- مطابق
(ژباړه)
الله أكبر الله أكبر الله أكبر لا إله إلا الله، الله أكبر الله أكبر ولله الحمد
بسم اللّه الرّحمن الرّحيم والحمد للّه ربّ العالمين والصّلاة والسّلام على أفضل المرسلين سيّدنا محمّدٍ وعلى آله وصحبه أجمعين.
امام بخاري په خپل صحیح کې د محمد بن زیاد په حواله روایت کړی، چې وایي: ما له ابوهریره رضي الله عنه څخه اورېدلي چې: رسول الله ﷺ وفرمایل – یا یې وویل: ابوالقاسم ﷺ وفرمایل:
«صوموا لِرُؤيتِهِ وأَفْطِرُوا لرؤيتِهِ فإنْ غُـبِّيَ عليكم فَعُدُّوا ثَلَاثِينَ»
ژباړه: «روژه د سپوږمۍ په لیدو ونیسئ، او د هغې په لیدو يې ماتې کړئ، او که درڅخه پټه شي (او ونه لیدل شي) نو دېرش ورځې پوره کړئ».
د دغې یکشنبې په مبارک ماښام د شوال میاشتې د سپوږمۍ لیدو شرعي څېړنه وشوه، چې په پایله کې یې په شرعي ډول د نوي هلال لیدنه تایید شوه. نو، سبا یکشنبه د شوال میاشتې لومړۍ ورځ ده، چې د نېکمرغه کوچني اختر له لومړۍ ورځې سره برابرېږي.
په دې مناسبت، حزب التحریر د زړه له تله ټول اسلامي امت ته د نېکمرغه کوچني اختر د رارسېدو مبارکي وړاندې کوي، او له الله سبحانه وتعالی څخه غواړي چې راتلونکی اختر په داسې حال کې راولي چې د امت دولت قائم، دین یې غالب، او عزتمند اسلام یې سرلوړی شوی وي. همداراز، زه هم په خپل او د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر د مشرتابه او د دفتر د ټولو وروڼو او خویندو په استازیتوب، د حزب التحریر امیر، جلیلالقدر عالم عطا بن خلیل ابو الرشته حفظه الله ته ځانګړې مبارکي وړاندې کوم. له الله سبحانه وتعالی څخه غواړو چې هغه ته دا توفیق ورکړي چې په لاسونو یې د رسول الله ﷺ زېری - یعنې د نبوت پر منهج د دویم راشده خلافت تاسیس- تحقق ومومي.
په داسې حال کې چې اسلامي امت له اوږدو لسیزو راهیسې د جګړو له درنو کړاوونو ځورېږي؛ یوه جګړه لا نه وي سړه شوې چې د بلې اور بل شي او د دغه امت د بچیانو ژوندونه اخلي. وروستۍ بېلګه یې د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر له ۷مې راهیسې د غزې او لوېدیځې غاړې د خلکو پر وړاندې وحشیانه جګړه ده، خو سره له دې موږ د یوه بدلون نښې وینو، داسې بدلون چې دروازې ټکوي، او د اسلامي امت حالت له وژنې او سپکاوي څخه د بریا او عزت پر لور بیايي او -إن شاء الله- د امت تراژیدي پای ته رسوي.
د عرب پسرلي له انقلابونو، بیا د «طوفان الاقصی» عملیاتو، او د مجرم بشار د رژيم له نسکورېدو وروسته، اسلامي امت د غرب لخوا تپل شوي واقعیت سره په ټکر او تحمیلي حالت کې دی. خو دغه ټکر امت ته د دغه واقعیت بدرنګي نوره هم بربنډه کړې، او د خلاصون او ژغورنې هیلې یې لا ډېرې پیاوړې کړې. امت له اسلام سره نږدې شوی، او اوس یې اراده لا قوي شوې چې د خپلو حکامو پر وړاندې ودرېږي او خپل واک بېرته ترې واخلي.
امت د مزدورو رژیمونو تر ولکې لاندې پاتې کېدو درنه بیه ټوله پخپله پرې کړې ده؛ په خپلو سترګو یې ولیدل چې څنګه یې حکامو شتمنۍ د کافر استعمارګر غرب په پښو کې واچولې؛ څنګه یې امت او د امت قضيې یوازې پرېښودې؛ څنګه یې پوځونه له دې منع کړل چې د مجرم یهود له منګولو څخه د فلسطین د ژغورلو لپاره حرکت وکړي؛ څنګه غرب په ښکاره توګه د امت په دین او ارزښتونو کې لاسوهنه وکړه، او څنګه هڅې وشوې چې دا امت د یهودي «دولت» پر وړاندې سر ټیټولو ته اړ شي؛ تر دې چې دغه امت ته له یهودو سره د اړیکو عادي کولو او مرګ ترمنځ بل هیڅ انتخاب پرې نه ښودل شي. دغو ټولو صحنو او پېښو امت راویښ کړ چې که اسلام حاکم نه وي؛ نو تل به تر استعمار لاندې، تر هدف لاندې، او تر سپکاوي لاندې پاتې شي. د خلافت د اړتیا په اړه د امت باور نور هم ژور شوی، بلکې خلافت اوس د امت غوښتنه ګرځېدلې ده.
د الله په فضل سره، امت اوس خپل مسیر پېژندلی، او نور د ژوند د نظام په توګه د اسلام د پلي کولو ځنډېدل نه مني. دا امت اوس له سیکولریزم څخه ښکاره او څرګنده کرکه لري. په شام کې امت له خپلو نویو حکامو غواړي چې دا مبارزه یوازې د الله لپاره اعلان کړي؛ د نورو اسلامي خاورو مسلمانان یې هم څاري او له الله سبحانه وتعالی څخه ورته د سمې لارې او توفیق غوښتنه کوي.
غرب د امت د کنټرول په برخه کې تر ټولو کمزوری پړاو تجربه کوي، او له همدې امله یې بریدونه ډېر شدید شوي دي. هڅه کوي چې خپلې منګولې هم پر مسلمانانو او هم یې پر خاورو، لا ټینګې کړي. له همدې امله مو یې مستقیمې او نیابتي جګړې ولیدې؛ داسې چې پر اسلامي امت او اسلامي خاورو یې د اور سیلابونه راوستل، پرېمانه وژنې او ویجاړۍ یې وکړې. همداراز، موږ وینو چې غرب د امت د شتمنیو لوټ کولو ته څومره لیوال دی. دا ټول ځکه چې غرب پوهېږي دا یې وروستي خوځښتونه دي او نیږدې ده چې په اسلامي خاورو کې خپل نفوذ او لاسپوڅي د تل لپاره له لاسه ورکړي.
هو، دا سمه ده چې یو څوک ښايي ووایي چې غرب د وژنې ستر ماشین لري؛ پر مسلمانانو یې اجیر او لاسپوڅي حکام مسلط کړي، د نړۍ بنسټیزې زېربناوې یې تر کنټرول لاندې دي، پر اسلامي خاورو څار لري، جاسوسي یې کوي او ان ساهګانې يې شمېرې. خو سره له دې، غرب هم زموږ په څېر بشر دی. او لکه څنګه چې وینو، الله سبحانه وتعالی دوی پر خپلو ځانونو سره اخته کړي، زړونه یې سره وېشلي دي. موږ د دغو خاورو خلک یو، هغوی پکې پردي دي، نو له همدې امله موږ پکې ځواکمن یو. سربېره پر دې، اسلامي امت له غرب سره په عراق، افغانستان، فلسطین، شام، او نورو سیمو کې مستقیم ټکر کړی، او دا ثابته شوې چې که هڅې مخلصانه او همغږې وې، غرب ماتېږي او پر شا ځي. د غرب بېرته راستنېدل د حکامو د خیانت په سبب ممکن شول، د شا لارې یې ورته تشې پرېښودې چې بیا پرې د خنجر وار وکړي. دا موږ هغه حقیقت ته رسوي چې هېڅوک ترې انکار نشي کولای: غرب د اسلامي امت پر وړاندې یوازې د خاینو حکامو په ملاتړ مقابله کولای شي. د خلافت له ړنګېدو تر نن پورې همداسې ده. له همدې امله، اسلامي امت باید له دغو مزدورو حکامو ځان خلاص کړي، او د حزب التحریر په څېر مخلصې رهبرۍ تر قیادت لاندې، د یو موټي حرکت په مټ، دا هدف ترلاسه کړي او بیا ځواکمن شي. د امت او بریا ترمنځ یوازې یو نری تار پاتې دی.
اې مسلمانانو! ازادي هره شېبه ترلاسه کېدای شي. تاسو ولیدل چې الله سبحانه وتعالی په ډېرو ځایونو کې تاسو ته مرسته رالېږلې، او تاسو هغه مهال بریالي وئ چې عمل مو مخلصانه او یوازې د الله لپاره و. الله سبحانه وتعالی فرمایي:
﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِن تَنصُرُوا اللَّهَ يَنصُرْكُمْ وَيُثَبِّتْ أَقْدَامَكُمْ﴾ [محمد: ۷]
ژباړه: «اې مؤمنانو! که تاسې د الله مرسته وکړئ، الله به مو مرسته وکړي او قدمونه به مو ثابت کړي.»
د الله سبحانه وتعالی په نصرت او د مسلمانانو د ځوان نسل په عزم او هوډ تاسو وتوانېدئ چې د شام، افغانستان، او فلسطین په میدانونو کې پر غرب یو نوی واقعیت وتپئ. کافر غرب تر هغه څه چې ښکاري، ډېر کمزوری دی.
اې د عامه رایې جوړونې فعالانو! خپل امت په تنګنظریو او هغو مسایلو مه بوختوئ چې هڅې یې ضایع کوي. بلکې خپل کار پر دې متمرکز کړئ چې امت د اسلامي شریعت پلي کولو ته رهبري کړئ، داسې شریعت چې د ژوند یو بشپړ او بې نیمګړتیا نظام دی چې جوړجاړی نه پرې کېږي. د امت ملا وتړئ چې د «سایکس-پیکو» له ظلم څخه خلاص شي، او بېرته د یوه واحد امت په توګه فکر او حرکت وکړي او غرب یې د مقابلې وړ نه وي.
اې د واک او ځواک خاوندانو! دا ستاسو فرصت دی چې د امت لاس ونیسئ او د عزت او ځواک پر لور یې رهبري کړئ؛ امت له ظالمو حکامو او د کافرو استعمارګرو له ولکې خلاص کړئ. تاسو نن په خپلو سترګو د لوېدیځ غرور، تکبر، او د خپل امت، خاورې او شتمنیو پر وړاندې د هغوی جرمونه وینئ. نو د سعد، اسعد، او اسید پشان اوسئ؛ د راتلونکي پاڼې د خپلو صالحو اسلافو، د رسول الله ﷺ انصارو، پشان د رڼا او نور په رنګ ولیکئ. نو اې د مسلمانانو د پوځونو افسرانو او جنرالانو! بېړه وکړئ، له الله پرته بل له هېچا مه وېرېږئ. ځکه چې یوازې الله تعالی پر خپلو بندګانو غالب او پر هر څه قادر دی. الله سبحانه وتعالی فرمایي:
﴿إِن يَنصُرْكُمُ اللهُ فَلاَ غَالِبَ لَكُمْ وَإِن يَخْذُلْكُمْ فَمَن ذَا الَّذِي يَنصُرُكُم مِّن بَعْدِهِ وَعَلَى اللهِ فَلْيَتَوَكِّلِ الْمُؤْمِنُونَ﴾ [آل عمران: ۱۶۰]
ژباړه: «که الله ستاسو مرسته وکړي، هېڅوک به درباندې غالب نه شي؛ او که الله تاسو پرېږدي، نو له هغه وروسته به څوک وي چې ستاسو مرسته وکړي؟ نو مؤمنان دې پر الله توکل وکړي.»
الله أكبر الله أكبر الله أكبر لا إله إلا الله … الله أكبر الله أكبر ولله الحمد
الله سبحانه و تعالی دې ستاسو عبادتونه قبول کړي، اختر مو مبارک شه.
د یکشنبې شپه، د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د شوال میاشتې لومړۍ ورځ، چې د ۲۰۲۵م کال د مارچ له ۳۰مې سره سمون خوري.
انجنیر صلاحالدین عضاضه
د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر رئيس
۱۴۴۶ هـ.ق، د رمضان ۲۹مه
۲۰۲۵م کال، شنبه، د مارچ ۲۹مه
د صدور ګڼه: ۱۴۴۶/۱۰۱