دوشنبه, ۰۷ شعبان ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۶/۰۱/۲۶م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
بسم الله الرحمن الرحيم
اسلامي امت خلافت ته اړتیا لري، نه د ناټو په څېر د دفاع تړون

خبر:

پاکستان، سعودي عربستان او ترکيې نږدې تر یو کال خبرو اترو وروسته د دفاعي تړون مسوده چمتو کړې، د دفاعي تولید وزیر رضا حیات هرراج د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ په ۱۴مه تایید کړه. [رویټرز]

تبصره:

د ۲۰۲۶م کال د جنورۍ په ۹مه بلومبرګ لومړی راپور ورکړ، چې ترکيه غواړي د پاکستان-سعودي دفاعي تړون غړیتوب ترلاسه کړي، چې د ۲۰۲۵ کال د سپټمبر په ۱۷مه د ریاض په الیمامه ماڼۍ کې د سعودي د ولیعهد او صدراعظم محمد بن سلمان او د پاکستان صدراعظم شهباز شریف له‌خوا لاسلیک شوی و. د پاکستان-سعودي-ترکيې احتمالي دفاعي تړون خبر په پاکستان کې د ډېرو خلکو پام ځانته اړولی دی او ډېری خلکو د اسلامي نړۍ د پوځي اتحاد بللی دی؛ لکه د شمالي اتلانتیک د تړون سازمان(NATO)، چې د ۳۰ اروپایي او دوه شمالي امریکایي هېوادونو، یعنې امریکا او کاناډا پوځي اتحادیه ده. دا اتحادیه تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته رامنځته شوه، ترڅو د غربي پانګوالو هېوادونو د دفاع په موخه د شوروي اتحاد تر مشرۍ لاندې د کمونېزم د پراختیا مخه ونیسي.

که چېرې موږ دا باور لرو چې پاکستان، سعودي عربستان او ترکيې دغه دفاعي تړون د امریکا له رضایت پرته په خپل سر پیل کړی، نو دا به مو ځان ته فرېب ورکړی وي. ترکيه د ناټو غړی هېواد دی او د ۲۰۲۴م په اپرېل کې یې د یوه ستراتیژیک میکانېزم سند لاسلیک کړی، چې په هغه کې د دفاع، اقتصادي همکارۍ، انرژۍ، سوداګرۍ، ترهګرۍ ضد مبارزې او سیمه‌ییز ثبات ټینګولو برخې شاملې وې.

سعودي عربستان له امریکا سره اوږده امنیتي اړیکه لري. په ۱۹۷۴م کال د امریکا-سعودي تړون، چې زیاتره وخت د پټروډالر تړون بلل کېږي، یوه ستراتیژیکه همکاري جوړه کړه، چې امریکا پکې پوځي مرسته او ساتنه ترلاسه کړه او په بدل کې یې سعودي عربستان خپل د تېلو قېمتونه یوازې په امریکایي ډالرو وټاکل او د اضافي عاید په یوه برخه یې د امریکایي خزانې په بانډونو کې پانګونه وکړه او په دې توګه یې د ډالر نړیوال حاکمیت ټینګ کړ او د امریکا د بودیجې د کمښت ستونزه یې حل کړه. د شاهزاده سلطان هوایي اډه (PSAB) چې په سعودي عربستان کې ده، د امریکا د متحدو ایالتونو د هوايي ځواک یوه فعاله اډه ده او د امریکا د مرکزي هوايي ځواکونو تر قوماندې لاندې ده. د ۲۰۲۵م په نومبر کې امریکا اعلان وکړ، چې سعودي عربستان د امریکا یو مهم غیرناټو متحد (MNNA) دی، دغه اعلان واشنګټن ډي سي ته د سعودي د ولیعهد محمد بن سلمان د سفر پر مهال وشو.

پاکستان تل د امریکا نږدې متحد پاتې شوی، هغه که د تېرې پېړۍ د سړې جګړې پر مهال و او که په همدې پېړۍ کې د «ترهګرۍ ضد جګړې» پر وخت. په اوسني وخت کې د ټرمپ «د خوښې وړ فیلډ مارشال» عاصم منیر دی، په داسې حال کې چې پاکستان ټرمپ (د غزې قاتل) د سولې د نوبل جایزې لپاره نومولی دی.

په عملي توګه د پاکستان، سعودي عربستان او ترکيې ترمنځ دغه دفاعي تړون، په حقیقت کې د دریو امریکایي مزدورانو ترمنځ تړون دی، ترڅو په اسلامي نړۍ کې د امریکا ګټې خوندي کړي.

راځئ چې د څو شېبو لپاره دغه حقیقت څنګ ته کړو، چې د دغو دریو هېوادونو مشران د امریکا مزدوران دي، خو بیا هم په دغه تړون کې بنسټیزې ستونزې شته دي. لومړۍ ستونزه دا ده چې د دغه تړون لاسلیک‌کوونکي ملي دولتونه دي او د هغوی لومړی مسوولیت دا دی چې د خپل دولت ګټې خوندي کړي، نه د اسلام او نه هم د هغه د امت ګټې. نو که د دغو دریو دولتونو ګټې سره سمې وي، نو دوی به د دفاعي تړون د غوښتنو د پوره کولو لپاره اقدام وکړي، که نه نو بې‌‌پایلې به پاتې شي. دویمه ستونزه دا ده چې دغه دری هېوادونه تل خپله بهرنۍ تګلاره د امریکا د بهرنیو موخو د پوره کولو لپاره تنظیموي. دغه دری هېوادونه د فلسطین د مسلمانانو د عام‌وژنې ننداره کوي، چې د امریکا له‌خوا یې په بشپړه توګه ملاتړ کېږي. د غزې د مظلومو مسلمانانو او د ټول اسلامي امت په پرله‌پسې غوښتنو سربېره، چې خپلې لښکرې را‌خوځوي، ترڅو ظلم پای ته ورسوي او د یهودي رژیم ریښې وباسي، خو دوی خپلو پوځونو ته د شرعي وجیبې د ادا کولو امر نه کوي، ځکه دا د دوی «ملي ګټې» نه خوندي کوي. خو کله چې ټرمپ د غزې لپاره خپله ۲۰ ماده‌ییزه طرحه اعلان کړه – چې هدف یې د یهودي رژیم د خوندي کولو لپاره د فلسطیني مسلمانانو د هر ډول وسله‌وال مقاومت مخنیوی دی – نو دغو دریو هېوادونو سمدستي دغه طرحه ومنله او د هغې د عملي کولو لپاره یې د خپلو لښکرو د لېږلو چمتووالی څرګند کړ، ځکه دا د دوی د «ملي ګټو» له مخې د امریکا د خوښۍ سبب ګرځي.

اسلامي امت لویه هیله لري، ترڅو یو واحد سیاسي هویت جوړ کړي، چې دا یوه شرعي وجیبه ده. خو د خلافت تر نړېدو وروسته دا هیله د عرب لیگ او د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) په جوړېدو سره په ناسم لوري روانه ده. اوس چې امت له دغه فرېب څخه راوتلی، مسلمانان له دغو سازمانونو څخه مخ اړوي، ځکه دوی هېڅکله د امت د ګټو د ساتنې لپاره دریځ نه نیسي او پر ځای یې د امریکا د طرحو ملاتړ کوي. نو اوس دا یو خبري فرېب ګڼل کېږي: د دریو لویو اسلامي هېوادونو پوځي اتحاد، چې ښايي د ناټو په څېر د مسلمانانو د پوځي اتحاد د جوړېدو لپاره د بنسټ ډبره شي.

موږ باید پوه شو چې زموږ عقیده، زموږ سپېڅلی قرآن، د رسول الله صلی الله علیه وسلم عزت، زموږ مقدسات او د مسلمانانو وینه یوازې هغه وخت خوندي کېدلی شي، چې خلافت د نبوت په تګلاره تاسیس شي. خلافت دولت د ټولو مسلمانانو ګډ دولت دی، چې بنسټ یې یوازې د اسلامي عقیدې پر اساس ولاړ دی. خلافت دولت به د استعماري کافر له‌خوا جوړې شوې ملي پولې له منځه یوسي او د خلیفه تر واحدې قوماندې لاندې به د مسلمانانو ځمکې او پوځونه یو موټی کړي، ترڅو د خلافت پوځونه د نړۍ تر ټولو ستر او پیاوړی ځواک شي، چې هېڅوک به د هغه د مقابلې جرات ونه‌کړي. همدا یوازینۍ رښتینې لاره ده.

وَاعتَصِمُوا بِحَبلِ اللّٰهِ جَمِيعًا وَّلَا تَفَرَّقُوا [آل‌عمران: ۱۰۳]

ژباړه: ټول د الله رسۍ (یعنې دین) ټینګ ونیسئ او مه جلا کېږئ.

 

د حزب‌التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره
شہزاد شیخ

اړوند مطلبونه:   « تېروتنه، که ستر جنایت؟

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې