پنجشنبه, ۱۸ ذیقعده ۱۴۴۱هـ| ۲۰۲۰/۰۷/۰۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
په تیاره شپه کې به روښانه میاشت ورکه شي
بسم الله الرحمن الرحيم
په تیاره شپه کې به روښانه میاشت ورکه شي

امام الجویني رحمه الله (۴۱۹هـ - ۴۷۸) د دې فریضیې په مطرح کولو سره چې که یوه ورځ امت بې خلافته شو، پخپل کتاب (غیاث الأمم فی التیاث الظلم) کې، هغه کتاب چې د شرعي سیاست په اړه یې لیکلی او په هغه کې یې هم له خپلو همزولو مخکې شوی دی، داسې وایي: «په دې کې شک نشته چې عقل د فضایلو منشا ده، خو که پرهېزګاري یې ضمیمه نه وي، د فساد او مرکب ظلم کوونکي وسایل به شي.» هغه همدارنګه وویل: «پرهېزګاري غوره عمل او د ښه چلند بنسټ ده. که هر څوک له دې ښېګڼې بې برخې وي، هر څومره سخاوت او لویې چې پکې ده، د شر د رامنځته کېدو او زیان د جلب لپاره به مسیر شي.»

الله سبحانه وتعالی دې د حرمین پر امام رحمت وکړي. امام د دغې فریضې په راوړلو سره چې داسې ورځ به راشي چې مجتهد او حاکم به نه وي، چې د شریعت پر بنسټ حکومت وکړي، د امت او د علم د څښتنو لپاره د دې پېښې پر وړاندې خپل دریځ روښانه کړی دی. د حرمین امام په یو امام کې د تقوا اهمیت داسې مطرح کوي: «امام د داسې کس واقعیت بیانوي چې پر موږ ګمارل کېږي، خو په دې شرط چې په هغه کې به خساوت او لویې ډېره وي او د غوره چلند څښتن به وي؛ د پرهېزګارۍ نشت به یې عملونه باطل کړي او له هغه سره به حساب وکړي.» اوس هغه کس چې د عقل څښتن وي او یوازې د سیاستوالو په مدار کې څرخي، څه باید وکړي؟ یا هغه نظامونه چې د کفري ارزښتونو پر بنسټ حکومت کوي او تل ناکام وي، هر کله چې بحران رامنځته شي، الله سبحانه وتعالی د هغه حالت خرابوي او له ناوړه کړنو یې پرده پورته کوي؟!

الله سبحانه وتعالی کویډ ۱۹ ناروغي د دې لامل کړه چې په وسیله یې د بشر په لاس جوړو شوو نظامونو ناوړه کړنې امت ته ښکاره کړي، هغه ناوړه کړنې چې پر امت اوس واکمنې دي او په ټولو برخو کې یې ستونزې رامنځته کړې دي. دا هره څه دا روښانه کوي چې د الله سبحانه وتعالی له پټنځي څخه پرته نور څه نشته. کویډ ۱۹ راغی، څو د واکمنو نظامونو شرم ټولو ته ښکاره کړي او په روغتیايي، ښوونیزه، د بې شمېره پورونو په برخو او د سودي شرکتونو او ښکېلاکګرو مسیسو له فساد او ناوړه کړنو څخه پرده پورته کړي او همدارنګه اقتصاد یې له زیان سره مخ کړي.

دولتونو د دغه ویروس پر وړاندې مبارزه اعلان کړه، په داسې حال کې چې د دې ناروغۍ د مخنیوي  لپاره هېڅ حلا لاره په لاس کې نه لري. په ډاډ سره ټولو پوهېږو چې اوسمهال دولتي او خصوصي روغتونونه د تېر  په پرتله له ستونزو سره مخ نه وو او په عادي شرایطو کې هم خلکو ته غوره خدمتونه نه شي وړاندې کولی. نو پر همدغه اساس، اړتیا نشته چې تاسو په امریکا کې د روغتیایي بنسټونو او نظام بې وسي ولټوئ. کېدایشي په اسلامي خاورو کې د روغتیایي نظامونو تر ټولو غوره بېلګه دا وي چې مضر حکام، کورنۍ او حتا پر هغوی پورې تړلي کسان چې په شاوخوا کې یې وي، د کومې روغتیایي ستونزې د راپیدا کېدو په صورت کې غرب ته سفر وکړي او د روغتیایي سیسټم د ناوړه کېدو له امله له دې خاورې وتښتي. د هغه د ژوندي پاتې کېدو د حرص په دلیل، له کوم شرم پرته د درملنې لپاره نورو هېوادونو ته ځي، په داسې حال کې چې تر واکمنۍ لاندې خلک یې هره ورځ له مړینې او مرګ سره لاس او ګېروان دي. همدا چې یاد ویروس رامنځته شو، دغو نظامونو د هغه پر وړاندې د دروغجنې مبارزې طبلو وهلو ته زور ورکړ.  خلک وډار شول، په ځینو اسلامي هېوادونو کې په تیاره او له ډاره په ډکو شپو کې خلک تفریح ځایونو ته ولاړل او هلته یې د تکبیر نارې ووهلې او پخپلې ټولې بې وسۍ یې له الله سبحانه وتعالی څخه د دې وبا د له منځه تلو غوښتنه وکړه.

په داسې حال کې چې واکمنانو پلان شوی ډار او وحشت په خلکو کې خپور کړ، په ټکر کې څرګندونې یې خپرې کړې او واقعیتونه یې پټ کړل. په همغه ډول چې ټولو ته ښکاره ده، خلک په دغه امر سره نه حیرانېږي؛ ځکه هغوی هېڅ وخت له واکمنو څخه د صداقت تمه او ژمنه نه ده لیدلې او همدارنګه تمه نه کېږي، چې دغه خلک دې یوه ورځ د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر دغه حدیث لږ تم شي.

«مَا مِنْ عَبْدٍ يَسْتَرْعِيهِ اللَّهُ رَعِيَّةً يَمُوتُ يَوْمَ يَمُوتُ وَهُوَ غَاشٌّ لِرَعِيتِهِ إِلاَّ حَرمَ اللَّهُ عَلَيْه الجَنَّةَ»

ژباړه: هېڅ داسې کس  نشته چې الله سبحانه وتعالی هغه پر خلکو واکمنوي، خو نوموړی په داسې ورځ چې باید مړ شي، په داسې حال کې مړ کېږي چې له خلکو سره یې غش (خیانت، دوکه، د باطن پر خلاف خبرې کول، نامناسب امناسب معرفي کول) کړي وي؛ الله سبحانه وتعالی پر هغه جنت حرام کړی دی.

د اسلامي نړۍ واکمنانو د دیني بعد څنډې ته کولو، سیکولریزم پر پښو درولو او د خلکو له ژوند څخه د اسلام د لېرې کولو لپاره فرصت مناسب بللی او په دې برخه کې یې هېڅ هڅه نه ده درېغولې. په غرب کې د روڼ‌اندۍ د دوران پر خلاف په اصل کې علم له اسلام سره هېڅ ډول ټکر نه لري. د اسلامي دولت په طلایي عصر کې هېڅ داسې انقلاب رانه دی راغلی چې له دولت څخه د دین د بېلتون لامل شوی وي او هر هغه څه چې په دین پورې اړه ولري، ټکر وښيي؛ بلکې ټول انقلابونه د اسلام د مبین دین د ساتنې لپاره وو، څو د تفکر، تامل او د ځمکې د بیا رغونې لپاره الهي دعوت په ټولو سیمو کې پراخه کړي.

دغه واکمنان د کورونا وبا په یادو ستونزو او کړکېچونو کې دې ته حاضر نه شول چې پخپلو بیانیو او پرلپسې مطبوعاتي کنفرانسونو کې د اسلام د مبین دین نوم واخلي. حتا د مسلمانانو احساساتو ته په کتو او یا «ألابذکرالله تطمئنّ القلوب...قلب‌ها به یاد الله آرام می‌یابند...»؛ له زاویې؛ بلکې پر ځای یې مسجدونه وتړل او د دین څنډې ته کولو ته یې دوام ورکړ. په داسې حال کې چې مسلمانانو تر بل هر وخت لمانځه او عبادتونو ته اړتیا درلوده، په ځانګړي ډول د روژې په مبارکه میاشت، مبارکو شپو او ورځو کې. په دې کې شک نشته چې د مسجدونو تړل د اسلامي هېوادونو د واکمنانو د عمومي او ګډ سیاست په چوکاټ کې رامنځته شول، چې هدف یې اسلام ته په ارتباط ورکولو سره د مسلمانانو لېرې کول او له دې لارې د هغوی د ستونزو حلول و. موخه دا وه چې په یو شرعي چوکاټ کې د رامنځه شوي بحران د حل مخه ونیول شي؛ هغه خیانت چې د فلسطین د قضیې په تړاو ترسره شو. د اسلامي خاورو واکمنانو د کورونا ویروس په بحران کې هېڅ د اسلام نوم یاد نه کړ، حتا د حقیقت د ښودلو او د کورونا ناروغۍ په مخنیو کې د روغتیایي سیاستونو په نیولو سره د اسلام او مسلمانانو د رول په یادولو سره. په داسې حال کې چې مسلمانان لومړني کسان وو چې روغتیایي قرنطین یې په پام کې ونیو او د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر دغه حدیث یې عمل وکړ.

«إِذَاسَمِعْتُمْ بِالطاعُونِ بِأَرْضٍ فَلَا تَدْخُلُوهَا وَإِذَا وَقَع بِأَرْضٍ وَأَنْ تُمْ بِهَا فَلا تَخْرُجُو ا مِنْهَا «

ژباړه: که مو واورېدل چې طاعون چېرته خپور شوی، هلته مه ځئ او که په داسې خاوره او یا هېواد کې وئ چې هلته طاعون خپور شو، له هغې مه بهر کېږئ.

هغه څه چې تاسو د کورونا په اړه پرې پوهېږئ، دا دي چې پر دې ویروس د اخته کسانو قرنطین او د هغې سیمې قرنطین چې دغه ویروس پکې خپور شوی، یو علمي واقعیت دی، چې د ټولو هوکړه پرې شوې ده. هو، حکامو د دغه ډار په لیل سره چې مسلمانان د شرعي حکم په چوکاټ کې د کورونا مسله ورداخله نه کړي او د مسلمانانو په زړونو کې د شته اسلامي هویت د کنټرول او مخنیوي لپاره د دغه لوی نبوي فرمان په اړه یې هېڅ اقدام ونه کړ. هغوی د اسلام لوی رول ته په کمه سترګه وکتل، حتا وروسته تر دې چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم دستورالعملونه ټولو نړیوالو ته وریاد شول. وروسته تر هغه چې نیویارک ټایمز یوه مقاله خپره کړه، چې د المصطفی لارښوونې یې پکې واضح کولې او دا چې هغه لومړی کس و چې د قرنطین امر یې وکړ؛ خلک یې د داسې ناوړه ناروغۍ په حال کې د شخصي نظام او روغتیا په پام کې نیولو ته هڅول.

مسلمانانو په دې زمینه کې پخپل طلایي دوران کې سبقت وکړ، اسلامي علماوو او په ځانګړي ډول اندلسي علماوو د ټول‌نیوونکې ناروغۍ په اړه ډېر کتابونه ولیکل او د دې ناروغۍ د مخنیوي او څنډې ته کېدو لپاره یې داسې سپارښتنې درلودې چې د شرعي دلایلو پر برنسټ وې او د دغو ناروغیو واقعیت یې روښانه کاوه. تر دې چې غرب د دغو لیکنو ځینې برخې له مسلمانانو واخیستې او له شک پرته چې د هغوی پر علمي کتابونو یې سیوری غوړولی دی. مسلمانانو د ټول‌نیوونکې ناروغۍ په اړه خبرونه ثبتول. مورخ ابن تغري بردي په (النجوم الزاهره) کې له مورخ ابي الحسن المدایني څخه نقل کوي چې هغه تر ۱۳۱ هـ،ق کاله پورې د طاعون ۱۵ ډوله شمېرلې دي؛ چې تر ټولو مشهور یې عمواس طاعون و. طبري پخپل کتاب «تاریخ الطبري» کې د هغه په اړه داسې وایي: «یادې ناروغۍ د خلکو لپاره ډېرې وژونکې وې او له امله یې ۲۵ زره کسان مړه شول، چې د هغوی له جملې صحابي ابو عبیده بن الجراج، شرحبیل بن حسنه، یزید بن الي سفیان او معاذ بن جبل رضوان الله علیهم اجمعین وو. پوهانو د رسول الله صلی الله علیه وسلم د دغه حدیث په اړه ویلي، چې مسلمانانو د عمواس په طاعون کې په(۱۸ ق/ ۶۳۹م) د بیت المقدس تر فتحې وروسته د رسول الله صلی الله علیه وسلم د دغه حدیث په چوکات کې حرکت وکړ.

«إِذَاسَمِعْتُمْ بِهِ بِأَرْضٍ فَلَا تَقْدَمُوا عَلَيْهِ وَإِذَا وَقَع بِأَرْضٍ وَأَنْ تُمْ بِهَا فَلا تَخْرُجُوا فِرَارًا مِنْهُ «

ژباړه: که مو واورېدل چې په کومه خاوره کې دا ناروغي خپره شوې، هغې ته مه دننه کېږئ او که په داسې خاوره کې وئ چې هلته طاعون خپور شوی وي، له هغې بېرون مه وځئ.

ابن کثیر په «البدایه او النهایه» کې داسې وایي: «کله چې د دې ناروغۍ قضیه ډېره جدي شوه، موضوع عمر بن خطاب ته ورسېده. عمر رضی الله تعالی عنه ابو عبیده ته دا لیک ولیکه، څو ابوعبیده له هغه ځایه ووځي: «تاته دې سلام وي! تر سلام وروسته زه تاته اړتیا لرم، هوډ لرم چې هغه په حضوري ډول درسره شریک کړم. تاته زما امر دا دی، همدا چې پر لیک دې سترګې ولګېدې، هغه به پر ځمکه نه ږدې او زما پر لور به حرکت کوې.» ابن کثیر وایي: د ابو عبیده دې ته پام شو چې عمر رضی الله تعالی عنه یې له ناروغۍ څخه د ژغورلو لپاره ورغواړي. هغه وویل: «الله سبحانه وتعالی دې امیرالمؤمنین وساتي!» وروسته یې عمر رضی الله عنه ته دغه لیک ولیکه: «اې امیرالمومنینه! زه خپل ځانته ستا پر اړتیا پوه شوم، زه د مسلمانانو له اردو سره یم او له هغوی څخه د بېلېدو په تړاو پخپل ځان کې کومه لېوالتیا نه وینم، تر دې چې الله سبحانه وتعالی زما او د هغه په اړه حکم او قضا یې صادره کړي. نه غواړم چې هغوی پرېږدم. پر همدغه اساس، ماته د خپل دغه هوډ په اړه بښنه وکړه او همدارنګه ما پخپله اردو کې پرېږده.»

الله سبحانه وتعالی له هغو خلکو سره څومره ښه کړي دي. موږ ته وګوره چې د هغوی په پرتله په کومه قافله کې یو. هغوی ټول د یو بل په اړه دومره اندښمن وو لکه یوه مور چې د خپل تازه پیدا شوي زوی په اړه اندېښنه لري.

دا د یو رهبر لپاره تر ټولو لوی درس دی. هو، د شرعي حکمرانۍ په چوکاټ کې او د دې درک چې ټولې چارې د الله سبحانه وتعالي تر ساتنې لاندې دي، هغوی ټول د رعیتدارۍ مفهوم او یوازې د الله سبحانه وتعالی بنده‌ګۍ ته ژمن وو. هغوی ټول پوهېدل چې د مرګ یوازنی علت د عمر پای ته رسېدل دي او بس، خو انسان باید له خپل ټول وس څخه کار واخلي، څو پخپل وار هغه ژوند چې الله سبحانه وتعالی ورکړی، ساتنه ترې وکړي. هغوی پر الله سبحانه وتعالی او په قدر د خپل پیاوړي ایمان په درلودو سره له دغو اسبابو هم کار اخیست. همدا و چې د مسلمانانو خلیفه فاروق رضي الله عنه له ابو عبیده څخه وغوښتل چې خلک له نم لرونکي ځمکې (چې هغه نمجنې او اوبه یې لوړې وي) پاکې ځمکې (له کثافاتو، چټلیو او مرداریو څخه) لېرې ځمکې ته وکوچوي. څنګه چې ابو عبیده دا کار ترسره کړ. هو، د مسلمانانو خلیفه هڅه د مسلمانانو د چارو د سرپرست او عهده‌دار په توکه د دغه ویروس د مخنیوي لپاره د الله سبحانه وتعالی له پوښتنې څخه ډار و.  همدا لامل و چې خلک یې هڅول، څو د دې ناروغۍ د سرایت له سرچینو څخه ځانونه لېرې وساتي. په داسې حال کې چې دغه اقدامونه د اسلام په لومړنیو پېړیو کې وو، په علم کې د مسلمانانو تر اعماق او ډوبېدو وړاندې.

دغه اقدامات په همغه کچه چې په کار کې پر جدیت او د خلکو پر سرپرستۍ ورټول وو، د علمي پایلو پر بنسټ نه وو. هو، په همدې سره انسان کولی شي چې د سیاست سم او ښکاره مفهوم درک کړي.

دا له اسلام څخه سم درک دی، داسې چې یو مسلمان د الله سبحانه وتعالی له قضاء او قدر څخه په پیاوړي ایمان سره له اسبابو هم کار واخلي.  دا هغه څه وو چې مسلمانان یې اړ کړل څو د ناروغانو لپاره روغتونونه جوړ کړي، هغوی ته رسېدنه وکړي او په دې برخه کې پراخه هڅې وکړي. د دې تر څنګ دې چارې مسلمانان دې ته اړ کړل، څو د ډول ډول درملو د تولید لارې پيدا کړي. څنګه چې په پایله کې یې ډېر مهارتونه زده کړل، د طبي بوټو د درملو او د درماني مهارتونو د پیدا کېدو لپاره یې فرسنګونه سفر کاوه.

په همدغه ډول چې د مسلمانانو خلفاوو هڅه کول چې په بحراني وخت کې تر ټولو خواړه ورسېږي، علماوو په دې اړه په تفصیل سره معلومات بیانول او د اړتیا په وخت کې یې په مسلمانانو کې د فقر د له منځه وړلو لپاره په ټول وس هڅې وکړې.

المام الجویني په الغیاث کې فرمایي: «اړتیا ده چې امام د فقر له منځه وړل ځانته تر ټولو مهمې چارې وګرځوي؛ ځکه دنیا د هرې سختۍ په وخت کې چې کوم زیان مسلمانو فقراوو ته رسوي، جبران کېدل یې سخت دي؛ خو اوسني واکمنان عام خلک له فقر، لوږې، تنګلاسۍ او له بېمارۍ سره مخ کوي. د هغوی له ډلې د پاکستان لومړی وزیر عمران خان دی، چې پخپل هېواد کې د کورونا ویروس ډېرېدو ته په کتو روغتیایي قرنطنیه محدودیتونه لګوي. نوموړي په څرګند ډول وویل: «هوډ نیول شوی دی، ځکه ډېری فقیران او کارګران د تعطیلۍ په صورت کې ژوند ته دوام نه شي ورکولی.» اوسني نظامونه خپله ناکامي د دوو تیږو په منځ کې پیدا کوي. له یو لوري ادعا کوي چې په روغتیایي سیسټم سره، چې یو پر بل پسې له ماتې سره مخ کېږي، له کورونا سره مبارزه کوي، خو له بلې خوا اعلان کوي چې د لوږې له ویروس سره د مبارزې لپاره هېڅ لاره نه لري؛ هغه ویروس چې د پانګوالۍ د پلي کېدو محصول دی. دوی د اسلام اقتصادي نظام ته شاه کوي او د اسلام او دعوت کوونکو پر وړاندې خپلې جګړې ته دوام ورکوي.

هو، هغوی د امت له تاریخ او له هغې طلایي دورې بې‌خبره دي، چې د بشر په علمي میراث کې یې اساسي رول درلود. دوی د امت اصیل او باستاني تاریخ پټوي، څو امت تحریک نه شي او اوسنیو له تیارو ډکو تضادونو او ټکرونو ته یې پام نه شي.

لسیزې کېږي چې خلک د یو واحد قوت په لټه کې دي او لسیزې کېږي چې خلک د نارو په وهلو سره د فقر، ناپوهۍ او ناروغۍ پر وړاندې مبارزه کوي. په بشردوستانه چارو کې د ملګرو ملتونو د منشي مرستیال مارک لوکوک وویل: «ټول‌نیوونکې ناروغي به له لوږې سره مخ هېوادونه له تر ټولو ناوړه عواقبو سره مخ کړي.» هغه ګواښ وکړ: «د حالت نه ښه کېدل به د نښتو، لوږې او فقر لامل شي.» نوموړي اشاره وکړه چې د قحطۍ څپه به ښکاره شي او د لوږې غمیزه به تر اسمانه ورسېږي.» تر کومه چې پوهېږم ډېری اسلامي خاورې له همدغه حالت سره مخ دي. د دې تر څنګ د امت شتمنۍ لوټوي او د هغوی پر وړتیاوو خاورې اړوي. همدارنګه اوسني مضر واکمنان د روغتیایي بېخبنسټونو د رامنځته کېدو لپاره د الله سبحانه وتعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم ایتونو او حدیثونو ته هېڅ ارزښت نه ورکوي.

له طلابي عصر او په علم او طب کې د نړۍ تر رهبرۍ وروسته مسلمانان یوازې په مصرف کوونکي ځواک بدل شوي، چې نورو ته ګوري او له هغوی د کویډ ۱۹ ناروغۍ د واکسین ورکولو تمه لري. په اسلام کې طب په اسلام پورې تړې چاره ده، چې عامه ګټې یې په ولکه کې دي او خلک ترې بې برخې نه دي. په اسلامي خاورو کې روغتیایي سیسټم له ناوړه حالت سره مخ دی. د حیرانتیا وړ نه ده، ځکه چا چې پر امت دغه حالت واکمن کړ او د الله سبحانه وتعالی شریعت یې تعطیل کړ، څرنګه به د روغتیایي سیسټم ساتنه وکړه؟!

امت د داسې نظام په لټه کې دی چې د پرمختګ او بیدارۍ تر څنګ د الله سبحانه وتعالی شریعت واکمن کړي، هغه نظام چې ښوونې او د علمي څېړنو پراختیا ته اهمیت ورکوي. هغه نظام چې له عصري پرمختګونو سره پر یو وخت د ازمایښځایونو او کارخونو په رامنځته کېدو کې هڅه وي او د امت د ځوانانو لپاره د نوښتونو او نبوغو د لوړېدو لپاره زمنیه برابروي. امت د داسې نظام په تمه دی چې د پانګوالۍ له فساد سره مبارزه وکړي او د دوا‌ء د احتکار پر وړاندې عامه او نړیواله رایه رامنځته کوي او فکري ملکیت ردوي؛ ځکه علم په ټول بشریت پورې اړه لري. هغه نظام چې نړیوالو سازمانونو، پلاویو او د هغوی نیمګړو درملنو ته د پای ټکی ږدي.

په دې کې شک نشته چې هر څومره ستونزې ډېر شي، په همغه کچه په رعیت کې د سرغړونې سطحه ډېرېږي، په رعیت کې د عامه پوهاوي کچه لوړېږي، حالت ته یې پام کېږي او د خپلو فاسدو واکمنانو فساد ویني، چې څه ډول یې پر هغوی واکمني کوله؛ نو په داسې وخت کې به نښتې لا ډېر شي. پوه امت پوهېږي چې الله سبحانه وتعالی امانت د هغه پر غاړه کړی او هغه یې د ځمکې پر مخ خلیفه کړی دی. انسان باید تدبر ولري او ځان داسې نه کړي چې باد یې هر لور ته یوسي. انسان باید د حوادیثو پر وړاندې له یو مبدیي دریځ خپل برخمن وي.

له الله سبحانه وتعالی څخه غواړم چې زموږ اوسني شرایط بدل کړي، ځکه الله سبحانه وتعالی تر موږ ښه پوهېږي. له الله سبحانه وتعالی څخه غواړم چې خپل تر ټولو غوره پر موږ وګماري، راشده دولت زموږ په برخه کړي، پر موږ داسې رحمت وکړي چې موږ له هغه سره مینه ولرو او هغه له موږ سره مینه ولري. موږ د الله سبحانه وتعالی ذکر ته وهڅوي او زموږ په اړه له الله سبحانه وتعالی څخه وډار شي. د الله سبحانه وتعالی شعایر لوړ وګڼي او د اسلام ساتنه وکړي. حق سبحانه وتعالی داسې فرمایي:

﴿الَّذِينَ إِن مَّكَّنَّاهُمْ فِي الْأَرْضِ أَقَامُوا الصَّلَاةَ وَآتَوُا الزَّكَاةَ وَأَمَرُوا بِالْمَعْرُوفِ وَنَهَوْا عَنِ الْمُنكَرِ ۗ وَلِلَّهِ عَاقِبَةُ الْأُمُورِ﴾

(الحج: 41)

ژباړه: هغو کسانو ته مې چې په ځمکه کې قدرت ور کړ، لومنځ کوي، زکات ورکوي او په معروف امر کوي او منکر نه ترسره کوي او د ټولو کارونو پای ته رسوونکی الله سبحانه وتعالی دی.

کېدایشي د دې ناروغۍ تر ټولو لوی خوند دا وي چې په نړۍ کې خپور شوی، موږ د تعمق او تفکر په پړاو کې یو، چې ټول څیزونه درېدلي، لوړ غږونه ټیټ شوي او پر نړۍ د واکمن فساد ټول اړخونه ښکاره شوي او په لېوالتیا سره د الله سبحانه وتعالی د بریالي نصرت په تمه یو.

﴿وَلَقَدْ كَتَبْنَا فِي الزَّبُورِ مِن بَعْدِ الذِّكْرِ أَنَّ الْأَرْضَ يَرِثُهَا عِبَادِيَ الصَّالِحُونَ * إِنَّ فِي هَٰذَا لَبَلَاغًا لِّقَوْمٍ عَابِدِينَ﴾

(الانبیاء: 105)

ژباړه: په «زبور» کې مې د« تورات» له ذکر وروسته ولیکل: وړ او لایق بنده‌ګان به مې په ځمکه کې د حکومت څښتن شي.»

په دې کې د عبادت کوونکو لپاره تر ټولو روښانه خبر او ابلاغ نغښتی دی.

لیکوال: هدي محمد (ام یحیی)

ژباړه: بهیر «ویاړ»

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې