جمعه, ۱۶ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۶م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     14 صفر 1441

میلادی نېټه :     یکشنبه, 13 اکتوبر 2019 م

شمېره:      ۱۴۴۱/۳

لبنان ولایه
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د کډوالو سازمان، کډوال د بشار ظالم دولت ته سپاري

﴿وَمَا نَقَمُوا مِنْهُمْ إِلَّا أَن يُؤْمِنُوا بِاللَّهِ الْعَزِيزِ الْحَمِيدِ

[بروج: ۸]
ژباړه: له مومنانو سره د هغوی دښمني یوازې له دې امله وه، چې مومنانو پر هغه خدای اېمان راوړی و چې برلاسی او په خپل ذات کې ستایل شوی دی.

نړۍ د امریکا په خوښه پر کردانو باندې د ترکیې د بریدونو او د بشار ظالم دولت ته د کردانو د سپارلو په تړاو له احتیاط څخه کار اخلي؛ په داسې حال کې چې د لبنان دولت د ټولو اصولو، مقرراتو، دودونو... خلاف د سوریې یوه کوچنۍ ډله (پناه غوښتونکي) د سوریې ظالم دولت ته سپاري. د لبنان دولت د پراخه فساد او د مرکزي بانک د ناوړه چلند له امله د دغه هېواد خلک د روان اقتصادي ناورین یعنې د پیسو، نفتو او ډوډۍ د کمښت په تړاو جدي اندېښنه لري.

دوی دغه کار په پټه او عامه رخصتیو کې کوي، چې له کوم جنجال او ستونزې سره مخ نه شي. دا ډول کړنې له یوه پیاوړي او خپلواک دولت څخه استازیتوب نه شي کولی، بلکې د هغو ادارو کړنې دي چې قانون او بشر ته پکې هېڅ ډول درناوی نه لیدل کېږي. موږ د دغه کار لپاره د سوریې د رژیم او د هغوی د جاسوسانو له لاسوهنو پرته بله پلمه نشو موندلی.

دغه کار په رومیه زندان کې هغه بندیان له لویې اندېښنې سره مخ کړي، چې د بند موده یې پای ته رسېدلې ده. دوی ځان وژنې ته مخه کړې، ځکه دغه کار دوی ته د سوریې د جابر دولت د ظلمونو پر پرتله اسانه دی. الله سبحانه وتعالی خوښه دا وه، چې له دوی څخه څلور کسان باید ژوندي پاتې شي او د راپورونو له مخې پنځم کس بیا په ناوړه حالت کې دی.

په لبنان کې د سوریایي کډوالو پر وړاندې سیستماتیک ظلم او د بشار ظالم دولت ته د هغوی سپارل د کډوالو لپاره له سپکاوي، شرم او وحشت پرته بل څه نه دي. موږ دولت ته له قوانینو څخه په سرغړونه خبردارۍ ورکوو او غواړو چې زر تر زره دغه چاره  ودروي. ټولې قضایي او امنیتي ادارې کنټرول شي او سرغړونکي او مخالفین یې په سزا ورسول شي. که داسې ونشي، نو دا ډول کړنې بیا د زغم او هېرېدو وړ نه دي.

د حزب التحریر-ولایه لبنان مطبوعاتي دفتر

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې