سه شنبه, ۱۲ جمادی الثانی ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۵/۱۲/۰۲م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
بسم الله الرحمن الرحيم
د امریکا د پاشل‌کېدو د مخنیوي لپاره د مسلمانو حکامو هڅې

(ژباړه)

خبر:

د روان مېلادي کال د نومبر پر ۶مه او ۷مه نېټه په واشنګټن کې د امریکا په ګډون د منځنۍ اسیا د پنځو دولتونو ډلې (C5+1) غونډه ترسره شوه. د نومبر پر ۷مه یورونیوز راپور ورکړ چې ټرمپ د قزاقستان، ازبکستان، قیرغیزستان، تاجکستان او ترکمنستان مشران سپنې ماڼۍ ته ورغوښتي، ترڅو د امریکا د پرمختللې ټیکنالوژۍ د صنایعو لپاره د اړینو منرالونو د خوندیتوب پر لارو چارو خبرې ورسره وکړي.

تبصره:

تر دې ناستې وروسته د منځنۍ اسیا پنځو دولتونو د امریکا په ګټه د څو میلیاردو ډالرو تړونونه لاسلیک کړل. د بېلګې په توګه، ازبکستان چې بهرني پورونه یې ۷۲میلیارده ډالر دي، ژمنه وکړه چې په څو راتلونکو کلونو کې به د امریکا په اقتصاد کې تر ۱۰۰میلیاردو ډالرو ډېره پانګونه وکړي. په داسې حال کې چې ازبکستان په نړۍ کې د پنبې په تولید کې شپږم ځای لري، خو بیا یې هم ژمنه کړې چې له امریکا څخه به ۱۰۰زره ټنه پنبه وپېري.

د ازبکستان خلک په سخته لوږه کې ژوند کوي او د هغوی میلیونونه کسان د کار پیدا کولو او د خپل ژوند د خوندیتوب لپاره نورو هېوادونو ته ځي. په داسې سخت اقتصادي حالت کې د ازبکستان ولسمشر د دې خاورې شتمني امریکا ته ډالۍ کوي. امریکا د نړۍ د پرمختللو دولتونو د لړلیک په سر کې ځای لري، خو ازبکستان بیا ۷۱یم هېواد دی. پوښتنه دا ده، چې ولې ازبکستان او نور دولتونه باید د امریکا په اقتصادي وده کې پانګونه وکړي؟

ښکاره ده چې د غربي پانګوالو دولتونو ظاهري هوساینه په اصل کې د هغو دولتونو او خاورو د طبیعي سرچینو د لوټلو پایله ده، چې د هغوی تر استعمار او تسلط لاندې دي. په ورته وخت کې د اسلامي خاورو مزدورو حکامو له استعمارګرو سره په همکارۍ کې د پام وړ رول لوبولی دی او لا هم دوام ورکوي. هغوی په پرله‌پسې توګه د پانګوال نظام د ساتنې لپاره، د امت سرچینې د استعمار په واک کې ورکوي.

د دې موضوع ښکاره بېلګه د نړۍ بېلابېلو هېوادونو په ځانګړي ډول اسلامي خاورو ته د ټرمپ وروستي سفرونه دي. همدغه ظالم حکام وو چې په تېرو څو لسیزو کې یې د دغه فاسد پانګوال نظام چې له نیمګړتیاوو ډک دی، د ژوندي ساتلو لپاره خپلې ټولې هڅې وکړې.

ټرمپ یوازې د همدغه کال په جریان کې د اسلامي خاورو حکام اړ کړل، چې د امریکا له اقتصاد څخه د ملاتړ لپاره ټریلیونونه ډالر ولګوي. د بېلګې په توګه؛ د امریکا د اقتصادي پیاوړتیا لپاره اماراتو ۱.۴ټریلیون ډالر، قطر ۱.۲ ټریلیون ډالر، عربستان ۶۰۰میلیارده ډالر، بحرین ۱۷میلیارده ډالر، قزاقستان ۱۷میلیارده ډالر، ازبکستان ۱۰۰ میلیارده ډالر، مالیزیا ۱۵۰ میلیارده ډالر او یو شمېر نورو هېوادونو هم په دغه بهیر کې ستره ونډه واخیسته.

پر دغو سترو پانګونو سربېره، له دغو اقداماتو څخه یو یې هم نه دی توانېدلی، چې پانګوال نظام له پرله‌پسې بحرانونو څخه وژغوري. د دغو بحرانونو بېلګې دا دي؛ په ۱۹۸۷م کال کې د سهامي بازار سقوط (توره دوشنبه)، د اسیا مالي بحران (۱۹۹۷ تر ۱۹۹۸م)، د انټرنېټي شرکتونو بحران (۲۰۰۰ تر ۲۰۰۲م)، نړیوال مالي بحران (۲۰۰۷ تر ۲۰۰۹م)، د اروپا د پورونو بحران (۲۰۱۰ تر ۲۰۱۵م )، د چین د سهامي بازار بحران (۲۰۱۵م)، د کوویډ ـ ۱۹ بحران (۲۰۲۰م) او د تورم او انرژۍ بحرانون (۲۰۲۱ تر ۲۰۲۳م) پورې.

نن ورځ مسلمان حکام په ښکاره توګه کافرو استعمارګرو ته خپله وفاداري اعلانوي. دغه ظالم او لاسپوڅي حکام د خپل قدرت د ساتنې لپاره د استعمار په مالي او سیاسي مرستو پورې تړلي او په مقابل کې یې استعمارګران چې په سر کې یې امریکا او نور غربي هېوادونه دي، خپل اصلي ځواک د اسلامي خاورو له طبیعي سرچینو څخه تر لاسه کوي.

له نېکه ‌مرغه اوسمهال دغه تړاو د پاشل کېدو په حال کې دی. مسلمان حکام د استعمارګرو د ملاتړ په هیله د امریکا د اقتصادي پیاوړتیا لپاره ټریلیونونه ډالر لګوي، په داسې حال کې چې امریکا پخپله پر بې‌شمېره سرچینو سربېره د نړیوالو اقتصادي بحرانونو په مخنیوي کې پاتې راغلې ده.

په دې وروستیو کې امریکا په اوکراین کې جګړه پیل کړه او وروسته یې د چین پر وړاندې نوې سوداګریزه جګړه شروع کړه. دغو جګړو د اروپا او یو شمېر نورو هېوادونو پر اقتصاد مستقیم اغېز وکړ. په اروپا کې تولیدي صنعت په بېساري توګه راکم شو او د امریکا ټوله هڅه دا ده چې اروپایي دولتونه اړ کړي، ترڅو خپل تولیدات امریکا ته ولېږدوي او دا چاره به د اروپا کمزوري نوره هم ډېره کړي، چې د الله سبحانه وتعالی په غوښتنه په راتلونکي کې به د اسلامي امت په ګټه تمامه شي.

دغه فاسد نظام د ړنګېدو په حال کې دی او مسلمانانو ته یوازنی کار دا پاتې دی، چې پر تابوت یې وروستی مېخ ټک وهي. د خلاصون یوازینۍ لاره دا ده، چې رښتیني نظام ته ور وګرځو، یعنې هغه نظام چې پر الهي وحې ولاړ دی. ځکه یوازې اسلامي نظام دا وړتیا لري چې د بشر ټولې اقتصادي، ټولنیزې، ښوونیزې او سیاسي ستونزې په سمه او عادلانه بڼه حل کړي. الله سبحانه وتعالی په قران کریم کې وعده کړې ده:

﴿وَعَدَ ٱللَّهُ ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ مِنكُم وَعَمِلُواْ ٱلصَّٰلِحَٰتِ لَيَستَخلِفَنَّهُم فِي ٱلأَرضِ كَمَا ٱستَخلَفَ ٱلَّذِينَ مِن قَبلِهِم وَلَيُمَكِّنَنَّ لَهُم دِينَهُمُ ٱلَّذِي ٱرتَضَىٰ لَهُم وَلَيُبَدِّلَنَّهُم مِّن بَعدِ خَوفِهِم أَمنٗا يَعبُدُونَنِي لَا يُشرِكُونَ بِي شَيـٔٗا وَمَن كَفَرَ بَعدَ ذَٰلِكَ فَأُوْلَٰٓئِكَ هُمُ ٱلفَٰسِقُونَ﴾ [النور: ۵۵]

ژباړه: الله ستاسو له هغو کسانو سره چې ایمان يې راوړی او نېک عملونه کوي، وعده کړې ده چې هغوی به په ځمکه کې خلیفهګان وګرځوي، لکه څنګه یې چې له هغوی څخه مخکې خلک ګرځولي وو. د هغوی لپاره به هغه دین پر ټینګو ستنو ودروي، چې الله تعالی ورته خوښ کړی او د هغوی وېره (اوسنی) حالت به په امن بدل کړي. هغوی دې يوازې زما بندګي کوي او له ما سره دې کوم شی شريک نه نیسي او څوک چې له دې وروسته کفر غوره کړي، نو هغوی فاسقان دي.

لیکوال: إلدر خمزین

۱۴۴۷هـ.ق د جمادي الثاني ۵مه

۲۰۲۵م د نومبر ۲۶مه

ژباړه: بهیر «ویاړ»

Last modified onسه شنبه, 02 ډسمبر 2025

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې