دوشنبه, ۲۳ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     15 محرم 1441

میلادی نېټه :     شنبه, 14 سپټمبر 2019 م

شمېره:      ۱۴۴۱/۰۲

تونس
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د پانګوال نظام تر چتر لاندې ټاکنې یوازې تېرایستنه ده او موږ مکلفیت د خلافت تاسیس دی

حزب التحریر-ولایه تونس د ۱۴۴۱هـ.ق کال د محرم په ۱۳مه چې د ۲۰۱۹م کال د سپټمبر په ۱۲مې سره سمون خوري، د تونس له مسلمانانو څخه د یوې رسالې په خپرولو سره وغوښتل چې په تونس کې په روانو ټاکنو باندې باور ونه کړي. ټاکنې د خلکو له تېر ایستلو پرته بل څه نه دي او د امت ریښتینې اراده نه شي تمثیلولای. کله چې اسلام د خلکو له ژوند څخه لرې شوی، نو د تونس د خلکو ارادې غلطې تمثیل شوې او سیاسي برخلیک یې د متکبېرو ښکېلاکګرو منګولو ته لوېدلی دی. ټاکنې د خلکو د عقیدې خلاف  د غربي افکارو پر اساس ترسره شوې، یو غربي سیستم د زور او پیسو په مرسته پر خلکو باندې تحمیل شو، نوماندان د خاصو اروپایې ځانګړتیاوو په درلودلو او د ښکېلاکګرو تر مستقیم نظارت لاندې وټاکل شول. هر څه د دوی تر ولکې لاندې ترسره شول، په دې ډول یوازې هغه خلک واک ته ورسېدل چې د دوی لخوا منل شوي وو، ترڅو بېرته د دوی سیستم پلی کړي.

نو له دوی وپوښتل شول: ایا له دا ډول ټاکنو وروسته اوس سړی ویلای شي، چې تونس د ټاکنو هغه پروسه لري چې په رښتینې توګه  د خلکو اراده تمثیل کړي؟

حزب التحریر د تونس مسلمانانو ته په خطاب کې وویل: « د مسلمانانو لپاره حللاره روښانه ده. د یو چا کړنې تر هغه وخته د هغو د ارادې تمثیلونکي نه دي، څو چې د هغوی له باورونو سره همغږې نه وي.» حزب دوی ته د دوی د اسلامي هویت او نظام یادونه وکړه، چې الله سبحانه وتعالی یې د پلي کولو امر کړی. حزب له دوی څخه وغوښتل چې د دویم ځل لپاره د نبوت پر تګلاره خپل ورک شوی اقتدار (خلافت) تاسیس کړي، څو امت د خپلو چارو په تړاو د یو لوی بدلون شاهد شي. دوی زیاته کړه: «پانګوال نظام او د هغه عقیده له منځه یوسئ. ښکېلاک او وسایل یې ختم کړئ او اسلامي عقیده مو د خپلو اعمالو اساس وګرځوئ.» حزب دوی ته په ډاګه وویل: دا هرڅه یوازې د ټاکنو په بایکاټ کولو باندې نه کېږي، بلکې دا د ټاکنو د پروسې په ردلو، پرېښودلو، او اسلام د غربي پروژو د یو بې مثاله بدیل او یوې چلنجي حللاري په توګه د منلو په صورت کې د امکان وړ دي.

حزب، چارواکو (متنفذینو) ته په خبرو کې وویل: «امت کولای شي ښکېلاک له رېښو سره ختم کړي او خپل اقتدار را ژوندی کړي!» حزب پر دوی غږ وکړ، چې شته ستونزې د امت په ګټه حل کړي او د لویدیځ غلامۍ او واکمنۍ ته د پای ټکی کېږدي.

حزب التحریر-ولایه تونس

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې