جمعه, ۱۶ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۶م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
امریکا او روسیه په اسلام ضد جګړه کې د یو او بل تر څنګ ولاړ دي؛ که څه هم امریکا تش په خوله په کریمیا کې د حزب التحریر د غړو بندي کول ناقانونه وبلل
بسم الله الرحمن الرحيم
امریکا او روسیه په اسلام ضد جګړه کې د یو او بل تر څنګ ولاړ دي؛ که څه هم امریکا تش په خوله په کریمیا کې د حزب التحریر د غړو بندي کول ناقانونه وبلل

خبر:

په اوکراین کې د امریکا سفارت د نومبر په ۱۳ پر روسیه غږ وکړ، چې زر تر زره  هغه شپږ کسان خوشي کړي، چې په دې وروستیو کې د نړیوال اسلامي سیاسي حزب (حزب التحریر) د غړيتوب په جرم په کریمیا کې نیول شوي او په اوږده بند محکوم شوي دي. د امریکا سفارت په ټویټ کې ویلي وو: «موږ د سیاسي بیدارۍ شپږو کریمیایي تاتاریانو ته د اوږده بند سزا ورکول په کلکه غندو. موږ په روسیه غږ کوو چې دغه شپږ کسان او همدارنګه نور ټول اوکرایني سیاسي بندیان دې زرترزره خوشي کړي.» دا څرګندونې وروسته له هغه وشوې، چې د نومبر په ۱۲مه د روسټوف ان ډن ښار په جنوبي ولسوالۍ کې نظامي محکمې د حزب التحیر شپږو کریمیایي غړو ته له ۷-۱۹ کلونو پورې د اوږده بند سزا ورکړه. د روسیي رژیم په ۲۰۰۳م کال کې دغه حزب بې بنسټه «ترورېستي سازمان) بللی و؛ که څه هم دغه حزب په ښه توګه پېژني، چې یو سوله غوښتونکی او له تاوتریخوالي خالي حزب دی، حتا له تاسیس څخه تر اوسه پورې یې د تاوتریخوالي په هېڅ عمل کې برخه نه ده اخیستې.   

سربېره پر دې یې د ملګرو ملتونو نړیوالې محکمې ته په دې اړه شکایت وکړ، چې په کریمیا کې د حزب التحریر د غړو د نیولو قضیې ناقانونه دي او روسي ادارې په دې ډول د کریمیا خلک ځوروي او شکنجه کوي. په داسې حال کې چې په اکراین کې پر حزب التحریر بندیز نشته.

په کریمیا کې د اکراین د ولسمشر استازې تامیلا تاشېوا وویل: «له شک پرته موږ وایو چې دغه شکنجې د ترهګرو پر وړاندې نه دي، بلکې نژادي او سیمه ییزه بڼه لري او دا به د بشریت پر وړاندې جرم وګڼل شي.» همدارنګه حقوقي ‌ډلو هم د سیاسي بیدارۍ د قضیو محکومول وغندل او دغه کار یې د کریمیا د تاتاریانو –چې مسلمانان دي- پر وړاندې د روسیې د ظلم د لړۍ یوه برخه وبلله. روسیه په ځانګړي ډول هغه مسلمانان په نښه کوي، چې په سیمه‌ییزه او نړیواله کچه د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې د روسیې له ظالمانه سیاستونو پرده پورته کوي؛ چې ښه بېلګه یې سوریه ده. د بښنې نړیوال سازمان هم وویل چې د دغو شپږو کسانو محکومول بې اساسه دي او دغه محکمه یې هم بې بنسټه وبلله. 

تبصره:

روسیه له اسلام او مسلمانانو سره په ښکاره کرکه لري او دوی تل د اسلامي امت او د دوی د دین دښمنان وو. د عثماني خلافت پر ضد له درېدو را نیولې بیا په سوریه کې د قاتل بشار الاسد د ظالم رژیم په ملاتړ د بې ګناه مسلمانانو تر وژنو پورې؛ د اسلامي ثقافت پر کتابونو له بندیز را نیولې بیا په ښوونځیو او انسټېټیوټونو کې د مسلمانو پېغلو پر حجاب تر بندیز پورې. د مسلمانانو پر وړاندې د دوی دغه ظلمونه او بندي کول د ستالین د کمیونیستي میراث ادامه ده، چې د کریمیا تاتار اوسېدونکي یې له سیاسي او دینې اړخه سخت سرکوب کړل. په حقیقت کې په کریمیا او روسیه کې د حزب التحریر د غړو بندي کول د اسلام پر وړاندې د رژیم د جنګ بله وسیله ده، چې په دې سره د اسلام د بېرته راتلو د مخنیوي هڅه کوي. دوی نه پرېږدي چې خلک له دین سره یوځای شي او مسلمانان ترور کوي، ترڅو هغوی خپله اسلامي عقیده، سیاسي لید او سیاسي کار پرېږدي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَلاَ يَزَالُونَ يُقَاتِلُونَكُمْ حَتَّىَ يَرُدُّوكُمْ عَن دِينِكُمْ إِنِ اسْتَطَاعُواْ

[البقره: ۲۱۷]

ژباړه: هغوی له تاسو سره تر دې پورې جنګېږي، ترڅو له خپل دین څخه مو واړوي.

اصلي اجنډا سونګاتوف روسلان ډېره ښه بیان کړې وه. نوموړی د حزب التحریر غړی و او د روسیې رژیم په مارچ میاشت کې پر ۲۲ کاله بند محکوم کړ، چې یوازنۍ ګناه یې د اسلامي دعوت لېږدول وو. هغه په خپله محکمه کې وویل: «له دغې محکمې څخه ثابتېږي، چې دوی نه موږ محکوموي او نه حزب التحریر، بلکې الهي دین (اسلام) محکوموي.»  

پر دې سربېره د روسیې پر وړاندې د امریکا دغه سیاسي لوبه چې د کریمیا په مسله کې د اکراین ملاتړ کوي، هغه حقیقت نه شي پټولی چې له روسیې سره یو ځای د اسلام د بیا راتګ پر وړاندې جګړه کوي. دا ښکاره ده، چې له «ترهګرۍ» سره جګړه په حقیت کې له اسلام سره جګړه ده؛ ښه بېلګه یې سوریه ده، چې د هغو ډلو پر ضد وجنګېدل چې د اسلامي نظام غوښتونکي وو. د دې ترڅنګ د اسلامي خاورو پر چارواکو د ټرمپ غږ، چې له خپلو هېوادونو څخه مو اسلامي سخت دریځي (سیاسي اسلام) پاک کړئ او هم په مرکزي اسیا او عربي نړۍ کې له استبدادي نظامونو څخه د دوی ملاتړ کول. همداراز په اندونیزیا، پاکستان او بنګلدېش کې پرهېزګاره مسلمانان ځوروي او نا حقه یې پر حزب التحریر بندیز لګولی دی. بېځایه او دروغ تورونه پرې پورې کوي؛ غړي یې بندي کوي، ځوروي او حتا وژني یې.   

که امریکا په خپله خبره کې رښتینې وي، چې په کریمیا کې زموږ د وروڼو پر وړاندې قضیه سیاسي وه او موږ له تاوتریخوالي څخه کار نه اخلو او غړي مو یوازې اسلام ته د دعوت په تور بندیان دي، نو زموږ غړي ولې د دوی په ملګرو هېوادونو – چې پورته یاد شول- کې بندي کېږي!؟

موږ هغو ټولو دولتونو ته چې د اسلامي خلافت دعوتګر بندي کوي او ظلم پرې کوي وایو، چې د حق خبره، د ظلم پروړاندې درېدل او د نړۍ د مالک (الله سبحانه وتعالی) د نظام لپاره نارې وهل جنایت او جرم نه دی! موږ درته وایو، چې دغه ټولې وېروونکې لارې مو بې معنا دي، چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له تګلارې سره سم اسلامي دولت (خلافت) د تاسیس پر وړاندې یې کاروئ. موږ ته یوازې د الله سبحانه وتعالی اطاعت مهم دی، نه د بل چا. موږ یوازې د هغه سبحانه وتعالی رضا او جنت غواړو؛ له هغه سبحانه وتعالی پرته له هېچا څخه نه وېرېږو او د هغه سبحانه وتعالی تر حاکمیت لاندې ژوند غواړو!

موږ له خپل رب سره ټینګه ژمنه کړې، چې موږ ستا با اېمانه بندګان او د اسلام ساتونکي یو او په خپل ټول توان سره په ځکه کې د الهي نظام د واکمنېدو هڅه کوو. په دغې لاره کې د هېڅ خنډ، سختۍ، ګواښ او محاکمې پروا نه لرو! په واقعیت کې زموږ پر وروڼو ستاسو شکنجې زموږ عزم لاپیاوړی کوي، ترڅو خپلې موخې ته په ښه توګه ورسېږو! موږ هغو ټولو ظالمو دولتونو ته وایو، چې د اسلامي ډلو پر وړاندې ستاسو جګړې او د اسلام، خلافت او دعوتګرو پر وړاندې ستاسو دروغ او مبارزه به هېڅکله بریالۍ نه شي. هغه دولت به ډېر ژر تاسیس شي، چې تاسو ورڅخه وېره لرئ انشاالله. په واقعیت کې د خلافت بیا راتګ د الله سبحانه وتعالی ژمنه ده او الله سبحانه وتعالی په خپله ژمنه کې هېڅکله هم نه ناکامېږي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

لیکواله: داکتر نسرین نواز

د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر د ښځو د برخې مشره

Last modified onشنبه, 11 جنوری 2020

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې