سه شنبه, ۲۴ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۳۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     13 شوال 1441

میلادی نېټه :     شنبه, 06 جون 2020 م

شمېره:      ۳۹/۱۴۴۱

تونس
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د فېسبوک ادارې د حزب التحریرـ ولایه سوډان فېسبوک پاڼه د هغې مطبوعاتي اعلامیې له خپرولو وروسته وتړله چې سرلیک یې و: «په ټونس کې د امریکايي ځواکونو ځای پر ځای کول لوی شر دی»

د فسبوک ادارې د جون په ۴مه د سهار په نهو بجو د حزب التحریرـ ولایه ټونس فېسبوک پاڼه وتړله. که څه هم دا لومړی ځل نه دی او نه هم ښايي ورستی ځل وي چې دوی دغه کار ترسره کوي. د یادونې وړ ده چې دوی زموږ فېسبوک پاڼه د هغې مطبوعاتي اعلامیې له خپرولو وروسته وتړله چې سرلیک یې و: «په ټونس کې د امریکايي ځواکونو ځای پر ځای کول لوی شر دی» دا هغه اعلامیه وه، چې حزب التحریر پکې د امریکایي ځواکونو د ننوتلو خبرداری ورکړی و او په دغه ځای کې د فېسبوک ادارې د حزب التحریر پر وړاندې خپله جګړه روښانه کړه.   

د حزب التحریرـ ولایه ټونس وروستۍ مطبوعاتي اعلامیې په افریقا کې د امریکا د نظامي قوماندې (AFRICOM) رول، چې په افریقا کې د واکمنۍ لپاره ډیزاین شوی و افشا کړ. د دغې قوماندې پر بنسټ د هغوی شتمني لوټوي او خلک یې د استعمار تر یوغ لاندې راولي. سربېره پر دې د «ترهګرو» پر وړاندې د جګړې په پلمه د اسلام په مقابل کې جګړه کوي. ځکه چې دوی په نړۍ کې د افریقا په ګډون، چې اکثریت خلک یې مسلمانان دي، اسلام د خپلو استعماري ګټو پر وړاندې ستر ګواښ ګڼي. په اعلامیه کې د ټونس خلکو ته خبرداری ورکړل شوی و، چې ټونس ته د امریکايي ځواکونو د ننوتلو اجازه ورنه کړي. ځکه چېرته چې امریکايي ځواکونه ځي، هغه ځای له خاورو سره خاورې کوي او د خلکو عزت او شرف تر پښو لاندې کوي. په اعلامیه کې همدا راز ویل شوي و، چې د نبوت پر منهج له راشده خلافت پرته به بل هېڅ شی هم د امریکا او غربي کفارو هېوادونو له استعماري حرص او د افریقا په ګډون د ټولې نړۍ د شتمنیو د اختصاص مخنیوی ونه کړي. له دې پرته به ټول انسانیت د پانګوال نظام له بې عدالتۍ او استعمار سره لاس او ګرېوان وي.

د فېسبوک ادارې یو ځل بیا ثابته کړه چې له استعماري هېوادونو او د دوی له سیمه ییزو وسایلو سره اړخ لګوي. له شک پرته دا یې تایید کړه، چې غربي تمدن د اسلامي سیاسي او فکري تمدن پر وړاندې کمزوری دی او د مخنیوي په موخه یې د استبدادي رژیمونو او استخباراتي کړیو په واسطه، د هغوی لپاره خنډونه رامنځته کوي. حزب التحریر د ظالمانو له بې عدالتۍ سره سره، خپلې موخې ته د رسېدو لپاره، خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي.

الله سبحانه و تعالی فرمايي:

﴿بَلْ نَقْذِفُ بِالْحَقِّ عَلَى الْبَاطِلِ فَيَدْمَغُهُ فَإِذَا هُوَ زَاهِقٌ وَلَكُمُ الْوَيْلُ مِمَّا تَصِفُونَ﴾

[انبیا: ۱۸]

ژباړه: خو موږ پر باطل باندې د حق ګوزار کوو، چې د هغه سر ماتوي او هغه ګوري، محوه کېږي. ستاسو لپاره د هغو خبرو له امله تباهي ده چې جوړوئ یې.

د حزب التحریرـ ولایه ټونس مطبوعاتي دفتر

 

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې