پنجشنبه, ۰۸ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     9 رجب 1442

میلادی نېټه :     یکشنبه, 21 فبروری 2021 م

شمېره:      ۲۶/ ۱۴۴۲

ولاية اليمن
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
خلافت هر ځای او هر وخت د ټولو مسلمانانو لپاره دی

په یمن کې یو شمیر ویب پاڼو د «د خلافت لپاره د عجیبو نشراتو دعوت» تر عنوان لاندې نشرات وکړل، تر څو د موکالا هادراموت په ښار کې د پوسټرونو په اړه د دوی حیرانتیا بیان کړي. په دغه پوسټرونو داسې عبارتونه لیکل شوي وو چې مسلمانان یې د خلافت د تاسیس لپاره رابلل. خو دلته د حیرانتیا خبره چیرته او د چا ده؟ ايا دا د هغه مسلمانانو ده چې شپه او ورځ کار کوي، ځکه چې الله سبحانه وتعالی امر ورته کړی دی چې اسلام په خپل ژوند کې حاکم کړي او هغه دولت جوړ کړي چې د کافرو اشغالګرو او هغو خاینو عربو لکه: عبدالعزیز بن عبدالرحمن آل سعود او الادریسي چې له انګلستان سره په توافق نامه کې یو ځای شول تر څو د اسلام، مسلمانانو او خلافت پر وړاندې وجنګیږي او د خلافت دولت راوپرځوي؟ یا ترکي خاینان لکه: مصطفی کمال دی؟  انګریزانو د عدن هیواد د اشغال شوي جومات لپاره داسې شعار جوړ کړ «ای قدرتمندانو، د قدرت څښتنانو جرمنیانو ته ماتې او انګریزانو ته بریا ور کړئ.»

الله سبحانه وتعالی خپل پیغمبر صلی الله علیه وسلم ته امر کړی دی چې د اسلام د حاکمیت لپاره دولت تاسیس کړي. رسول الله صلی الله علیه وسلم هم د اسلام په دعوت کې د الله سبحانه وتعالی د دغه امر پیروي وکړه. د کفر او شرک له عقایدوسره فکري مبارزې ته داخل شول او د هغوی له دروغو ډکو بیانونو سره یې جنګ وکړ. د اسلام حاکمیت او فکر یې په خپله سیمه کې ځای پر ځای کړل او په مدینه کې یې د اسلام د حاکمیت لپاره طلب النصره وکړه. رسول الله صلی الله علیه وسلم مسلمانانو ته ښودلې چې د مسلمانانو لپاره د خلیفه مقام تر دریو شپو او ورځو پورې خالي پرېښودل نه دي روا.

یا هغه څوک د حیرانتیا وړ دي چې د اسلام او مسلمانانو دولت یې په لسګونو پردیو حکومتونو بدل کړ؟! د ډیویډ فرومکین په مشهور کتاب «هغه سوله چې ټولې سولې پای ته رسوي: د عثماني امپراتورۍ سقوط او د معاصر منځني ختیځ را منځته کیدل» کې راغلي دي چې روسیې کمونیزم راوړلو په داسې حال کې چې انګلستان د اسلام د بدیل په توګه نشنلیزم منځته راوړلو.

د موکالا ښار یو له هغه زرګونو ښارونو څخه دی چې سږ کال د خلافت د نشتون د سلمې کلیزې په مناسبت کمپاین په کې روان وو. دا کمپاین د حزب التحریر د امیر په امر په لاره اچول شوی دی. ستر عالم عطا بن خلیل ابو رشته د ټولې نړۍ له مسلمانانو څخه غوښتنه کوي ترڅو خلافت بیا تاسیس کړي.

دا په هادراموت کې د موکالا ښار لپاره ثبت شو چې دلته مسلمانان شته او د خلافت د تاسیس لپاره کار کوي. دا به په هادراموت کې د موکالا ښار لپاره به په زرینو کرښو ولیکل شي چې دا په ټوله نړۍ کې د لسګونو ښارونو په منځ کې هغه ښار دی، وروسته له دې چې غربي رژیم په ټوله نړۍ کې ژوند په پانګوال نظام اشغال کړی دی دوی د اسلام پر اساس حاکمیت غواړي، چې دا په نړۍ کې د موکالا او نورو لپاره ډېر ښه کار وو.

موږ پر ټولو مسلمانانو غږ کوو چې د اسلام احکامو ته غاړه کیږدي. موږ هغه چا ته دعوت ورکوو چې د پانګوالۍ په دروغجنو شعارونو لکه: ازادي، ډیموکراسي، د عقیدې ازادي او داسې نور یې چې منلي دي له خپلو ذهنونو او کاغذونو څخه پاک کړي. هغه چاته چې دغه تاج الفروض ته یې دعوت کړی دی جزاک الله خیراً ووایو. الله سبحانه و تعالی دې له موږ او تاسو سره مرسته وکړي ترڅو د نبوت پر منهج دویم راشده خلافت بیا تاسیس کړو.

(فَإِنَّ الذِّكْرَى تَنفَعُ الْمُؤْمِنِينَ)

ژباړه: «البته نصیحت کوه، ځکه چې نصیحت د مومنانو لپاره ګټورو دی» [ذاریات: ۵۵]

الله سبحانه و تعالی فرمايي:

(إِنَّا لَنَنصُرُ رُسُلَنَا وَالَّذِينَ آمَنُوا فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَيَوْمَ يَقُومُ الْأَشْهَادُ)

ژباړه: «باور ولرئ چې موږ د خپلو پیغمبرانو او مومنانو مرسته هرومرو د دې دنیا په ژوند کې هم کوو او په هغه ورځ به یې هم وکړو چې کله شاهدان ولاړ وي.» [غافر ۵۱]

 او رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:

«بَدَأَ الْإِسْلَامُ غَرِيبًا وَسَيَعُودُ كَمَا بَدَأَ غَرِيبًا فَطُوبَى لِلْغُرَبَاءِ»

ژباړه: «اسلام په غربت سره دنیا ته راغی او بیا به هم غریب شي؛ نو آفرین پر غرباوو!»

همدا راز بل ځای رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:

«ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةٌ عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ»

ژباړه: «وروسته به د نبوت پر منهج خلافت تاسیس شي»

أقيموا_الخلافة#
#ReturnTheKhilafah
#YenidenHilafet
خلافت_بیا_تاسیس_کړئ#

د حزب التحریر ولایه-یمن مطبوعاتي دفتر

 

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې