سه شنبه, ۰۶ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۶م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     7 محرم 1443

میلادی نېټه :     یکشنبه, 15 آګست 2021 م

شمیره:      1443/3

مطبوعاتی دفتر
ولایه افغانستان

مطبوعاتي اعلامیه
افغانستان د خلافت د تاسیس او بشري نظامونو ترمنځ په یوه تاریخي ازموینه کې دی، مه پرېږدئ چې د خلافت جوړلو فرصت له لاسه ووځي

خورا چټک او د وړاندوېینې نه وړ بدلونونو یو ځل بیا افغانستان په یو داسې ځای درولی دی، چې ګڼ سیاسي لوري، قومي مشران او متنفذین د افغانستان د راتلونکي نظام په اړه پرېکړه کوي.  

د حزب التحریرـ ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر ټولو سیاسي مشرانو، قومي متنفذینو، پخوانیو مجاهدینو، ډلو، د قدرت او ځواک څښتنانو ته وریادوي چې افغانستان د یوه تاریخي فرصت په درشل کې دی، چې دوې ټاکنې يې په مخ کې دي: لومړۍ ټاکنه؛ د الله د دین اقامه کول او د خلافت جوړول او دوهمه ټاکنه؛ بشري نظامونه او د تېرو ترخو تجربو تکرار دی.

اوسمهال امریکا، اورپا، ملګري ملتونه او د سیمې هېوادونه له ګڼو سیاسي لوریو سره د یوه داسې مشارکتي نظام په طرحه باندې کار کوي چې اسلامي مختاړی او وروستاړی به لري، د نړیوالو قوانینو پیروي به کوي، په ملي پولو پورې به محدود وي او د سېکولرېزم او اسلام مشترکه ګډوله به وي. څو د افغانستان راتلونکی نظام د نړیوالې ټولنې د منلو وړ وګرځي. داسې نظام چې په هغو کې څېرې بدلې شوې وي، اما قوانين، د نظام بنسټونه او جوړښت يې پرځای پاتې وي. په تېرو څو لسیزو کې پر دا ډول نسخو باندې منګولې لګولو، افغانستان کورنیو جګړو، ړنګېدو او سیاسي ګډوډیو ته بېولی و، چې ورپسې یې ښکېلاک ته لاره هواره کړه.

له بل اړخه، د زیاترو افغانانو غوښتنه د اسلامي دولت جوړول او د اسلام حاکمیت دی. دا یو داسې فرصت دی، چې د ښکېلاکګرو پر وړاندې له کلونو سیاسي، فکري او پوځي مبارزې وروسته تر لاسه شوی دی او په دومره سادګۍ او معامله باید له لاسه ونه وځي. لکه څنګه چې څو ځلې د سیاسي حزبونو او متنفذینو د تېروتنو له امله له لاسه ووت.

حزب التحریر یو ځل بیا له ټولو سیاسي مشرانو، قومي متنفذینو او ډلو د زړه له تله غواړي، چې د افغانستان د راتلونکي نظام د ډول په اړه د امریکا، ملګرو ملتونو او سیمه ییزو هېوادونو طرحه په غوڅه توګه رد کړي او پرېنږدي،  چې د اسلام د حاکمیت په لاره کې مو ورکړې قربانۍ یو ځل بیا معامله شي او مطلوبې پایلې ته ونه رسېږي.  رښتیا خبره دا ده چې افغانستان او سیمه په خپل زړه کې خورا لوړ فکري، سیاسي، اقتصادي او پوځي ظرفیتونه روزلي دي، چې د الله سبحانه وتعالی د دین د اقامې غوښتنې ته د مثبت ځواب ويلو په صورت کې به ان شاء الله د نړۍ په دغه برخه کې د دغه دردېدلي قوم په مشرۍ لوی بدلونونه راشي. مګر دا هغه مهال شونې ده، چې داسې سړي شته وي، چې په دغه موخه ایمان ولري او د سختیو پر وړاندې استقامت وکړي او د عمل معیار یې شرعي حکم وي. د انصار الله کېدلو فرصت او د دین اقامه د هغو خلکو لپاره یو لوی فرصت دی، چې غواړي د اصحابو کرامو پر لاره قدم کېږدي او د جنت باغونو ته د دنیا په ژر پناه کېدونکو خوندونو باندې ترجېح ورکړي. د هوښيارانو لپاره څومره یو ستر فرصت دی!

َا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اسْتَجِيبُوا لِلَّهِ وَلِلرَّسُولِ إِذَا دَعَاكُمْ لِمَا يُحْيِيكُمْ ۖ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ يَحُولُ بَيْنَ الْمَرْءِ وَقَلْبِهِ وَأَنَّهُ إِلَيْهِ تُحْشَرُونَ [انفال:24]

اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړی دی، د الله متعال او د هغه د رسول «ص» غوښتنه ومنئ، کله چې تاسو داسې یو څه ته رابولي چې په هغه کې مو ژوند دی او پوه شئ چې الله متعال د انسان او د هغه د زړه ترمنځ حایل کېږي او د قیامت په ورځ به د همده خواته راټولېږئ.

د حزب‌التحریر - ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې