دوشنبه, ۰۶ ربیع الاول ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۹/۰۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     25 صفر 1446

میلادی نېټه :     چهارشنبه, 21 آګست 2024 م

شمیره:      ګڼه: ح.ت.افغ 7/۱۴۴6

مطبوعاتی دفتر
ولایه افغانستان

مطبوعاتي اعلامیه
له افغانستان څخه د امريکا د وتلو درې کلني؛ که ځيرک و نه اوسو هغه امريکا چې له دروازې ووتله، له کړکۍ بېرته راګرځي!

د وږي نهمه د امريکا د ماتې او له افغانستان څخه يې د وروستي سرتېري د تېښتې له درېيمې کليزې سره برابره ده. د حزب التحرير – ولايه افغانستان مطبوعاتي دفتر ټولو مسلمانانو او په ځانګړې توګه د افغانستان مبارزينو، دعوتګرانو او مجاهدینو ته د دغې لويې لاس ته راوړنې او مبارکې او تاريخي ورځې مبارکي وايي.

دا درېيم ځل دی چې د برېتانيا، شوروي او ورپسې د امريکا تر ماتې وروسته زموږ خاوره له نظامي اشغاله ازاده شوې او د خلافت د تأسيس لپاره زمينه برابره شوې ده. خو درېواړه ځله همغه ناکامې تجربې تکرار شوي او حکامو د خلافت د تأسيس پر ځای چې ـ ستره فريضه ده ـ ملي دولتونو او پراګماټيکو سياستونو ته مخه کړې ده. په داسې حال کې چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي: «لَا يُلْدَغُ الْمُؤْمِنُ مِنْ جُحْرٍ وَاحِدٍ مَرَّتَيْنِ» «مومن له يوه غار څخه دوه ځلې نه چيچل کېږي» (متفق علیه)

په افغانستان او نورو اسلامي خاورو کې تاريخي تجربو ښودلې ده چې مسلمانان تل توانېدلي چې د اشغالګرو پر وړاندې په شجاعت او زړورتيا سره جهاد وکړي او پرې بريالي شي؛ خو د استعمار پر وړاندې په درېدو کې پاتې راغلي او مغلوب شوي دي. لکه څه ډول چې د امريکا نظامي اشغال د دروازې له لارې وشړل شو، خو اوس هڅه کوي چې د کړکيو له لارې بېرته افغانستان ته را وګرځي او دا خاوره بېرته په خپلو استعماري منګولو کې ونيسي.

سياسي استعمار په يو اړخيزو تړونونو کې د هېوادونو د راګيرولو له لارې، اقتصادي استعمار په مرستو پورې د تړاو او د نا دولتي او بشردوستانه سازمانونو د نفوذ له لارې او مالي استعمار د ډالر په څېر ارزونو او د بانکدارۍ استعماري سيستم پورې د تړاو له لارې عمل کوي. په دې منځ کې فکري او سياسي استعمار، د استعمار تر ټولو خطرناک ډول دی چې د ملي دولتونو، د ملي منافعو پر بنسټ ولاړو پاليسيو، اقتصاد محور او پراګماټيک سياستونو او د نړيوال سيکولر نظم په واسطه د رسميت پېژندنې له لارې مسلمانان د اسلامي مبدأ پر اساس له تفکر او سياستولۍ څخه را ګرځوي او بېرته يې د استعمار غېږې ته غورځوي. امريکا او غرب هڅه کوي چې د سيمې هيوادونو له لارې د اقتصادي پروژو د پلې کولو او دغه راز د نړيوالو سازمانونو لکه: ملګرو ملتونو، د دغه سازمان فرعي بنسټونو لکه یوناما،FAO, OCHA، WFP، د اسيا پراختيايي بانک، نړيوال بانک او جنیواکال له لارې خپل سياسي، فکري او استخباراتي نفوذ په افغانستان کې بنسټيز کړي.

واقعي خپلواکۍ ته د رسېدو اساسي حللاره په داخلي سياست کې د اسلام بشپړ او هر اړخیز تطبيق او په بهرني سياست کې په ټولو برخو کې له دښمن سره هر اړخيزه مقابله ده. نو له تېرو ترخو تجربو بايد عبرت واخيستل شي او هيڅ اړخ ته د دې اجازه ور نه کړل شي چې د اسلام په بشپړ او هر اړخيز تطبيق کې د مسلمان حاکم اراده تر خپل اغېز لاندې راولي. د استعمارګرو د نفوذ پر وړاندې په مقابله کې د نړۍ له مسلمانانو او اسلامي ډلو سره نږدېوالی خورا اغېزناک او ټاکونکی رول لري. ځکه د امت له وحدت او خلافت له تأسيس پرته دغه ستره مبارزه اغېزناکې پايلې ته نه شي رسېدای.

په واقعيت کې دویم راشده خلافت دی چې امت له جغرافيوي زندان، په نړيوال نظم پورې له تړاو او د استعمار له نفوذ څخه خلاصوي. د نبوت پر منهج خلافت دی چې امت د پانګوالۍ له ظلم او کفر څخه د اسلامي عدالت لور ته هدايت کوي، د امت جګړې له دفاعي حالت څخه هجومي ته تبديلوي او د استعمارګرو د دروازو په ټکولو سره هغوی په خپلو خاورو کې اسلامي نظم ته تسليموي. دا چاره هغه وخت محقق کېدی شي چې د قدرت خاوندان پر الهي حللارو، د الله تعالی پر وعده او نصرت ايمان ولري او د خلافت د تأسيس په لاره کې جهد، صبر، توکل او تقوا ته غوره کړي، تر څو الله سبحانه و تعالی موږ د استعمار له ټولو دسيسو او نفوذ څخه خلاص کړي.

وَإِن تَصْبِرُواْ وَتَتَّقُواْ لاَ يَضُرُّكُمْ كَيْدُهُمْ شَيْئًا إِنَّ اللَّهَ بِمَا يَعْمَلُونَ مُحِيطٌ (أل عمران، ۱۲۰)

ژباړه: او که تاسو صبر وکړئ او تقوا غوره کړئ، د هغوی کيد او دسيسه به تاسو ته هيڅ زيان و نه رسوي، بېشکه الله پر هغه څه چې دوی يې کوي، احاطه کوونکی (بشپړ مسلط) دی.

د حزب التحریر – ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې