- مطابق


د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر په ۷مه، د مبارکې خاورې (فلسطین) مجاهدینو اتلانه مبارزې، چې د «طوفانالأقصى» تر شعار لاندې د صهیونیستي غاصب رژیم پر وړاندې پیل شوې، او د هغه رژیم پر ضد چې له شاوخوا ۱۹ کلونو راهیسې یې د مسجد الاقصى سپکاوی، محاصره، او پر غزه دوامداره بمبارۍ جاري ساتلې، نړۍ ته دا حقیقت څرګند کړ چې دغه رژیم یو مسخ شوی، ناتوان جوړښت دی، چې بنسټونه یې د غڼو تر کور هم کمزوري دي...
او همداراز، د هغې وحشیانه نسلوژنې پر وړاندې چې له دوو کلونو راهیسې د صهیونیستي مجرم رژیم (د امریکا د مستقیم ملاتړ لاندې) د غزې په تړلې سیمه کې پر بېوسله مسلمانانو ترسره کوي، او تر دې دمه له ۲۲۰ زرو څخه زیات مسلمانان شهیدان، ټپیان او ورک شوي دي، د نړۍ عامه افکار یې د یهودو له اصلي جنایتکار ماهیته خبر کړل...
د همدې پرلهپسې جګړې د دوو کلونو د پوره کېدو په پار د حزبالتحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر خپلو متابعینو او د خپلو ویبپاڼو او ټولنیزو حسابونو لیدونکو ته دا ډي وي ډي وړاندې کوي، چې سرلیک یې دی:
« د غزې د ملاتړ لپاره د حزبالتحریر نړیوال فعالیتونه»
دغه ډي وي ډي پراخه او مهمه محتوا لري، چې پکې د حزبالتحریر له لوري په تېرو دوو کلونو کې د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې د غزې د عزت او مبارکې خاورې (فلسطین) د ملاتړ لپاره ترسره شوي فعالیتونه، لاریونونه، کنفرانسونه، علمي ناستې، او نشرات راټول شوي دي.
په دې فعالیتونو کې حزبالتحریر د اسلامي امت له پوځونو وغوښتل چې د جهاد اعلان او عام نفیر وکړي، تر څو د مبارکې خاورې (فلسطین) مظلوم مسلمانانو ته نصرت ورکړي، مسجد الاقصى او ټول اشغال شوی فلسطین، له سینده تر بحر پورې، له صهیوني یهودو قاتلینو څخه پاک کړي، د دوی مسخ شوی رژیم له ریښو راوباسي، او دا ناولی رژیم د ځمکې له مخه ورک کړي.
دغه ډي وي ډي د امت له پوځونو غواړي چې له حزبالتحریر سره، چې «رائد لا یکذب أهله» دی، په اخلاص کار وکړي، او د دویم راشده خلافت د قیام لپاره حزبالتحریر ته نصرت ورکړي – هغه خلافت چې د نبوي منهج پر بنسټ به بیا اسلامي ژوند پیل کړي، د مسلمانانو حرمتونه به خوندي کړي، د دوی وینې به وساتي، او د الله تعالی د امر مطابق به یې سم مدیریت وکړي. هېله ده چې دا کار به ډېر ژر ترسره شي، إن شاء الله.
۱۴۴۷هـ.ق کال د جماديالاخر ۲۱مه
۲۰۲۵م کال د ډسمبر ۱۲مه
د حزبالتحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر
د خپرونو او آرشیف څانګې له لوري چمتو شوی
د ډي وي ډي د ډانلوډ لپاره (۴۰GB)
#طوفان_الأقصى
#الجيوش_إلى_الأقصى
#ArmiesToAqsa
#AksaTufanı
#OrdularAksaya
#الأقصى_يستصرخ_الجيوش
Aqsa_calls_armies#
#AqsaCallsArmies




