پنجشنبه, ۱۸ جمادی الاول ۱۴۴۸هـ| ۲۰۲۶/۱۰/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
بسم الله الرحمن الرحيم
د امت له لارې څخه د حاکمانو لرې کول

(ژباړه)

تاسو ټولو ګرانو وروڼو او خویندو ته، په هر ځای کې چې یئ، «له حدیث سره د همهاله» پروګرام نوې برخې ته ښه راغلاست وایو او خپله خبره په غوره ډالۍ (السلام علیکم و رحمة الله و برکاته) پیلوو.

د «فتح الباري» په نوم (د صحیح البخاري په شرحه) کې، چې د ابن حجر عسقلاني اثر دی، د «إماطة الأذى» (له لارې څخه د ځوروونکو شیانو لرې کولو) په باب کې، په لږ تصرف سره راغلي دي: همام له ابوهريره رضي الله عنه څخه روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«...يميط الأذى عن الطريق صدقة...»

ژباړه: ... او د لارې له منځ څخه د ځوروونکو شیانو لرې کول صدقه ده...

ګرانو وروڼو!

حنیف اسلام د ژوند په ټولو برخو کې انسانان ښو اخلاقو ته رابللي دي. هرکله چې یو مسلمان په خپله لاره کې له کوم ځوروونکي شي سره مخ شي، هغه له لارې لرې کوي او له منځه یې وړي. هرکله چې کوم منکر خبره واوري، پر وړاندې یې درېږي او په ښو کارونو یې امر او له بدو یې منعه کوي. همدارنګه، هرکله چې داسې حالت وويني چې مداخلې او مرستې ته اړتیا ولري، د هغه ترسره کولو ته مخکې کېږي. اسلام موږ ته دا را زده کړي چې د ژوند په ټولو برخو او جزئیاتو کې همداسې چلند وکړو.

اې مسلمانانو!

کله چې موږ د لارې له منځه د ځوروونکو شیانو د لرې کولو خبره کوو، په حقیقت کې موږ د مسلمانانو له لارې او له ژوند څخه د حکامو د لرې کولو خبره کوو. په داسې حال کې چې د دغه امت له حکامو څخه بل داسې زیانمنوونکي او ځوروونکي څه نشته، چې لاسونه یې د مسلمانانو په وینو ککړ کړي او د هغوی حرمت او عزت یې تر پښو لاندې کړی دی. هغوی له امت سره داسې خیانت کړی چې په تاریخ کې یې تر دې وړاندې ساری نه دی ثبت شوی. دغو حکامو په خپلو خیانتونو سره داسې ریکارډ جوړ کړی، چې مسلمانانو په خپل ټول تاریخ کې داسې خیاتونه نه دي لیدلي. له همدې امله، دوی په رښتیا د دې وړ دي چې په تر ټولو ناوړه او چټل ځای کې وغورځول شي. هغوی په حقیقت کې د لوی او ستر زیان هغه عاملین دي، چې باید د لرې کولو لپاره یې هڅه وشي.

نو اې مسلمانانو!

راپورته شئ او له هغو کسانو سره ملګري شئ چې په اخلاص سره د دغو حکامو د لرې کولو او د هغه خلیفه د حاکمیت لپاره هڅې کوي چې د الله د کتاب او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سنتو پر بنسټ له هغه سره بیعت وشي؛ داسې خلیفه چې د الله تعالی د بندګانو لاسونه ونیسي او د امن او ارامۍ ساحل او د عزت او سرلوړۍ لوړو مرتبو ته لارښوونه ورته وکړي.

اې ربه! څومره چې ژر وي، د نبوت پر منهج د دویم راشده خلافت په تاسیس سره پر موږ خپل کرم ډېر کړه؛ هغه خلافت چې د مسلمانانو تفرقې په یووالي بدلې کړي او هغه بلاګانې او مصیبتونه چې دوی ورسره مخ دي، ترې لرې کړي.

اې ربه! ځمکه د اسلام د حاکمیت په رڼا روښانه کړه. اې ربه! آمین، آمین.

ګرانو وروڼو!

تر راتلونکې لیدنې او د رسول الله صلی الله علیه وسلم تر بل حدیث پورې، تاسو الله سبحانه و تعالی ته سپارو.

والسلام علیکم و رحمة الله و برکاته!

د «ابومریم» له خوا چمتو شوې

د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر د راډیو لپاره

ژباړه: بهیر «ویاړ»

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې