چهارشنبه, ۰۴ رجب ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۵/۱۲/۲۴م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
بسم الله الرحمن الرحيم
اې د اسلامي امت پوځونو، موږ د ډوبېدو په حال کې یو!

(ژباړه)

خبر:

د غزې د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې په غزې تړانګه کې د سختې سړې او ناسمې هوا له کبله ۱۳ فلسطینیان مړه شوي، چې درې ماشومان پکې شامل دي. همدارنګه ۱۳کورونه ویجاړ شوي چې وروستي هغه یې د غزې ښار په شیخ رضوان او کرامه سیمو کې وو.

د غزې د مدني دفاع بنسټ په وینا، د شپږو تنو جسدونه په ویجاړو کورونو کې تر خاورو لاندې وموندل شول چې د غزې د شمال د بیت لاهیا ښار په «بئر النعجة» سیمه کې ړنګ شوي وو. د الشفا روغتون یوې سرچینې هم اعلان کړی چې د غزې ښار د لودیځې برخې په «شاطي» کمپ کې د هدیل حمدان په نوم یوه نهه کلنه نجلۍ او د «تیم الخواجا» په نوم یو نوی زیږېدلی ماشوم د سختې سړې هوا له امله مړه شوي دي. (الجزیره)

تبصره:

اې د اسلامي امت پوځونو! موږ د ډوبېدو په حال کې یو؛ ایا زموږ غږ تر تاسو رسېږي؟
موږ د لوږې له امله د مرګ خوند څکلی، تر کنډوالو او خاورو لاندې مو مرګ لیدلی، د ناروغیو، اور او ویجاړۍ په منځ کې مو مرګونه تجربه کړي؛ هغه هم یو ځل نه، بلکې د وژل کېدو هره بڼه راباندې تېره شوې او تاسو چوپ، بې‌حرکته او بې‌غبرګونه پاتې شوي یئ؛ یوازې مو ننداره کوله! ایا پوهېږئ چې په غزه کې یوازې نن ورځ له مرګ څخه د ژغورنې لپاره څو چیغې ثبت شوې دي؟

په خبر کې راغلي چې د کورنیو چارو وزارت د دې غمیزې له پیل راهیسې په ټوله غزه تړانګه کې تر ۴۳۰۰ زیاتې چیغې او نارې ثبت کړې دي. همدارنګه ۴۳۰۰ نارې د ژوند د ژغورلو لپاره،  یعنې ۴۳۰۰ نارې د هغو خلکو چې له مرګ سره لاس او ګرېوان دي، هغه هم یوازې په یوه ورځ او په دومره کوچني ښار کې.

اوس له خپل ځان سره فکر وکړئ: له هغې ورځې چې اسلامي خلافت نړېدلی، له کلونو راهیسې له نړۍ څخه پر تاسو څومره د مرستې او لاسنیوي چیغې شوې دي؟ هغه نارې چې موخه یې ستاسو په بدن کې د معتصم د غیرت راویښول دي. خو تاسو هېڅ حرکت نه کوئ؛ د نندارچیانو په څېر ناست یئ، نه د دې صحنې د مسوولو لوبغاړو په توګه، یوازې فرمان اخلئ، تصمیم نه نیسئ، د هغو بې‌غیرتو قومندانانو اطاعت کوئ چې د غلامانو غوندې بې‌واکه دي او ستاسو خولې یې هم در ګنډلې او په پټه خوله یې اطاعت کوئ.   

نو ووایئ: ایا رښتیا هم مات شوي او مغلوب شوي یئ؟ یا مو ناتواني پلمه کړې، ترڅو د مسوولیت له باره وتښتئ؟ تاسو څوک یئ او په څه ډول حالت کې ژوند کوئ؟

تاسو د قدرت او دبدبې خاوندان یئ او هغه کسان یئ چې توان او ځواک لرئ. څه وخت راویښېږئ او څه وخت په دې پوهېږئ چې په رښتیا هم څوک یئ او لوی مسوولیت مو څه دی؟ کله به دا درک کوئ چې د امت د ستړو چیغو په ځواب کې به ستاسو حرکت څومره اهمیت لري؟ څومره نور کسان باید ووژل شي، ترڅو ستاسو ویده غیرت راویښ شي؟ ایا د ډوبېدو په حال کې د یو انسان غږ هم تاسو حرکت ته نه شي هڅولی؟ ایا پر دې پوهېږئ چې که یو انسان له ګواښ سره مخ وي، د ژغورنې لپاره یې د ارزښتمنو عبادتونو پرېښودل ورته روا دي، ترڅو هغه وژغوري؟ ایا «د یو کس د ژغورنې لپاره د لمانځه د پرېښودو د وجوب» پر رښتینې معنا پوهېږئ؟ 

فقها وایي، هر مسلمانان پر دې مکلف دی، ترڅو نورو ته د زیان رسېدو مخه ونیسي. که د یو چا مال او ځان په خطر کې وي، یعنې که یو څوک د ډوبېدو په حال کې وي، په اور کې راګېر وي او یا په سخت ستړي حالت کې وي، پر مسلمان واجب ده چې هغه وژغوري، ان که د دغه کار لپاره لازمه وي، لمونځ دې هم پرېږدي.  

که یو څوک په یوازې توګه د دغه کار ترسره کېدو وړتیا لري، ژغورل یې پر هغه فرض عین دي او له دغه مسوولیته تېښته نه شي کولی. خو که څو تنه یې د ترسره کېدو وړتیا ولري، دغه کار فرض کفایي دی، یعنې که په ډله‌ییزه بڼه اقدام وکړي، له نورو څخه تکلیف لرې کېږي. د فقهاوو تر منځ په دې مسله کې اختلاف نشته او ټول پر دغه اصل د نظر یووالی لري.

رسول الله صلی الله علیه وسلم هم د خلکو د اړتیاوو د پوره کېدو په برخه کې د وس لرونکو د غفلت په اړه خبرداری ورکړی؛ عمرو بن مرة رضي الله عنه معاویه رضی الله عنه ته وویل، چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه یې واورېدل چې هغه وفرمایل:

«مَا مِنْ إِمَامٍ يُغْلِقُ بَابَهُ دُونَ ذَوِي الْحَاجَةِ وَالْخَلَّةِ وَالْمَسْكَنَةِ إِلا أَغْلَقَ اللَّه أَبْوَابَ السَّمَاءِ دُونَ خَلَّتِهِ وَحَاجَتِهِ وَمَسْكَنَتِهِ.» (سنن ترمذی)

ژباړه: هېڅ رهبر، مسوول او حکومت خپلې دروازې د اړمنو، بېوزلو او  بې‌وسو پر مخ نه تړي، خو دا چې الله سبحانه وتعالی د هغوی د غوښتنو او اړتیاوو پر مخ د اسمان دروازې بندې کړي.

نو اې حکامو! غواړئ چې په تمه پاتې شئ، ترڅو پر تاسو د اسمان دروازې وتړل شي، وړاندې تر دې چې د اړمنو چیغې ستاسو تر غوږو ورسېږي او مسوولیت مو روښانه شي؟ تر هغه چې دوی غږ کوي، پخپله به ځواب ویونکي وي. وروسته به څه کوئ؟ ایا بیا هم چوپتیا غوره کوئ؟

رسول الله صلی الله علیه وسلم تر ټولو بښونکی او زړور انسان و. څرنګه چې د مدینې اوسېدونکو له ډار او وحشت څخه چیغې وکړې او یوې ډلې د هغوی پر لوري حرکت وکړ؛ خو رسول الله صلی الله علیه وسلم له ټولو مخکې شو او د هغوی مخې ته ورغی، پر اس سپور شو، توره یې پر غاړه وه او فرمایل یې: «مه ډارېږئ، مه ډارېږئ!»

دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم د زړه سوي او له خلکو څخه د ساتنې نښه ده. هغه نه یوازې د خلکو ساتنه کوله، بلکې مسلمانانو ته یې ور زده کول چې خپل ځانونه همداسې جوړ کړي. نو اې حکامو او د قدرت څښتنانو! له تاسو به کله واورو چې په همدغسې غیرت او زړه‌سوي سره ووایئ: «مه ډارېږئ، مه ډارېږئ»؟

اې د اسلامي امت پوځونو! د خپل امت نصرت او مرستې ته ور ودانګئ او د نبوت پر منهج راشده خلافت دولت تاسیس کړئ؛ هغه خلافت چې زموږ له لاسه وتلی حق بیرته راګرځوي، د هر طمعه لرونکي او خیانتګر لاس پرې کوي، زموږ کرامت ساتي او موږ له کمزورۍ څخه قدرت او پر پښو درېدو ته رسوي، چې د هغه په وسیله یو ځل بیا د دعوت پیغام پر اوږه واخلو، ترڅو نړۍ د بشر په لاس له جوړې شوې ګمراهۍ څخه وژغوري؛ لکه څنګه چې الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا مَا لَكُمْ إِذَا قِيلَ لَكُمُ انفِرُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ اثَّاقَلْتُمْ إِلَى الْأَرْضِ أَرَضِيتُم بِالْحَيَاةِ الدُّنْيَا مِنَ الْآخِرَةِ فَمَا مَتَاعُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا فِي الْآخِرَةِ إِلَّا قَلِيلٌ.﴾ [التوبة: ۳۸]

ژباړه: اې مومنانو! په تاسو څه شوي، کله چې تاسو ته د الله په لاره کې د وتلو (جهاد) لپاره ویل کېږي، نو تاسو پر ځمکه درانه کېنئ (ټمبلي کوئ)؟ ایا تاسو د اخرت په مقابل کې د دنیا ژوند غوره کړی دی؟! په داسې حال کې چې د دنیوي ژوند دا ټول وسایل د اخرت په پرتله ډېر لږ دي.

لیکوال: منی مسیح (ام مریم)

۱۴۴۷هـ.ق د جمادي الثاني ۲۵مه

۲۰۲۵م کال د ډیسمبر ۱۵مه

ژباړه: بهیر «ویاړ»

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې