شنبه, ۲۸ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۸/۰۳م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
اې د اسلامي خاورو حکامو، ایا نه پوهېږئ!؟
بسم الله الرحمن الرحيم
اې د اسلامي خاورو حکامو، ایا نه پوهېږئ!؟

(ژباړه)

خبر:

د ترکیې د پارلمان رییس، نعمان کورتولموش وویل: «کومه ټولنه چې د خپلې ټولوژنې عامل ته - چې په نړیوالو محکمو کې محاکمه کېږي- چک چک کوي، پخپله دغه ټولنه هم په دغې ټولوژنه کې شریکه ده. تاسو ته د ننګ ځای دی! » (سرچینه: فتیح مډیا، ۲۰۲۴م کال د جولای ۲۵مه)

تبصره:

په داسې حال کې چې د ۲۰۲۳ م کال د اکټوبر له ۷مې را وروسته پر غزه د یهودي رژیم بریدونه دوام لري او په پایله کې یې لسګونه زره ملکي وګړي وژل شوي دي. د اسراییلو لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو د امریکا د کانګرېس د مشرانو په بلنه د کانګرېس ګډې غونډې ته حاضر شو. نتانیاهو په یاده غونډه کې شاوخوا یو ساعت خبرې وکړې او د هرې جملې په پای کې به یې د کانګرېس غړو تود هرکلی کاوه. ټولې نړۍ ته معلومه ده چې د غزې د بې ګناه وګړو د وژلو اصلي عامل امریکا ده، خو د نتانیاهو پر وړاندې د امریکا د کانګرېس دریځ دغه حقیقت تر پخوا ډېر ثابت کړ.

د ترکیې د پارلمان رییس «تعمان کورتولموش» چې د امریکا د دریځ په اړه خپل نظر بیان کړ، البته د پام وړ نظر دی. خو پوښتنه دا ده چې ایا د نوموړي دغه نظر د ترکیې د دولت له اقداماتو سره چې د همدغه پارلمان په واسطه رهبري کېږي، توافق لري که نه؟ ایا د ترکیې دولت د تېرو شپږو میاشتو په اوږدو کې په غزه کې د یهودي رژیم د نسل وژنو له پیل راهیسې ډېری داسې توکي لکه اوسپنه، فولاد او خوراکي توکي د یهودو رژیم ته نه دي رسولي؟ ولې نعمان کورتولموش په هغه وخت کې د ترکیې د دولت دغو اقداماتو ته هېڅ غبرګون ونه ښود؟ د ترکیې دولت ولې د یهودي رژیم لخوا د دغې نسل وژنې د درولو لپاره ځواب ورنه کړ؟ ولې یې هغه وخت دا خبره ونه کړه چې پوځونه باید د غزې د مظلومو او بې وسه خلکو د ژغورلو لپاره حرکت وکړي؟ ایا د نوموړي څرګندونې هغه تشه بیانیه نه ده، چې موخه یې یوازې د ترکیې د مسلمان ولس غلي کول دي؛ لکه د خپل ولسمشر رجب طیب اردوغان د څرګندونو په څېر؟

ټوله نړۍ او ان ماشومان پوهېږي چې امریکا په غزه کې د یهودي رژیم لخوا د نسل وژنې ملاتړ کوي! ایا په دغو شرایطو کې لازمه نه وه چې د نعمان کورتولموش دریځ د امریکا پر ځای د اسلامي خاورو حکامو ته متوجه وای، په ځانګړي ډول ترکیې ته چې د غزې د نسل وژنې په اړه یې چوپتیا غوره کړې ده!؟

پر همدغه اساس، وایو: که نعمان کورتولموش د امریکا په اړه په خپلو څرګندونو کې په رښتیا جدي وي، باید لاندې موارد د رښتیني غبرګون په توګه څرګند کړي:

۱. مسلمان حکام دې په ټوله نړۍ کې په ځانګړي توګه په ترکیه کې له امریکا سره د اړیکو پرې کېدو ته راوبولي.

۲. د اسلامي خاورو ټولو حکامو ته دې ووایي، چې د غزې ازادي یوازې د پوځونو په بسیج سره شونې ده.

۳. هغو ټولو مسلمانانو ته دې ووایي چې د غزې د نسل وژنې دردېدو ته لېوالتیا لري، زړونه یې ورباندې خوږېږي او شپه او ورځ د دغې موخې لپاره لاریونونه کوي، چې د دولتونو ماڼیو او د پوځونو اډو ته لاړشئ او پر خپلو دولتونو فشار راوړئ.

۴. په پایله کې او تر ټولو مهم اقدام دا دی، چې د نبوت پر منهج دې د راشده خلافت دولت تاسیس ته دې دعوت وکړي، ځکه چې د غزې د مظلومو مسلمانانو او ټولو اشغال شویو اسلامي خاورو د ازادۍ لپاره یوازنۍ حللاره ده.

له دې پرته به د نعمان کورتولموش څرګندونې نه د الله سبحانه وتعالی او نه هم د مسلمانانو پر وړاندې کوم ارزښت ولري؛ بلکې که داسې ونه کړي، نو د الله سبحانه وتعالی له قهر سره به مخ شي، ځکه الله سبحانه وتعالی داسې فرمایي:

 ﴿ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لِمَ تَقُولُونَ مَا لَا تَفْعَلُونَ۞ كَبُرَ مَقْتًا عِندَ اللَّهِ أَن تَقُولُوا مَا لَا تَفْعَلُونَ [صف: ۲ او ۳]

 ژباړه: «اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړی! ولې داسې خبره کوئ چې عمل نه پرې کوئ؟ الله سبحانه ډېر په قهر کېږي چې خبره وکړئ، خو عمل نه پرې کوئ!»

لکه د یوه شاعر د شعر دغه مفهوم:

«له داسې کړنې نهي مه کوه چې خپله یې کوې؛ دا تاته لوی شرم او ننګ دی.»

ټولو مسلمانو حکامو ته په خطاب کې! تاسو وینئ چې د امریکا کانګرېس قاتل نتانیاهو ته چک چکې وهي او هغه ته د یو اتل په سترګه ګوري؛ اې مسلمانو حکامو، ایا نه پوهېږئ!؟

 لیکوال: رمضان ابو فرقان

۱۴۴۶هـ.ق د محرم ۲۱مه

۲۰۲۴م کال د جولای ۲۷مه

ژباړه: بهیر «ویاړ»

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې