چهارشنبه, ۱۵ ذیحجه ۱۴۴۱هـ| ۲۰۲۰/۰۸/۰۵م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

الجزایر؛ د فرانسې د نېشن سټېټوالي قرباني

  • خپور شوی په سیاسي

الجزایر ۱۳۲ کاله ( د ۱۸۳۰م کال د جولای له ۵مې پیل شو او د ۱۹۶۲م کال تر همدغې نېټې یې دوام درلود) د فرانسې له لوري اشغال شوی و. د اشغال په دومره وخت کې له لسو میلیونو ډېر الجزایریان شهیدان او سلګونه زره نورو ټپیان، ورک او کور پرېښودو ته اړ شول.

فرانسویانو د الجزایر د خلکو د مطیع کولو لپاره له هرې لارې کار واخیست، موخه یې دا وه چې د دغه هېواد خلک له خپل اصل څخه لرې کړي او زور او سرچینې یې په خپله ګټه وکاروي. 

فرانسویانو هلته د ښوونځیو د سیسټم د خپلولو لپاره کسان ولېږل، په ۱۸۳۶م کې یې لومړی کاتولیک ښوونځی پرانیست او په دې سره یې وغوښتل چې له خپلو د قدر وړ میراثونو سره د دغو خلکو اړیکه پرې کړي او اسلامي شخصیت پکې له بېخه ورک کړي. د همدغې موخې یې لپاره یې فرانسوي د دغه هېواد رسمي ژبه کړه، دا د الجزایر د خلکو میراثونو ته سپکاوی و او پر خپلو متونو له پوهېدو یې لرې کول.

په خلکو به یې د غلامانو په شان په معدنونو کې کار کاوه؛ د دوی معادن، نفت او زراعتي محصولات یې لوټول او په دې سره یې خپل اقتصاد پیاوړی کاوه. دغو اشغالګرو همداراز د الجزایر د خلکو پر وړاندې هر راز ظلم کاوه، شکنجه کول یې او ناوړه ګټه یې ترې اخیسته. په تاریخ کې د فرانسویانو له لوري د الجزایر د خلکو د زنداني کولو، د اوبو په څاګانو کې اچولو او برقي شوک ورکولو ثبوتونه پرېمانه دي.

طبیعتاً د فرانسویانو استعمار له مقاومت سره مخ شو، خو مقاوت کوونکي د دغو استعمارګرو له لوري سخت وځپل شول. په ۱۸۸۰م کې فرانسویانو د دغو مقاومت کوونکو له ډلې ۳۷ مجاهدین شهیدان کړل او د سر کوپړۍ یې وساتلې چې اوس د پاریس په منکاینډ موزیم کې ساتل کېږي. د بېرته ګرځولو په اړه تر اوسه ټولې غوښتنې رد شوې دي. معلومات ښيي چې له فرانسې څخه د ازادۍ اخیستو په جګړه کې لږ تر لږه دوه میلیونه الجزایریان شهیدان شوي.

د فرانسې وحشیانه ظلمونه یوازې په دې ختم نه شول. الجزایران څو ځله بیا د ازادۍ غوښتلو لپاره په اعتراضونو کې قتل عام شول، ان تر ۱۹۶۱ م کال پورې. د ۱۹۴۵م کال د مې میاشتې په ۸مه، وروسته له هغې چې نازي المان را وپرځېد، یوازې په دوو اونیو کې په سیتیف، ګیولما او خېراتا ښارونو کې ۴۵۰۰۰ هغه اعتراض کوونکي ووژل شول چې د ازادۍ لپاره یې غږ اوچت کړی و.

فرانسویانو په الجزایر کې خورا زیات وحشت وکړ، په ۱۹۶۰ م کال کې یې ان الجزایر په جنوب لوېديځ کې د هستوي وسلو ازمایښتونه وکړل. د نورو عملیاتو ترڅنګ یې ګېربایس بلیو او بلو ډیزرټ د ۲۴۰۰۰ کسانو د وژل کېدو سبب شول او زرګونه نور یې د راډیو اکټیو د خورېدو په سبب په مختلفو ناروغیو اخته شول.

تاریخپوه، رافایل برانچ، لي موندو ته وویل: «په الجزایر کې د فرانسویانو د شکنجې له ماهیت څخه به هېڅکله انکار ونه شي». په ۲۰۱۷ م کال کې د بشر حقونو د دفاع د یوې الجزایرۍ اتحادیې د اټکل له مخې، په الجزایر کې د فرانسې استعمار تر ۱۰ میلیونو ډېر قربانیان لرل. 

فرانسې ان په ۲۰۱۹م کال کې دا ومنله چې د الجزایر د ازادۍ غوښتلو په جګړه کې یې سیسټماټیکه شکنجه کړې ده. ډېری کسان دا استدلال کوي چې د جرم تش منل کفایت کوي، له تېر څخه باید درس واخستل شي او یوه نوې پاڼه راواړول شي، خو باید د دغه کار ریښه روښانه شي، دا چې دا ظلمونه ولې وشول؛ ځکه اوس هم نړۍ له عین حالت سره مخ ده. هغه ارزښتونه اوس هم شته چې استعماري فکر جوړوي. اوس هم هېوادونه د لا ډېر قدرت، واکمن اوسېدو او نورو موخو لپاره استعمار کوي. موږ دا ارزښت د کپيټلېزم په نامه پېژنو.

اسلام خلکو ته د جنس په سترګه نه ګوري او نه د خلکو د ژوند په اخیستو کې خپله ګټه ګوري. اسلامي نظام داسې یو ټولنیز نظم جوړوي چې لومړیتوب پکې د خلکو د مسوولیتونو او تعامل اسانول دي. تاریخ په دې ګواهي ورکوي؛ اسلام چې هرې سیمې ته تللی، د هغه ځای خلکو په خپله خوښه منلی. داسې هېڅ نه دي شوي چې اسلامي دولت دې کومه ځمکه استعمار کړې، خلک یې قتل عام کړي او شتمني یې لوټ کړې وي. برعکس، لیدلي مو دي چې د اسلام د اقتصادي پالیسیو له وجې لوږه ورکه شوې، خلکو تعلیم ته لاسرسی پیدا کړی، د حاکم د مسوولیت منلو له وجې خلکو ته روغتیايي خدمات رسېدلي او ټولنو ته یې فرصت برابر کړی چې په علومو کې پرمختګ وکړي. 

الله سبحانه و تعالی فرمایي:

[كُنتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ وَتُؤْمِنُونَ بِاللّهِ وَلَوْ آمَنَ أَهْلُ الْكِتَابِ لَكَانَ خَيْرًا لَّهُم مِّنْهُمُ الْمُؤْمِنُونَ وَأَكْثَرُهُمُ الْفَاسِقُونَ]

ژباړه: «اوس په نړۍ کې هغه غوره ډله تاسو یاست چې د انسانانو د لارښوونې او اصلاح لپاره رامنځته شوې ده. تاسو د نېکۍ امر کوئ او له بدو منع او پر الله ایمان لرئ. که دغو اهل کتابو ایمان راوړی وی، نو د همدوی لپاره ښه وه، که څه هم په هغوی کې ځینې دایمان خاوندان شته؛ خو د دوی زیاتره کسان له ایمان څخه سرغړوونکي دي» [آل عمران: ۱۱۰]

اسلام د ټول بشریت د خیر او ګټې لپاره راغلی دی. الله سبحانه و تعالی خو دې د ظلم د دغو سببونو پر ځای د اسلام عالي سټنډرډ حاکم کړي او یو ځال بیا دې ژمنه شوی، د نبوت پر منهج راشده خلافت تاسیس کړي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

ملیحه حسن

 

د مطلب ادامه...

د امت اړوند مسایلو ناسته کې د ګډون بلنه

  • خپور شوی په سوډان

 حزب التحریرـ ولایه سوډان ویاړي چې تاسو ته د امت اړوند مسایلو ناسته کې د ګډون بلنه درکوي، خوښ یو چې تاسو به د یوې ډلې سیاسیونو، د رسنیو متخصیصینو او کاروپوهانو سره ګډون وکړئ. دلته به نه یوازې په ځينو مسایلو او پرمختګونو بحث وکړئ، بلکې له یوه ژور لید سره راپورته شئ، چې زموږ امت به له ظلم څخه ژغورئ او بېرته به یې هغه موقف ته راګرځوئ چې پخوا یې درلود. غوره ملت چې صادقانه لیدلوری لري، تل له مسلسلو پېښو او ډېرو مسایلو وروسته د بشر  ژغورلو لپاره راپورته شوي دي.

د دې اونۍ د ناستې سرلیک:

د نهضت خنډ: د امام په نشتون کې د امت د حقونو له لاسه ورکول

اصلي ویناوال:

۱. استاد عبدالله عبدالرحمن (ابو العز) ـ د حزب التحریرـ ولایه سوډان د ولایتي مجلس غړی.

۲. استاد ناصر رضا (ابو رضا) د حزب التحریرـ ولایه سوډان د مرکزي اړیکو د کمېټې مشر

ځای: د حزب التحریرـ ولایه سوډان مطبوعاتي دفترـ ختیځ/ لويديځ خرطوم، المک نیمر سړک، د ۲۱ اکټوبر سړک سره متقاطع.

وخت: ۱۴۴۱هـ.ق، د ذوالحجې ۴مه، چې د ۲۰۲۰م، د جولای له ۲۵مې سره سمون خوري د سهار ۱۱:۰۰

ستاسو حضور د امت د مسایلو په اړه ستاسو اندېښنې ښيي.

ابراهیم عثمان ابو خلیل

د حزب التحریرـ ولایه سوډان رسمي ویاند

 

د مطلب ادامه...

ایا نړیوال سازمانونه او دولتونه به وپاشل شي؟!

  • خپور شوی په سیاسي

 (ژباړه)

ایډیولوژیک دولتونه خپل افکار او مفاهېم د نظام د قوانینو په توګه ټاکي. پر دې بسنه نه کوي چې یوازې دې دغه ایډیولوژي، قوانین او مقررات په دولت کې دننه وي، بلکې تر ډېره د ایډیولوژیک دولت د قدرت واقعیت ته په کتو دا ایډیولوژي له جغرافیي نوره هم وځي. دولت په دې ترتیب سره خپل فکرونه او قوانین د مصلحت پر اساس پر خلکو ور تپي. د دولتونو، ملتونو او امتونو دغه مسیر ایډیولوژیک وي. د بېلګي په توګه: خلافت دولت تر لسو پېړیو ډېر د نړۍ لومړی دولت و، رښتینی سیال یې نه درلود چې سیال یې شي. که په ځلونه له ستونزو سره مخ کېده، له ځنډ پرته یې ستونزې حل کېدلې. ډېری وختونه د جګړو په ډګر کې دښمن پر بریالی کېده، خو په پایله کې به بریا د خلافت دولت وه. له هغه ځایه چې یو ایډیولوژیک دولت و، قوانین یې پر وچه او لمده واکمن کړي وو. تر هغه چې خلافت دولت د نړۍ تر ټولو غوره دولت و، د نړۍ نظم پر همدغه منوال دوام کاوه. بیا هغه و چې ښکېلاکګرو دولتونو خلافت دولت ته لاسونه وغځول او په پایله کې یې له منځه یوړ، خپل قوانین او مقررات یې پر مسلمانانو ور وتپل. د خلافت دولت تر تیت پرک کېدو لږ وړاندې د نړۍ نظم د فرانسې او انګلیس په ولکه کې و او یا داسې ویلی شو چې دا دوه دولتونه په نړۍ کې تر ټولو غوره دولتونه بلل کېدل. پر دې سربېره، په هغه وخت کې د روسیې او امریکا دولتونه هم له پام نه شوغورځولی.

حالت همداسې دوام کاوه، تر دې چې تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته امریکا ته دا فرصت برابر شو چې نړیوال نظام پخپل واک کې واخلي. امریکا په همدغه هدف سازمانونه او نړیوال بنسټونه رامنځته کړل، هغه سازمانونه چې په واقعیت کې امریکایي موسیسې وې، چې په ښکاره نړیوال بلل کېدل. تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته نړیوال بانک او د پیسو نړیوال صندوق تاسیس شول او امریکا په نړۍ کې د یوازني قدرت په توګه راښکاره شوه. په ځانګړي ډول د «برتون وودز» تر تړون وروسته چې د امریکا په رهبرۍ د نړیوال نظم د تدوین لپاره یوه مقدمه وه. له دوو کلونو وروسته یې د هغې پروژې له لارې چې مارشال نومېده، د هغه څه د بیا رغولو ژمنه وکړه چې په اروپا کې د جګړو په پایله کې وران شوي وو. هغه پروژه چې په واقعیت کې یې امریکایي شرکتونو ته دا زمینه برابره کړه چې په اروپا کې روانکارۍ او شکونې پیل کړي. په همدغه ترتیب امریکایي شرکتونو ته د دې بیارغونې په پایله کې ځانګړي امتیازات ورکړل شول او تر هغه وروسته د دوو کلونو په دوام کې ناټو سازمان هم تاسیس شو.

دا پنځه کلونه په واقعیت کې د امریکا د مالي، اقتصادي او نظامي قدرت د پیاوړي کېدو پیل و. نړیوال نظم د تېرې پېړۍ له نیمایي څخه په نوې بڼه رامنځته شو او دا یو تصادف نه دی چې د نړیوال نظم تر تاسیس وروسته امریکا په نړۍ کې ډېر انقلابونه رامنځته کړل. په الحلبه کې د اسپانیا انقلاب، په سوریه کې د حسني الزعیم په رهبرۍ د سوریې انقلاب، په مصر کې د عبدالناصر په رهبرۍ انقلاب، په عراق کې د انګلیس د مزدورانو پر وړاندې انقلاب، په ایران کې یې د انګلیس د شاه د له منځه وړلو لپاره خمیني صحنې ته راویست او وروسته یې د افغانستان او عراق په اشغال لاس پورې کړ.
امریکا خپلو کارونو ته د مشروعیت ورکولو لپاره له هغو سازمانونو کار اخیستل پیل کړل چې تر دې وړاندې یې د هغوی په رامنځته کېدو او مالي ملاتړ کې ونډه اخیستې وه. د بېلګې په توګه، له بانک او د پیسو له نړیوال صندوق، د ناټو په نظامي زمینه کې د هغوی له دوو اقتصادي مټو، له ملګرو ملتونو او امنیت شورا څخه یې د خپلو نظامي ګټو تر لاسه کولو لپاره کار واخیست. ګنې امریکا باید دا څه په یوازې توګه تر لاسه کړي وای. ټول سازمانونه او نړیوال بنسټونه امریکایي وو او یا یې د دغو سازمانونو په تصمیمونو کې لوی لاس درلود. خو امریکا د یو شمېر زیانونو تر ګاللو وروسته شاتګ پیل کړ. په نظامي برخه کې یې په افغانستان او عراق کې د جګړو په پیلولو سره تریلیونونه ډالرو زیان وکړ، چې له دغه میدان څخه له سرټیټۍ پرته بل ډول نه شي وتلی. په یادو دوو خارو کې د امریکا له ماتې سره مخ کېدل له هېچا پټ نه دي. په اقتصادي او مالي برخه کې یې اقتصاد خپل تعادل له لاسه ورکړ، په ځانګړي ډول د املاکو د ګروۍ تر بحران وروسته چې تر اوسه یې پایلې له منځه نه دي تللې.

خو دغو پرلپسې زیانونو امریکا له داسې واقعیت سره مخ کړې چې په مقصر پسې ګرځي. ځینې وختونه د خپل ځان، چین او اروپا تر منځ د سوداګریز تعادل د نشت په تړاو خبرې کوي، ځینې وختونه له نړیوال سوداګریز سازمان څخه د وتلو ګواښ کوي، هغه سازمان چې د تاسیس یې دونیمې لسیزې کېږي. دا هغه سازمان دی چې تر ۱۵۰ ډېر هېواونه یې غړي دي او د چین د پلوۍ تورونه هم پرې لګول کېږي. ځینې وخت اروپا له دې کبله ګواښي چې له خپلو کورنیو عوایدو څخه د ناټو سازمان ته لږه برخه ورکوي او پر دغه سازمان خپلې مالي مرستې کموي. که څه هم غربي اروپا له خپلې بودیجې څخه د ناټو له سازمان سره خپله مالي مرسته ډېره کړې ده، خو امریکا اوس هم له دې چارې خوښه نه ده. په همدغه ترتیب امریکا څه موده وړاندې د روغتیا پر نړیوال سازمان تور پورې کړ چې د چین پلوي کوي او د هغوی قوانینو ته ژمن پاتې دی او په همدې پلمه یې له یاد سازمان څخه خپل وتل اعلان کړل. په دې وروستیو کې ټرمپ اوو لویو صنعتي هېوادونو ته په ملنډو وهلو سره داسې وویل: «دا هغه دولتونه دي چې ځینو وختونه مو بښلي دي او دا چې دغه دولتونه ګډون ته اړتیا لري، په همغه ډول روسیه هم دا لېوالتیا لري چې په یادو هېوادونو کې شامله شي؛ دا هغه دولتونه دي چې د ښه اقتصاد درلودو له کبله نوي درجه بندي شوي، لکه هند او جنوبي کوریا.» په داسې حال کې چې اروپایي دولتونه روسیه د کریمیې تر اشغال وروسته د (G۷) په هېوادونو کې نه مني.

د هغو بنسټونو او نړیوالو سازمانونو پر وړاندې د امریکا کوداتا چې د هغوی په وسیله یې نړۍ اداره کوله، بلکې نړۍ یې اړه کړې چې د قوانینو تابع یې شي، لکه د روغتیا نړیوال سازمان چې امریکا ترې ووتله یا د سوداګرۍ نړیوال سازمان چې امریکا یې د چین په پلوۍ تورنوي او حتا د ناټو سازمان چې امریکا پخپله هغه تاسیس کړ. همدارنګه د هغو بنسټونو او موسیسو د پاشلو لپاره دروازې پرانیستې پرېږدي چې د خلکو پر سینه ناست دي او څو ملتونه یې په دې وروستیو کې استعمار کړي دي. دغه تیت پرک کېدل چې نښې یې په اسمان کې ښکاره شوې او ټرمپ یې رهبري کوي، کېدایشي له نویو نړیوالو اړیکو سره د نوې نړۍ مقدمه وي.

هغه ستونزې چې اوس امریکا ورسره مخ ده، د دې لامل شوې چې امریکا خپله هوښیاري له لاسه ورکړي او نه پوهېږي چې څه وکړي. ټرمپ خپل احمقتوب پر ډیموکراټانو ور اچوي او ځیني وختونه غواړي چې خپل کورني قوانین تعدیل کړي. په ځلونه یې پر نړیوالو بنسټونو او سازمانونو تورونه لګولي. غواړي چې نړیوال قوانین تعدیل کړي. په داسې کچه چې حزب یې له کوم فکر پرته هڅې کوي. فکر نه کوم چې امریکا دې نړۍ ته په نوي رنګ ورکولو بریالۍ شي او خپل قوانین دې د تېر په څېر پر خلکو ور وتپي. اروپایي ټولنه تقریبا یوه صلیبي ټولنه ده او امریکا نه یوازې د هغه تر شاه ده، بلکې له هغه څخه د یوې ټولنې په توګه دفاع کوي او انګلیس یې یوه برخه ده. وروسته ټرمپ احمق صحنې ته راغی او د ده راتګ د دې لامل شو چې انګلیس د رفرانډوم په ترڅ کې له اروپايي ټولنې بهر کړي. ټرمپ دې ته لومړیتوب ورکړ چې اروپايي هېوادونه په فردي ډول تعامل کړي. حتا ټرمپ په صراحت دا وویل چې دی د اروپايي ټولنې له پاشل کېدو ملاتړ کوي او اروپايي دولتونه دوکې او خپلمنځیو شخړو ته هڅوي، چې د انګلیس په څېر له اروپایي ټولنې بېل شي. هر ډول خلا چې په طبیعي ډول یا د امریکا په مرسته رامنځته شي، دا تشه یوازې د هغه دولت پر مټ ډکېږي چې قوانین او مقررات یې د پانګوالۍ نه وي. هغه مالي او اقتصادي نظام چې لسیزې لسیزې یې نړۍ د خپلو مقیاسونو په ولکه کې کړې وه او اوس د پاشل کېدو په حال کې ده. هغه اقتصادي ازادۍ چې دغه شعار یې د ملا تیر و(پرې ږدئ چې پر لاره ولاړ شئ، پرې ږدئ چې تېر شي) ناکامي یې ټولو ته ثابته ده.

دولتونو په ځانګړي ډول امریکا په بازارونو کې لاسووهنه وکړه، دغه بازارونه یې پخپله ګټه څرخول، هغه تیوري چې د «شیکاګو» ښوونځی یې د پلي کېدو لېوال دی او هغه تیوري چې «نیولیبرال» په نوم یادېږي په «کنز» ښوونځي کې یې انقلاب رامنځته کړی دی. دغه مکتب بیا په بازارونو کې د لاسووهنې مخالف دی، چې اوس یې ماتې ثابته شوې ده او حد اقل له یوې علمي لیدلوري څخه په یوه علمي نظریه بدل شوی دی. ځکه دولتونه په اقتصادي مسیر کې له لاسووهنې پرته بله چاره نه ویني او له دې پرته به په ماتې خوړلو دولتونو بدل شي، ځکه په دغو دولتونو کې شتمن بې وزله استثماروي.

د خبرو لنډیز: د پانګوالۍ ایډیولوژي چې امریکا یې په راس کې ده، نور له دې ایډیولوژۍ ملاتړ نه شي کولی او ژمنه نه شي ورته پاتې کېدای. په دې مانا چې نور یې وخت پای ته رسېدلی او یوازنی نظام اسلام دی چې ځای به یې نیسي او بس. اسلامي نظام د ستونزو پر حل بشپړ برلاسی دی او درې ګوني ملکیتونه په سمیت پېژني. فردي ملکیت، دولتي ملکیت او د دولت تبعه ملکیت، هغه څه چې عام ملکیت بلل کېږي. له دغو درېیو ملکیتونو پرته اقتصاد او د پیسو د وېش تیوري او حتا په ټوله کې پانګوالي نظام به له نه منونکې ستونزې سره مخ شي او دغه مډرنې او زړې تیورۍ به تر دې وروسته د اقتصاد او پانګو په لوبولو ونه توانېږي. د نړۍ د ستونزو حل یوازې د یو نوي دولت په ولکه کې دی چې نوې ایډیولوژي ولري. هغه دولت چې له خلافت پرته ناشونی دی. ځکه خلافت یوازنی دولت دی چې قوانین پلي کولی شي. دغه دولت به د بشر د نېکمرغۍ لامل شي او هغوی به د پانګوالۍ او سرمایه دارۍ له فساده ډکو قوانینو او مقرراتو څخه وژغوري. کله چې نړۍ د اسلام عدالت وګوري، هغه وخت به بشر په ډېر هرکلي او ښه راغلاست سره د دغه نظام او دولت واکمنېدو ته غېږ پرانیزي.

لیکوال: استاد خالد الأشقر (أبوالمعتزبالله)

ژباړن: بهیر «ویاړ»

د مطلب ادامه...

راجح او مرجوح شرعي قواعد

  • خپور شوی په فقهي

پوښتنه

السلام‌علیکم‌ورحمت‌الله‌وبرکاته!

ګران او عالم ورور (شیخ عطاء بن خلیل ابو الرشته) هیله ده چې لاندې پوښتنه ځواب کړئ.

د دغه قول په اړه چې په معاملاتو کې اصل حل او اباحت دی، داسې نظر شته چې دغه قول د څلورو جمهورو فقهاوو ته په نسبت ورکولو سره ډېر دقت او بحث ته اړتیا لري. دغه اصل په وروستیو علماوو کې مشهور شوی. موږ داسې څه نه وینو چې پخوانیو علماوو دې په دې اړه نظر ورکړی وي. د بېلګې په توګه؛ ابن نجیم حنفي چې له حنفي اصولینو څخه دی. د یادې قاعدې په تړاو یې دوې قاعدې یادې کړي دي. هغه ویلي: «تر هغه چې د حرمت دلیل نه وي، په اشیاوو کې اصل اباحت دی.» همدارنګه هغه ویلي: «په مناکحاتو کې اصل حرمت دي.»

پوښتنه دا ده چې که هر وخت شارع احتیاط کړی وي او حرمت یې د نسل د ساتنې په موخه اصل ګرځولی وي؛ ایا په مالي معاملاتو کې د حلالیت اصل نه ردېږي؟ یا ووایو چې حلالیت اصل نه شي کېدای؟ پر همدغه اساس، اړتیا ده چې د عمومي قواعدو تر څنګ د معاملاتي مسایلو په تړاو ډېره څېړنه وشي، څو حکم په لاس راشي. شارع په همغه ډول چې نسل یې خوندي ګڼلی، مال یې هم خوندي بللی دی.

کېدای شي له ما څخه تېروتنه شوې وي. په ځانګړي ډول د دې مسالې په تړاو به مې د ټولو علماوو او اصولینو نظرونه نه وي لوستي. خطر دا دی چې په هر ډول معاصرو معاملاتو کې د هغه حلالیت ته ورځو او زموږ استدلال په دې قایده دی، چې په معاملاتو کې اصل حلالیت دی. پرته له دې چې د دې مسالې په تړاو ډېر تحقیق وشي او په هغه کې د شاملو ځانګړنو دلیلونه وپېژنو؛ نو د دې قاعدې صحت څه ډول دی؟ ایا فقهاوو په دې اړه څه ویلي دي؟ پوښتنه کوونکی: د لبنان اوسېدونکی ابوبکر زکریا

ځواب:

وعلیکم‌السلام‌ ورحمت‌الله‌وبرکاته!

وروره! په دې اړه د مجتهدینو په نظر بې شمېره قواعد شته، چې دغه قواعد زموږ په نظر مرجوح او کمزوري دي. له دغو قواعدو څخه یوه قاعده ده چې په معاملاتو کې اصل حلالیت دی. منل شوې قاعده دا ده: (په اشیاوو کې اصل اباحت دی، تر هغه چې د اشیاوو د حرمت دلیل شتون ونه لري.) هغه هم د دلیل د قوت پر اساس. همدارنګه دغه قاعده: (په اعمالو کې اصل تقیید او په شرعي حکم مقیدوالی دی.) موږ د نورو قواعدو په تړاو هم خبرې کړي دي او ومو ویل چې دغه قواعد غیر راجح دي، چې د دې مسالې بیان په لاندې ډول دی:

لومړی – د شخصیې کتاب په درېیمه برخه کې د (الاحکم قبل ورود الشرع) به باب کې یعنې حکم د شریعت تر راتګ مخکې نه دی. په دغه باب کې مو داسې ویلي وو:

په اشیاوو کې اصل تحریم دی. په دغه دلیل چې د الله سبحانه وتعالی په ملک له اجازې پرته یو ډول تصرف دی، چې په دغه صورت کې حرامېږي؛ ځکه ایت مبارک دا څرګندوي چې الله سبحانه وتعالی تر هغه چې رسول راونه لېږي، عذاب نه کوي، یعنې تر هغه چې یو حکم واضح نه کړي، د هغه په اړه عذاب نه ورکوي. پر دې سربېره په هغه صورت کې چې په اشیاوو او افعالو کې اصل حرمت وي، مخلوقات زیانمن کېږي او الله سبحانه وتعالی له زیان رسولو څخه پاک دی. همدارنګه دا ونه ویل شي چې په افعالو او اشیاوو کې اصل اباحت دی. په دغه دلیل چې دا کار د څښتن د مال په اړه زیان او یوه مفسده ګټه ده. دا مساله ونه ویل شي؛ ځکه د ایت مفهوم دا دی چې انسان پر هغه څه مقید دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم راوړي وي. انسان ته د هغه څه په اړه عذاب ورکول کېږي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم راوړي وي او دی ورسره مخالف وي. په دې اړه اصل د رسول الله صلی الله علیه وسلم پیروي او په اسلامي احکامو مقید کېدل دي، نه اباحت. عموم ایات پر دې دلالت کوي چې انسان باید شرعې ته رجوع وکړي او په شریعت مقید وي. الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

﴿وَمَا اخْتَلَفْتُمْ فِيهِ مِنْ شَيْء فَحُكْمُه إِلَى اللِّه﴾

ژباړه: په هغه څه کې چې تاسو اختلاف کوئ، د احکامو د پیدا کېدو لپاره د الله سبحانه وتعالی لور ته رجوع وکړئ.

همدارنګه الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

﴿فَإِن تَنَازَعْتُم فِي شَيْء فَرُدُّوه إِلَى اللّه وَالرَسُولِ﴾ [انساء: ۵۹]

ژباړه: که مو په کوم څه کې اختلاف درلود، هغه الله سبحانه وتعالی او د هغه رسول صلی الله علیه وسلم ته ور وګرځوئ.

او د دې تر څنګ الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

﴿وَنَزَلْنَا عَلَيْكَ الْكِتَابَ تِبْيَانا لِكُل شَيْء﴾

ژباړه: ما دغه کتاب (قران) پر تا نازل کړ، چې د هر څه بیانوونکی دی.

رسول الله صلی الله علیه وسلم په هغه روایت کې چې دار قطني کړی، فرمایلي دي:

«کل امر لیس علیه امرنا فهو رد»

ژباړه: په هر څه کې چې زما امر نه و، هغه رد دي.

دغه نصوص او حدیث پر دې دلالت کوي چې د پیروۍ اصل پر شریعت مقید پاتې کېدل دي او بل دا چې د مدیریت له فساد څخه تشه ګټه او د څښتن زیان د اباحت دلیل نه شي کېدای.

همدارنګه ونه ویل شي چې په اشیاوو کې اصل توقف او د حکم نشت دی، ځکه په دغه صورت کې د کال تعطیل او یا د حکم تعطیل شرعي دی، چې دواړه حالاتونه سم نه دي. بل دا چې، هغه څه چې په قران او حدیثونو کې ثابت دي، د نه پوهېدو په صورت کې باید د هغه د شرعي حکم پوښتنه وشي؛ نه دا چې ودرول شي. څنګه چې الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

﴿فَاسْألَوا أَهْلَ الذِكْر إِن كُنتُمْ لا تَعْلَمُونَ﴾

ژباړه: په هغه صورت کې چې نه پوهېږئ، د پوهې له څښتن څخه پوښتنه وکړئ.

رسول الله صلی الله علیه وسلم د تمیم په حدیث کې، چې ابوداود له جابر څخه روایت کړی، فرمایلي دي:

«أَلا سَألُوا إِذْلَمْ يَعْلَمُوا فَإِنَّمَا شِفَاءُ الْعِيّْ السُّؤَالُ»

ژباړه: په هغه صورت کې چې نه پوهېږئ، پوښتنه وکړئ؛ ځکه ښه حالت د پوښتنې فهم دی.

دغه حدیث پر دې دلالت کوي چې د توقف اصل، په حکم کې توقف نه دی.

پر همدغه اساس، د رسول الله صلی الله علیه وسلم له بعثت وروسته حکم شریعت شو او داسې شوي چې حکم د شریعت تر راتګ وړاندې نه رامنځته کېږي. حکم د شریعت پر راتګ ورټولېږي، یعنې هر حکم شرعي دلیل ته اړتیا لري. پر همدغه بنسټ، هېڅ حکم له دلیل پرته نه شي کېدای؛ په همغه ډول چې هېڅ حکم د شریعت تر راتګ وړاندې نه شي کېدای. اصل دا دی چې د هر شرعي حکم لپاره شرعي دلیل له شریعت څخه واخیستل شي.

د یادو دلیلونو پر اساس، شرعي قاعده: (د انسان په افعالو کې اصل د الله سبحانه وتعالی پر حکم مقید پاتې کېدل دی.) نو پر همدغه اساس، د مسلمان لپاره روا نه ده چې داسې عمل ترسره کړي، خو په هغه صورت کې چې په اړه یې د الله سبحانه وتعالی حکم د شارع له خطاب څخه پیدا کړي.

دا مساله د انسان د کړنو په نبست د تقیید اصلي مانا ده، خو د اشیاوو او د کړنو د متعلقاتو په تړاو باید وویل شي: تر هغه چې د حرمت لپاره دلیل پیدا نه شي، په اشیاوو کې اصل اباحت دی؛ نو په یو شي کې اصل اباحت دی نه حرمت، خو دا چې د حرمت لپاره یې شرعي دلیل پیدا شي. دا د دې لپاره چې شرعي نصوص ټول څیزونه مباح کړي او په عمومي ډول ټول څیزونه پکې شاملېږي. الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

﴿أَلَمْ تَرَ أَنَ اللّهَ سَخَر لَكُم مَا فِي الْأَرْضِ﴾ [الحج: ۶۵]

ژباړه: ایا نه مو دې لیدلي چې الله سبحانه وتعالی په ځمکه کې ټول شته څیزونه ستاسو فرمان منونکي کړي دي؟

د تسخیر مانا د هر هغه څه اباحت دی چې په ځمکه کې نغښتل شوي وي او همدارنګه الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

﴿يَا أَيُّهَ النَاسُ كُلُوا مِمَا فِي الْأَرْض حَلَالا طَيبا﴾ [بقره: ۱۶۸]

ژباړه: اې خلکو! په ځمکه کې شته پاک څیزونه وخورئ.

په ورته وخت کې الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

﴿يَا بَنِي آدَمَ خُذُوا زِينَتَكُم عِند كُل مَسْجِد وَكُلُوا وَاشْرَبُوا﴾ [عراف: ۳۱]

ژباړه: اې د ادم زامنو! خپل زینت په هر مسجد کې وساتئ، وخورئ او وڅښئ.

الله سبحانه وتعالی بیا هم فرمایلي دي:

﴿هُوَ الَذِي جَعَلَ لَكُم الْأَرْض ذَلُول فَامْشُوا فِي مَنَاكِبِهَا وَكُلُوا مِن رزْقِهِ﴾ [الملک: ۱۵]

ژباړه: هغه داسې ذات دی چې ځمکه یې ستاسو لپاره رام کړې ده، خو د ځمکې هر لور ته ولاړ شئ او خوراکي توکي یې وخورئ.

په همدغه ترتیب ټول ایاتونه چې د اشیاوو په اړه راغلي، په عام ډول ذکر شوي او د دغو ایاتونو عموم د اشیاوو پر اباحت دلالت کوي. نو اباحت د شارع د خطاب پر اساس راغلی او د اشیاوو د اباحت دلیل شرعي نصوص دي. هر کله چې یو څیز حرام وګڼل شي، باید شرعي دلیل شتون ولري، عام شرعي نصوص خاص کړي. په همدغه دلیل هر څه چې شریعت حرام کړي، همغه اشیا یې ذکر کړي، څو له عمومي اشیاوو څخه استثنا شي. الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

﴿حُرمَتْ عَلَيْكُمُ الْمَيْتَةُ وَالدَمُ وَلَحْمُ الْخِنزِيرِ﴾

ژباړه: مرداره، وینه او د سرکوزي (خوګ) غوښه پر تاسو حرامه شوې ده.

همدارنګه الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

﴿حُرمَتِ الْخَمْرَة لِعَيْنِهَا﴾

ژباړه: د شرابو ذات حرام شوی دی.

مبسوط له ابن عباس څخه نقل کړی: هغه څه چې شریعت یې تحریم واضح کړی، هغه له عامو نصوصو څخه مستثنا دي او دا د اصل پر خلاف دی.

له یادو نصوصو څخه څرګندېږي: هغه قواعد چې اشاره مو ورته وکړه، د بېلګې په ډول: قاعده (په معاملاتو کې اصل حلالیت دی.) او یا نورو قواعد. دغه قواعد زموږ په نزد مرجوح او کمزوري دي. د اشیاوو او کړنو په تړاو تر ټولو پیاوړی او سم نظر مو پورته یاد کړ، چې: (په کړنو کې اصل په شرعي حکم پورې مقید کېدل دي او په اشیاوو کې اصل تر هغه چې د حرمت لپاره یې دلیل رانه شي، اباحت دی.)

هیله‌مند یم چې همددومره ځواب بسنه وکړي. الله سبحانه وتعالی تر ټولو غوره عالم او پخپل کار کې حکمت درلودونکی دی.

ستاسو ورور عطاء بن خلیل ابو الرشته

ژباړه: بهیر (ویاړ)

د مطلب ادامه...

موږ د زنداني شوو کسانو له کورنیو سره کلک ولاړ یو

  • خپور شوی په تونس

د دریو زنداني شوو کسانو د کورنیو له مطبوعاتي کنفرانس وروسته: عمر سالوم بومبو، رمضان موشي كاكوسو او وزيري سليمان مكالياكاندا د ۲۰۲۰م، د جولای په ۹مه د تونس دار السلام په ماغوميني ماكوتي کې د هغو دریو خپلوانو په اړه غمرازي څرګنده کړه، چې له دریو کلونو راهیسي له محکمې پرته په زندان کې اچول شوي دي. موږ حزب التحریرـ ولایه تونس د دغه توقیف شوو کسانو له کورنیو سره کلک ولاړ یو، چې د حزب التحریر غړي هم دي او دوی ته د عدالت غوښتنه کوو.

موږ په حزب التحریرـ ولایه تونس کې بیا د عدالت د ادارې سره د معاملې له ټولو اړخونو څخه غوښتنه کوو چې د قضايي څارنې لپاره محکمې ته د شواهدو په اضافه کولو سره د قضايي پروسې سره سم عمل وکړي، باید دغه دری بندیان په ضمانت سره خوشي، یا سمدلاسه ازاد کړئ.

مسعود میسلیم

د حزب التحریرـ ولایه تونس مطبوعاتي استازی

 

د مطلب ادامه...

مفتي تاج الدین پر مسلمانانو غږ وکړ چې د روسیې د قانون د اصلاح لپاره رایه ورکړي

خبر

په روسیه کې د قانون د اصلاح لپاره رایه اچونه ترسره شوه. د قانون دغه اصلاح د پوتین له واک اوږدولو سره مرسته کوي او د قانون نور ټول اصلاحات د دې لپاره دي چې خپلې شومې موخې پرې پټې کړي. په روسیه کې د مسلمانانو د مرکزي روحاني ادارې رییس تاج الدین د روسیې پر مسلمانانو غږ وکړ، چې د قانون له دغې اصلاح څخه ملاتړ وکړي.

په هر هېواد کې باید د الله سبحانه وتعالی قانون وي، خو دلته داسې یو قانون دی چې خلکو په خپله خوښه قبول کړی. دا د نوي ژوند اړتیا ده، هغه قانون چې خلکو جوړ کړی وي باید اصلاح پکې راوستل شي. مومنان د خپل راتلونکي نسل لپاره پاملرنه کوي او د نېکمرغۍ هیله ورته لري، ځکه نو باید رایې ورکولو لپاره ولاړ شي. د دوی له نظره: «چېرته چې زموږ نیکونه، موږ پخپله او زموږ راتلونکی نسل ژوند کوي هغه زموږ هېواد دی.» ځکه نو دا زموږ لپاره یوه اړتیا ده چې د قانون د اصلاح لپاره، خپله ارزښت لرونکې رایه وکاروو. موږ اړتیا لرو چې د خپل هېواد د ژوند په پایښت کې ګډون وکړو.

تبصره

د روسي مسلمانانو د روحانیت مرکزي ادارې مشر د روسیې مسلمانانو ته د یادې موضوع په هکله یادونه وکړه. له ټولو لومړی د تاتارستان او باشکورټوسټان مسلمانان هغه خلک دي ته چې د ۱۶پېړي له لومړۍ نیمایي څخه د ۱۷پېړۍ تر لومړیو پورې د روسیې دولت چې تازار ایوان یې حاکمه وه استعمار کړي و. له هغه څخه راپدېخوا د تاتارستان او باشکورټوستان پر مسلمانانو باندې کفار حکومت کوي، چې تاج الدین هېڅ اشاره ورته ونه کړه. د کافرو اشغالګرو د قانون د اصلاح یا ملاتړ لپاره د رایې ورکول د کفر د قانون، قدرت او اشغال په رسمیت پېژندلو په مانا دي. د دې پر ځای چې د کفارو له اشغال څخه د خلاصون لپاره هڅه وکړي یا لږترلږه له هغوی سره همکاري ونه کړي او یا هم د دوی حاکمیت رد کړي‎، دوی نور هم د هغوی له قانون او قانون له اصلاح سره مرسته کوي.

همدارنګه د روسیې د مسلمانانو د روحانیت مرکزي ادارې مشر دا هم ونه ویل چې د مسلمانانو لپاره په سېکولر قانون (د بشر په لاس جوړ شوي قانون) کې ګډون کول او یا رایه ورکول خو کبیره ګناه ده. د سېکولر قانون په شتون کې چې هلته د بشر حقونه قانوني بڼه ولري او بیا یې دوی اصلاح کوي چې په دې سره دوی د یوه سړي احترام کوي، په داسې حال کې چې دوی د الله سبحانه وتعالی حق بنده ته ورکوي، ځکه د قانون جوړولو حق یوازې الله سبحانه وتعالی لري. د اسلامي شریعت د قانون له نظره د داسې قانون لپاره رایه ورکول منع او لویه ګناه بلل شوې ده. دا یې هم نه و ذکر کړي چې د دغه قانون د اصلاح اصلي موخه د پوتین د قدرت او FSB(د بهرنیو اطلاعاتو خدمتونو د فدراسیون) دوام دی، چې په اسلام ضد سیاست لکه د اسلامي ادبیاتو منع کول، د حجاب بندول، په کاکزېس کې د مسلمانانو عاموژنه، د اسلام او مسلمانانو ځپل یوازې په روسیه کې نه، بلکې ترې بهر په سوریه پر خلکو ظلم کوي او همدارنګه د سوریې ظالم پاچا په قدرت کې ساتلو او د خلکو سوریې خلکو سېکولر ساتلو لپاره په قانونو جوړولو کې ښه شهرت لري.

د قانون دغه اصلاح د مسلمانانو په ګډون ټول هغه هېوادونه چې د روسیې په لاس اشغال شوي دي، اوس یې د روسیې ژبه، فرهنګ او څېره د ځان لپاره خوښه کړې ده.

دغه غږ یوازې د رایې ورکولو لپاره نه، بلکې د دې لپاره و چې له دا ډول قانوني اصلاح څخه ملاتړ هم وکړي. دولتي روحانیون هغه واقعیتونه او اهداف ښکاره کوي چې د دغې روحاني مرکز اداره یې د لومړي ځل لپاره مسلمانانو ته جوړه کړه، تر څو اشغال شویو مسلمانانو ته د روسیې حاکمیت په قانوني ډول وښیي او ورو ورو مسلمانان له خپل دین، فرهنګ او ژبې څخه د خپل لوري ته راواړوي.

د روسیې د مسلمانانو د روحانیت مرکزي اداره د ۱۷۸۸م د سپټمبر په ۲۲مه د روسیې د امپراتورۍ د دویم فرمان له مخې جوړه شوه او د ۱۷۸۹م د ډيسمبر په ۴مه په اوفا کې په رسمي ډول پرانیستل شوه، چې د اوفا د حاکم په غوښتنه جوړ شوې وه. دغه مرکز د روسیې د دولت لپاره د مذهبي خلکو د امتحان کولو لپاره جوړ شوي وو، تر څو د روسیې دولت د خپلو ګټو لپاره مذهبي خلک غوره کړي.

 رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایلي دي: «إِنَّمَا أَخَافُ عَلَى أُمَّتِي الْأَئِمَّةَ المُضِلِّينَ » (ترمذي)

ژباړه: واقعا چې زه مې د خپل امت د هغو امامانو په هکله ځورېږم چې خلک به ګمراهۍ ته رابولي 

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

لیکوال: شیخ الدین عبدالله

 

د مطلب ادامه...

د امت اړوند مسایلو ناسته کې د ګډون بلنه

  • خپور شوی په سوډان

 حزب التحریرـ ولایه سوډان ویاړي چې تاسو ته د امت اړوند مسایلو ناسته کې د ګډون بلنه درکوي، خوښ یو چې تاسو به د یوې ډلې سیاسیونو، د رسنیو متخصیصینو او کاروپوهانو سره ګډون وکړئ. دلته به نه یوازې په ځينو مسایلو او پرمختګونو بحث وکړئ، بلکې له یوه ژور لید سره راپورته شئ، چې زموږ امت به له ظلم څخه ژغورئ او بېرته به یې هغه موقف ته راګرځوئ چې پخوا یې درلود. غوره ملت چې صادقانه لیدلوری لري، تل له مسلسلو پېښو او ډېرو مسایلو وروسته د بشر  ژغورلو لپاره راپورته شوي دي. موږ پرېکړه وکړه چې ناسته له میاشتې څخه اونۍ ته راواړوو، چې راتلونکې شنبه به پيل شي او وروستي حقوقي تعدیلات به د لاندې سرلیک له ژور شرعي لید سره سم مطرح شي:

وروستي حقوقي اصلاحات... د اسلام پر اساس یو روښانه لید          

اصلي ویناوال:

۱. استاد حاتم جعفر ابراهیم (وکیل) ـ د حزب التحریرـ ولایه سوډان د ولایتي مجلس غړی.

۲. استاد ابراهیم عثمان (ابو خلیل) د حزب التحریرـ ولایه سوډان رسمي ویاند

ځای: د حزب التحریرـ ولایه سوډان مطبوعاتي دفترـ ختیځ/ لويديځ خرطوم، المک نیمر سړک، د ۲۱ اکټوبر سړک سره متقاطع.

وخت: ۱۴۴۱هـ.ق، د ذي القعدې ۲۷مه، چې د ۲۰۲۰م، د جولای له ۱۸مې سره سمون خوري د سهار ۱۱:۰۰

ستاسو حضور د امت د مسایلو په اړه ستاسو اندېښنې ښيي.

ابراهیم عثمان ابو خلیل

د حزب التحریرـ ولایه سوډان رسمي ویاند

 

د مطلب ادامه...

د چین او هند تر منځ مرزي شخړې

  • خپور شوی په سیاسي

پوښتنه

د ۲۰۲۰م د جون په ۱۰مه رویټرز راپور ورکړی و: چین او هند له اپرېل میاشتې راهيسې په سلګونه پوځیان د یوبل پر وړاندې د لداخ په نوم مرزي سیمه کې ځای پرځای کوي. د یادو دوو هېوادونو تر منځ دغه مرز یو له مهمو او جنجالي مرزونو څخه ګڼل کېږي. دغه شخړې وروسته له هغې رامنځته شوې، چې چینایان هغې سیمې ته ولاړل، چې هند خپله بلله. هندي چارواکو په دې هکله داسې وویل: «چین د دې ادعا کوي چې دغه سیمې زموږ ملکیت دي، خو په دغه سیمه کې د هند سړکونه تېر شوي دي.» د مې میاشتې له لومړۍ اونۍ راهیسې په دغه مرزي سیمه کې د دغو دوو هېوادونو د مرزي ځواکونو تر منځ کشمکشونه روان دي. ایا د دی ترشا محلي تحریکوونکي دي او که یا امریکا پر چین باندې فشار راوړي؟ بل دا چې د دغو کشمکشونو تاثیرات به د اشغال شوي کشمیر او پاکستان پر مسلمانانو باندې څه وي؟

د ۲۰۲۰م د مې ۵مه په شمالي هندوستان کې د ګلوان درې لداخ سیمې په لوړه مرزي سیمه کې د دواړو هېوادونو تر منځ جنګ پېښ شو. دری ورځې وروسته دوی د نتولا غرونو ته چې په همالیا کې دي او د هند د سیکیم ایالت د چین د ټېبټ له سیمې سره یې نښلوي، ورسېدل. دغې شخړې د یادو دوو هېوادونو تر منځ پوځي او سیاسي لانجه رامنځته کړې ده. که د چین او هند تاریخ ته وګورو، نو راته واضیح کېږي، چې دغه شخړې یې تر منځ له پخوا وې. ډېری وخت د دغو دوو هېوادونو تر منځ شخړې د مرز پر سر رامنځته کېږي. دا په ۱۹۸۰م کې چې کله برېټانیا په دغه سیمه باندې واکمني درلوده نو هغه وخت یې له چین سره د سیکیم ټیبټ په نوم قراداد وکړ. کله چې برېټانیا له سیمې نه ووته، نو دغه هندي قاره دوی د هندوستان او پاکستان تر منځ ووېشله او د کشمیر سیمه یې تر منځ همداسې جنجالي پاتې شوه. دوی د هند او چین تر منځ هم دې ته ورته کار وکړ د دوی تر منځ یې ډېر داسې مرزونه چې هر وخت د جنګ لامل شي پرېښودل. د دې لپاره چې پوه شو، چې اوس څه پېښ شوي دي، لاندې ټکو ته اشاره کوو.

لومړی: د هندوستان او چین تر منځ تازه جنګړې د دوی لومړنۍ جګړې نه دي. د تېرې لسیزې په ۲۰۱۳، ۲۰۱۴ او ۲۰۱۷ کلونو کې د یادو دوو هېوادونو پوځونو د بيلابېلو قدرتونو په لرلو سره د یو بل پر وړاندې د جګړې تیاری درلود. یادو هېوادونو په ۱۹۶۲م کې د مرز پر سر سخته جګړه وکړه، چې په دغه جګړه کې هند ماتې وخوړه او چین په شمالي کشمیر کې د اکسای چین په نیولو برلاسی شو. د یادو دوو هېوادونو تر منځ د شرقي مرز پر سر شخړه د برېټانیا د استعمار پایله ده. د برېټانیا استعمار په مطمئن ډول سره د ارونچل پرډېش ایالت په هندوستان پورې وتاړه، او له چین سره یې مرز ورته رسم نه کړ. دا په هغه وخت کې وشول، چې هند د برېټانیا تر استعمار لاندې و. په لویدیځ کې د مرز پر سر شخړه داسې ده، چې دواړه هېوادونه غواړي د اسلامي کشمیر سیمه لاندې کړي، په ځانګړي ډول دغه مساله له ۱۹۴۷م څخه وروسته ډېره ګرمه شوه. د مرزونو پر سر د شخړو له امله دواړو هېوادونو په ډېر تفاوت سره مالومات خپرول، چې ان د دوی تر منځ د مرز اوږدوالی یې هم اعلان کړی و، چې لږترلږه د څلور کیلو مټره په اندازه تفاوت پکې موجود و.

د ۲۰۲۰م د مې د پنځمې شخړې، چې د پنګانګ ټسو د سیند د نیولو پر سر وشوې، له دواړو لوریو څخه په لسګونو پوځي افسران پکې زخمي شول، چې له ټیبټ څخه ۱۴زره فوټه لوړه پرته ده. له هغو څخه تر اوسه پورې پر دغه سیمه د ځواکونو ځای پرځای کول دوام لري، تر څو یو له بل سره مقابله وکړي. چین د لداخ سیمې ته چې یوه لانجمنه مرزي سیمه  ده، ۵زره پوځیان او زنجیر لرونکي ټانګونه لېږلي دي. د ستندرد سوداګرۍ اخبار، په راپور کې ویلي و: «چین ۵زره سرتیري د لداخ پنځو سیمو ته په زور د ننه کړل، چې د ګلوان درې او هم د پنګانګ له سیند سره یې ځایونه ونیول.» (www.defense-arabic.co 24/5/2020)

دویم: د دغو دوو هېوادونو تر منځ لانجه هغه وخت زیاته شوه، چې هند د لداخ سیمه له کشمیر او جمو څخه رابېله کړه. چین پوهېده چې د لداخ سیمې بېلول له کشمیر او جمو څخه ستراتيژيک لاملونه لري، بل دا چې کله په ۲۰۱۴م کې نرېندرا مودي د (BJP) ګوند مشر، چې د هند لومړی وزیر وټاکل شو هند د چین پر وړاندې سختې جګړې ته دوام ورکړی دی. د ۲۰۱۹م په ۸مه چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند د امېت شاه د اعلان پر وړاندې، چې د لداخ سیمې د بېلوالي په اړه یې کړی و، داسې ځواب ورکړ: «د هند د کورني قانون یو طرفه کېدل، د چین لپاره خطرناک دي او د سیمې د ازادۍ لپاره لوی ګواښ دی، چې موږ ته د منلو وړ نه دی.» د مرز په سر شخړې چې اوس تازه د یادو دوو هېوادونو تر منځ راپورته شوې دي، دوه مهم اړخونه لري: لومړی د شرقي مرز په سر، چې چین غواړي د ارونچال پردېش د ایالت ۸۳زره کیلومټره مربع مهمه سیمه په خپل کنترول کې واخلي، چې چین ورته شمالي ټیبټ وایي، خو هند یې نه ورسره مني.

دویمه مهمه خبره دا ده چې هند غواړي هغه سیمه چې په ۱۹۶۲م کې په لویدیځ مرز کې د چین له خوا په جنګ کې نیول شوې وه بېرته راخپله کړي، همدغه سیمه د اسلامي کشمير په نوم یادیږي او ۳۷زره کیلو مټره اوږدوالی لري. دغه سیمه صحرایي اقلیم او کم نفوس لري، د اکسای چین په سیمه کې واقع ده. خو د هند دغه غوښتنه د چین له خوا نه منل کېږي. د دې پرځای چین غواړي په کشمیر باندې خپل حاکمیت نور هم زیات کړي. خو چین اوسمهال خپله پاملرنه لوېديځ مرز ته زیاته کړې ده، چې په کشمیر کې د لداخ درې یوه برخه او د اکسای چین سره مرز جوړوي. دا سیمه د چین پخوانۍ د ورېښمو تجارتي لاره هم ده.

درېیم:  د لداخ سیمه، چې په دې وروستیو کې د هند او چین پرې جنجال دی، اسلامي خاوره او د کشمیر نه بېلېدونکې برخه ده. دا سیمه څو پېړۍ د اسلام تر حاکمیت لاندې او په جمو او کشمیر پورې اړونده وه، تر هغه چې د ۲۰۱۹م د اکتوبر په ۳۱مه قانوناً بېله شوه! د دغې سیمې د خلکو نفوس کم، خو سټراټېژیک ارزښت یې ډېر لوړ دی. دا په هند کې تر ټولو لوړه سطحه ګڼل کېږي او د هند د سیند پاسنی تنګی هم پکې دی. په ختیځ کې یې پوله له چین او لوېدیځ کې له پاکستان سره ده. د قراقرم لویه لار یې په شمال کې ده. همداراز، له قراقرم لویې لارې مخکې د هندیانو د اوسېدو وروستی ځای، دولت بېګ اولدي دی چې مانا یې (هغه سیمه چې لوی او شتمن سړی پکې مړ شو) ده. ویل کېږي چې دا سلطان سید خان ته اشاره کوي، سلطان سید خان د یارکادن خناتې حاکم و، نوموړی په ۹۳۸هـ ق یا د ۱۵۳۵م کال په مني کې دلته د لډک او کشمیر د فتحې لپاره راغلی و. یارکادن ته د بېرته تګ پر وخت، د ۹۳۹هـ ق کال په پای کې سخت ناروغ شو او ویل کېږي چې همدلته وفات شو، نو دا اسلامي خاوره ده او اوس د کشمیر د سیمو تر څنګ د هند تر واک لاندې ده. دا سیمه ګڼ ټپونه لري. لکه هند چې پر جمو، کشمیر او لډک واک لري، چین پر اکسی چین او قراقرم واکمن دی؛ دا ټولې اصلاً اسلامي سیمې دي او د کشمیر مربوط کېږي. دا په داسې حال کې ده چې پاکستان یوازې پر ازاد کشمیر او ګېلګېټ کنټرول لري، دا د دغو ټولو سیمو له درېیمې برخې هم کمه ده. ازاد کشمیر د هند لخوا اشغال شویو سیمو سره پوله لري او ګېلګېټ بیا له نورو سیمو سره ګډه پوله لري، چې د هند او چین، دواړو تر کنټرول لاندې دي. د اسلامي ځمکو، په ځانګړي ډول پاکستان اوسني زیان منونکي حالت ته په کتو، هند ادعا کوي چې د لډک جنجالي سیمې په جمو او کشمیر پورې وتړي او د چین پر وړاندې غبرګون ښيي. دغه راز ادعا کوي چې دا د سینکیانګ، د ترکستان د ختیځ اړوندې سیمې دي. دا هېوادونه پر اسلامي سیمو ناندرۍ وهي، په داسې حال کې چې پاکستان د امریکا اطاعت ته دوام ورکوي او د اسلامي نړۍ نور حکام چوپ دي!!

څلورم: چین پر لډک سیمه ځانګړی نظر لري چې اوس یې واک له هند سره دی. په دغه سیمه کې د بودایانو پر شتون سربېره، مرکزي اسیا ته دوه پخواني مسیرونه لري. د چین په نوې سټراټېژۍ کې د ورېښمو لارې اقتصادي کمربند ډېر مهم دی. د چین لپاره مرکزي اسیا ته نورې لارې هم شته، خو لډک د مرکزي اسیا پر نفوسي سیمو او مارکېټونو ته د رسېدو ډېره نیږدې لار ده. دغې سیمې ته د چین د لېوالتیا بل لامل دا دی، چې دغه پخوانۍ لارې چین خپلو نورو موخو ته ډېر نیږدې کوي او له دې لارې چینایي توکي د چین د ختیځ له صنعتي مرکزونو څخه د شمالي پاکستان له لارې ګوادر بندر ته رسوي.

دا پروژه یو مهم اقتصادي دهلېز (CPEC) دی، چې چین په وروستیو کلونو کې لسګونه ملیلیارده ډالر ورباندې لګولي، نو چین چې د دغې سیمې پر سر جنجال کوي، دغه ارزښت ته یې ګوري. که چین له هند سره د نورو پولو پر خلاصولو شخړه کړې وي، لکه د ارونچال پردېش ایالت په ختیځ کې، نو د هغه اقتصادي دهلېز ګټو ته نه رسېده. دغه راز د ورېښمو لارې د کمربند په چوکاټ کې یې په لټه کې دی؛ دوی نه غواړي له هغو لارو تېر شي چې د امریکا د بحري ځواکونو تر واک لاندې دي، په ځانګړي ډول د مالاکا تنګی. د چین دا بد ګوماني چې هند د امریکا په هغې پالیسۍ کې دخیل دی، چې نه غواړي چین راپورته شي، دغو خبرو زیاته کړې:

۱- د کرونا وبا له ناورینونو وروسته، امریکا په مختلفو پلمو د چین د ځپلو لپاره یوه نوې فرضیه پیدا کړه. واشنګټن پر له پسې دا خبرې کوي، چې بېجېنګ باید د ویروس د خپرولو مسوولیت ومني. امریکا د هند په ګډون ګڼ هېوادونه راکش کړي، چې په ځانګړي ډول د ووهان د ویرولوژۍ پر انسټيټیوټ د څېړنې غوښتنه وکړي.

۲- بله خبره چې د امریکا په پالیسۍ کې د هند پر دخالت، دلالت کوي، د چین د اقتصاد د کمزوري کولو لپاره د هند هڅې دي. د انادولو اژانس د رپوټ له مخې: «ال ټي جېن: چین په نړیواله کچه خپل قدرت له لاسه ورکوي، ځکه فکر کېږي دوی د دغې وبا سبب وو. فابریکې له چین نه په وتو دي. دا د دې سبب کېږي چې چین پر کووېډ-۱۹ویروس له تمرکز څخه لاس واخلي. د هند د پوځ د عملیاتو(DGMO) پخواني مشر، وینود بهاټیا انادولو اژانس ته وویل؛ له کوویډ۱۹ وروسته نړۍ هند ته یو لوی فرصت دی، دا چې د قدرت د اتکاء ټکی له لودیځ څخه ختیځ ته بدلېږي.» (د ترکیې انادولو اژانس، 31/5/2020).

داسې ښکاري چې هند د بهرنیو کمپنیو د لېږد د فرصت په اړه خبرې کوي، په ځانګړي ډول له چین څخه هند ته د امریکایي کمپنیو په اړه. چین د دې شاهد دی چې د دوی د مقابلې لپاره د هند په پیاوړي کېدو کې د امریکا لاس دی. امریکا د هند له اټومي پروګرام څخه ملاتړ وکړ او هند په یوه اټومي ځواک بدل شو. امریکا، هند ته په سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو کې لوړ مقام او غوره‌والی ورکړ. امریکا همداراز پاکستان دې ته اړ کړ چې له هند سره شخړې کمې کړي او په دې سره یې هند ته موکه ورکړه، تر څو هغه پوځونه چې له لسیزو راهیسې له پاکستان سره پر پوله وو، د چین د پولو خواته بوځي. هند ته د امریکا پالیسي نوې نه ده، له ډېرو کلونو راهیسې همداسې ده. اوسمهال امریکا له چین څخه د لویو کمپنیو په ایستلو او د هند په ځایناستي کولو، د هند دخالت بشپړ کړ او په دې سره یې د چین د اقتصاد د ځپلو لپاره هند خپل ملګری کړ.

۳ـ  له پوځي اړخه د یادونې وړ ده، چې د چین هېواد خپل پوځ ته د پام وړ وده ورکړې ده. تر امریکا وروسته، په نړیواله کچه چین په ۲۰۱۹م کې د ۲۶۱ بېلیونو ډالرو پوځي بوديجې په پام کې نیولو سره، دویمه درجه هېواد شو. سربېره پر دې، چین د روسیې، برېټانیا او فرانسې له هېوادونو څخه هم ډېر لګښت لري. که څه هم په ۲۰۱۹م کې، هند د نظامي لګښتونو له پلوه په نړیواله کچه درېیمه درجه هېواد شو. دغه راز له چین وروسته هند د ۷۲ بېلیونو ډالرو پوځي بودیجې په ځانګړې کولو سره، چې د هند په تاریخ کې تر ټولو ستره بودیجه ده، بیا هم د هند د پوځ ظرفیتونه د چین د خلکو د آزادۍ پوځ (PLA) د ظرفیتونو په پرتله لږه ده. د دواړو پوځونو د اړوندو ظرفیتونو د حقیقت پر اساس، اوسمهال هند له چین سره د پراخو جګړو د رامنځته کولو لپاره له احتیاط څخه کار اخلي او دا د ۱۹۶۲م له وخت سره توپیر لري. په تازه جګړه ییزه سیمه لداخ کې، په ځانګړې توګه د هند ډېری پوځ له پاکستان سره په سرحدونو کې مېشت دی. د چین په څېر نه دی، چې جګړه ییزې سیمې ته نیږدې یې تر اوسه پورې پوځ په دې سیمه کې نه دی ځای پر ځای شوی. له شک پرته، په جګړه ییزه سیمه کې د دواړو هېوادونو پوځي ظرفیتونه، د امریکا د هاروارډ پوهنتون له لوري د (۲۰۲۰م، د مې په ۳۱مه د عربي پوسټ) د څېړنې پر اساس د لوستلو لپاره چمتو شوی دی. د یادونې وړه ده چې له دې جګړو وروسته، چین په سیمه کې اضافي ځواکونه چمتو کوي او په لوېدیځو سرحدونو کې د هند پر وړاندې خپلې پوځي وړتیاوې ډېروي.

۴ـ د ۲۰۱۷م کې د ختیځ سرحد اوږدو کې د هند جګړې، د هند لومړی وزیر نریندرا مودي او د چین  ولسمشر شي جنپینګ د ۲۰۱۸م په یوه ناسته کې  له یو بل سره مخامخ کړل. دواړو مشرانو په وهان ښار کې د ۲۰۱۸م، په اپرېل کې خپله لومړنۍ غیر رسمي ناسته وکړه او د دې ناستې په ترڅ کې شي د مودي له لوري هند ته د سفر بلنه ومنله. منبع:(۲۰۱۹م کال،  د ډسمبر ۹مه یورو عرب نیوز)

 روانه جګړه د امریکا له لوري د چین د کمزوري کولو له هڅو سره برابره ده، چې ډېرې نورې پېچلتیاوې رامنځته کوي او د جګړې د له منځه وړلو پر وړاندې نور خنډونه جوړوي. هغه تازه پېچلتیاوې چې د ټرمپ اداره یې د چین شاوخوا رامنځته کوي په بیجینګ کې د پوهېدو وړ دي. په دې توګه د چین ولسمشر شي جنپینګ نن، سه شنبه د ۲۰۲۰م، د مې په ۲۶مه وویل: «بېجینګ به د وسله والې مبارزې لپاره خپل چمتووالی نور هم غښتلی کړي او د ملي امنیت پر کورونا ویروس د ستر اغیز لاندې به د پوځي ماموریتونو د ترسره کولو لپاره خپل ظرفیتونه لوړ کړي. منبع: (۲۰۲۰م، د مې ۲۶مه سپوتنیک، روسیه)

که څه هم دا په ځانګړې توګه د هند پر وړاندې نېغ په نېغه نه دي ویل شوي، خو دا څرګندوي چې بېجېنګ د دې په شاوخوا کې ستر ګواښونه احساسوي، په تېره بیا کله چې د امریکا ادارې هغه د کورونا ویروس د خپرېدو له امله مسوول وبللو. دغه راز ښايي چین فکر کوي او پلان به ولري چې خپل پوځي ظرفیتونه نندارې ته وړاندې کړي، تر څو یې پر وړاندې د امریکا د پوځ هر ډول پلان مخنیوی وکړي، چې د هند په ګډون پکې د امریکا متحدین شامل دي. دا هغه پیغام دی چې چين یې خپلو نیږدې دښمنانو ته لېږي، چې دوی له امریکا سره همکاري نه کوي، ګنې د چین پوځ دا وړتیا لري چې دوی ته لوی زیان واړوي. ښايي د ۲۰۲۰م، د اپرېل په پيل کې چين چې د امريکا د امنیت وزارت له لوري په خپاره شوي استخباراتي راپور کې، چې له بېجېنګ څخه یې د نظامي جګړې لپاره چمتوالی ښودلی و، د چین پر وړاندې د امریکا د پلانونو جدیت څرګندوي. په ۲۰۱۹م کې د هند په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د پوځي لګښتونو لپاره ۷۲ میلیارده ډالر ځانګړي کول او همدا راز د هندي پوځ له لوري د لویو وسلو تړونونه، چین ته مستقیم ګواښ دی. چین باور لري چې هند د خپل بادار امریکا استازیتوب کوي، د چین سره په سرحدي سیمو کې د هندوستان له لوري زېربنایي پروژې رامنځته شوې دي، تسلیحات یې ډېر کړي او په دې سره چین په هند کې د خپلو راتلونکو اړیکو په اړه اندېښمن دی.

۵ـ د هند او چین تر منځ د وروستۍ شخړې په اړه د امریکایي دريځ، له شک پرته له هند څخه ملاتړ و. امریکايي ډيپلومات الیس ویلز، د سویلي او مرکزي اسیا د چارو لپاره د بهرنیو چارو وزارت پخواني مرستیال، په لداخ کې د چین پر فعالیتونو نیوکه وکړه او هغه یې د سویلي چین په سیند کې د بېجېنګ په تېروتنو پورې تړلې وبلله. منبع: (۲۰۲۰م کال، د مې ۱۸مه نیوز)  د ولسي جرګې پر بهرنیو چارو د کورنۍ کمېټې رییس، ایلیټ ایل انیجیل په یوه وینا کې وویل: «زه د هند ـ چین پر پوله د واقعي کنټرول پر کرښه د چین د روان یرغل له امله ډېر اندېښمن یم. چین یو ځل بیا څرګندوي چې دوی د نړیوال قانون پر اساس د شخړو هوارولو پر ځای خپلو ګاونډیو ځورولو ته چمتو دی... زه له چین څخه په کلکه غواړم، چې له هند سره د خپلو سرحدي مسایلو د هواري په موخه له ډيپلوماسۍ، نورمونو او شته تګلارو څخه کار واخلي.» منبع: (د امریکا د پارلمان د بهرنیو چارو کمېټه، ۲۰۲۰م کال، د جون ۱)

له دې حقیقت سربېره، چې امریکا هڅه کوي له دې سرحدي لانجو ناوړه ګټه پورته کړي او د ټرمپ د کارټ په توګه یې وکاروي، تر څو چین د هغوی پر لور د خپلې پالیسۍ په اړه فشار راوړي، په سیمه کې خپل نفوذ محدود کړي او په دې سره دوی بوخت وساتي. دغو نښتو، سواګریزه جګړه بنده کړه او د چین په چارو کې یې لاسوهنې ته لاره هواره کړه. له همدې کبله د امریکا ولسمشر، ټرمپ د دوی د ګټو لپاره د دواړو لورو تر منځ د شخړې د هواري په موخه د منځګړیتوب وړاندیز وکړ. ټرمپ په ۲۰۲۰م کې د خپل ټوېټر حساب له لارې ولیکل: «موږ هند او چین دواړو ته خبر ورکړ چې امریکا چمتو ده، د دوی تر منځ منځګړیتوب وکړي یا هم د دوی تر منځ راپورته شوې سرحدي ستونزه حل کړي.» منبع: (۲۰۲۰م کال، د مې ۲۷مه، الحوره) د امریکا منځګړيتوب د چین له لوري رد شو، «لکه څنګه چې د چین د بهرنیو چارو وزرات ویاندې لیجیان ژاو وویل چې دواړه هېوادونه نه غواړي درېیم اړخ لاسوهنه وکړي، تر څو د دوی اختلافات حل کړي.» منبع: (۲۰۲۰م کال، د جون ۹مه، د انادلو اداره، ترکیه)

شپږم: سره له دې چې امریکا ارام ونه کړ، په سیمه کې – چې دوی فکر کاوه د نړۍ له ډېرو مهمو سیمو څخه ده- خپلو فعالیتونو ته یې دوام ورکړ. امریکا خپلو کړنو ته دوام ورکړ، چې له چین سره مقابله وکړي، له مقیاس کولو یې نیولې تر کنټرول لاندې راوستلو پورې، همداراز هڅه کوي چې د سویلي چین په اوبو کې مستقیمه او نا مستقیمه مقابله ورسره وکړي. که څه هم امریکا نور نه شي کولی هر ځای جګړه مخته یوسي او د نړۍ په ډېرو سیمو کې خپل دوامدار نفوذ وساتي، پرته له دې چې پر سیمه‌ییزو او محلي قدرتونو تکیه وکړي چې د دوی لپاره کار وکړي. بیا کرونا ویروس ته راځو چې امریکا یې د یوه داسې هېواد په توګه افشا کړه چې بحرانونه په سمه توګه نه شي مدیریت کولی. په حقیقت کې، بحرانونو امریکا د یوه ناکام دولت په توګه وښوده چې یوازې د یوه ویروس پر وړاندې بې وسه ده! دغه افشا کېدل وروسته له هغې نور هم زیات شول، چې په دغه هېواد کې د نژادي تعصب موضوع راپورته شوه، وروسته له دې یوه سپين پوستي امریکایي پولیس، یو افریقایي‌ الاصله امریکایی وواژه، امریکا په ټوله نړۍ کې افشا شوه. دا هر څه په داسې حال کې کېږي چې چین یو لوی سیمه‌ییز قدرت دی. نو امریکا خپلو ګټو ته د رسېدو او خپل نفوذ د ساتلو لپاره د پخوا په پرتله نوره هم په نورو هېوادونو پورې وتړل شوه...

امریکا هڅه وکړه چې په هند کې خپل اجنټان واک ته ورسوي، په دې توګه به هند د دوی تر امر لاندې وي. امریکا دوی واک ته ورسوله او په دې باوري شوه، چې پایلي به یې تل د دوی په ګټه وي او اجنټان به یې پیروي کوي. امریکا په خپل ټول زور کار وکړ، چې بهارتیا جاناتا ګوند (PJP) د واک پر ګدۍ کېنوي. نو دغه امریکا پلوی ګوند د لومړي ځل لپاره د واجپایي تر مشرۍ لاندې واک ترلاسه کړ او له ۱۹۹۸م نه تر ۲۰۰۴م پورې یې پر هند حکومت وکړ. په دغه کال کې چې ټاکنې وشوې، (PJP) وبایلې او کانګرېس ګوند واک لاسته راوړ. (PJP) بیا په ۲۰۱۴ کې واک ته راوګرځېد او په واک کې پاتې شو. امریکا له هند څخه د چین پر ضد ګټه اخیستل پیل کړل. د دې لپاره چې هند دا کار وکړي امریکا، پاکستان خنثی او دې ته مجبور کړ چې له هند سره له مقابلې لاس واخلي، په دې توګه به هند ځان له چین سره روانې مقابلې ته وقف کړي. ځکه خو د پاکستان حکام د کشمیر د مسالې په اړه چوپ دي. هند تېر کال 5/8/2019 اعلان وکړ چې اشغال شوی کشمیر د هند یوه برخه ده. دا خبره موږ په 18/8/2019 نېټه په سوال او ځواب کې کړې  ده. «امریکا ولیدل چې د کشمیر پر سر د پاکستان او هند تر منځ شخړې، له چین سره د هند نیمې وچې پر مقابله اغېز کوي... پر دغو شخړو د لاسبري لپاره امریکا د هند او پاکستان تر منځ د نارملایزشن پروسه پیل کړه. د دغه نارملایزشن موخه دا وه چې د کشمیر پر سر په جګړه کې د هند او پاکستان ځواکونه بې طرفه او خنثی کړي او له امریکا سره په همکارۍ کې هڅه وکړي، بلاخره دا چې د چین د را پورته کېدو مخه ونیسي. امریکا باور درلود چې له پوځي برید څخه د پاکستان منعه کول او خبرو اترو ته د موضوع بدلول دا موضوع تر خاورو لاندې کوي او د دواړو تر منځ د جګړې مخه نیسي. کټ مټ لکه د عباس دولت او عرب هېوادونه چې د یهودي دولت پر وړاندې پوځي اقدام نه کوي.»

د پاکستان حکام دغې خبرې ته ژمن پاتې شول، لومړي وزیر عمران خان وویل:«که هند دولت پر پاکستان برید وکړي، موږ به مناسب غبرګون وښيو.» منبع: (انادالو اژانس، 30/8/2019) دا کار د کشمیر د ازادۍ لپاره نه کوي! شاوخوا یوه میاشت وروسته، عمران خان وویل:«د پوځ مشر، باجوه باوري کړی یم چې، پر ازاد کشمیر باندې د هند د برید په صورت کې، د پاکستان پوځ له هند سره مقابلې ته تیار دی.» منبع: (د پاکستان جیو نیوز، 26/12/2019). دا خبره یې یوازې د ازاد کشمیر په اړه وکړه، جمو او کشمیر د هند له سلطې نه ازادوي!

اووم: د پاکستان په اړه چې غواړي له چین سره ښې اړیکې وساتي، نه غواړي چې د چین له لوري د هند اشغال شوې سیمه، اکسی چین کې کوم حق ولري؛ دا سیمه هم د کشمیر برخه ده او نه هم د کشمیر د لډک سیمې کوم حق غواړي چې اوس د هند تر ولکې لاندې ده، خو چین په دغه سیمه کې یوه برخه غواړي. همداراز پاکستان د هند او چین لانجې ته خوشاله دی، فکر کوي چې چین به د پاکستان د لوی دښمن، هند خوله ور ماته کړي، پاکستان دا ځل چوپ پاتې شو. سي ان ان نیوز-۱۸ په 26/5/2020 د پاکستان پر خاموشۍ خپله حیرانتیا څرګنده کړه، همداراز پاکستاني رسنۍ، دا چې ولې پاکستان د تل په شان د دغې موضوع په اړه خپل دریځ بیان نه کړ. دا کار د امریکا له فشار پرته ناشونی دی، ځکه چې امریکا غواړي هند له پاکستان سره په اړیکو کې ځان راحت احساس کړي. امریکا نه غواړي چې هند دې کوم ګواښ محسوس کړي، لکه دا چې له چین سره جګړې ته په داخلېدو، د پاکستان پوځ پرهند باندې برید ته تیار دی. دا ټول د دې لپاره دي چې هند د پاکستان له پولې د ګواښ احساس ونه کړي او خپل زور له چین سره پر پوله زیات کړي. دغه راز دا پر چین د فشار لپاره یو ښه موقعیت ولري. دا کار د چین د پوځ قوت تیتوي، یعنې ټول تمرکز به یې د چین پر بحري سمیه نه وي. دا چاره چین پرته له جګړې کمزوری کوي، پوځي سرچینې به یې وېشل شوې وي، په سویل لوېدیځ کې به له هند سره مقابلې ته تیاری ونیسي او د اوبو له لارې به یې د خپلو دوو اصلي دښمنانو پر وړاندې د تیاري په حال کې وي

اتم: له دې ټولو سره سره د کشمیر مسلمانان دا احساس لري، چې دوه کافر هېوادونه د هغوی پر خاوره جګړه کوي. دغه دواړه هېوادونه غواړي د هغوی واک ترلاسه کړي، خو بیا هم د پاکستان او د اسلامي خاورو نور حاکمان چوپ دي. پاکستان ان هغه کشمیري وسلوال ځواکونه ځپي چې د هند پر وړاندې مبارزه کوي. د پاکستان دا حالت او د سنو-هند جګړه د کشمیر مسلمانان ډېر کمزوري کوي. له دې مخکې چې د پاکستان له خوا د کشمیر ملاتړ کېده، کشمیر د هند د اشغال پر وړاندې ولاړ و. خو اوس کشمیر د دوو لویو هېوادونو پر وړاندې ویني خو پاکستان ورسره مرسته نه کوي چې د امریکا په مرسته د هند پر وړاندې د مبارزې ډېر ډکرونه تش پرېږدي.

دا دردوونکې ده چې چین او هند د اسلامي خاورو د وېش پر سر جګړه کوي، په ځانګړې توګه کشمیر او د هغې شاوخوا سیمې. هند په ۱۹۶۲م کې د چین له خوا د نیول شوو ځمکو د بېرته نیولو غوښتنه لري چې هغه د کشمیر اقصای چېن سیمه ده. چین د کشمیر لاداښ سیمه غواړي، چې له اقصای چېن سره سرحد لري. چین ادعا کوي چې هغه سیمه د سینکیانګ یا شرقي ترکستان سیمې یوه برخه ده. دواړه هېوادونه د دې اسلامي خاورو د اخیستلو لپاره جګړه کوي. خو پاکستان د امریکا غلامي کوي او نور مسلمانان چوپ دي. مسلمانان په سختۍ کې ژوند کوي او ډېر دردونکی ژوند لري. دا هر څه یې په خپلو لاسونو تر سره کړي. الله سبحانه و تعالی عزیز او عظیم ذات فرمایلي:

﴿وَمَنْ أَعْرَضَ عَنْ ذِكْرِي فَإِنَّ لَهُ مَعِيشَةً ضَنْكاً وَنَحْشُرُهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ أَعْمَى * قَالَ رَبِّ لِمَ حَشَرْتَنِي أَعْمَى وَقَدْ كُنْتُ بَصِيراً * قَالَ كَذَلِكَ أَتَتْكَ آيَاتُنَا فَنَسِيتَهَا وَكَذَلِكَ الْيَوْمَ تُنْسَى﴾ [طه: ۱۲۴-۱۲۶]

ژباړه: څوک چې زما له ذکر (د نصیحت له درس) څخه مخ واړوي. د هغه لپاره به په دنیا کې تنګ ژوند وي او د قیامت په ورځ به موږ هغه ړوند راپاڅو. هغه به ووایي: «پروردګاره! په دونیا کې خو ما سترګې درلودې دلته مو ولې ړوند راپاڅولم؟» الله تعالی به وفرمایي: «هو، په همدې شان دې زموږ ایتونه چې تاته راغلي وو، هېر کړي و، هماغسې نن ته له یاده وځې.

نو اې مسلمانانو! ستاسو ازادي په همدې کې نغښتې ده: د الله سبحانه وتعالی او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د څرګندونو په تعقیبولو سره د الله سبحانه وتعالی د قانون د حاکمیت په قایمولو کې چې راشده خلافت دی، ځکه همدا د هدایت، جهاد، بریا، د طاغوت څخه د خلاصون او د واک لار ده. رسول الله صلی الله علیه وسلم په یوه حدیث شریف کې چې له ابو هریره رضی الله عنه څخه روایت شوی فرمایلي:

«الامام جنه یقاتل من وارئه و یتقی به»

ژباړه: امام د هغوی لپاره ډال دی د هغه تر شا جګړه کوي او د هغه له خوا یې ملاتړ کېږي. نو درس واخلئ اې پند اخیستونکو.

 

د مطلب ادامه...

خلافت به د خصوصي ښوونځيو د فيسونو ناورین پای ته ورسوي او په لوړ معیار به وړیا زده کړو ته لاره هواره کړي

  • خپور شوی په پاکستان

له تېرو څو کلونو راهیسې د ښوونځیو د فیسونو مسلسل ډېروالی د بحث وړ دی. دغو فیسونو د اوسني بې ثباته اقتصادي حالت له امله والدین او نور عایداتي ګروپونه د پيسو په ورکولو کې له ستونزو سره لاس او ګرېوان کړي دي. دا حالت د کرونا ویروس د ناروغۍ په خپرېدو سره نور هم کړکېچن شوی دی.

اوس دا ډېر معمول ده چې والدین ان له تخفیف سربېره هم نه شي کولی د خصوصي ښوونځيو فیسونه ورکړي، دوی د فیسونو د نه ورکولو له امله د خپلو ماشومانو سپکاوی زغمي، چې له ښوونځيو څخه وایستل شي. دغه راز دوی باید خپل ماشومان ارزانه ښوونځیو ته ولېږي یا پرېکړه وکړي چې یو یا ډېر ماشومان یې دولتي مکتبونو ته واستوي، ډېری کاروبارونه له سقوط سره مخ شوي دي. د نورو ټولو سوداګریو په څېر، ډېری خصوصي ښوونځي هم اغیزمن شوي دي. د خصوصي ښوونځيو لوی ګروپونه چې بډایه خلکو ته تدریس کوي په انلاین بڼه ترسره کېږي، خو لا هم د بشپړ فیس د اخیستلو غوښتنه کوي، په داسې حال کې چې ډېری کوچني خصوصي ښوونځي اوس د سقوط په حال کې دي. د فیسونو د بېرته تر لاسه کولو توان نه لري، د والدینو او خصوصي ښوونځيو مالکینو دواړو له خوا حالت تنګ شوی دی. له وړاندې داسې بريښي چې اوږدمهاله کړکېچ به له قناعت وړ پایلو پرته دوام وکړي، چې د ټولو اړوندو خلکو عدالت تضمین کړي.

اې د پاکستان مسلمانانو!

خصوصي ښوونځي یوه ګران بیه اړتیا ده، چې د دولتي ښوونځيو د ناوړه حالت له امله رامنځته شوي دي. د بې وزله ښوونکو، د زده کوونکو له بيروبار څخه ډکو ټولګیو او لږو اسانتیاوو له امله یې نوم بد دی. اوسنی نظام د دولتي زده کړو په چمتو کولو کې پاتې راغلی دی. که چېرته موږ د پاکستان تر ټولو ډېر نفوس لرونکي ایالت، پنجاب ته وګورو، هلته له ۵۰ زرو ډېر خصوصي ښوونځي شته. ښوونې او روزنې ته د دولت نه پاملرنه د پر له پسې نامشروع حکومتونو له امله ده، چې د غرب او ښکېلاکګرو مالي سازمانونو غلامان دي. حکومت د بودیجې یو په درېیمه برخه د سود په ورکولو لګوي، چې اسلام منع کړي دي. د خپلو وګړو د اسانتیاوو د پوره کولو لپاره لږ عاید پرېږدي، چې په دې کې د لومړنۍ او ثانوي کچو وړیا ښوونه او روزنه هم شامله ده.

دا د اسلامي دولت مسوولیت دی چې هر فرد ته هغه موضوعات تدریس کړي، چې د نارینه او ښځینه وو لپاره اړین بلل کېږي. دا په دې مانا چې په اوسني عصر کې لومړنۍ او ثانوي زده کړې باید وړیا ورکړل شي، په داسې حال کې چې لوړې زده کړې څومره چې امکان ولري باید وړیا وي. اشخاصو ته هغه څه تدریس کېږي چې په عادي ژوند کې دوی ورته اړتیا لري، ځکه چې په دې سره ګټه تر لاسه کېږي او له زیان څخه مخنیوی کېږي. رسول الله صلی الله علیه وسلم  له هغو کفارو څخه چې ورسره زندانیان وو، د جبران لپاره یې پر هغوی باندې د لسو مسلمانو ماشومانو تدریس لازم کړی و. د هغه صلی الله علیه وسلم اعمال د تعلیم ارزښت ښيي او هغه صلی الله علیه وسلم د دغه تعلیم لپاره هېڅ کوم امتیاز نه اخیست.

خلافت د ښوونې او روزنې د یوې اسانتیا په توګه د دې پر ځای چې په خپل مسوولیت کې غفلت وکړي او بیا خصوصي ښوونځي د مافیا په توګه تورن کړي، د سوداګرۍ په بڼه یې تدریس کوي. دغه راز د پېړیو لپاره یې په لوړو معیارونو وړیا زده کړې چمتو کړې او د اوسني عصر د ریاضیاتو، علومو، هنرونو، انجنیرۍ او درملو اساس یې اېښی دی. یوازې د نبوت پر منهج د خلافت بیا راتګ به دا تضمین کړي، چې زموږ ماشومانو ته به داسې ښوونه او روزنه ورکول کېږي، چې دونیا او اخرت یې تضمین کړي. الله سبحانه و تعالی فرمايي:

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا قُوا أَنفُسَكُمْ وَأَهْلِيكُمْ نَاراً وَقُودُهَا النَّاسُ وَالْحِجَارَةُ﴾[تحریم: ۶]

ژباړه: «اې مومنانو! خپل ځانونه، خپل اولاد او کورنۍ له هغه اور څخه وژغورئ چې د سون توکي به یې انسانان او تيږې وي.

د حزب التحریرـ ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

 

د مطلب ادامه...

د پاکستان د اقتصاد زړه (کراچۍ) د الله سبحانه وتعالی د حکم خلاف د حریصو پانګوالو لاس ته لوېدلې ده

د کرونا ویروس له خپرېدو سره، د پاکستان د اقتصاد زړه (کراچۍ) د برېښنا سکټور له ماتې سره مخ کړی دی. کله چې په اوړي کې ګرمي اوج ته رسېږي، K-Electric د برېښنا په رسولو کې پاتې راځي، چې د ډېر فشار له امله د خلکو ملاتړ له لاسه ورکوي. په ۲۰۰۵م کې، د دې لپاره خصوصي سکټور ته وسپارل شو چې K-Electric ته وده ورکړل شي او د دولت له اوږو بار سپک کړي. پنځلس کاله وروسته K-Electric په داسې حال کې چې خلک ډېر زورور دي، د حریصو پانګوالو د مالکینو لپاره پیسې راټيټوي. K-Electric یوازې په تېرو اتو کلونو کې ۱۲۶ميلیارده روپۍ عاید تر لاسه کړي دي، خو له خپل مالي ځواک سربېره K-Electric د خالصو تېلو څخه د برېښنا تولید بندوي، تر څو د ملي برېښنا څخه د ارزانه برېښنا په پېرلو سره د ګټې اندازه لوړه کړي. K-Electric لومړی برېښنا پرې کوي، چې د خلکو چیغې پورته شي، تر څو فدرالي حکومت د عامه فشار له عذر څخه په ګټه اخیستلو سره له ملي طناب څخه اکمالات وکړي. سربېره پر دې فدرالي حکومت کوټې ته د ګاز اضافي اړتیاوې چمتو کوي، تر څو K-Electric وکولای شي له ګاز څخه برېښنا تولید کړي. لکه څنګه چې ښکاري دا کافي نه ده، دوی غواړي د ګټو اندازه لوړه کړي، ناورین د عذر په توګه کاروي، حکومت د K-Electric په غوښتنې سره د برېښنا نرخ لوړوي. د ۲۰۲۰م، د جولای په ۴مه د برېښنا نرخونه ۲۲.۵٪ لوړ شوي دي.

برېښنا، تېل او ګاز د هر اقتصاد د ملا تير ګڼل کېږي. په داسې حال کې چې لږ او ډېر لګښتونه یې د فلج کېدو لامل هم کېږي. دا روښانه ده چې د برېښنا، تېلو او ګازو خصوصي کول د حریصو پانګوالو له لوري د پيسو مینځلو ته لاره هواروي او دا مصنوعي نمیګړتیاوې رامنځته کوي، نرخونه لوړوي، د خلکو په ډېر لګښت کې ګټه کوي. دغه راز پانګوال اقتصادي نظام د برېښنا، تېلو او ګازو خصوصي کولو ته اجازه ورکوي، په داسې حال کې چې د ډيموکراسۍ واکمنان د قانون جوړونې قدرت لري، تر څو خصوصي مالکینو ته اسانتیاوې برابرې کړي. په دې وروستیو کې د تېلو په سکټور کې هم ورته کړکېچ رامنځته شو، چې د تېلو بازارموندنې شرکتونو په ټيټو نرخونو د خپلو محصولاتو له پلورلو څخه انکار وکړ او نیمګړتیاوې یې رامنځ ته کړې. کله چې نرخونه لوړ شول، د پټرولو محصولات په فوري توګه د لاسرسي وړ وګرځېدل.

د پاکستان مسلمانان به یوازې هغه وخت له کمزورې برېښنا او د نرخونو له لوړوالي خلاص شي، چې د الله سبحانه وتعالی قانون پلی شي. د نبوت پر منهج د خلافت دولت به د برېښنا تولید او توزیع نه خصوصي کوي، ځکه چې اسلام یې د عامه ملکیت په توګه اعلانوي او دولت یې باید پخپله نظارت وکړي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:

«الْمُسْلِمُونَ شُرَكَاءُ فِي ثَلَاثٍ الْمَاءِ وَالْكَلَإِ وَالنَّارِ»[رواه: احمد]

ژباړه: مسلمانان په دریو شیانو کې شریک دي، اوبه، څرځایونه او اور انرژي.

یوازې د خلافت تر چتر لاندې به مسلمانانو ته په ارزانه بیه د بې پایه برېښنا اکمالات ورکړل شي، ځکه چې دولت به د عامه ملکیت د مسوول سرپرست په توګه عمل کوي.

د حزب التحریرـ ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

 

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې