړی قوم و چې له حضرت نوح علیه السلام وروسته یې بت پرستي پیل کړه او د طغیان په پایله کې د لوی طوفان په وسیله له منځه یوړل شو. څنګه چې الله سبحانه وتعالی په سورت فجر کې فرمایي:

﴿أَلَمْ تَرَ كَيْفَ فَعَلَ رَبُّكَ بِعَادٍ * إِرَمَ ذَاتِ الْعِمَادِ * الَّتِي لَمْ يُخْلَقْ مِثْلُهَا فِي الْبِلَادِ﴾

[الفجر: 6]

ژباړه: ایا نه پوهېدې چې الله سبحانه وتعالی د عاد له قوم سره څه وکړل؟ او له هغو ښارونو سره چې لوړې ودانۍ پکې جوړې شوې وې؟ داسې چې بېلګې یې په ښارونو کې نه وې جوړې شوې.

نن ورځ د نړۍ لوی قدرتونه په وړتیا او سیطره کې د عاد له قوم سره برابر نه دي. ځکه په نړۍ کې د عاد د قوم سیال نه و، په نړۍ کې به یې چې هر څه وغوښتل، هغه به یې ترسره کول او هېچا له هغه سره د سیالۍ وس نه درلود. له اقتصادي پلوه د عاد قوم ښه شتمني او اسانتیاوې درلودې، چې د هغوی له ډلې یې بڼونه او ډول ډول باغچې درلودې. په داسې بڼه چې د هغوی شتمني دومره پراخه او ډېره وه چې د غرونو په سرونو به یې کورونه او ودانۍ جوړولې، چې هېچا هلته ژوند نه کاوه؛ دوی یوازې دغه کورونه د وړیا ښودلو او لویۍ په هدف جوړ کړي وو. د نفوذ او نسل له پلوه الله سبحانه وتعالی هغوی ته ډېر نسل او پیاوړي خلک ورکړي وو. د دې تر څنګ الله سبحانه وتعالی یادو کسانو ته د ښارونو په جوړولو کې ښه مهارت ورکړی و.

په هر حال، هغه ټول ځواک چې دوی درلود، هغوی تکبر وکړ، کافران شول د هود علیه السلام له رسالت څخه، چې د الله سبحانه وتعالی د لارښوونو او عبادت لپاره رالېږل شوی و، ډډه یې وکړه. دوی ادعا وکړه چې د ځمکې پر مخ تر ټولو پیاوړی امت دی او د کوم چا لارښوونې او هدایت ته اړتیا نه لري. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿فَأَمَّا عَادٌ فَاسْتَكْبَرُوا فِي الْأَرْضِ بِغَيْرِ الْحَقِّ وَقَالُوا مَنْ أَشَدُّ مِنَّا قُوَّةً أَوَلَمْ يَرَوْا أَنَّ اللَّهَ الَّذِي خَلَقَهُمْ هُوَ أَشَدُّ مِنْهُمْ قُوَّةً وَكَانُوا بِآيَاتِنَا يَجْحَدُونَ﴾

[فصلت: 15]

ژباړه: د عاد قوم په ناحقه تکبر وکړ او ویې ویل: ایا تر موږ هم څوک زورور شته؟ ایا هغوی پر دې نه پوهېدل، چې الله سبحانه وتعالی چې دوی یې پیدا کړي، تر هغوی پیاوړی دی؟ په دې ګمان چې تر هغوی پیاوړی نشته، تل یې د الله سبحانه وتعالی له ایاتونو څخه انکار کاوه.

هغوی له قدرت څخه د عاقلانه ګټې اخیستنې پر ځای ظلم وکړ او وحشیانه چلند یې غوره کړ. په همدغه دلیل الله سبحانه وتعالی پر هغوی لوی باد راویست او هغوی یې له منځه یوړل. څو د ځمکې پر مخ راتلونکو نسلونو ته د عبرت یوه نښه وي، چې یوازې الله سبحانه وتعالی ټول واک او قدرت په لاس کې لري. همدارنګه الله سبحانه وتعالی هغه پیاوړی او تر ټولو قدرتمند ذات دی چې کارونه ترسره کوي او هوډ نیسي، څو ټولو ته دا وښيي چې د ملتونو د ښکاره کېدو او نسکورېدو واک او کنټرل د هغه سبحانه وتعالی په لاس کې دی. څنګه چې الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَأَمَّا عَادٌ فَأُهْلِكُوا بِرِيحٍ صَرْصَرٍ عَاتِيَةٍ * سَخَّرَهَا عَلَيْهِمْ سَبْعَ لَيَالٍ وَثَمَانِيَةَ أَيَّامٍ حُسُومًا فَتَرَى الْقَوْمَ فِيهَا صَرْعَى كَأَنَّهُمْ أَعْجَازُ نَخْلٍ خَاوِيَةٍ * فَهَلْ تَرَى لَهُم مِّن بَاقِيَةٍ﴾

[الحاقة: 6]

ژباړه: او اما د عاد قوم یې په ډېر تند باد او طغیانګر باد سره له منځه یوړ، الله سبحانه وتعالی پر هغوی اوه شپې او ورځې پرلپسې مسلط کړ او که هلته وی، لیدلي به د وو چې هغوی د خرما د پوچو شوو ونو غوندې پر ځمکه پراته او هلاک شول.

دغه لوی قوم په څو ورځو کې د الله سبحانه وتعالی په قدرت سره د هغه باد په واسطه چې په سترګو نه لیدل کېده، بلکې یوازې اثار یې احساسېدل، داسې له منځه ولاړ چې ته به وایي، اصلا نه وو. الله سبحانه وتعالی! د الله سبحانه وتعالی په اړه په فجر مبارک سورت کې ژمنه کړې چې ظالمین، کافران او سړغړوونکي تباه دي او الله سبحانه وتعالی هغوی ته هېڅ اجازه نه ورکوي چې د ځمکې پر مخ سرغړونه وکړي. څنګه چې الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿فَأَكْثَرُوا فِيهَا الْفَسَادَ * فَصَبَّ عَلَيْهِمْ رَبُّكَ سَوْطَ عَذَابٍ * إِنَّ رَبَّكَ لَبِالْمِرْصَادِ﴾

[الفجر: 12]

ژباړه: په هغوی کې یې ډېر فساد رامنځته او تباه یې کړل. الله سبحانه وتعالی پر هغوی ډول ډول عذابونه نازل کړل. له شک پرته چې الله سبحانه وتعالی په کمین کې دی.

همدارنګه فرمایي:

﴿وَلَوْ يُؤَاخِذُ اللّهُ النَّاسَ بِظُلْمِهِم مَّا تَرَكَ عَلَيْهَا مِن دَآبَّةٍ وَلَكِن يُؤَخِّرُهُمْ إلَى أَجَلٍ مُّسَمًّى فَإِذَا جَاء أَجَلُهُمْ لاَ يَسْتَأْخِرُونَ سَاعَةً وَلاَ يَسْتَقْدِمُونَ﴾

[النحل: 61]

ژباړه: که الله سبحانه وتعالی خلک د ظلم له امله حساب ورسره وکړي، هېڅ خزنده چې د محاسبې مستحق دی، د ځمکې پر مخ نه پرېښودل، خو الله سبحانه وتعالی تر یوې مودې هغوی ته وخت ورکوي، کله یې چې اجل راشي، نه یو ساعت وروسته پاتې کېږي او نه یو ساعته وړاندې کېږي.

په تېر وخت کې د حاکمانو او ظلم کوونکو، چې حق به یې رداوه، فساد به یې پراخاوه او مومینینو ته به یې عذاب ورکاوه، د الله سبحانه وتعالی قانون همدا دی. د دې تر څنګ مو ولیدل چې الله سبحانه وتعالی نمرود ظالم پادشاه، چې فکر یې کاوه د نړیوالو خدای دی، د مایسې غوندې یو وړ مخلوق د پوزې د سوري له لارې د هغه مغز ته ورسېده او له منځه یې یوړ. موږ ولیدل چې الله سبحانه وتعالی څرنګه خپل پیغمبر داود علیه السلام ته توفیق وړ کړ، څو په یوه وړه تیږه د فلسطین لوی او ځواکمن قومندان چې د الله سبحانه وتعالی نافرماني یې کوله، وواژه او له منځه یې یوړ. موږ همدارنګه ولیدل چې فرعون یوه لویه امپراتوري اداره کوله، له خپلې اردو سره یې څه ډول په سیند کې ډوب شو؟ د دې تر څنګ مو شاهدان یو چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یوازې د الله سبحانه وتعالی په مرسته د بدر په غزا کې قریشو کفارانو ته ماتې ورکړه.

تاریخ شاهد دی چې مسلمانانو د عمر بن خطاب رضی الله عنه د خلافت په وخت کې څه ډول د فارس امپراتوري چې د تجهیزاتو له اړخه ډېره پیاوړې وه، په قادسیه کې ماتې کړه. څنګه چې الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَكَمْ أَهْلَكْنَا قَبْلَهُم مِّن قَرْنٍ هَلْ تُحِسُّ مِنْهُم مِّنْ أَحَدٍ أَوْ تَسْمَعُ لَهُمْ رِكْزًا﴾

[مريم: 9]

ژباړه: ډېر ملتونه مې د هغوی د طغیان له کبله هلاک کړل. ایا کوم څوک هغه وینئ، یا د هغوی هېڅ ورو زمزمه او غږ نه اورئ؟

په داسې حال کې چې تېرې امپراتورۍ له سیاسي، اقتصادي او نظامي پلوه له اوسنیو دولتونو لویې وې. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿أَوَلَمْ يَسِيرُوا فِي الْأَرْضِ فَيَنظُرُوا كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ وَكَانُوا أَشَدَّ مِنْهُمْ قُوَّةً وَمَا كَانَ اللَّهُ لِيُعْجِزَهُ مِن شَيْءٍ فِي السَّمَاوَاتِ وَلَا فِي الْأَرْضِ إِنَّهُ كَانَ عَلِيمًا قَدِيرًا﴾

[فاطر: 44]

ژباړه: ایا په ځمکه کې ونه ګرځېدل، ترڅو د هغو کسانو په اړه فکر وکړي چې تر هغوی وړاندې او ډېر قوي وو، څه ډول شول؟ هېڅ داسې څه په ځمکه او اسمان کې نشته چې الله سبحانه وتعالی عاجز کړي، څو د هغه له قدرت څخه بېرون شي. ځکه هغه تل پوه او د قدرت لرونکی دی.

دا ټول موارد مستمري درس دی د بني بشر لپاره. قدرت او قوت یوازې د الله سبحانه وتعالی دی او د بشر تمدن او پرمختګ چې هر څومره لوی او پیاوړی وي، هر کله چې الله سبحانه وتعالی د هغه له منځه وړل وغواړي، له ټولو امکاناتو سره یې له منځه وړي. دا د مومنینو لپاره یو پند دی، چې که هر کله الله سبحانه وتعالی پر مومنینو نصرت وکړي، هېڅ سیاسي، نظامي او اقتصادي قدرت یې مخه نه شي نیولی. د داسې شواهدو په موجودیت سره اوس هم یو شمېر مسلمانان پیدا کېږي چې پر دښمنانو د مسلمانانو بریا تېرې افسانې، د الله سبحانه وتعالي پیغمبران او صحابه یادوي او د اوسني وخت د مسلمانانو لپاره یې د عبرت او بېلګې په توګه نه ګاروي؛ چې له اوسنیو سیاسي پېښو سره مبارزه وکړي. د تاریخ په اوږدو کې داسې شواهد لرو چې مسلمانان تر خلفای راشیدو وروسته او صحابه وو د نورو خلفاوو په واکمنۍ کې او د مسلمانانو واکمنانو بریالۍ اتلولۍ درلودې؛ چې اوسني سیمه‌ییز تصویرونه بشپړ منفي شمېري. د بېلګې په توګه: هغه لویه بریا چې مسلمانانو د صلیبیونو پر وړاندې د اتل سلطان صلاح الدین ایوبي د خلافت په وخت کې تر لاسه کړه او د تاریخ په زړه کې نورو ته د عبرت په توګه ثبت شوه. هغه داسې چې په درېیمه صلیبي جګړه کې، چې د حطین د مشهورې جګړې او د بیت المقدس د ازادېدو لامل شوه، په هغه وخت کې المان، فرانسې او انګلیس اتحاد کړی و، چې د هغوی د پادشاهانو په رهبرۍ لویه اردو وه، د بیت المقدس د بیرته نیولو لپاره یوځای شوي وو او ټول ناکام شول. په دې جګړه کې ځینې څېړنې دا ښيي چې یوازې د المان اردو د ۳۰۰۰۰۰ په شاوخوا کې وه، چې دا شمېر په هغه وخت کې له حده ډېر دی. صلاح الدین د کمې اردو په درلودو سره پر دې وتوانېد چې له بیت المقدس څخه دفاع وکړي. ځکه هغه عقیده درلوده چې له بیت المقدس څخه دفاع د الله سبحانه وتعالی امر دی او په اسلام کې دغه خاوره پاکه او مبارکه خاوره بلله کېږي. په دې جګړه کې د الله سبحانه وتعالی قدرت هغه وخت معلومېږي، کله چې د المان صلیبي لښکر د شام پر لور حرکت وکړ او د هغوی پادشاه فریدریک بارباروسا مړ شو او وروسته یې په پوځ کې ناروغۍ او بې شمېره اختلافونه راپیدا شول. بیا هغه وو چې له صلاح الدین سره د مقابلې لپاره د دوی پوځ شام ته ورسېد، د هغوی له جملې څو سوه سرتیري پاتې شول چې د کمزورۍ او بې وسۍ له امله له منځه ولاړل. په دې معرکه کې یوه الهي مرسته دا وه چې د فرانسې دویم فیلیپ د عکا ښار په کلابندۍ کې ناروغ شو او له خپل پوځ سره بیرت فرانسې ته ولاړ. همدارنګه هغوی د انګلیس پادشاه ریچارد د صلاح الدین پر وړاندې یوازې پرېښود. همدارنګه د ریچارد پوځ له ګرمۍ او د څښلو اوبو له نښت څخه ځورېده او د شپې پر مهال د زهري عنکبوتونو لښکر هغوی وچیچل. وروسته کله چې د قدس ښار په څومترۍ کې لیدل کېدل، یوازې ۲۰۰۰ زره سرتیري یې پاتې وو، چې د جګړې او د ښار د نیولو وس یې نه درلود. الله اکبر! نو د هغو مسلمانانو لپاره یو لوی درس دی چې الله سبحانه وتعالی د هغو کسانو ملاتړی دی چې د اسلام د بیا راتلو په لټه کې دي.  د اسلام په تاریخ کې د څو بریاوو شاهدان وو. هر کله چې مسلمانان د الله سبحانه وتعالی د دین پر پښو درېدو، د هغه سبحانه وتعالی د امر پر ځای کولو او له اسلام او مسلمانانو څخه د دفاع لپاره راپورته شوي وو، د لږ شمېر او د کمزوري نظامي قدرت پر شتون سربېره الله سبحانه وتعالی هغوی ته بریا ور په برخه کې کړې ده. د بېلګې په توګه، په ۱۳مه پېړۍ کې د تاتار قبیله چې وحشي انسانان وو، پر اسلامي خلافت یې برید وکړ، خلیفه یې کلابند او وروسته یې وواژه او کابو د اسلامي خارو درېیمه برخه یې اشغال کړه. کله یې چې هغوی د اسلام د وروستي مرکز مصر پر لور حرکت وکړ، تاتار د مصر واکمن محمود سیف الدین قطز ته په یو لیک کې ولیکل: «اسلامي خاورې مې اشغال، ماشومان مې یتیم او انسانانو ته مې سخته جزا ورکړه او قتل عام مو کړل. د هغوی ګران انسانان مو ذلیل او رهبران مو یې ونیول؛ نو ته څه فکر کوې چې چېرته به ولاړ شې؟ قطز له مسلمانانو، علماوو او د سلامي خارو د دفاع لپاره د مسلمانانو له خلیفه څخه مرسته وغوښته او هغوی یې یووالي ته راوبلل. همغه وو چې د عین جالوت په جګړه کې د نوموړي په رهبرۍ مسلمانانو د روژې په مبارکه میاشت کې د تاتار پر وړاندې لویه بریا خپله کړه. دا چې قطز د اسلامي خلافت د څو اشغال شوو سیمو د ازادولو هڅه وکړه، هغه له اسلام څخه د دفاع لپاره مبارزه وه، نه شخصي هدف. د تاریخ په اږدو کې یې ژوندۍ بېلګې ډېرې دي. کله چې مسلمانان د الله سبحانه وتعالی او د هغه د اوامرو د ځای پر ځای کېدو لپاره په لږ شمېر راپورته شوي او الله سبحانه وتعالی هغوی بریالي کړې وي، ډېر مثالونه شته دي.

پر دې سربېره د دښمن پر وړاندې د نصرت د تحقق لپاره د رسولانو، صحابه وو او همدارنګه د قدرت توازن شتون شرط نه دی. څنګه چې الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿قَالَ الَّذِينَ يَظُنُّونَ أَنَّهُم مُّلاَقُو اللّهِ كَم مِّن فِئَةٍ قَلِيلَةٍ غَلَبَتْ فِئَةً كَثِيرَةً بِإِذْنِ اللّهِ وَاللّهُ مَعَ الصَّابِرِينَ﴾

[البقره: 249]

ژباړه: خو کوم کسان چې پر دې باور، چې د الله سبحانه وتعالی د دیدار لیدونکي دي، ویې ویل: هغه کوچنۍ ډله چې د الله سبحانه وتعالی په توفیق پر لویه ډله بریالۍ شوه او الله سبحانه وتعالی له صبرکوونکو سره دی.

کفارو تل په نړۍ کې د قوی توازون اصطلاحات لکه د نظامي او سیاسي قدرت توازون د جګړې او د سیاست په ډګر کې د بریا شرط بللی دی؛ خو تل اړتیا نشته چې د مسلمانانو فکر همداسې وي، ځکه موږ پوهېږو چې الله سبحانه وتعالی د محدود فکري قضاوت او منطق پر اساس نصرت نه ورکوي، بلکې الله سبحانه وتعالی د نصرت د ورکړې لپاره قضاوت او ټاکلې مبده لري چې هغه د الله سبحانه وتعالی له اوامرو څخه د مسلمانانو پیروي، پر هغه توکل او د اسلام د دین د نصرت لپاره هڅې دي. څنګه چې الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِن تَنصُرُوا اللَّهَ يَنصُرْكُمْ وَيُثَبِّتْ أَقْدَامَكُمْ﴾

[محمد: 7]

ژباړه: اې مومنانو! که د الله سبحانه وتعالی اوامر ومنئ، الله سبحانه وتعالی له تاسو سره مرسته کوي او ګامونه مو ټینګ وي.

همدارنګه د اسلامي خلافت په وخت کې موږ د دې شاهدان وو، هر کله چې مسلمانان د اسلام د پلي کېدو او تحقق او د خپلو لیکو د پیاوړي کېدو لپاره جګړه کړې، له ژمنې سره سم الله سبحانه وتعالی اسلامي خلافت تر ټولو په قوي ځای کې ساتلی دی. تر دې چې سیاسي، اقتصادي او نظامي قدرت یې په ټوله نړۍ کې خپور شو، د اسلام دښمنان ترې ډارېدل او پرلپسې بریاوې یې تر لاسه کړې. همدارنکه د دغو هڅو پر مټ مسلمانان پر دې وتوانېدل چې ډېرې سیمې ونیسي. له هسپانیې نیولې تر منځنۍ اسیا پور، خو کله چې مسلمانانو د اسلام په زده کړه، فهم او پلي کېدو کې د خلافت دولت په چوکاټ کې ټنبلي او سستي وکړه، پر ځای یې پردي فکرونه راخپل کړل، اسلامي خاورې ووېشل شوې او اسلامي دولت کمزوری شو. کار تر دې ځایه ورسېد چې اسلامي خاورې د اشغال کوونکو په کنفرانسونو کې د ساتېرۍ په الو بدلې شوې او د هغوی دروازې د اسلامي خارو د استعمار، وېشلو او پر هغوی د نظامي بریدونو او د مسلمانانو د وینو تویولو لپاره پرانیستل شوې. قران، سیرت او د اسلام تاریخ زموږ لپاره غوره درسونه دي چې د هغه پر اساس خپله مفکوره جوړه کړو او دا چې الهي نظامي اقامه یعنې اسلامي خلافت حتما د الله سبحانه وتعالی په مرسته تاسیس کېږي، د نړۍ له پرمختګ او قدرت پرته. ځکه زموږ دین موږ ته امر کړی چې په هر حالت کې د خپل رب اطاعت وکړو او د خپل دین په قدرت ایمان ولرو.

پر همدغه اساس، بشپړ باور ولرو چې اسلامي پوځونه دا وړتیا لري، څو په سوریه، فلسطین، کشمیر، چین، میانمار او نورو اسلامي خارو کې زموږ ځورېدلې خویندې او وروڼه وژغوري. ځکه زموږ پوځونه یوازې د الله سبحانه وتعالی دغه امر ته لبیک وایي: له اسلامي خاورو او د مسلمانانو د ژوند ساتنه. داسې بارونه له اصطلاحاتو او تورو سره غوټه خوړلې چې په ځلونه موږ ته ویل شوي دي، خو ډېر کم کسان دي چې مانا او مفهوم یې درک کړی دی. لاحول ولا قوه الا بالله! په دې کې شک نشته چې الله سبحانه وتعالی هغه چا ته نصرت ورکوي، چې د هغه سبحانه وتعالی دین ته نصرت ورکړي. الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

﴿وَلَوْلاَ دَفْعُ اللّهِ النَّاسَ بَعْضَهُمْ بِبَعْضٍ لَّفَسَدَتِ الأَرْضُ وَلَـكِنَّ اللّهَ ذُو فَضْلٍ عَلَى الْعَالَمِينَ * تِلْكَ آيَاتُ اللّهِ نَتْلُوهَا عَلَيْكَ بِالْحَقِّ وَإِنَّكَ لَمِنَ الْمُرْسَلِينَ﴾

[البقره: 251]

ژباړه: که چېرته الله سبحانه وتعالی د ځینو د تیري او ظلم مخه د نورو کسانو په وسیله نه نیوله، ځمکه به له فساده ډکه شوې وای، خو الله سبحانه وتعالی د نړۍ د خلکو پر وړاندې فضل او احسان کوي.

لیکواله: ډاکتر نسرين نواز

د حزت التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر د ښځو د برخې رییسه

ژباړه: بهیر «ویاړ»

 

د مطلب ادامه...

د لمانځه په صفونو کې فاصله یو بدعت دی، چې ګناه يې د حکامو پر غاړه ده

  • خپور شوی په فقهي

(ژباړه)

الحمد لله والصلاة والسلام على رسول الله وعلى آله وصحبه ومن والاه وبعد

ټولو هغو کسانو ته چې ما ته يې د جمعې او جماعت لمونځونو پر مهال د دوه متره واټن مراعتولو په اړه پوښتنه را لېږلې ده... دوی وايي چې په ځینو اسلامي هیوادونو کې چارواکي مسجدونه بندوي، خو کله چې يې خلاصوي، نو پر لمونځ کوونکو د دوه متره واټن مراعتول جبري کوي. چارواکي دا عمل داسې توجیه کوي چې ناروغ شخص معذور دی او په ناسته لمونځ کولی شي، نو د همدې قیاس له مخې دی د خپل څنګ له کس څخه دوه متره فاصله مراعتولای شي. ان که دی ناروغ هم نه وي، خو بیا هم له ناروغۍ څخه وېرېږي، ځکه نو باید فاصله مراعت کړي. دلته دوې پوښتي پیدا کېږي: ایا حکامو ته جواز شته چې پر لمونځ کوونکو واټن مراعتول جبري کړي؟ یا هم ایا دا فاصله مراعتول بدعت دی چې ګناه یې د حکامو پر غاړه ده؟ پوښتونکو د دغو دوو پوښتنو د ځوابېدلو په اړه ټينګار کړی دی. زه د دوی پوښتنې ځوابوم او له الله سبحانه وتعالی څخه توفیق غواړم:

موږ وړاندې هم د بدعت په اړه تر یوه زیات ځوابونه خپاره کړي دي، که پوښتونکي هغه وګوري نو ځواب به ورته روښانه شي چې په لمانځه کې فاصله مراعتول لکه څنګه چې وویل شول یو بدعت دی او که یې حکام پر خلکو مراعتول جبري کړي ګناهکار کېږي، د دې تفصیل په لاندې ډول دی:

لومړی: موږ د ۱۴۳۴هـ ق کال د رجب پر ۲۸مه چې د ۲۰۱۳م د جولای له ۶سره سمون خوري لاندې ځواب خپور کړی، چې پکې راغلي:

 (بدعت د شارع له یو امر څخه تېري ته وایي، چې معنی يې د شریعت له لوري ټاکل شوې وي. د بدعت لغوي مانا په لسان العرب کې داسې راغلې ده:

"المبتدع الّذي يأتي أمراً على شبهٍ لم يكن...، وأبدعت الشّيء: اخترعته لا على مثالٍ

ژباړه: مبتدع (بدعت کوونکی) هغه څوک دی چې یو داسې شی رامنځته کړي چې ساری يې تراوسه نه وي لیدل شوی... داسې شی اختراع کړي چې مثال يې نه وي.

د بدعت اصطلاحي مانا هم په همدې ډول ده. د مثال په ډول که چېرې رسول الله صلی الله علیه وسلم یو کار په ځانګړې بڼه ترسره کړی وي او یو مسلمان يې له هغې بڼې څخه په بل ډول وکړي، نو دا بدعت دی. بدعت له هغې ټاکل شوې طریقې څخه انحراف ته وایي چې شارع د یو امر لپاره ټاکلې وي او دا د دغه حدیث له مفهوم څخه اخیستل شوی دی:

«وَمَنْ عَمِلَ عَمَلاً لَيْسَ عَلَيْهِ أَمْرُنَا فَهُوَ رَدٌّ»(بخاري او مسلم)

ژباړه: هر څوک چې داسې عمل ترسره کړي چې موږ امر نه وي پرې کړی، هغه مردود دی.

د بېلګې په ډول، که یو څوک په لمانځه کې د دوو سجدو پر ځای درې سجدې وکړي، نو ده یو نوی شی رامنځته کړ او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د طریقې خلاف يې وکړ. که چېرې یو څوک په مینا کې د اوو تیږو پر ځای اته تیږې وغورځوي، ده بدعت وکړ، ځکه دا کار د رسول الله صلی الله علیه وسلم له عمل سره په ټکر کې دی. دغه راز که یو څوک له اذان څخه څو کلیمې کمې یا ورزیاتې کړي، نو بدعت يې کړی، ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم د اذان لپاره ځانګړي الفاظ بيان کړي دي.

البته له یوه داسې شرعي عمل څخه د انحراف حکم چې په اړه يې ځانګړې طریقه نه وي وضع شوې، د شریعت د نورو حکمونو په ډله کې راځي: دا به حرام، مکروه او داسې نور وي. که چېري یو عمل د وضعي حکم له ډلې څخه وي، بیا د عمل په تکلیف پورې اړه لري او د باطل، فاسد او نورو تر چتر لاندې راځي.

 د مثال په ډول مسلم له عایشې رضی الله عنها څخه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د لمانځه په اړه روایت کوي چې وایي:

«...وَكَانَ إِذَا رَفَعَ رَأْسَهُ مِنَ الرُّكُوعِ لَمْ يَسْجُدْ، حَتَّى يَسْتَوِيَ قَائِمًا، وَكَانَ إِذَا رَفَعَ رَأْسَهُ مِنَ السَّجْدَةِ، لَمْ يَسْجُدْ حَتَّى يَسْتَوِيَ جَالِسًا..

ژباړه: ... رسول الله صلی الله علیه وسلم چې به کله له رکوع څخه سر راپورته کړ، تر هغه به سجدې ته نه تلو چې پوره به نه و درېدلی او کله چې به يې له سجدې څخه سر راپورته کړ تر هغه به يې سجده نه کوله چې نېغ به نه و کښېناستلی.

 

پر همدې بنسټ، په دې روایت کې رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ ته راښيي چې مسلمان باید له رکوع څخه له سر راپورته کولو وروسته تر هغو سجده ونه کړي، چې نېغ نه وي درېدلی او کله چې له سجدې څخه سر راپورته کړي، تر هغو به بیا سجدې ته نه ځي چې نېغ نه وي کښېناستلی. دا طریقه د رسول الله صلی الله علیه وسلم له لوري وضعه شوې ده او که څوک له دې تجویز شوې طریقې څخه انحراف کوي، نو ځان يې په بدعت کې واقع کړی دی. که چېرې یو مسلمان په لمانځه کې له رکوع څخه سمدستې سجدې ته ځي، پرته له دې چې نېغ ودرېږي، نو دا هم بدعت دی، ځکه دا کار د رسول الله صلی الله علیه وسلم له راښودل شوې طریقې خلاف دی، دا یو ناوړه بدعت دی او هغه څوک یې چې کوي ګناهکاریږي.

دغه راز مسلم له عبیده بن صامت څخه روایت کوي:

إِنِّي سَمِعْتُ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «يَنْهَى عَنْ بَيْعِ الذَّهَبِ بِالذَّهَبِ، وَالْفِضَّةِ بِالْفِضَّةِ، وَالْبُرِّ بِالْبُرِّ، وَالشَّعِيرِ بِالشَّعِيرِ، وَالتَّمْرِ بِالتَّمْرِ، وَالْمِلْحِ بِالْمِلْحِ، إِلَّا سَوَاءً بِسَوَاءٍ، عَيْنًا بِعَيْنٍ، فَمَنْ زَادَ، أَوِ ازْدَادَ، فَقَدْ أَرْبَى

ژباړه: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې هغه له دې کار څخه منعه وکړه چې سره زر په سرو زرو، سپین زر په سپینو زرو، وربشې په وربشو، خرما په خرما او مالګه له مالګې سره بدله شي؛ مګر دا چې مثل په مثل به وي، سترګه په سترګه به وي (ځای پر ځای)، خو که چا زيات واخيست او يا يې زیات ورکړ،  له شک پرته چې سود يې وکړ.

که یو مسلمان دا حدیث نقض کړي او سره زر د ډېرو سرو زرو په بدل کې وپلورلي او وزن په وزن يې خرڅ نه کړي، نو نه شو ویلی چې ده بدعت وکړ، بلکې ده یو حرام عمل یعنې سود (ربا ) ترسره کړه.

لنډه دا چې په يوه چاره کې د رسول الله صل الله علیه وسلم له طریقې خلاف کار کول بدعت دی. خو په مطلق ډول د رسول الله صلی الله عليه وسلم د امر مخالفت ـ پرته له دې چې د ځانګړې طريقې خلاف عمل وشي ـ د نورو شرعي احکامو (حرام، مکروه، فاسد، باطل او...) تر چتر لاندې راځي او حکم ورته د دليل له مخې ټاکل کيږي. د نقل قول پای.

موږ د بدعت په اړه د ۱۴۳۶هـ ق کال د ذوالحجې پر ۸مه چې د ۲۰۱۵م د سېپټمبر له ۲۲سره سمون خوري، نور تفصیلي معلومات خپاره کړي دي او تر دې وړاندې او وروسته مو هم پر دې موضوع کافي ځوابونه ورکړي، چې انشاء الله هماغه کفایت کوي.

دویم: له همدې امله، که په اسلامي خاورو کې یو دولت عبادت کوونکي اړ باسي چې د ناروغۍ د سرایت له وېرې یو له بل څخه یو یا دوه متره فاصله مراعت کړي، هغه که د جمعې لمونځ وي یا نور د جماعت لمونځونه، په ځانګړې توګه کله چې په یو چا کې د ناروغۍ څرګندې نښې هم نه وي، نو د کبيره ګناه مرتکب کيږي. ځکه په صفونو کې فاصله یو بدعت دی او دا عمل د رسول الله صلی الله عليه وسلم د طريقې خلاف کار دی. دا د لمانځه د صفونو د جوړولو او یو بل ته د نږدې درېدلو له هغې طریقې څخه څرګنده سرغړونه ده، چې د شرعي دلايلو له مخې رسول صلی الله علیه وسلم ښودلې ده، چې ځیني یې په لاندې ډول دي:

ـ بخاري په خپل صحیح کې له ابو سلیمان مالک ابن الحویریث څخه روایت کوي چې وایي: موږ څو تنه همزولي ځوانان رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورغلو. له هغه سره مو شل شپې وکړې... دی مهربان او زړه سواندی و. او ویل یې:

«فَقَالَ ارْجِعُوا إِلَى أَهْلِيكُمْ فَعَلِّمُوهُمْ وَمُرُوهُمْ وَصَلُّوا كَمَا رَأَيْتُمُونِي أُصَلِّي وَإِذَا حَضَرَتِ الصَّلَاةُ فَلْيُؤَذِّنْ لَكُمْ أَحَدُكُمْ ثُمَّ لِيَؤُمَّكُمْ أَكْبَرُكُمْ»

ژباړه: تاسې بیرته خپل اهل ته لاړ شئ، هغوی ته علم ور زده کړئ او امر يې کړئ. داسې لمونځ وکړئ، لکه زه چې مو پر لمانځه ولیدلم. کله چې د لمانځه وخت شي، په تاسې کې دې يو اذان وکړي او بیا دې په تاسو کې تر ټولو مشر امامت وکړي.

 بخاري په خپل صحیح کې له انس بن مالک څخه روایت کوي، دی وايي: کله چې اقامت وویل شو، د الله رسول صلی الله علیه وسلم موږ ته مخ راواړوه او ويې ویل: «أَقِيمُوا صُفُوفَكُمْ، وَتَرَاصُّوا، فَإِنِّي أَرَاكُمْ مِنْ وَرَاءِ ظَهْرِي»

ژباړه: خپل صفونه مو سیده کړئ او نږدې سره ودرېږئ، ځکه زه تاسې له شا څخه وینم.

امام مسلم په خپل صحیح کې له نعمان ابن بشیر رضی الله عنه څخه روایت کوي، دی وايي چې د الله رسول صلی الله علیه وسلم موږ ته لارښوونه وکړه چې خپل صفونه د غشو په څېر سیده کړو. ده دا خبره دومره تکرار کړه، تر څو په دې ډاډه شو، چې موږ يې په مطلب ورسېدو، یوه ورځ دی صلی الله علیه وسلم مسجد ته راغی او ودرېد. د تکبير ويلو په وخت کې يې پام شو چې د يو تن ټټر له صف څخه دباندې راوتلی دی، نو ويې ویل:

«عِبَادَ اللهِ لَتُسَوُّنَّ صُفُوفَكُمْ، أَوْ لَيُخَالِفَنَّ اللهُ بَيْنَ وُجُوهِكُمْ»

ژباړه: اې د الله بنده ګانو، تاسې باید خپل صفونه سیده کړئ، کنه، نو الله سبحانه وتعالی به ستاسو تر منځ اختلاف واچوي.

 همدا راز امام مسلم په خپل صحیح کې له جابر ابن سمره څخه روایت کوي، هغه وايي: رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«أَلَا تَصُفُّونَ كَمَا تَصُفُّ الْمَلَائِكَةُ عِنْدَ رَبِّهَا؟» فَقُلْنَا يَا رَسُولَ اللهِ، وَكَيْفَ تَصُفُّ الْمَلَائِكَةُ عِنْدَ رَبِّهَا؟ قَالَ: «يُتِمُّونَ الصُّفُوفَ الْأُوَلَ وَيَتَرَاصُّونَ فِي الصَّفِّ»

ژباړه: تاسې ولې داسې صفونه نه برابروئ، لکه ملایکې چې د خپل رب پر وړاندې صفونه برابروي؟ موږ وویل: اې د الله رسوله الله صلی الله علیه وسلم، ملایکې د خپل رب پر وړاندې څنګه صفونه برابروي؟ هغه وفرمایل: هغوی لومړی صفونه بشپړوي او بیا په صفونو کې یو له بل سره نږدې درېږي.

حاکم روایت کړی او وایي چې د امام مسلم د صحت له شرطونو سره سم په یوه صحیح حدیث کې له عبدالله بن عمر څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

مَنْ وَصَلَ صَفّاً وَصَلَهُ اللَّهُ، وَمَنْ قَطَعَ صَفّاً قَطَعَهُ اللَّهُ

ژباړه: څوک چې صف وصل کړي، الله تعالی به يې (له خپل رحمت) سره وصل کړي او څوک چې صف پرې کړي الله تعالی به يې (له خپل رحمت) څخه جلا کړي.

امام احمد له عبدالله ابن عمر څخه روایت کوي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«أَقِيمُوا الصُّفُوفَ فَإِنَّمَا تَصُفُّونَ بِصُفُوفِ الْمَلَائِكَةِ وَحَاذُوا بَيْنَ الْمَنَاكِبِ وَسُدُّوا الْخَلَلَ وَلِينُوا فِي أَيْدِي إِخْوَانِكُمْ وَلَا تَذَرُوا فُرُجَاتٍ لِلشَّيْطَانِ وَمَنْ وَصَلَ صَفّاً وَصَلَهُ اللَّهُ تَبَارَكَ وَتَعَالَى وَمَنْ قَطَعَ صَفّاً قَطَعَهُ اللَّهُ»

ژباړه: خپل صفونه منظم کړئ، ځکه تاسو بايد د ملايکو په څېر صفونه جوړ کړئ. اوږې مو يو له بل سره برابرې کړئ، د صفونو په منځ کې مو خالي ځايونه ډک کړئ، له خپلو ورونو سره مو نرمي وکړئ او د شیطان لپاره فاصله مه پرېږدئ. هر هغه څوک چې صف سره نښلوي، الله تعالی به يې له خپل رحم سره ونښلوي او څوک چې صف پرې کوي الله تعالی به يې له خپل رحم څخه جلا کړي.

پورته رواياتو د رسول الله صلی الله عليه وسلم د لمانځه د طريقې په اړه بشپړ وضاحت بيان کړی او اصحاب کرام رضی الله تعالی عنهم هم په همدغه طريقه پابندي کړي ده. امام مالک په خپل کتاب «الموطأ» او بیهقي په «السنن الکبری» کې روایت کړي: «عمر ابن الخطاب به امر کاوه، چې صفونه سیده کړئ، کله چې به د صفونو د سيده والي په اړه خبر ورکړل شو، بیا به يې تکبیر وایه.»

درېیم: دا نه شي ويل کېدای چې ساري ناروغي یو داسې عذر دی چې د لمانځه په صفونو کې فاصلې ته جواز ورکوي، داسې ځکه نه شو ويلای چې ساري ناروغي مسجد ته د نه تګ لپاره عذر دی، مګر مسجد ته د تللو او هلته د لمونځ کوونکو تر منځ د يو متر يا دوه متره فاصلې د مراعتولو لپاره عذر نه دی!! ځکه ساري ناروغي (طاعون) د رسول الله صلی الله علیه وسلم په زمانه کې هم خپره شوې ده، خو له هغه څخه دا نه دي روایت شوي چې په وبا ککړ ناروغ دې لمانځه ته تللی وي او همالته دې له خپل ورور څخه دوه متره لېرې درېدلی وي، بلکې په وبا اخته شخص معذور دی او په خپل کور کې لمونځ کولی شي...  په هغه سیمه کې چې ناروغي خپره شوې وي، په وړیا او غوره طریقه سره یې درملنه د دولت پر غاړه ده او ناروغ اشخاص به له روغو کسانو سره نه ګډېږي... لکه څنګه چې امام مسلم په خپل صحیح کې له اسامه ابن زید څخه روایت کړی دی، چې د الله رسول صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«الطَّاعُونُ آيَةُ الرِّجْزِ ابْتَلَى اللَّهُ عَزَّ وَجَلَّ بِهِ نَاساً مِنْ عِبَادِهِ، فَإِذَا سَمِعْتُمْ بِهِ فَلَا تَدْخُلُوا عَلَيْهِ وَإِذَا وَقَعَ بِأَرْضٍ وَأَنْتُمْ بِهَا فَلَا تَفِرُّوا مِنْهُ»

ژباړه: وبا د الله عزوجل له لوري د مصیبت نښه ده، چې الله سبحانه وتعالی پرې خپل بنده ګان مبتلا کوي. نو کله چې مو د وبا په اړه خبر واورېد، نو هغې سیمې ته مه داخليږئ چې وبا پکې خپره شوې او کله چې ستاسې په سیمه کې خپره شي، نو تېښته ترې مه کوئ.

 په دې ډول د ساري یا وبايي ناروغیو لرونکي اشخاص بايد له روغو کسانو سره يو ځای نه شي او د دوی د درملنې لپاره بايد کافي هڅه وشي، که د الله سبحانه و تعالی خوښه وي، نو جوړ به يې کړي. البته روغ اشخاص بايد مسجد ته لاړ شي او د جمعې او جماعت نور لمونځونه په عادي بڼه له واټن مراعتولو پرته ادا کړي.

څلورم: همداراز، دا وینا غلطه ده چې وایي، د وبا پر مهال په لمانځه کې فاصله مراعتول د هغه قیاس له مخې کېږي چې یو ناروغ ته د ناروغۍ پر مهال په ناستې د لمانځه کولو رخصت شته. په دې ځای کې دا یو شرعي قیاس نه دی، ځکه ناروغ شخص د الله سبحانه وتعالی له لوري د رخصت له مخې په ناسته لمونځ ادا کوي، هغه هم د یوه عذر له وجې، چې ناروغي ده. عذرونه اسباب دي، علتونه نه دي، ځکه خو شریعت عذرونه د علتونو په توګه نه دي ګرځولي، بلکې هر عذر يې د يوه خاص شرعي حکم په مورد کې د عذر په حيث پېژندلی دی، نو يو عذر د بل حکم لپاره عذر نه بلل کيږي. يعنې عذر د هغه حکم لپاره عذر بلل کيږي چې د هغه حکم په مورد کې راغلی وي، نه دا چې عذر د ټولو حکمونو لپاره عام دی. پر دې اساس عذر عليت (علتوالی) نه افاده کوي او قياس پرې نه شي کيدای. او سبب خاص او د خپل مسبب پورې ځانګړی وي او له مسبب پرته بل شي ته سرايت نه کوي، له همدې امله پر سبب باندې قياس نه کيږي. مګر علت داسې نه دی، ځکه علت په یوه ځانګړي حکم پورې خاص نه وي، بلکې نورو حکمونو ته هم سرايت کوي او قياس ورباندې کيږي... نو کوم څه چې د عباداتو په برخه کې واضح شوي دي، اسباب دي، نه علتونه، ځکه خو عبادات توقیفي دي چې تعلیل او قیاس پکې نه شي کېدای، ځکه سبب په خپل مسبب پورې خاص وي.

پنځم: همدا ډول رخصت د وضعي احکامو له ډلې دی او دا د شارع هغه خطاب دی چې د بنده ګانو په کړنو پورې اړه لري، د وضع په ډول. دا چې وضعي حکم د شارع له لوري یو خطاب دی، نو باید یو شرعي دلیل وي ورته، چې دلالت پرې وکړي. د مثال په ډول: د ناروغ سړي لپاره په ناسته د لمانځه کولو د جواز په اړه بخاري په خپل صحیح کې له عمران بن حسین څخه روایت کوي چې وايي، ما د بواسیر ناروغي لرله، نو د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه مې د لمانځه په اړه وپوښتل، هغه راته وویل:

«صَلِّ قَائِماً فَإِنْ لَمْ تَسْتَطِعْ فَقَاعِداً، فَإِنْ لَمْ تَسْتَطِعْ فَعَلَى جَنْبٍ»

ژباړه: په ولاړې لمونځ وکړه، که په ولاړه دې نه شو کولی، نو په ناسته يې وکړه او که په ناسته دې هم نه شو کولی، نو په اړخ يې وکړه.

دا یو رخصت دی يعنې یو شرعي عذر دی چې په اړه يې شرعي دليل راغلی دی. نو د هر شي په اړه چې شرعي دليل وي او دا روښانه کړي چې دا د يوه ټاکلي حکم په مورد کې عذر دی، نو هغه عذر بلل کیږي. خو د څه په اړه چې دليل نه وي، هغه هېڅ ارزښت نه لري او په مطلق ډول د شرعي عذر په توګه نه ګڼل کيږي... پر دې اساس؛ دا چې ناورغ کولی شي چې په لمانځه کې د څنګ له نفر څخه يو يا دوه متره لېرې ودريږي، په دې اړه هېڅ دلیل نشته. له همدې امله دا خبره نه کوم شرعي ارزښت لري او نه هم صحت. نو کله چې د ناروغ سړي لپاره د فاصلې رعايت جواز نه لري، نو د هغه چا لپاره به څنګه جواز ولري چې لا تر اوسه ناروغ نه دی او يواځې يې د ناروغۍ احتمال شتون لري؟!

شپږم: د پورتنیو خبرو لنډیز په دې ډول دی:

۱: د لمانځه د ادا کولو د هغې طریقې تغیر چې رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ ته راښودلې ده، یو  بدعت دی. په داسې حالاتو کې شرعي حکم دا دی چې روغ شخص به په عادي ډول لمانځه ته ځي او لکه د عادي حالت په څېر به په صفونو کې نږدې دريږي او په صف کې به خالي ځايونه نه پریږدي. دغه راز ناروغ شخص چې په ساري ناروغۍ اخته وي مسجد ته نه ځي، تر څو نورو ته ناروغي ونه لېږدوي.

۲: که دولت مسجدونه بندوي، او روغ خلک په مسجدونو کې د جمعې او جماعت لمونځونو له ادا کولو څخه راګرځوي، نو دا کار ستره ګناه ده، ځکه د جمعې او جماعت لمونځونه ځنډول (پرېښودل) کيږي. مسجدونه باید پرانیستي وي او په هغه طریقه لمونځ پکې ادا شي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ښودلې ده.

۳: همداراز که چېرې دولت لمونځ کوونکي د رسول الله صلی الله علیه وسلم په طریقه له لمانځه کولو څخه منعه کوي او اړ باسي یې چې په ناروغۍ د مصاب کېدو له وېرې باید د عبادت کوونکو تر منځ یو یا دوه متره فاصله مراعت شي، په ځانګړي ډول پرته له دې چې د ناروغۍ علایم څرګند وي، نو په دې کار سره د سترې ګناه مرتکب کيږي.

دا هغه شرعي حکم دی چې په دې مسله کې زما په اند ارجحیت لري، الله سبحانه وتعالی عالم او حکیم ذات دی... زه له الله سبحانه وتعالی څخه غواړم، چې مسلمانان مستقیمې لارې ته هدایت کړي او لکه څنګه چې يې امر کړی دی، هغسې د هغه سبحانه وتعالی عبادت وکړي. دغه راز پر دوی لازمه ده چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر ښودل شوې طریقه عمل وکړي او پرته له کوم انحراف څخه رښتینی شریعت د راشده خلافت له لارې تاسیس کړي... بېشکه چې په دې کې خیر او بریا نغښتې ده. که د الله سبحانه وتعالی خوښه وي، هغه ذات چې په اسمانونو او ځمکه کې هېڅ شی د هغه قدرت نه شي ننګولی او هغه عزیز او حکیم ذات دی. 

وعلیکم السلام ورحمةالله وبرکاته!

ستاسو ورور شیخ عطا بن خلیل ابو رشته

ژباړن: عبدالرازق

د مطلب ادامه...

د کرونا په پلمه د روژې په اعمالو او عباداتو کې د ستونزو رامنځته کول

  • خپور شوی په سیاسي

(ژباړه)

د روان کال روژه داسې را ورسېدله چې پخوا په څېر مو هرکلی ورته ونه کړ. مسلمانان باید په دې غمجنه فضا کې ډېر متوجه وي، ځکه داسې خلک شته چې نه غواړي مسلمانان دې د دغې میاشتې له خیر او برکت څخه ګټه واخلي. هغوی هڅه کوي چې د دغې میاشتې د ډله ییز عبادت غوره بڼه بدله او پیکه کړي. د دیني چارو وزارتونه/ حج و اوقاف د مسلمانانو په بېلابېلو خاورو کې د حکومتونو په امر په خپل سر فتواوې ورکوي. سره له دې چې د جوماتونو تړلو ته دوام ورکوي، په جوماتونو کې په جماعت سره د لمانځه کولو مخه هم نیسي. د جمعې لمنځونه یې له وړاندې ځنډولي وو ... د تراویح لمونځ یې منعه کړی و، په داسې حال کې چې د روژې په مبارکه میاشت کې به لوی جوماتونه له خلکو ډک وو، د لمونځکوونکو کتارونه به له جومات څخه بهر هم غځېدلي وو او حتا د جومات شاوخوا لارې به تړلې وې. اعتکاف او د ډله ییز روژه ماتي ټول فعالیتونه یې پرېنښودل او د روژې هغه ځانګړې عمره یې هم منعه کړه، چې مسلمانانو به یې ادا کولو ته سخته لېوالتیا درلوده او د خلکو شمېر به پکې حتا له حاجیانو هم ډېر و. دلیل یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه حدیث و:

«فَإِنَّ عُمْرَةً فِيهِ تَعْدِلُ حَجَّةً معي»

ژباړه: د روژې په میاشت کې عمره کول داسې دي لکه له ما سره چې یو ځای حج وکړي.

پر دې سربېره رسنیو هم رذالتونه کول او د روژې په فرضیت کې به یې ستونزې راپورته کولې؛ داسې چې ایا مسلمان ته روا دي چې د کرونا ویروس له امله خپله روژره وخوري؟ دوی د ځان ساتلو ته د عبادت تر ادا کولو لومړیتوب ورکوي ... او هغه کسان چې د مسلمانانو خیر نه غواړي، په دې هڅه کې دي چې له روژې څخه د ډله ییز عبادت صفت لېرې کړي او په بدل کې یې خلک په کور کېناستلو او خرابو سریالونو ته په تسلیمېدو اړ کړي. نارینه او ښځینه هنرمندان یې د دغې مبارکې میاشتې ستوري ټاکلي وو او دا مخنیوی په اصل کې د دولت له قوانینو سرچینه اخلي او لازمي یې ګڼي.

له شک پرته هغه کسان چې د مسلمانانو واک یې په لاس کې دی او د جوماتونو د مخنیوي او تړلو پر اساس امر کوي، تل د الله سبحانه وتعالی د شریعت خلاف روان دي. د دغه ویروس پیداکېدل ورته یو فرصت و، چې دا ډول تصمیمونه پلي کړي؛ لکه څنګه چې د مسلمانانو د یووالي راتګ یې له سترګو څخه خوب تښتولی و او پر وړاندې بیخي ناتوانه وو، ځکه دغو حالاتو د دوی حقیقت را برسېره کاوه. دوی به هر کال هڅه کوله چې د روژې میاشتې په را رسېدو سره داسې لوبه وکړي، چې په یوه ورځ د مسلمانانو د روژې او اختر مخنیوی وکړي. موږ مسلمانانو ته دا یادونه کوو، چې د دوی دین د امت دین دی، نه د افرادو؛ د وحدت او یووالي دین دی، نه د اختلاف؛ د دولتدارۍ، اساسي قانون او هغو قوانینو دین دی چې اجازه نه ورکوي یوازې په عباداتو او اخلاقیاتو پورې محدود شي.

مسلمانان باید په پوره توګه دا درک کړي، چې حکام یې لېوان دي او په هر لوري چې دوی ولېږي، خیر یې نشته. د کرونا په شان ناورین د حضرت عمر رضی الله عنه په وخت کې هم رامنځته شوی و. ده او لویو صحابه کرامو له هغه ناورین سره ایماني چلند وکړ او د کرنتین پر مهال شرعي احکامو ته ژمن وو. د دې تر څنګ هغه ناورین صحابه کرام د جهاد او نورو عباداتو له کولو را ونه ګرځول او چارې یې داسې مخته یووړې، چې د شریعت د احکامو خلاف نه وې.

مسلمانان باید خپل واک او اختیار په خپل لاس کې واخلي؛ داسې چې له ناروغۍ سره احتیاط وکړي، خو پرته له دې چې عبادات دې وځنډوي یا یې په پلي کولو کې ستونزې رامنځته کړي. که چېرې ناروغۍ ځینې اړتیاوې درلودې، نو له شک پرته چې هره اړتیا ځانګړې اندازه لري. نه باید ټول خلک بند پاتې شي او نه هم په پوره توګه ټول ازاد پرېښودل شي؛ دا رول یوازې د رباني علماوو لخوا ادا کېدلی شي، نه د رسمي او درباري علماوو لخوا.

 

له الوعی مجلې څخه اخیستل شوی- شمېره ۴۰۴

 ژباړن: منصور دریځ

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې