پنجشنبه, ۰۸ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     23 ذولقعده 1442

میلادی نېټه :     یکشنبه, 04 جولای 2021 م

شمیره:      ۱۴/۱۴۴۲

مطبوعاتی دفتر
ولایه افغانستان

مطبوعاتي اعلامیه
د بګرام له پوځي اډې څخه د امریکا بشپړ وتل په افغانستان او نړۍ کې د امریکا د واکمنۍ د زوال او ماتې ښکارندوی دی

د امریکايي سرتېرو وروستۍ ډلې له نېږدې ۲۰ کلونو وروسته د بګرام پوځي اډه پرېښوده. د امریکايي پوځونو له دې وتلو سره سم په افغانستان کې د امریکا او ناټو پوځي ماموریت د پای ته رسېدو په حال کې دی. 

د بګرام پوځي اډه، چې یو مهال پکې په لسګونه زره امریکايي پوځونه مېشت وو او په سیمه کې د امریکا د واکمنۍ سمبول بلل کېدله، اوس په یوه کنډواله بدله شوې ده. ﴿فَتِلْكَ بُيُوتُهُمْ خَاوِيَةً بِمَا ظَلَمُوا إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَةً لِقَوْمٍ يَعْلَمُونَ﴾(نمل:۵۲) يعنې: دغه د دوی هغه بې  څښتنه کورونه دي چې د ظلم له امله په کنډواله بدل شول، له شک پرته په دې کې د هوښیارو خلکو لپاره د عبرت نښې دي.

له دغې پوځي اډې څخه، چې د ښکېلاکګرو اصلي هستوګنځی و، د افغانستان د بې ګناه وګړو د وژلو لپاره زرګونه پروازونه کېدل. ددې پوځي اډې په زړه کې یو داسې ډاروونکی زندان و، چې هېڅ انساني ارزښت ته پکې پام نه کېده. د بګرام د پوځي اډې د لویوالي او د خورا زیاتو تاسیساتو د شتون له امله ځينو خلکو داسې ګومان کاوه چې ګواکي ددې پوځي اډې تشېدل او د امریکانو وتل یو خوب او خیال دی. مګر الله سبحانه وتعالی خورا لوی دی او کفار یې د هغوی په خپل مکر او پلان کې ډوب کړل او د افغانستان د مسلمان او مجاهدو خلکو د فکري، سیاسي او وسله والې مبارزې په مټ یې دا خوب رښتیا کړ. 

کله چې ۲۰ کاله وړاندې امریکايي ښکېلاکګرو پر دغه خاوره یرغل وکړ، ځینې خلک په داسې توهم باندې اخته شول، چې ګواکي امریکایان د دوی «د ژغورنې پريښتې» دي. مګر واقعیت وښودله چې امریکا د وحشت هیولا ده، چې خپل ځان یې د غولوونکو خبرو، بشپرپاله مرستو او بشري حقونو د ملاتړ د شعارونو تر شا پټ کړی و. اوس چې امریکایان له افغانستان څخه د وتلو په حال کې دي، نو اړینه ده چې د دوی د میراث په اړه خبرې وشي. امریکا شاته له هره اړخه یو لړزاند او مات دولت، سیاسي او ټولنیزې ګډوډۍ، یوې بلې ویجاړوونکې جګړې ته د افغانستان ورټېل وهل، بې کارۍ او بې وزلۍ پرته بل څه په میراث نه دي پرېښي.

له شک پرته چې له افغانستان څخه د امریکايي پوځونو ذلیلانه وتل د نړۍ په کچه د امریکا د دروغجن ځواک څخه پرده لرې کوي او په ډاګه کوي چې امریکا نوره د زوال په درشل کې ده او ژر ده چې د راشده خلافت په تاسیسولو سره به د امریکا پر تابوت باندې وروستی مېخ ټک وهل شي او بشر به ددې عصر د مستکبر له خپل‌سرۍ وژغول شي. دا د الله سبحانه وتعالی سنت دي چې ظالم او سرکښه ځواکونه له منځه وړي.

د حزب‌التحریر - ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې