جمعه, ۱۹ جمادی الاول ۱۴۴۸هـ| ۲۰۲۶/۱۰/۳۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     18 جمادی الاول 1448

میلادی نېټه :     دوشنبه, 19 اکتوبر 2026 م

شمېره:      ۰۶/ ۱۴۴۸


مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې د کفارو د دسیسو د افشا کولو په تور؛ حوثیانو د حزب‌التحریر یو شمېر ځوانان نیولي دي

(ژباړه)

د حوثیانو امنیتي ځواکونو د ۲۰۲۶م کال، د اکتوبر په ۱۳مه د سه شنبې په ماسپښین، په عمران ښار کې د حزب‌التحریر له شبابو څخه محمد الربوعی او ورور یې نجیب له خپل کارځای څخه ونیول او اعلان یې وکړ چې دغه کار د «لوړ پوړو چارواکو د امر» پر بنسټ شوی دی!

کوم څه چې محمد وکړل او د دوی خوب یې خراب کړ، هغه یوازې د حزب‌التحریر د امیر جلیل عالم عطاء بن خلیل ابوالرشته د ۲۰۲۶م کال، د سپټمبر په ۲۷مه د «په یمن کې د پوځي تحولاتو اړخونه» تر سرلیک لاندې د یوې پوښتنې ځواب خپرول وو؛ همدارنګه نوموړي د حزب‌التحریر ـ ولایه یمن مطبوعاتي دفتر هغه مطبوعاتي اعلامیه هم خپره کړې وه، چې سرلیک یې و: «اې د یمن خلکو! ستاسو وینه باید د یهودو پر وړاندې په جهاد کې د بیت‌المقدس په دروازو کې توی شي، نه دا چې یو بل ووژنئ... نو د عقل خاوندان چیرې دي؟!»

د يادې پوښتنې ځواب د یمن په تړاو د نړیوال کشمکش رازونه افشا کړي او په پای کې یې راغلي دي:

«په دې توګه موږ وینو چې په یمن کې د انګلستان او امریکا ترمنځ کشمکش لا هم د سیمه‌ییزو او کورنیو وسیلو په واسطه په شدت سره روان دی. د یمن خلک د دغه کشمکش سوځېدونکي توکي دي او لسیزې کیږي چې دغه تریخ وضعیت زغمي. دغه وسیلې د خلکو په پرتله تر ډېره د خپلو شخصي ګټو په فکر کې دي. له همدې امله، یمن بله هېڅ د خلاصون لاره نه لري، خو دا چې د دغو لاسپوڅو وسیلو له شره خلاص شي، چې د ښکېلاکګرو ښکېلو دولتونو د پاتې کېدو او د هغوی د نفوذ د پراختیا لپاره زمینه برابروي. دغه کار یوازې د نبوت پر منهج د راشده خلافت په تاسیس سره ترلاسه کېږي؛ هغه خلافت چې الله سبحانه و تعالی یې ژمنه کړې ده:

﴿وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ ءَامَنُوا مِنْكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُمْ فِي الْأَرْضِ﴾ [نور: ۵۵]

ژباړه: الله سبحانه وتعالی له هغو كسانو سره چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، وعده كړې چې هرو مرو به هغوی ته په ځمكه كې خلافت وركوي؛ لكه چې هغو كسانو ته يې خلافت وركړى و، چې له دوى څخه مخكې وو.

او رسول الله صلی الله علیه وسلم یې زېری ورکړی دی:

«ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةً عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ» (احمد او طیالسي)

ژباړه: وروسته به د نبوت پر منهج د خلافت دولت وي.

له همدې امله موږ د یمن خلک، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په دې وینا ستایلي دي:

«الْإِيمَانُ يَمَانٍ هَاهُنَا» (بخاري)

ژباړه: ایمان د یمن په خلکو کې دی.

او همدا راز یې فرمایلي دي:

«الْفِقْهُ يَمَانٍ وَالْحِكْمَةُ يَمَانِيَةٌ» (بخاري او مسلم)

ژباړه: فقه یمني ده او حکمت هم یمني دی.

موږ دوی رابولو چې حزب‌التحریر ته نصرت وکړي او ټول د قوي او برلاسي الله سبحانه وتعالی د وعدې او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم د زېري د پوره کولو لپاره هڅه وکړو؛ ترڅو په دواړو جهانونو کې بریا تر لاسه کړو او دا هماغه لوی بری دی.

دغه نیول، د دې اعلامیې له نظره د دعوت د حاملینو او د حزب‌التحریر د شبابو پر حق یو لوی جنایت او څرګند ظلم دی. سربیره پردې، دا ان د هغو وضعي قوانینو سره هم په ټکر کې ده چې خپله حوثیان پرې عمل کوي؛ ځکه چې نه کوم تور شته چې د پوښتنې او محاسبې وړ وي او نه هم د توقیف او زنداني کولو کوم قانوني جواز شته دی. خو دا هماغه تګلاره ده، چې اشغالګر او ظالم رژیمونه تل پرې عادت وي.

دلته حوثیانو ته یادونه کوو چې تر پرونه پورې، پخپله دوی د هغو کسانو له دغه ډول چلندونو څخه شکایت کاوه، چې تر دوی مخکې په واک کې وو. هغوی هم د خپلسرو نیونو خوند څکلی و او په ورځو او میاشتو په زندانونو کې پاتې شوي وو.

موږ د وضعي قوانینو د تطبیق غوښتنه نه کوو، بلکې د اسلام د حکم غوښتونکي یو؛ هغه حکم چې پکې د مسلمان د برائت اصل منل شوی دی.

دغه چلند یو ځل بیا امت ته څرګندوي چې هغو حکامو ته چې په اسلامي خاورو کې په واک کې دي کومه دنده ورکړل شوې ده، هغه دا نه ده چې د الله سبحانه و تعالی شریعت پلی کړي او د یو واحد دولت تر سیوري لاندې د امت د وحدت لپاره هڅې وکړي، څو د دوی تیت او پرک کېدل پای ته ورسوي.

حوثیان سره له دې چې ځانونه «انصارالله» بولي او د «قراني لارې» دعوه کوي او پر فلسطین د یهودي رژیم پر ضد یې د راکټي بریدونو دعوه هم کړې او ډېر ویاړ یې پرې کاوه،  هغه بریدونه چې نه یې یاد رژیم له منځه یووړ او نه یې د هغوی جنایتونه ودرول؛ خو سره له دې چې وایي د فلسطین د غاصب یهودي رژیم سره د جګړې غوښتونکي دي، زموږ ورور محمد الربوعی یې د «خپل ځان پر ضد د تحریک کوونکو» په کتار کې شامل کړی دی! ګناه یې څه وه؟!

پرته له دې چې د غربي استعمارګرو دولتونو طرحې یې افشا کړې دي؛ هما غه دولتونه چې یهودي رژیم یې رامنځته کړی دی، ملاتړ یې کوي او د اسلام او مسلمانانو سره دښمني لري؛ هغه دولتونه چې سختې هڅې کوي، ترڅو د مسلمانانو پوځونه له یهودي رژیم سره په جګړه او له سپېڅلې خاورې څخه د هغه په له منځه وړلو کې له خپل اصلي رول څخه واړوي او د مسلمانانو ځواکونه په کورنیو جګړو کې ضایع کړي؛ هغه جګړې چې امت کمزوری کوي او د هغې د اولادونو ترمنځ درزونه ژوروي.

دغه ټول، د هغو رژیمونو تر څنګ دي چې له دغه رژیم سره یې خپلې اړیکې عادي کړې دي او د هغو نورو رژیمونو تر څنګ چې لا هم د عادي کېدو په لاره کې مخ پر وړاندې ځي او ان «تر ټولو ښه» یې هغه کسان دي چې د کافر غرب قضاوت مني او د مذاکراتو د هغو میزونو تر شا په محکومیت سره کیني، چې هماغه غرب یې اداره کوي.

نو اې حوثیانو! څه ډول د استعمارګرو دولتونو د طرحو افشا کول او د یمن خلکو ته د هغو برملا کول «د خپل ځان پر وړاندې تحریک» ګڼئ؟!

په هغه اعلامیه کې چې د «اې د یمن خلکو! ستاسو وینه باید د یهودو پر وړاندې په جهاد کې د بیت‌المقدس په دروازو کې توی شي، نه دا چې یو بل ووژنئ...» تر سرلیک لاندې مو خپره کړه، د مسلمانانو ترمنځ د جګړې د حرمت شرعي حکم بیان شو، په جبهو کې د وینې تویېدو د بندولو غوښتنه وشوه او خطاب یې د ايمان خاوندانو ته و.

د حزب‌التحریر دریځ په یمن کې د کورنۍ شخړې د پای ته رسولو لپاره، یوازې تر ۲۰۱۴م کال پورې نه رسیږي؛ بلکې د هغو شپږو جګړو له وخته چې د یمن پخواني رژیم پوځ د حوثیانو پر ضد په صعده کې پیل کړې و، حزب تل د مسلمانانو د وینې د ساتلو او په کورنۍ جګړه کې د هغې د تویېدو د مخنیوي غوښتونکی پاتې شوی دی. څنګه به داسې نه وي، په داسې حال کې چې الله سبحانه و تعالی فرمایي:

﴿فَإِذَا جَاء وَعْدُ الآخِرَةِ لِيَسُوؤُواْ وُجُوهَكُمْ وَلِيَدْخُلُواْ الْمَسْجِدَ كَمَا دَخَلُوهُ أَوَّلَ مَرَّةٍ وَلِيُتَبِّرُواْ مَا عَلَوْاْ تَتْبِيراً﴾ [اسراء: ۷]

ژباړه: کله چې دویمه وعده (اې بني اسرائیلو، ستاسو سزا او د فساد عاقبت) را رسېږي (ستاسو دښمنانو ته ځواک ورکوو او پر تاسو یې مسلطوو) چې ستاسو حال بد (او ژوند مو پرېشانه) کړي (او پر څېرو مو د غم او خپګان دوړي وپاشي) او مسجد (الاقصی) ته دننه شي؛ لکه لومړی ځل چې ورننوتل او هر چا او هر څه ته یې چې لاس ورسېږي ویې وژني او ویجاړ یې کړي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

«لَا تَقُومُ السَّاعَةُ حَتَّى يُقَاتِلَ الْمُسْلِمُونَ الْيَهُودَ، حَتَّى يَخْتَبِئَ الْيَهُودِيُّ مِنْ وَرَاءِ الْحَجَرِ وَالشَّجَرِ، فَيَقُولُ الْحَجَرُ وَالشَّجَرُ: يَا مُسْلِمُ هَذَا يَهُودِيٌّ خَلْفِي تَعَالَ فَاقْتُلْهُ؛ إِلَّا الْغَرْقَدَ فَإِنَّهُ مِنْ شَجَرِ الْيَهُودِ»

ژباړه: قیامت به تر هغه وخته قایم نه شي، ترڅو چې مسلمانان له یهودو سره ونه جنګېږي، تر دې چې یهودی به د ډبرې او ونې تر شا پټ شي او ډبره او ونه به وایي: اې مسلمانه! یهودي زما تر شا دی، راشه او هغه ووژنه؛ مګر د «غرقد» ونه، ځکه چې هغه د یهودو ونه ده.

نو ایا حوثیان د شرعي دلیل بیانول د خپل ځان پر وړاندې تحریک ګڼي؟! پر الله (سبحانه وتعالی) قسم، که داسې وي، نو دا پخپله یو ناورین دی!

د حوثیانو جماعت د عقل خاوندان چېرې دي؟! څنګه له کافر غرب سره د دښمنۍ شعارونه ورکوئ، خو هغه څوک بندیانوئ چې له کافرانو او د هغوی له پانګوالې مبدأ سره مبارزه کوي او د هغې د له منځه وړلو او اسلامي ژوند د بیا پیل لپاره کار کوي؟! ایا هغه شعارونه چې ورکوئ، یوازې د خلکو د فریب ورکولو او د هغوی د وفادارۍ د جلبولو لپاره دي؟ الله سبحانه و تعالی فرمایي:

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لِمَ تَقُولُونَ مَا لَا تَفْعَلُونَ (۲) كَبُرَ مَقْتاً عِندَ اللَّهِ أَن تَقُولُوا مَا لَا تَفْعَلُونَ﴾ [الصف: ۲-۳]

ژباړه: اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړی دی! ولې هغه څه وایئ چې نه یې کوئ؟ د الله په نزد ډېر د نفرت وړ دی چې هغه څه ووایئ چې نه یې کوئ.

د دې اعلامیې له مخې، زموږ دښمن کافر غرب او هغه غلام رژیمونه دي چې نن پر اسلامي خاورو حکومت کوي. ایا نه پوهیږئ چې د حزب د ځوانانو په نیولو او بندي کولو سره، ځانونه د هغو کسانو په صف کې دروئ چې د اسلام د تطبیق له دعوتګرو سره مقابله کوي؟ ایا ګومان کوئ چې اسلام پلي کوئ؟

سمې لارې ته راوګرځئ؛ د حزب‌التحریر خبره واورئ او هسې نه چې د ګناه غرور مو پر سر واخلي!

د حزب‌التحریر شباب له زندانونو څخه وېره نه لري؛ بلکې د هغوی پر ثبات زیاتوالی راولي. د ۱۹۵۳م کال راهیسې حزب په دوامداره توګه خپله لاره پر مخ وړې ده. د استعمارګرو او د هغوی لاسپوڅي اقدامات د مسلمانو حکامو له منځه ونه توانېدل، چې د دغه غورځنګ مخه ونیسي؛ بلکې دعوت یې دې اعلامیې ته په پام سره په واشنګټن، لندن او د هغو په لار تلونکو کې د مخالفینو خوبونه خراب کړي دي.

یو ځل بیا په عام ډول د یمن خلک او په ځانګړې توګه د یمن قبیلې یعنې همغه خلک چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د ایمان د خاوندانو په توګه ستایلي دي دې ته را بولو، چې د الله سبحانه و تعالی په لاره کې د هېڅ ملامتوونکي له ملامتیا ونه وېرېږي او د خپلو اسلافو په څېر د مدینې منورې د انصارو لکه؛ اسعد بن زراره، اسید بن حضیر، سعد بن معاذ، سعد بن عباده او نورو په څېر واوسي.

هغوی را بولو چې د اسلام او مسلمانانو د نصرت لپاره له حزب‌التحریر سره یو ځای په جدي توګه کار وکړي، هغه مخکښ حزب چې خپلو خلکو ته دروغ نه وایي، ترڅو د الله سبحانه و تعالی د دې ژمنې د پوره کولو په لاره کې دویم راشده خلافت تاسیس شي؛ لکه څنګه چې فرمایي:

﴿إِنَّا لَنَنصُرُ رُسُلَنَا وَالَّذِينَ آمَنُوا فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَيَوْمَ يَقُومُ الْأَشْهَادُ﴾ [غافر: ۵۱]

ژباړه: باور ولرئ چې موږ د خپلو پیغمبرانو او مومنانو مرسته هرومرو په دې دنیا کې هم کوو او په هغه ورځ به یې هم وکړو چې کله شاهدان ولاړ وي.

او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د دې زېري په لاره کې چې فرمایلي یې دي:

«ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةً عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ» (احمد او طیالسي)

ژباړه: وروسته به د نبوت پر منهج د خلافت دولت وي.

ترڅو له سپېڅلې خاورې، د اسراء او معراج له ځمکې څخه د یهودي رژیم ریښه وباسي.

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اسْتَجِيبُوا لِلَّهِ وَلِلرَّسُولِ إِذَا دَعَاكُمْ لِمَا يُحْيِيكُمْ﴾ [انفال: ۲۴]

ژباړه: اې مؤمنانو! د الله او د هغه د رسول بلنې ته لبیک ووايئ، کله چې تاسو هغه څه ته رابولي چې تاسو ته ژوند بښونکي دي.

 

د حزب التحريرـ ولایه یمن مطبوعاتي دفتر

۱۴۴۸هـ.ق کال، د جمادي الاول ۸مه

۲۰۲۶م کال، د اکټوبر ۱۹مه

د صدور ګڼه: ۰۶/ ۱۴۴۸

ژباړن: اسرار تکل

 

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې