شنبه, ۱۷ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د پاکستان ټاکنې
بسم الله الرحمن الرحيم
د پاکستان ټاکنې

(ژباړه)

پوښتنه:

رویټرز د ۲۰۲۴ کال د فبروري په ۱۹مه راپور ورکړ: «د پاکستان دوه لوی حزبونه به دوشنبه سره وګوري او هڅه به وکړي چې له بې پایلو ټاکنو وروسته د یوه ایتلافي حکومت د جوړولو پر سر خپل اختلافات ختم کړي ... وروسته له هغې چې مسلم لیګ – نواز (PML-N) ګوند شهباز شریف د دغه هیواد د رهبرۍ لپاره ټاکلی، د دوشنبې خبرې اترې به د دغو خبرو اترو پنځم پړاو وي.» (رویټرز؛۲۰۲۴م کال د فبروري ۱۹مه) د پاکستان ټاکنې تر ځنډېدو وروسته د ۲۰۲۴م کال د فبروري په ۸مه ترسره شوې. ایا د یادې «دوشنبې» لیدنې له واک څخه تحریک انصاف ګوند ته د وفادارو خپلواکو نوماندانو د لرې کولو په معنی وې؟ ایا د تقلب او لاسوهنې تورونه ریښتیا دي؟ د پاکستان تر ټاکنو وروسته وضعیت کومې خواته روان دی؟

ځواب:

د پاکستان ټاکنې تر څو میاشتو ځنډ وروسته وشوې. «وروستۍ پایلې چې یکشنبه اعلان شوې، ښيي چې خپلواکو نوماندانو ۱۰۱ څوکۍ ترلاسه کړې (له دغو خپلواکو نوماندانو څخه ۹۲ یې د تحریک انصاف ملاتړ لري او پاتې یې عمومي خپلواک دي)؛ په داسې حال کې چې مسلم لیګ – نواز ۷۵ څوکۍ او د بلاول بوټو زرداري په مشرۍ د خلکو ګوند ۵۴ څوکۍ ترلاسه کړې» (الجزیره نېټ؛ ۲۰۲۴م کال د فبروري ۱۱مه) تمه کېده چې دغه ټاکنې به پاکستان د سیاسي ثبات خواته بوځي. دا ټاکنې تر یوه سخت پړاو وروسته وشوې چې پارلمان د عمران له حکومت څخه باور واخیست او د ۲۰۲۲م کال د اپریل په ۹مه یې دی له واکه لرې کړ؛ ورپسې د نواز شریف ورور او د مسلم لیګ – نواز ګوند غړی، شهباز شریف لومړی وزیر وټاکل شو. تر دې وروسته په ټول پاکستان کې پراخ لاریونونه وشول... دا چې په پاکستان کې وضعیت تر دغو ټاکنو وروسته کومې خواته روان دی؛ لاندې ټکو ته اشاره کوو:

۱. پاکستان یوه ډیره مهمه اسلامي خاوره ده؛ ۲۵۰ ملیونه ګڼ نفوس لري او له دې اړخه یوه ستره بشري سرچینه ده چې هم د اقتصادي څرخ په چلولو او هم د پوځ لپاره د بشري سرچینو په برابرولو کې مهمه ونډه لري. نو پاکستان یوه داسې اسلامي خاوره ده چې هم ډيرې بشري او نظامي سرچینې لري او هم غوره سټراټيژيک موقعیت.

۲. پاکستان اوس د نړۍ له بېوزلو هیوادونو ګڼل کېږي؛ په داسې حال کې چې دغه خاوره حاصلخېزې کرنیزې ځمکې، لوړ صنعیتي ظرفیت او د نړۍ د لویو اقتصادونو د متحرک کولو لپاره کافي بشري ځواک ځواک لري. په پاکستان کې د بېوزلۍ سبب هغه ناکام سیاستونه دي چې تر شا یې امریکا ده. مالي او اداري فساد او د چین او امریکا پشان پردیو باندې د اعتماد ناروغۍ خپرېدل هغه څه دي چې د هرې اقتصادي ودې د هڅو مخه نیسي. په ۲۰۲۲م کال کې په پاکستان کې سیلابونو یو ناورین جوړ کړ او ګڼې کرنیزې ځمکې یې له منځه یوړې؛ دولت هیڅ کومه ګټوره حللاره ورته وړاندې نه کړای شوی. د شته اقتصادي ناکامیو ترڅنګ، پاکستان په ټولو برخو کې بشپړ ناکام دی چې له لسیزو راهیسې د حکومتولۍ په برخه کې ناکامي یې تر ټولو ډیره ښکاره ده.

۳. په پاکستان کې اسلامي جهادي روحیې داسې وده وکړه چې ټوله نړۍ یې ووېروله؛ دا روحیه د کشمیر تر قضیې او د شوروي او بیا امریکا لخوا د افغانستان تر اشغال وروسته لا زیاته شوه. هغه پراخې پېښې چې په څو لسیزو کې وشوې؛ کلکه او ټینګه جنګي روحیه یې په ډاګه کړه چې ریښه یې د پاکستان د خلکو په اسلامي عقیده کې ده؛ په دغې خاوره کې د کشمیر او افغانستان د ازادۍ په موخه ګڼ اسلامي حرکتونه رامنځته شول. د نړۍ د مسلمانانو د مرستې لپاره غږونه له دغې خاورې پورته شوي. هغه خوځښتونه چې غرب یې سیاسي اسلام بولي؛ لکه د خلافت تاسیس ته دعوت، په پاکستان کې ژورې ریښې پیدا کړې. دا ټول موارد د دې سبب شول چې د ګاونډي افغانستان تر څنګ په پاکستان کې اسلام غوښتنه وده وکړي او دا خاوره تر منځني ختیځ وروسته د اسلامي سیاسي ثقل دویم مرکز شي.

۴. پاکستان ډیر پیاوړی پوځ لري چې په عصري او اټومي وسلو سمبال دی. له هند سره د پاکستان اوږده شخړه د دې سبب شوې چې امریکا د پاکستان پوځ د کورنۍ جګړې پر لور بوځي او تحریک یې کړي چې له طالبانو سره، چې په ۲۰۲۱ کې په افغانستان کې واک ته ورسېدل، ښکېل شي. په دې وروستیو کې امریکا هڅه کوي چې د پاکستان پوځ ان له ایران سره پر پوله هم فعال او ښکېل وساتي؛ د دغو ټولو هڅو موخه دا ده چې هند د چین د پرمختګ مخنیوي لپاره د امریکا په سټراټيژۍ کې ونډه واخیستی شي او چین له هند سره د ښکېل کېدو د احتمال په فکر بوخت کړي. تر دغو ټولو مواردو وړاندې، امریکا وکولی شوی له ۲۰۰۱ تر ۲۰۲۱م کلونو پورې د افغانستان د اشغال پر وخت پاکستان، افغانستان ته د ننوتولو په ښه لار بدل کړي؛ خو له دغو ټولو لاسته راوړنو سره سره امریکا یوه لحظه هم د پاکستان په پوځ کې له شته سټراټيژيک ګواښ څخه غافله نه شوه؛ ځکه خو بایډن وویل چې پاکستان «د نړۍ له تر ټولو خطرناکو هیوادونو دی». (یورو نیوز عربي؛ ۲۰۲۲م کال د اکتوبر ۱۵مه) امریکا په داسې حال کې د پاکستان له پوځ څخه اندېښنه لري چې د دغې خاورې نظامي او سیاسي رهبري ټوله د امریکا په خدمت کې ده او په اسانۍ د امریکا سیاستونه پلي کوي او هرکلی یې کوي.

۵. یوه بله خبره چې د پاکستان ارزښت زیاتوي دا ده چې چین د امریکا د ستر سیال په توګه پاکستان ته ځانګړی نظر لري؛ چین هڅه کوي له پاکستان سره د هند پر وړاندې مرسته وکړي؛ د وسلو مرسته ورسره کوي او د پور او ځینې وخت د لاعوضه مرستې په بڼه په پاکستان کې د لسګونه ملیارده ډالرو پانګونې کوي چې له دې لارې د پاکستان له بیخ‌بنسټونو، نښلوونکو لارو، بندرونو او صنعت سره مرسته وکړي. سره له دې چې د پاکستان د چارو واک له امریکا سره دی؛ خو بیا هم په پاکستان کې د چین هڅو او پانګونو ته د شک په سترګه ګوري.

۶. پورتنیو حقایقو ته په کتو؛ لومړنۍ مسله چې باید د پاکستان د سیاسي پېښو د ارزونې پر وخت پام ورته وکړو دا ده چې راس الکفر، یعنې امریکا په پاکستان کې د تسلط او نفوذ لپاره پر پوځ او نظامي رهبرۍ تمرکز کړی او دا تر ټولو اړین او اساسي کار ګڼي. د پاکستان پر پوځ د امریکا د نفوذ او تسلط یوه ښکاره نښه داده چې له هند سره له شخړې یې لرې کړی؛ په داسې حال کې چې په کشمیر کې د هند پاروونکې کړنې روانې دي، بلکې په زیاتېدو دي. یوه بله نښه یې دا ده چې د پاکستان پوځ کورنۍ جګړې ته مخه کړې او د پاکستان په شمال لوېدیځ کې د هغو مجاهدینو د له منځه وړلو لپاره په جګړه بوخت دي چې د افغانستان د اشغال پر وخت یې له خپلو افغان وروڼو سره مرسته کوله. بله نښه یې هغه شخړې دي چې وخت ناوخت له افغانستان سره کېږي. بل دا چې په افغانستان کې د امریکا جګړه په بشړه توګه له پاکستانه تېرېده. نو د پاکستان پر پوځ د امریکا تسلط، پاکستان د امریکا په مزدور دولت بدل کړی.

۷. د پاکستان پوځ پر دولت بشپړ واک لري او په سیاسي او حزبي چارو کې لاس وهي؛ کله چې وضعیت له کنټروله وځي، په نظامي کودتا مداخله کوي او حکام له واکه پرځوي. د پاکستان حکومت له ډیر وخت راهیسې د دوو سیاسي ګوندونو؛ یعنې مسلم لیګ او د خلکو ګوند ترمنځ لاس په لاس کېږي. لومړی ګوند ښي اړخی او دویم هغه یې ګیڼ اړخی ګڼل کېږي. مسلم لیګ په پنجاب او د خلکو ګوند په سند کې د خلکو ملاتړ لري. د تاریخ په اوږدو کې د دغو دوو ګوندونو د ناکامیو په سبب او دا چې د دواړو ګوندونو مشران په فساد ککړ وو او د ګوندونو رهبري یې فیوډالیزم ملکیت ته ورته جوړه کړې وه چې خلک یې ناراضه کول او د سیاسي اسلام خوځښتونو خواته اوښتل؛ پوځ دې پایلې ته ورسېد چې معادله بدله کړي. نو عمران خان یې واک ته راوست؛ عمران خان د داسې ګوند –تحریک انصاف- مشر و چې هغه وخت یې دومره شهرت او پراخوالی نه درلود. ده په داسې حال کې د فساد پر وړاندې غږ پورته کړ چې هغه وخت د فساد لوی تورونه مطرح شوي وو د مسلم لیګ ګوند د مشر او پخواني لومړي وزیر، نواز شریف پر وړاندې محاکمې جوړېدې. تحریک انصاف د پارلمان رایې ترلاسه کړې او عمران خان په ۲۰۱۸ کې د پاکستان لومړی وزیر شو.

۸. د پاکستان محکمو، پخوانی لومړی وزیر، نواز شریف د فساد په تور تر څار لاندې ونیو او وروسته له هغې چې د ۲۰۱۷ کال په جون کې د سترې محکمې لخوا تورن وګڼل شو او استعفا یې ورکړه؛ د ۲۰۱۸ کال په جولای کې د فساد په جرم په لس کاله حبس محکوم شو. «د پاکستان پخواني لومړي وزیر، نواز شریف د پوځ پر مشر، قمر جاوید باجوه تور ولګاوه چې د ده حکومت یې سقوط کړ، پر قضایه قوې یې فشار راوړ او د عمران خان په رهبرۍ حکومت یې واک ته ورساوه.» (رویټرز؛ ۲۰۲۰م کال د اکتوبر ۱۷مه) نو د نواز شریف لرې کول او محاکمه او بیا په داسې حال کې ټاکنې کول چې نواز شریف د زندان د میلو تر شا و؛ د پوځ په امر وشول. بیا یې پرته له دې چې دغه دوه اوږدې سابقې لرونکي ګوندونه په پام کې ونیسي، عمران خان واک ته ورساوه.

۹. نواز شریف چې په زندان کې و، د درملنې لپاره یې انګلستان ته په دغه شرط د تګ اجازه ترلاسه کړه چې تر درملنې وروسته به بېرته راستنېږي او د محکومیت دوره به یې بشپړوي. خو کله چې پوځ عمران خان له واکه لرې کړ؛ (د دې جزیات زموږ په هغه پوښتنه او ځواب کې شته چې د ۲۰۲۲م کال د مې په ۵مه تر «امریکا او په پاکستان کې یې د مزدورانو بدلول» سرلیک لاندې خپور شو.)، د نواز شریف د راستنېدو په لار کې یې ټول خنډونه لرې کړل. وروسته له هغې چې عمران خان په ۲۰۲۲م کال کې له واکه لرې شو، د نواز شریف ورور، شهباز شریف تر ټاکنو پورې د موقت لومړي وزیر په توګه وګومارل شو. پر دې سربېره، د اسلام اباد محکمې یوه پرېکړه وکړه چې له مخې یې نواز شریف بیرته پاکستان ته تر راتګه په ضمانت ازاد شو او پارلمان هم د ۲۰۲۳م کال په جون کې یو قانون صادر کړ چې نواز شریف ته یې اجازه ورکړه چې بېرته افغانستان ته ستون شي او ځان کاندید کړي. نو نواز شریف بیرته پاکستان ته لاړ او په محکمه کې حاضر شو چې له تورونو تبرئه شي او په ټاکنو کې ودرېږي. (انډپنټنټ عربي؛ ۲۰۲م کال د اکتوبر ۲۷مه) نواز شریف یو ځل بیا د یوه «پاک» سیاستوال په توګه را میدان ته شو او د خپل حزب، مسلم لیګ له لارې کاندید شو؛ دا په داسې حال کې وه چې ورور یې، شهباز شریف د موقت حکومت مشر و او پر ټاکنو یې څار درلود. «نواز شریف په لندن کې تر څلور کاله تبعید وروسته پاکستان ته د راستنېدو پر وخت د پوځ ملاتړ ترلاسه کړ.» (انډپنټنټ عربي؛ ۲۰۲۴م کال د فبروري ۱۹مه) دغه سرچینه زیاتوي «له بل لوري اټکل کېږي چې نواز شریف له نظامي دستګاه سره تر توافق وروسته بیرته د دولت سیسټم ته ننوځي او د څلورم ځل لومړی وزیر کیږي. تحریک انصاف او د خلکو ګوند تور لګوي چې د نواز شریف رسمي هرکلی ښيي چې د ده او نظامي دستګاه ترمنځ تفاهم شته».

۱۰. دا د نواز شریف په اړه وو... د عمران خان په اړه باید ووایو چې اوس د بېلابېلو تورونو په سبب زندان کې دی؛ ځکه خو یې په ټاکنو کې ځان کاندید نه شوی کړی؛ ګوند یې هم د یوه سیاسي ګوند په توګه په ټاکنو کې له ګډون څخه محروم و. په دې توګه ښکاري چې په پاکستان کې محاسبې او سیاسي موازنې څنګه بدلون مومي؛ عمران خان اوس (په ۲۰۲۴ کې) د پوځ د محاسبو د بدلون په سبب همغلته دی چې په ۲۰۱۸ کې نواز شریف پکې و او نواز شریف وروسته له هغې چې ټول خنډونه یې له مخې لرې شول، بیا صدارت ته رسېدلی. دا واقعیتونه ښيي چې د پاکستان د پوځ رهبري څنګه پر پارلماني ټاکنو لوبې کوي او څنګه یې دغه سیاسي ګوندونه، چې واک ته د رسېدو لپاره یې د پوځ د رهبرۍ رضایت اساس ټاکلی، د لوبو وسیله ګرځولي. ومو لیدل چې د پوځ رهبرۍ نواز شریف زنداني او عمران خان واک ته ورساوه بیا یې عمران خان زنداني او نواز شریف واک ته ورساوه. په دې توګه د امریکا د تمایلاتو له مخې د پاکستان د سیاسي ګوندونو رهبران د لوبو وسیله دي او کله یې چې رول پای ته رسېږي، یا له صحنې لرې غورځول کېږي یا د زندان د میلو شاته اچول کېږي!

۱۱. په دې کې هیڅ شک نشته چې دولت او واک له پوځ سره دی او په بېلابېلو لارو په ټاکنو کې لاس وهي؛ لکه څنګه چې اعتراف وشو چې د ځینو سیمو ټلیفوني اړیکې او انټرنېټ یې پرې کړ او دولت ادعا وکړه چې دا کار یې د ټاکنو په ورځ د ګډوډیو د مخنیوي لپاره کړی. دولت دغه راز په خپله خوښه د هغې احصایې له مخې چې پخپله یې وړاندې کوي، د رایې مرکزونو شمېر ټاکي او کولی شي په یوه سیمه کې د یوه ګوند لپاره د رایې مرکزونه کم یا زیات کړي. دغه ټاکنې د ۲۰۲۳م کال له اګسټ څخه د ۲۰۲۴م کال تر فبروري پورې په دې پلمه وځنډول شوې چې د رایې مرکزونه د نوې احصایې له مخې تنظیموي. نو د ګوندونو مشران چې په ترتیب واک ته رسېږي، ټول مکلف دي چې د امریکا پیروي او خدمت وکړي؛ څوک چې له دې لارې کاږه شي یا د کږېدو هڅه وکړي او یا له پوځ سره جوړ نه وي؛ ژر یې پر وړاندې دسیسې جوړېږي او زندان ته لوېږي. نو دا ټول ګوندونه د نظامي رهبرۍ تر سیوري لاندې فعالیت کوي او نظامي رهبري بیا د امریکا مزدوره ده. یاد ګوندونه په خپل منځ کې سره سیالي کوي او د دغې سیالۍ په پایله کې پوځ پرېکړه کوي چې د بل پړاو لپاره کوم ګوند مناسب دی.

۱۲. بله خبره دا ده چې د پوځ رهبري اجازه ورکوي چې د پایلو په اعلان کې د نظر اختلافونه او لانجې راشي څو داسې وښيي چې پوځ د ټاکنو پر پایلو واک نه لري. لکه «نواز شریف او عمران خان چې دواړه پخوا د پاکستان لومړي وزیران تېر شوي؛ جمعه یې اعلان وکړ چې په وروستیو ټاکنو کې بریالي شوي». (انډپنټنټ عربي؛ ۲۰۲۴م کال د فبروري ۱۰مه) خپلواکو نوماندانو چې مطلق اکثریت یې په تحریک انصاف پورې اړه لري، ۱۰۱ څوکۍ خپلې کړې؛ دا تر ټولو ډېرې څوکۍ دي چې د دولت د تشکیل وړتیا لري؛ خو مسلم لیګ چې ۷۵ څوکۍ اخیستې ادعا کوي چې د یوې کتلې په توګه په ټاکنو کې بریالي شوي. دا هغه څه دي چې د پوځ مشر اشاره ورته وکړه او له ټولو سیاسي ګوندونو «چې سیاسي کتله لري» یې وغوښتل چې د ګډوډیو پر وړاندې خپل وحدت او انسجام وساتي. یعنې تحریک انصاف چې د عمران خان ګوند دی، سره له دې چې د پارلمان تر ټول ډیرې څوکۍ یې ترلاسه کړې، خو له رسمي اړخه یې کاندیدان یوه سیاسي کتله نه، بلکې خپلواک ګڼل کېږي. نو یوه د نواز شریف کتله پاتې شوه چې د قانون له مخې مستحقه ګڼل کېږي او کولی شي له نورو ګوندونو سره د ایتلاف له لارې د حکومت د تشکیل پروسه مخته یوسي.

۱۳. ځینو چارواکو اعتراف وکړ چې په ټاکنو کې «تقلب» شوی؛ الجزیرې د ۲۰۲۴م کال د فبروري په ۱۷مه راپور ورکړل: «په روالپېنډۍ کې د حکومت استازي، لیاقت علي منلې چې په هغو ټاکنو کې چې په روالپېنډۍ کې د ده تر څار لاندې وشوې، تقلب شوی.» ده زیاته کړه: «موږ هغه خپلواک کاندیدان چې له ۷۰ تر ۸۰ زره رایې یې اخیستې وې، د تقلبي پاڼو په زیاتولو مات کړل. ده په یوه لیک کې ویلي چې ژر به استعفا ورکړي، ځکه چې په یوه ستر جنایت، یعنې د ۲۰۲۴م کال په ټاکنو کې په تقلب کې لاس لري. د پاکستان د ټاکنو کمېټې د لیاقت علي د دغو خبرو په غبرګون کې ویلي چې دا تورونه ردوي او ژر به په دې اړه څېړنې وکړي». سره له دې، کله چې پوځ نواز شریف له زندانه بهر کړ او اجازه یې ورکړه چې د خپل ګوند په راس کې ځان کاندین کړي؛ پخپله دا معنی لري چې پوځ واک ته د نواز شریف د رسېدو لپاره لار هواروي. رویټرز د ۲۰۲۴م کال د فبروري په ۱۹مه راپور ورکړ: «یوه لوړپوړي حزبي چارواکي په خپلو خبرو کې وویل چې د پاکستان دوه لوی حزبونه به دوشنبه سره وګوري او هڅه به وکړي چې له بې پایلو ټاکنو وروسته د یوه ایتلافي حکومت د جوړولو پر سر خپل اختلافات ختم کړي. دا به د دغو خبرو اترو پنځم پړاو وي. خبرې دا مهال روانې دي چې د خلکو ګوند ته قناعت ورکړي چې د ځینو وړاندیزونو په بدل کې واک سره وویشي. اټکل کېږي چې نوی حکومت به له ډیرو سیاسي لانجو سره مخ شي؛ ځکه چې د پارلمان خپلواک غړي، چې د عمران خان ملاتړ لري، د پارلمان د څوکیو لویه برخه جوړوي». نو د پوځ رهبري چې هر څوک وغواړي نن بریالی او سبا ناکام اعلانوي او زندان ته یې اچوي. دا لوبه همداسې روانه ده.

﴿أَلَا سَاءَ مَا يَحْكُمُونَ﴾ [نحل: ۵۹]

ژباړه: «وګورئ چې څومره بد قضاوت کوي.»

۱۴. د امریکا د غلامې نظامي رهبرۍ دا لوبه چې په حکومتولۍ یې کوي او سیاسي ګډوډۍ ته لار هواروي او کېدای شي دوام ومومي او دا خاوره بې ثباته وساتي؛ پخپله په پوځ کې د مخلصینو لپاره پیاوړې انګېزه کیدی شي چې راپورته شي، په امریکا پورې د دغې خاورې تړاو ختم کړي او دالله حاکمت، خلافت تاسیس کړي چې د الله سبحانه و تعالی وعده ده.

﴿وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنْكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُمْ فِي الْأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ﴾ [نور: ۵۵]

ژباړه: « الله سبحانه وتعالی له هغو كسانو سره چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، ژمنه كړې چې هرو مرو به هغوی ته هم په ځمكه كې هغه خلافت وركوي؛ چې له دوی څخه مخکینیو كسانو ته يې وركړى و.»

هغه خلافت چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې زېری ورکړی چې له جبریه حکومتونو –چې اوس ورسره لاس او ګرېوان یو- وروسته حاکمېږي: «...فقال حذیفة: قال رسول الله صلی الله علیه وسلم:

«ثمّ تکون ملکاً جبریةً فتکون ماشاء الله أن تکون ثمّ یرفعها إذا شاء أن یرفعها ثمّ تکون خلافة علی منهاج النبوّة ثمّ سکت».

ژباړه: «وروسته به جبریه نظامونه وي او دا به تر هغه دوام کوي چې الله سبحانه وتعالی غواړي او کله چې الله سبحانه وتعالی وغواړي، نو جبریه نظامونه به له منځه یوسي او بیا به د نبوت پر منهج خلافت راشي. وروسته رسول الله صلی علیه وسلم چوپ شو.» رواه احمد

اسلامي امت په ټوله نړۍ کې په بې صبرۍ د دغې فریضې د حاکمولو په تمه دی؛ په ځانګړې توګه دا چې د پاکستان وجودي فلسفه اسلام دی؛ پاکستان د اسلام په نامه جوړ شو او ټول خلک او پوځ یې له اسلام او مسلمانانو سره مینه لري. د الله سبحانه و تعالی لپاره دا اسانه ده چې د پاکستان د حکامو او پوځي رهبرۍ تړاو له امریکا سره بدل کړي خو دغو حکامو او رهبرانو ته دا ناشونې ده چې له اسلام سره د خلکو مینه بدله کړي. نو عاقبت د متقیانو دی که دوی صداقت وکړي، هڅه وکړي، جدیت ولري او د الله سبحانه وتعالی دین ته نصرت ورکړي. په دغه صورت کې به الله تعالی هم د دوی ناصر شي.

﴿وَسَيَعْلَمُ الَّذِينَ ظَلَمُوا أَيَّ مُنْقَلَبٍ يَنْقَلِبُونَ﴾ [شعراء: ۲۲۷]

ژباړه:  «څوك چې ظلم كوي، ژر به پوه شي چې له څنګه ناوړه برخليك سره مخ كېږي»

۱۴۴۵هـ.ق کال د شعبان ۱۹مه

۲۰۲۴م کال د فبروري ۲۰مه

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې