چهارشنبه, ۲۹ جمادی الاول ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۵/۱۱/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
بسم الله الرحمن الرحيم
ذلت او خواري؛ د مزدورو حکامو برخلیک

(ژباړه)

خبر:

د عربي او اسلامي خاورو لکه؛ عربستان، اردن، اماراتو، اندونیزیا، پاکستان، ترکیې، قطر او مصر د بهرنیو چارو وزیرانو، د ټرمپ د هغې طرحې د عملي کولو له هڅو ملاتړ وکړ، چې موخه یې په غزه کې د جګړې درول، د اسیرانو خوشي کول او د مذاکراتو پيلول دي. دغو چارواکو په دې لړ کې د حماس له ګامونو هرکلی وکړ او تر څنګ یې د همدې امریکایي طرحې د پلي کېدو لپاره پر خپله مشترکه ژمنه ټینګار وکړ.

تبصره:

له هغه وخته چې ټرمپ د مسلمانانو یو شمېر لاسپوڅو حکامو ته امر وکړ، چې سره راټول شي او پر دوی یې هغه طرحه وتپله، چې په هغې کې باید د یهودي رژیم هغه موخې ځای پرځای شي، کومې چې نوموړي د ۲۰۲۳م د اکتوبر د اوومې پېښو له پیل څخه اعلان کړې وې؛ هغه موخې چې ټرمپ د دوو کلونو وحشیانه وژنو، ټول‌وژنو او ورانکاریو په دوام کې، چې د نړیوالې ترهګرۍ د لومړني ملاتړي (امریکا)، د کافر غرب او د مسلمانانو د لاسپوڅو حکامو پر همکارۍ سربېره، ترلاسه نه کړې او اوس غواړي چې د دغو جنایتونو، وژنو او ورانکاریو له پور پرېکولو پرته بریالی را ووځي.

له همغې شېبې راهیسې دغه مزدورې څېرې د ظلم پر وړاندې د درېدو پر ځای، په بیړه او خوښۍ دغه طرحه د یهودي رژیم د وژنو د «حل» په نوم وړاندې کړه، ترڅو د غزې د وینې بهېدنې د پای ته رسولو ادعا وکړي او ان فشار یې راووړ چې حماس او د فلسطین ولس دې دغې طرحې ته تسلیم شي. د دوی موخه دا وه چې د ټرمپ د اوامرو په پلي کولو سره هم د یهودو په ګټه کار وکړي او هم د خپلو اربابانو رضایت ترلاسه کړي، ممکن په دې توګه د خپلو سلطنتونو پاتې شوني وژغوري. خو دوی له دې خبرې غافل وو، چې اسلامي امت د هغوی له خیانتونو څخه په بشپړه توګه خبر شوی دی، ځکه خلکو ولیدل چې دا کمزوري حکام څنګه د اسلام د دښمنانو یعنې یهودو او غرب تر څنګ ولاړ دي او په پای کې یې په غزه کې د خپلو وروڼو پر وړاندې خیانت وکړ.

دا ذلیل او مزدور ټولی تر کومې کچې رالوېدلی دی؟! او څومره ذلت او خواري پرې راغلې ده، چې د غزې د ژغورلو لپاره پر ټرمپ تکیه کوي؟! په داسې حال کې چې پخپله ټرمپ پر غزه باندې د یهودو د وحشیانه بریدونو اصلي ملاتړی دی!

اې مسلمانانو! اې د اسلامي امت لښکرو! اسلامي امت داسې وړتیاوې او ځواکونه لري، چې که یوازې یوه برخه یې راویښه شي، یهود او د هغوی ملاتړي له بيخه راپرځولی شي. خو دا حرکت د هغو کسانو لخوا تم کېږي چې د غرب کافر د خدمت لپاره د حاکمانو په نوم پر خلکو تپل شوي دي. نو له دوی څخه څنګه تمه کېدلی شي، چې هوښیار شي او سمه لار ونیسي؟! الله سبحانه وتعالی دې دوی هلاک کړي، چې څه ډول له سمې لارې څخه منحرف کېږي!

نو اې د اسلام سرتېرو! موږ تاسو دغه لوی خیر ته رابولو: نړۍ نن هغه مشرتابه ته اړتیا لري چې په خپلو ټولو کړنو او سیاستونو کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم پیروي وکړي؛ هغه مشرتابه چې د صحابه‌ کرامو رضوان‌الله علیهم او هغو کسانو په شان عمل وکړي، چې تر هغوی وروسته پر سمه لاره تللي دي.

نړۍ د هارون‌الرشید په څېر حاکم ته اړتیا لري، چې د روم پاچا ته یې وویل: «زما ځواب هغه دی چې وینې یې، نه هغه چې اورې یې!» داسې حاکم چې په نړۍ کې عدالت او ارامي خپره کړي، له هغه وروسته چې ځمکه له ظلم او فساد څخه ډکه شوې وي. موږ تاسو دغه لوی خیر ته رابولو! اې د مسلمانانو لښکرو! اې هغو کسانو چې د هغه جنت غوښتونکي یئ، چې پراخوالی یې د آسمانونو او ځمکې په اندازه دی او د متقیانو لپاره تیار شوی دی! په همدغه ډګر کې نیک‌عمله او مومنان باید یو له بل سره د نېکۍ په ترسره کولو او د الهي اجر په تر لاسه کولو کې سیالي وکړي.

لیکوال: داکتر عبد الإله محمد-ولایۀ اردن

۱۴۴۷هـ.ق د جمادی‌الاول ۲۳مه

۲۰۲۵م د نومبر ۱۴مه

ژباړن: صهیب منصور

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې