پنجشنبه, ۲۱ جمادی الثانی ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۵/۱۲/۱۱م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
بسم الله الرحمن الرحيم
د روسي چارواکي فتوا؛ په مېټرو کې د لمانځه ادا کول روا نه دي!

(ژباړه)

خبر:

روسي ورځپاڼې «کومرسانت» د ۲۰۲۵م کال د نومبر په ۳مه په خپل یوه مطلب کې لیکلي، چې د دندې پر مهال د عامه ټرانسپورټ د چلوونکو لمونځ کول او همدارنګه د دغو وسایطو د مسافرو لمونځ ادا کول «د منلو وړ نه دي». دغه څرګندونې «والېري فادییف» چې د روسيې د مدني ټولنې او بشري حقونو د پرمختګ لپاره د ولسمشرۍ شورا رئیس دی، له RBC ټلویزیوني شبکې سره په یوه مرکه کې کړې دي. فادییف په دې باور دی: «کله چې د مېټرو په دننه کې پر ککړ فرش جای‌نماز غوړول کېږي او عبادت په نمایشي او تحریکوونکي ډول ترسره کېږي، دا کار د اسلام له حقیقي اصولو سره جوړ نه دی.» هغه زیاته کړه: «دا یو تحریکوونکی اقدام دی.» نوموړي همدارنګه ویلي چې د دغه عمل تر شا سیاسي انګېزه موجوده ده.

تبصره:

دا لومړی ځل نه دی چې دغه روسی چارواکی د اسلام ضد څرګندونې کوي؛ خو دا ځل یې تر پخوا هم خبره اړولې ده او په دې اړه یې بحث او قضاوت پیل کړی چې ایا په عامه ځایونو کې لمونځ د اسلام له نظره سم دی که نه. په پای کې دې «پایلې» ته رسېدلی، چې دغه کار له «تحریک» پرته بل څه نه دی او ان «سیاسي انګېزه» هم لري!

فادییف د روسیې په پلازمېنه کې د لمانځه لپاره د ځانګړو ځایونو د کمښت په اړه هېڅ خبرې نه کوي او نه هم د یوه داسې هېواد په توګه چې څو دینونه لري، د خلکو د دیني حقونو د درناوي لپاره اشاره کوي او نه هم د زغم بلنه ورکوي؛ په داسې حال کې چې د بشري حقونو د بنسټ له مشر څخه د همداسې خبرو تمه کېږي. برعکس، هغه په ښکاره ډول د روسیې د واکمنۍ له چلند څخه پرده پورته کوي؛ یعنې حکومت غواړي چې مسلمانانو ته وټاکي، چې کوم کار ورته روا دی او کوم نه دی.

خو دا ډول سیاست د مسلمانانو د دین‌دارۍ د زیاتېدو مخه نه شي نیولی، چې په ورته وخت کې له ديني پوهاوي سره وده کوي؛ لکه په خپل وخت سره د لمانځه پر ادا کولو ټینګار. بلکې دغه واقعیت د الله سبحانه وتعالی د دې خبرې تصدیق کوي، چې فرمایي:

﴿قَدْ بَدَتِ الْبَغْضَاءُ مِنْ أَفْوَاهِهِمْ وَمَا تُخْفِي صُدُورُهُمْ أَكْبَرُ﴾

ژباړه: له شکه پرته د دښمنۍ (نښې) یې له ژبو څرګندېږي او هغه څه چې په سینو کې یې پټوي، تر دې هم لوی دي.

 

لیکوال: علی ابوایوب

۱۴۴۷هـ.ق د جمادي الثاني ۱۵مه

۲۰۲۵م د ډسمبر ۷مه

ژباړن: صهیب منصور

 

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې