جمعه, ۰۹ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     4 ربیع الثانی 1443

میلادی نېټه :     سه شنبه, 09 نومبر 2021 م

شمېره:      ۰۴/ ۱۴۴۳

کینیا
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
مسلمانان؛ د غرب د استعماری غرور او حرص قربانیان!

پروفیسور حسن نندوا، چې یو مشهور او دروند مسلمان عالم او وکیل دی، په اختطاف کې له ۱۲ ورځو تېرولو وروسته، د ۲۰۲۱م کال د نومبر په ۹مه، د ماسپښین په ۱ بجه د میونګي ښارګوتی ته څېرمه په یو ځنګل کې غورځول شوی و. د پخوانیو وحشتناکو پېښو په څېر، هغه ته امر شوی و چې خپل وحشتناک وضعیت افشا نه کړي، ترڅو له دې څخه ډېر له وحشي پېښو سره مخ نه شي! د بشري حقونو د ځینو سرچینو په وینا، د روان کال په ترڅ کې له ۱۳۳ څخه ډېر کسان مړه یا ورک شوي وو. د 2007 راهیسې، اټکل کیږي چې تر 1000 ډېر کسان د دولت په مرسته یا له مرستې پرته وژل شوي یا یې د ساتنې ځای او برخلیک نامعلوم دی.

حزب التحریر -کینیا د دولت د امنیتي دستګاه لخوا د کمزوري او بې دفاع خلکو پر وړاندې دا ډول وحشتناک عملونه په کلکه غندي، په داسې حال کې چې دولت په لومړي سر کې د خپلو اتباعو د حقونو او امنیت پر ساتنه مکلف دی. په حقیقت کې د امنیتي ادارو له خوا د بشري حقونو دغه سرغړونې د دولت د معافیت او د ځمکې له اصلي قانون څخه د سرغړونې څرګندې نښې دي. مرتکبین ډاډه دي چې د دوی پر وړاندې به هېڅ اقدام ونه شي، ځکه دوی ته د بشپړ خوندیتوب ډاډ ورکړل شوی دی. خو موږ ډاډه یو چې الله سبحانه وتعالی د دوی له کړنو څخه غافل نه دی.

دغه ظلم او وحشت چې نن موږ ورسره لاس او ګریوان یو، یوازې هغه جنایات دي چې «د ترهګرو پر وړاندې جګړې» تر عنوان لاندې د مسلمانانو پر وړاندې په ټوله نړۍ کې ترسره کېږي. دا جګړه، چې د غرب له لوري ترې د تروا آس جوړ شوی دی، په دریمه نړۍ کې د ټولو عملیاتو د کنټرول په هدف د نوي استعمار د ټینګښت په منظور رامنځته شوې ده. رښتیا هم چې اسلامي امت د استعمار د غرور او حرص قرباني شوی دی. جګړه خپله د لیبرال پانګوالې غربي ایدیالوژۍ د فکري او سیاسي ماتې په مانا ده.

دغه ذلت هېڅکله پای نه مومي، تر څو مسلمانان خپله ژمنه تازه نه کړي او د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر منهج د راشده خلافت له لارې اسلامي ژوند پیل کړي. دغه تګلاره له فکري او سياسي مبارزې پرته بل څه نه ده.

شباني موالیمو

د حزب التحریر- کینیا مطبوعاتي استازی

 

 

 

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې