هجری قمری نېټه : 20 ذولحجه 1442
میلادی نېټه : جمعه, 30 جولای 2021 م
تونس
مطبوعاتي دفتر
محمد الاحمدي
په یوه ویرونکي ننداره کې، د امنیتي ځواکونو یو لوی ځواک، د حزب التحریر غړی، محمد الاحمدي د ۲۰۲۱م، د جولای په ۲۹مه، د سیدي بوزید په لویه لار کې د حزب التحریر ـ ولایه تونس له لوري د یوې مطبوعاتي اعلامیې د ویشلو پر مهال برمته کړ. هغه غوښتل چې د ولسمشر سعید له لوري نیول شوي اقدامات افشا کړي، د تونس پر خلکو او په اردو کې پر وفادارو غړو یې غږ کاوه، چې حزب التحریر ته واک وسپاري، څو د نبوت پر منهج راشده خلافت تاسیس کړي او هېواد د پردیو له نفوذ څخه وژغوري.
د حزب التحریر له یوه غړي څخه د پولیسو په مرکز کې د هغې مطبوعاتي اعلامیې په اړه وپوښتل شول چې سرلیک یې و: د ۸۰مې مادې فعالول؛ له نویو څېرو سره د هماغه نظام ساتنه ده ایا له اغزيو څخه انګور تر لاسه کېدای شي!؟ بیا له هغه څخه وغوښتل شول، چې له راتلونکې دوشنبې وړاندې د لوی څارنوال پر وړاندې حاضر شي.
اې د تونس واکمنانو! ایا ستاسو په فاسد رژیم کې د امنیتي ځواکونو رول همدا دی؟ د هغه چا وېرول او نیول چې د غدارانو پر وړاندې خپل غږ پورته کوي او د دوی دسیسې خلکو ته افشا کوي!؟
موږ حزب التحریرـ ولایه تونس دا تاییدوو، چې د وېرې پیغام، له برمته کېدو سره مل دی او موږ د ګوښه شوي ولسمشر د سیاسي پولیسو په فکر کې اچوي، د ظالمو واکمنانو او د هغوی د بادارانو پر وړاندې له مبارزې یې نه شي راګرځولی. موږ یو ځل بیا د تونس له خلکو او متنفذینو څخه غواړو چې د دې خلکو مخنیوی وکړي، چې د الله سبحانه و تعالی له لارې خلک باسي او اور پر اور ډېروي او یوازې د خپلو منافعو په فکر کې دي.
الله سبحانه و تعالی فرمايي:
[وَلَا تَقْعُدُوا بِكُلِّ صِرَاطٍ تُوعِدُونَ وَتَصُدُّونَ عَن سَبِيلِ اللَّهِ مَنْ آمَنَ بِهِ وَتَبْغُونَهَا عِوَجاً] [اعراف: ۸۶]
ژباړه: او پر هره لاره د شکولو لپاره مه کښېنئ چې: خلک ووېروئ، مومنان د الله تعالی له لارې منع کړئ او د سمې لارې د کږولو په هڅه کې شئ.
حزب التحریرـ ولایه تونس