پنجشنبه, ۰۵ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۱۱م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     18 ذولحجه 1445

میلادی نېټه :     دوشنبه, 24 جون 2024 م

شمیره:     

مطبوعاتی دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د معدني منابعو را ایستلو لپاره د حاکم نظام تګلاره محارب هیوادونه پیاوړي او د افغانستان مسلمانان کمزوري کوي

د معادنو او پټرولیم وزارت وایي چې په تېرو دوه نیمو کلونو کې په افغانستان کې د معادنو را ایستلو په برخه کې تر اوو ملیاردو ډالرو ډیره پانګونه شوې. په دغې پروسه کې پر داخلي شرکتونو سربېره؛ قطري، ترکي، روسي، ایراني، چینايي او بریتانیایي شرکتونو هم لویه ونډه لرلې. دا د افغانستان په تاریخ کې د معادنو په برخه کې تر ټولو لویه کچه پانګونه ګڼل کېږي.

د حزب التحریر – ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر د دې موضوع په اړه لاندې اساسي ټکي د یادولو وړ بولي:

لومړی: د افغانستان معادن عامه ملکیت دی. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي: (الْمُسْلِمُونَ شُرَكَاءُ فِي ثَلَاثٍ الْمَاءِ وَالْكَلَإِ وَالنَّارِ) ژباړه: «مسلمانان په درېیو شیانو کې سره شریک دي: اوبه، څړځایونه او اور». په دغه حدیث کې له اور څخه موخه انرژي او د هغې مشتقات دي. نو د عامه ملکیت واقعیت دا دی چې شارع د ټولنې ټولو وګړو ته له دغه ملکیت څخه د ګټې اخیستنې اجازه ورکړې. داسې چې د سعودي په نفتو، د قطر په ګازو او د افغانستان په معادنو کې ټول مسلمانان شریک دي. نو هر نظام چې د اسلامي امت پر معادنو واکمن دی، پرې واجب ده چې د معادنو را ایستلو او ګټې اخیستنې پر وخت له شرعي تګلارې سره سم عمل وکړي. شرعي تګلاره دا ده چې معادن د دولتونو لپاره د عوايدو او د عادي او پراختیايي بودیجې د تمويل وسيله نه ده؛ البته د هغو برخو په استثنا چې د مسلمانانو په عام مصلحت پورې تړاو لري. دغه راز شرعاً جواز نه لري چې ستر او سټراټیژیک معدنونه خصوصي شرکتونو ته وسپارل شي. بلکې اسلامي دولت مکلف دی چې پخپله د خلکو په نیابت معادن راوباسي او ګټه یې په بشپړه توګه د خلکو د چارو سمبالولو او عامه سکتور په برخه کې ولګول شي. دا حکم د عامه ملکیت پر ټولو ډولونو د تعمیم وړ دی؛ هغه که د معدن کار وي، که استخراج او که تصفیه، تولید یا توزيع. نو خصوصي شرکتونو ته د سترو او سټراټيژيکو معادنو په قرارداد ورکولو اوسنی بهیر غير شرعي دی او له سیاسي اړخه هم خطرناکې پایلې لري.

دويم: افغانستان پریمانه قیمتي او بېلابېلې طبیعي سرچینې لري؛ اوس چین، روسیې او امریکا د افغانستان په طبیعي سرچینو کې سترګې خښې کړې دي او هڅه کوي یا له معادنو په خپله ګټه کار واخلي یا د افغانستان سټراټيژیکو معادنو ته له لاسرسي څخه د خپلو سیالانو لاس لنډ کړي. دغه راز، یاد هیوادونه د خپلو سیاسي او استخباراتي موخو د مخته وړلو لپاره هم د معادنو له سوداګریزو شرکتونو څخه د یوه پوښښ په توګه کار اخلي. دا چې د افغانستان معادن د نړۍ په کچه د انرژۍ د بدلون (اوښتون) او چپونو  د تولید په برخه کې مهمه ونډه لرلی شي، نو لوی قدرتونه د افغانستان د سټراټيژيکو معادنو او د کم‌پيدا عناصرو قرارداد ورکولو بهیر ته ډیر حساس دي. ځکه چې دغو سرچینو ته لاسرسی په جیوپولیټیکو لوبو کې د یوه قدرت تله درنولی شي. نو حکام باید د افغانستان معادن داسې مدیریت کړي چې د محاربو هیوادونو د صنعت او اقتصاد پیاوړي کېدلو سبب نه شي.

درېیم: د معدني سرچینو د اکتشاف، را ایستلو، پروسس او پلور اوسنی بهیر شفاف او منسجم میکانیزم نه لري او د حاکم نظام ځینې با نفوذه چارواکي د هغو په قراردادونو او ګټه اخیستنه کې رول لري. د دغه بهیر دوام افغانستان د سرچینو له لعنت (Resource curse) سره مخ کوي؛ دا هغه حالت دی چې معدني سرچینې د اقتصادي ثبات او ودې پر ځای؛ د بېوزلۍ، فلاکت او تاوتریخوالي سبب کېږي. د دغه خطرناک وضعیت نښې اوس هم د لیدو وړ دي. که فرض کړو چې حاکم نظام د معادنو په را ایستلو سره ملیاردونه ډالر عاید پيدا کړي، بیا هم په یوه شتمن تولیدي دولت نه شي بدلېدی؛ بلکې مصرفوونکی دولت به پاتې شي.

څلورم: د هیوادونو تجربې ښيي چې د معدني سرچینو ناسالم مدیریت بې ثباتۍ ته لار هواروي. د افغانستان «د سرچینو لعنت» یوازې هغه دولت په «رحمت» بدلوی شي، چې معدني سرچینې د شرعي قواعدو او افکارو پر بنسټ مدیریت کړي. الله سبحانه و تعالی د معدني سرچینو د ارزښت او ګټې اخیستنې په اړه فرمايي:

... وَأَنزَلْنَا الْحَدِيدَ فِيهِ بَأْسٌ شَدِيدٌ وَمَنَافِعُ لِلنَّاسِ وَلِيَعْلَمَ اللَّهُ مَن يَنصُرُهُ وَرُسُلَهُ بِالْغَيْبِ ۚ إِنَّ اللَّهَ قَوِيٌّ عَزِيزٌ [حدید: ۲۵]

ژباړه: «... او اوسپنه مو نازله (په ځمکه کې ځای پر ځای) کړې، چې په هغې کې ډېر زور او د خلکو لپاره (ډېرې) ګټې دي، چې الله ته معلومه شي، څوك په پټه د ده (د دين) او رسولانو نصرت كوي؛ هو! الله قوي او عزیز ذات دی

په دغه ایت شریف کې له تدبر څخه څرګندېږي چې د اسلام له نظره اړتیا ده چې معدني سرچینې د دوو اساسي موخو لپاره وکارول شي. لومړی: د اِعداد او نصرت، یعنی د الله سبحانه و تعالی د دین د (تنفیذ او نشر) لپاره او دوهم: د اړتیاوو پوره کولو او انساني ګټو د تامین لپاره.

نو له معادنو د ګټې اخیستنې او هغو د را ایستلو لپاره هر ډول هڅه که د شرعي حکم، تقوا او ژور سیاسي لید پر بنسټ نه وي، د خلکو له هوساینې سره مرسته نه کوي او د بې ثباتۍ او پياوړو هیوادونو د نفوذ پر وسیله بدلېږي. په داسې حال کې چې معدني سرچینې د الله سبحانه و تعالی له لوري نعمت دی چې پر یوه قوم یې لوروي او پکار ده چې دغه سرچینې په اغېزناکه توګه او د شرعي احکامو مطابق په سالم ډول د خلکو په ګټه او تر ټولو مهمه دا چې د یوه صنعتي دولت د بنسټ ایښودلو په ګټه وکارول شي چې پرمختللې نظامي ټکنالوژي لري تر څو اسلام هر اړخیز پلی کړي او د اسلام پیغام د دعوت او جهاد له لارې نړیوالو ته ولېږدوي.

د حزب التحریر – ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې