سه شنبه, ۰۶ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۶م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     26 ذولقعده 1441

میلادی نېټه :     پنج شنبه, 16 جولای 2020 م

شمېره:      ۱۲/۱۴۴۱

کینیا
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
له کووېډ ـ ۱۹سره د مبارزې په نامه، په دین کې بدعت رامنځته شوی دی

حکومت د دیني شورا په منځګړیتوب د سختو شرایطو په وضع کولو سره جوماتونه بیا پرانیستل. پنځلس کسیزې ډلې ته دنده ورکړل شوې وه، چې د کورنیو چارو وزارت، روغتیا وزارت او د والیانو له شورا سره په ګډه کار وکړي، تر څو د عبادتځایونو د بیا پرانیستلو لپاره شرایط وضع کړي. د لارښوونو په منځ کې دا هم راغلي و، چې په عبادتځایونو کې باید ۱.۵ متره ټولنیز واټن شامل وي او یوازې ۱۰۰ کسان کولای شي په عبادت کې برخه واخلي. دغه راز له ۱۳ کلونو کم عمره ماشومان او له ۵۸کالونو پورته کسان د لمونځ کولو او هغو خدماتو څخه، چې له یو ساعت څخه ډېر وخت نیسي منع شوي دي.

په دې اړه موږ حزب التحریرـ کینیا غواړو لاندې ټکي بیان کړو:

ـ د دیني شورا نظر یو سیکولریستی نظر دی، چې په اسلام کې هېڅ ځای نه لري. دا ځکه چې دا د بېلا بېلو مذهبونو تر منځ د متقابلو اړیکو غوښتنه کوي. دا د غرب په خوښه د نوي دین غوښتنه ده، چې غرب یې د اسلام پر ځای په ټوله نړۍ کې له مسلمانانو څخه غواړي. د دې نظر موخه دا ده چې مسلمانان خپلې اسلامي لارښوونې پرېږدي او د خپل دین لپاره د یو معیار په توګه سیکولر تصورات رامنځته کړي.

ـ د الله سبحانه وتعالی د وحې پر اساس اسلامي احکام د بشر له لوري له رامنځته شوي سیکولر قانون سره مخالف دي، چې اساس یې د بشر عقل دی او له چاپيریال سره سم نافذ او بدلون مومي. دلته به موږ مسلمانو علماوو ته یادونه وکړو چې ځينې یې د مسوولې شورا غړي هم دي، اسلامي احکام پرته له دې سرچینو د منلو وړ نه دي، لکه قرآن، سنت، اجماع او قیاس. دا د زړورو علماوو مسوولیت دی چې له وېرې پرته خپل غږ پورته کوي.

ـ د جماعت لمونځ زموږ د پيغمبر صلی الله علیه وسلم له لوري په ښکاره توګه په ډاګه شوی دی او له همدې امله د مشورې موضوع ته پکې ځای نه لیدل کېږي. په دې برخه کې، ټولو مسلمانانو ته لازمه ده چې د لمانځه اداکولو پر مهال له واټن پرته قطارونه جوړ کړي. مالک بن حویرث روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«وَصَلُّوا كَمَا رَأَيْتُمُونِي أُصَلِّي وَإِذَا حَضَرَتِ الصَّلَاةُ فَلْيُؤَذِّنْ لَكُمْ أَحَدُكُمْ ثُمَّ لِيَؤُمَّكُمْ أَكْبَرُكُم»

ژباړه: ...لمانځونه مو داسې ادا کړئ لکه ما چې خپل لمانځونه ادا کړل، کله چې د لمانځه وخت راورسېد،  له تاسو څخه یو باید اذان وکړي او بل مشر باید مخ ته شي.

احمد له عبدالله ابن عمر څخه روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«أَقِيمُوا الصُّفُوفَ فَإِنَّمَا تَصُفُّونَ بِصُفُوفِ الْمَلَائِكَةِ وَحَاذُوا بَيْنَ الْمَنَاكِبِ وَسُدُّوا الْخَلَلَ وَلِينُوا فِي أَيْدِي إِخْوَانِكُمْ وَلَا تَذَرُوا فُرُجَاتٍ لِلشَّيْطَانِ وَمَنْ وَصَلَ صَفّاً وَصَلَهُ اللَّهُ تَبَارَكَ وَتَعَالَى وَمَنْ قَطَعَ صَفّاً قَطَعَهُ اللَّهُ»

ژباړه: صفونه منظم کړئ، اوږه په اوږه ودرېږئ، خالیګاوې ډکې کړئ، د خپلو وروڼو سره نرم اوسئ، د شیطان لپاره خالي ځای مه پرېږدئ. که څوک په صف کې ځای ونیسي، الله سبحانه و تعالی به ورسره یو ځای شي، که کوم یو صف مات کړي، الله سبحانه و تعالی به یې پرېږدي.

له پورتنیو شرعي شواهدو څخه په څرګند ډول ښکاري چې عبادت کوونکي دې ته اړه کول، تر څو د جمعې او یا هم د جماعت لمانځونو کې د ناروغۍ له امله ۱.۵ متره واټن رامنځته کړي، د ناروغۍ له نښو نښانو پرته دا په اسلام کې یو بدعت دی. سربېره پر دې، ساري ناروغي یو عذر دی چې جومات ته لاړ نه شئ، داسې نه چې لاړ شئ او له بل عبادت کوونکي سره یو متر واټن ولرئ.

په جومات کې یوازې ۱۰۰ عبادت کوونکو ته په لمانځه کې د ګډون اجازه ورکړل شوې ده، هغه مشران چې عمر یې له ۵۸ څخه لوړ دی او هغه ماشومان چې عمر یې له ۱۳ کلونو څخه ټيټ دی منع شوي دي. دغه حالت نه یوازې دا چې له اسلامي لارښوونو سره په ښکاره مخالفت بیانوي، بلکې دا غیر عادلانه عمل دی، چې الله سبحانه وتعالی یې نه خوښوي. دا د مشرتابه لوړ معیارونه دي چې په عبادت کوونکو باندې دا ډول سخت شرایط وضع کوي، په داسې حال کې چې موږ ګورو سړکونه، دفترونه، سوپر مارکېټونه او نور ځایونه پرته له دې چې عمر په نظر کې ونیول شي له خلکو څخه ډک دي! ایا دا په دې مانا ده چې کووېډـ۱۹ بل چېرې نه، یوازې په جوماتونو کې ده، جوماتونه باید بند پاتې شي، یا یوازې د محدودو عبادت کوونکو پر مخ پرانیستي وي!

موږ بیا ټینګار کوو چې دا ناورغي د الله سبحانه و تعالی له لوري یو جدي ګواښ او ازموینه ده چې خپل بندګان یې وآزمویي، تر څو د زړه له تله د هغه د وحې پيروي وکړي. د دې په رڼا کې، تر سختو شرایطو لاندې د شریعت خلاف د جوماتونو پرانېستل د مسلمانانو زړونه دردوي. موږ پوهېږو چې له اسلامي هېوادونو په یوه کې به د نبوت پر منهج راشده خلافت تاسیس او ټول جوماتونه به پرانیستل شي. دغه راز سهار او ماښام به د الله سبحانه و تعالی ذکر پکې کېږي.

شعبان معلم د حزب التحریرـ کینیا مطبوعاتي استازی

 

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې