- مطابق
خبر:
د صهیونیستي رژیم لومړي وزیر، بنیامین نتنیاهو په هغې ثبت شوې وینا کې چې د ۲۰۲۵م کال د اپریل پر ۲۱مه خپره شوه، وویل: «موږ به هېڅکله اجازه ورنه کړو چې د مدیترانې سمندر په غاړو کې خلافت دولت تاسیس شي.»
تبصره:
د خلافت دولت په اړه د نتنیاهو دا ډول خبرې د حیرانتیا وړ نه دي، ځکه نوموړی بشپړ باور لري چې یوازې اسلامي خلافت د یهودو سست او بې بنسټه رژیم له منځه وړلی شي. هغه ښه پوهېږي چې خلافت هغه ځواک دی چې د اسلامي امت د رهبري کولو، د مسلمانانو له ظرفیتونو څخه د ګټې اخیستنې او ټولې نړۍ ته د اسلام د پیغام رسولو وړتیا لري. تر نوموړي وړاندې جورج بوش؛ د امریکا پخواني دفاع وزیر، رامسفیلډ؛ سناتور «جان مک کین» او د روسیې د اطلاعاتو سازمان رییس په وار وار د خلافت دولت د بیا راګرځېدو په اړه خبرداری ورکړی دی. د روسیې د اطلاعاتو رییس اعلان وکړ چې د خلافت دولت بیرته راګرځېدل له یو سیاسي حزب سره غوټه شوي چې موخه یې د پراخ اسلامي دولت تاسیس دی او په مشخص ډول یې د «حزب التحریر» نوم یاد کړ.
واقعیت دا دی چې د خلافت مسله او د اسلامي امت د دښمنانو پر وړاندې د مبارزې لپاره د دغه دولت وړتیا او همدارنګه نړیوالو ته د اسلام د پیغام رسول؛ د یهودو، صیبیانو او سیکولرانو په ګډون د اسلام دښمنانو ته هېڅکله د شک وړ خبره نه ده؛ د دوی ټوله هڅه دا ده چې څرنګه د خلافت دولت د بیا راتګ مخه ونیسي. پېژندل شوي انګلیسي شنونکي «برنارد لوییس» پخپله وینا کې په ډاګه ویلي چې د اروپا لپاره تر ټولو ستر ګواښ د اسلامي خلافت تر بیرغ لاندې د مسلمانانو د پوځ راټولېدل دي؛ همغه پوځ چې د درېیو پېړیو تر تېرېدو وروسته ښایي بیا «وین» کلابند کړي.
خو له خلافت دولت څخه د اسلام د دښمنانو تر وېرې لا زیاته حیرانوونکې او د افسوس خبره دا ده چې پخپله اسلامي امت د خلافت دولت د بیا راګرځېدو لپاره مبارزه نه کوي. اسلامي امت د دې پر ځای چې په ټول ځواک د اسلامي خلافت د بیا راژوندي کېدو او د خپل عظمت بیرته راتګ لپاره هڅې وکړي، چوپ دي او حرکت نه شي کولای؛ په داسې حال کې چې که خلافت دولت تاسیس شي، ځلېدونکې وړانګه یې ټوله نړۍ روښانه کوي. هر ځل چې کوم فرصت په لاس راځي، تر څو مسلمانان یو سېکولر دولت رانسکور او له منځه یوسي، د خلافت دولت د تاسیس پر لور د حرکت پر ځای شاه تګ کوي او هغه څه غواړي چې غرب پرې تپلي دي. یعنې د ازادۍ تش په نوم شعارونه، سېکولر ډیموکراسي او غیر اسلامي حکومتونه! په داسې حال کې چې الله سبحانه وتعالی مسلمانانو ته اسلامي حکومت غوره کړی، هغه حکومت چې د دوی عزت، قدرت او رښتینی امنیت پکې خوندی دی. داسې احساس کېږي چې ګنې اسلامي امت دغه حقیقت هېر کړی او د نتنیاهو او نورو غربي پانګوالو په څېر دښمنانو د الله سبحانه وتعالی دغه ایت تر هغوی ښه درک کړی دی:
﴿وَعَدَ اللهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُم فِي الْأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ وَلَيُمَكِّنَنَّ لَهُمْ دِينَهُمُ الَّذِي ارْتَضَى لَهُمْ وَلَيُبَدِّلَنَّهُم مِّن بَعْدِ خَوْفِهِمْ أَمْناً﴾ [نور : ۵۵]
ژباړه: «الله له ستاسو له ډلې له هغو کسانو سره چې ايمان يې راوړی او نېک عملونه کوي وعده کړې چې خامخا به دوی ته په ځمکه کې خلافت ورکوي، لکه څه ډول چې يې له دوی څخه مخکې کسانو ته خلافت ورکړی و او هغه دين به چې د دوی لپاره يې غوره کړی ثابت او محکم کړي او وېره به يې په ډاډ او اطمينان بدله کړي.»
خلافت دولت له ځان سره امنیت او قدرت راوړي، هغه امنیت چې نن ورځ یې د نړۍ ټول ملتونه په لټه کې دي او هیله یې لري، تر څو جګړې، ویجاړۍ، وژنې او د میلیونونه کسانو کډوالي پای ته ورسېږي چې له بده مرغه نن ورځ په سوډان، سوریه، فلسطین، اوکراین، میانمار او نورو سیمو کې لیدل کېږي. ته به وایي مسلمانانو، چې د دغه الهي پیغام لېږدونکي دي، دا هېره کړې چې د الله سبحانه وتعالی په سپېڅلي کتاب کې په دې اړه څه راغلي دي. مسلمانان دا مسله نه درک کوي چې په ځمکه کې رښتینی عدالت هغه وخت شونی دی چې الهي احکام او قوانین پکې پلي شي. دغه عدالت د بشر په لاس جوړو شوو قوانینو او فرېب ورکوونکو شعارونو سره هېڅکله نه ټینګېږي. څنګه چې الله سبحانه وتعالی په حدید سورت کې فرمایي:
﴿لَقَدْ أَرْسَلْنَا رُسُلَنَا بِالْبَيِّنَاتِ وَأَنزَلْنَا مَعَهُمُ الْكِتَابَ وَالْمِيزَانَ لِيَقُومَ النَّاسُ بِالْقِسْطِ﴾ [حدید : ۲۵]
ژباړه: «له شک پرته موږ له څرګندو دلايلو سره پیغمبران دراستولي دي او له دوی سره مو کتاب او تله هم نازله کړې ده، ترڅو د خلکو ترمنځ عدل قایم کړي.»
هغه رښتینی عدالت چې د نړۍ ټول ملتونه یې غوښتونکي او ورته تږي دي، خو امریکا او نور غربي هېوادونه هره ورځ او په دوامداره توګه د نظامي ځواک په کارولو، شیطاني چلونو او ناسمو سیاستونو سره دغه عدالت تر پښو لاندې کوي. دغه ناسم سیاستونه ځینې وختونه د خونړیو، اقتصادي، سوداګریزو جګړو او په ځلونو د اخلاقي فساد او بشري حقونو تر پښو لاندې کېدو په بڼه پلي کوي.
اسلامي امت، چې الله سبحانه وتعالی د بشر لپاره تر ټولو غوره امت ټاکلی، باید پوه شي چې دغه غورهوالی خپله بیه لري او که یې مکلفیتونه په سمه بڼه ترسره نه کړي، مسولیت به یې پر خپله غاړه وي. کله چې الله سبحانه وتعالی دغه غورهوالی اسلامي امت ته ور په برخه کړ، مکلفیتونه او مسولیتونه یې هم ورته ټاکلي دي. دغه غوره امت باید خپل هغه رول پر ځای کړي چې الله سبحانه وتعالی ورته ځانګړی کړی دی. د اسلامي امت تر ټولو مهم رول په ځمکه کې د ټولو خلکو لپاره د عدالت او انصاف پرځای کول، پر نورو وګړو د امریکا او د هغې د متحدینو د ظلم مخنیوی او د نړۍ د خلکو د ستونزو له منځه وړل دي.
نتنیاهو او د نورو غربي هېوادونو مشران چې له خلافت دولت څخه کومه وېره لري، دلیل یې دا دی چې هغوی پوهېږي چې دغه امت یوازې د یوه عادل خلیفه په رهبرۍ سره خپل مکلفیتونه او دندې په سمه بڼه ترسره کولی شي او پایله به یې د بشریت په ګټه وي. د صهیونستانو رهبران او غربي کافران د ځان لپاره د دې موضوع پر خطر ښه خبر دي او له خپل اصلي مقام څخه یې د مسلمانانو د پام منحرفولو لپاره په اسلامي خاورو کې دغسې نښتې، جګړې او بېلابېل بحرانونه رامنځته کوي. دوی له هرې وسیلې کار اخلي چې مسلمانان له خپل اصلي قدرت او ځواک څخه چې د خلافت دولت په رهبرۍ او یووالي کې نغښتی، بې خبره وساتي او له ذهنونو څخه یې د خلافت موضوع د تل لپاره وتوږي. د دوی بنسټیزه موخه دا ده چې مسلمانان هغه هدایت او عزت ته ونه رسېږي چې د خلافت بیرغ تر سیوري لاندې دی.
دا د حیرانتیا خبره نه ده چې نن ورځ نتنیاهو او د نړۍ نور کفري رهبران د اسلامي خلافت د تاسیس کېدو پر وړاندې ولاړ دي. د حیرانتیا او خواشینۍ خبره دا ده چې مسلمانان په دومره ستر قدرت، ځواک او پوځونو سره د هغو کسانو ملاتړ نه کوي چې په ټول وس او کلک هوډ سره هڅه کوي چې د دښمنانو ټولې ناوړه دسیسې شنډې کړي او پر دې نه پوهېږي چې د دښمنانو عاقبت به یې څنګه شي! نن ورځ تر بل هر وخت ډیر پر مسلمانانو واجب ده چې د هغو کسانو تر شاه ودرېږي او کلک ملاتړ یې وکړي چې له همغې لومړۍ ورځې یې د اسلامي خلافت د بیا راتګ لپاره ځانونه قربان کړي دي؛ هغه خلافت چې غربي کافر تر لسګونه کلونو هڅو او جګړې وروسته له منځه یووړ. مسلمانان باید په خپل ټول قدرت، زور او کلکې ارادې سره د دغې ثابت قدمې ډلې تر شاه کلک ودرېږي، هغه ډله چې په بشپړ ایمان پر اسلامي خلافت باور لري. هغه خلافت چې نتنیاهو، ټرامپ او پوتین یې ننګولي دي. اسلامي خلافت د فرضونو تاج، د مسلمانانو د عزت سرچینه، د ټول بشریت لپاره د عدالت ملاتړی او د الله سبحانه وتعالی د بندګۍ د تحقق یوازنۍ لاره ده.
مسلمانان له یو څه مودې راهسې د قرآنکریم د محکمو ایتونو له یادولو څخه غافل شوي چې هغوی بیدارۍ او د سترو موخو تر لاسه کېدو ته دعوتوي. لکه دا ایت:
﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ كُونُواْ قَوَّامِينَ لِلّهِ شُهَدَاء بِالْقِسْطِ﴾ [نساء: ۱۳۵]
ژباړه: «اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړی! (تل او د ژوند په ټولو چارو کې) پر عدل او انصاف قیام کوونکي اوسئ.»
دغه راز الله سبحانه وتعالی فرمایي:
﴿وَعَدَ اللهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُم فِي الْأَرْضِ﴾ [نور: ۵۵]
ژباړه: «الله له ستاسو له ډلې له هغو کسانو سره چې ايمان يې راوړی او نېک عملونه کوي وعده کړې چې خامخا به دوی ته په ځمکه کې خلافت ورکوي.»
او دا آیت:
﴿إِنِ الْحُكْمُ إِلَّا لِلَّهِ أَمَرَ أَلَّا تَعْبُدُوا إِلَّا إِيَّاهُ ذَٰلِكَ الدِّينُ الْقَيِّمُ﴾ [یوسف: ۴۰]
ژباړه: «حکم يوازې د الله سبحانه وتعالی دی، هغه امر کړی چې د بل چا پيروي مه کوئ، مګر يوازې د هغه، دا محکم او ثابت دين دی.»
ایا هغه وخت نه دی رارسېدلی چې مسلمانان نور راپاڅېږي؟ ان که دا پورته کېدل یوازې د دې لپاره وي چې د الله سبحانه وتعالی دښمن او د دوی خپل دښمن دوی مبارزې ته وربللي؟ هغه دښمن چې د مسلمانانو تر ټولو سپېڅلې او ارزښتناکې مسلې (خلافت) ته یې سپکاوی کړی او تر دې وړاندې یې هم په غزه، جنین، یافا، خلیل ښارونو، قدس او مسجد الاقصی کې پر مسلمانانو بریدونه کړي.
نو اې مسلمانانو! موږ تاسو ته د خپل عزت او تر ټولو مهم مکلفیت پر لور د تګ بلنه درکوو، تر څو لومړی الله تعالی راضي کړو، دویم دا چې اسلامي امت قدرت ته ورسوو او درېیم دا چې د الله سبحانه وتعالی دښمن، نتنیاهو او د انسان په څېره کې دا ټول شیطانان او د دوی ملاتړي خوار او ذلیل کړو.
لیکوال: محمد جیلاني
ژباړه: بهیر «ویاړ»
۱۴۴۶هـ.ق د شوال ۲۶مه
۲۰۲۵م کال د اپرېل ۲۴مه