چهارشنبه, ۲۰ ذیحجه ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۶/۲۶م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     18 ذولقعده 1445

میلادی نېټه :     دوشنبه, 27 می 2024 م

شمیره:      ګڼه: ح.ت.افغ 26/۱۴۴۵

مطبوعاتی دفتر
ولایه افغانستان

مطبوعاتي اعلامیه
د یهودو د جنایتونو افشا کول او د فلسطین د مسلمانانو غږ پورته کول «جرم» نه، بلکې د هر مسلمان شرعي مکلفیت دی

د حزب التحریر دوه دعوتګر د ۱۴۰۲هـ.ق کال په لیندۍ میاشت کې د جلال اباد د استخباراتو لخوا پر غزې د یهودي رژيم د وحشیانه بریدونو د محکومیت په پار لاریونونو کې د وینا پر مهال نیول شوي. دغه دعوتګران له شپږو میاشتې راهیسې په بې برخلیکه حالت کې دي او د جلال اباد محبس د زندانیانو ترمنځ «د فلسطن قضیې د زندانیانو» په نامه مشهور دي.

د حیرانتیا ځای دا دی چې له کوم وخت راهیسې او پر کوم شرعي اساس د یهودو د جنایتونو افشا کول او د فلسطین د مسلمانانو غږ بورته کول «جرم» ګڼل کېږي؟ د یهودي دولت جنایتونه او نسل‌وژنې دومره وحشیانه او پراخې دي چې ان سلګونه زره نامسلمانان یې اړ کړي چې ستر لاریونونه وکړي او محکوم یې کړي؛ خو له بده مرغه دا کار په یوه اسلامي خاوره کې منع دی او که یې څوک وکړي، ځواب یې زندان دی. ګورو چې په افغانستان کې حاکم نظام د غزې د جګړې په اړه د جمعي فعالیتونو مخه نیسي. په داسې حال کې چې دا د اسلامي امت د پوځونو او ځواکمنو مکلفیت دی چې د فلسطین د مظلومو خلکو دفاع ته ور ودانګي. د فلسطین مسلمانان د افغانستان مجاهدینو ته تمه لري او په وار وار یې غږ پرې کړي چې مرسته یې وکړي.

﴿وَإِنِ اسْتَنصَرُوكُمْ فِي الدِّينِ فَعَلَيْكُمُ النَّصْرُ﴾ [انفال: ۷۲]

ژباړه: «کله چې څوک د دین لپاره له تاسو نصرت وغواړي، نو پر تاسو فرض ده چې دوی ته نصرت ورکړئ.»

دا استدلال چې د غزې د مسلمانانو مرسته یوازې د عربي او فلسطین د ګاونډیو خاورو مکلفیت دی، یوه نا شرعي پلمه او نا سیاسي تمه ده. ځکه هغه کسان چې سیاسي بصیرت لري، ښه پوهېږي چې دغو نظامونو تر اوسه د یهودو د جنایتونو درولو لپاره هیڅ نه دي کړي او له کړنو یې په ډاګه ده چې دا نظامونه د امریکا مزدوران او د یهودي رژیم سیوری دي. دا ادعا هم بې بنسټه ده چې موږ باید لومړی ځان پیاوړی کړو او بیا د فلسطین د مسلمانانو مرسته وکړو. که دا ادعا سمه وی، حاکم نظام به د نظامي اعداد پروژه مخته وړې وی او جدي هڅه به یې کړې وی چې ځان له نظامي اړخه دغې موخې ته مجهز کړي.

له بده مرغه، هغه څه چې د مجاهدینو د ښوونې او تجهیز پروسه کې لیدل کېږي، هغه دا دي چې د مجاهدینو د یو شمېر مسولینو لید ورځ په ورځ تنګېږي او د افغانستان د قلمرو تر ملي پولو محدود شوی. په داسې حال کې چې مجاهدین باید د بیت المقدس، کشمیر، ختیځ ترکستان او نورو اسلامي خاورو د ازادۍ په فکر تربیه او تجهیز شي او د پولو ماتولو ته عملي پلان ولري. ځکه چې د اشغال شوو اسلامي خاورو ازادي هغه وجیبه ده چې باید ژر تر ژره د واک څښتنان د هغو لپاره ګام پورته کړي.

کومې پېښې چې د فلسطین په مبارکه خاوره کې روانې دي، د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ټول امت ابتلا ده. تر ۲۰۰ زیاتو ورځو کې چې د غزې د جګړې له پیل راهیسې تېرې شوې، د لویو قدرتونو، نړیوالو بنسټونو، د بشري حقونو موسسو، د مسلمانانو د حکامو او واک د څښتنانو  اصلي څېره افشا شوې؛ د دوی ډارن موقفونه په ډاګه شوي او صفونه جلا شوي. ته به وایې چې د غزې خلک په یوازې ځان د شرق او غرب د کفر د لښکرو پر وړاندې جنګېږي.

وَ لِيُمَحِّصَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا وَ يَمْحَقَ الْكافِرِينَ [آل عمران: ۱۴۱]

ژباړه: «او (د جګړې لوړې ژورې د دې لپاره دي) چې الله مومنان چاڼ او نږه كړي (او تكړه شي) او كافران (ورو ورو) ورک کړي»

په دې کې هېڅ شک نشته چې د اخرت په ورځ به مسلمان حکام او د واک څښتنان په فلسطین کې د یهودو د جنایتونو پر وړاندې د چوپتیا په سبب د قهار رب پر وړاندې ځواب ویونکي وي او هغه کسان چې دعوتګران د خپل نفس د هوا له مخې او مظلومانو د غږ پورته کولو او د ظالمانو د جنایتونو افشا کولو په سبب زنداني کوي، له لا سختې محاسبې سره به مخ شي.

د حزب التحریر – ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر

 

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې