شنبه, ۱۰ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     15 جمادی الثانی 1443

میلادی نېټه :     سه شنبه, 18 جنوری 2022 م

شمېره:      ۱۶/ ۱۴۴۳

تونس
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د جمعې د لمانځه ځنډول یوه سیاسي پرېکړه، د الله سبحانه وتعالی له دین سره جګړه او د مسلمانانو سپکاوی دی

د تونس واکمنان اسلامي شعایرو ته په سپکه سترګه ګوري او د الله تعالی د دین پر وړاندې افراط کوي. له حکومت څخه د اسلام په لیرې کولو سربېره یې، د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې تر عنوان لاندې یې اسلامي شعایر او د الله تعالی قانون تر پښو لاندې کړ او اوس یې له کرونا څخه د مخنیوي په پلمه د جمعې لمونځ وځنډاوه. د دیني چارو وزارت د ۲۰۲۲م، د جنوري په ۱۳مه، پرېکړه وکړه چې د جنوري له ۱۴مې څخه د همدې میاشتې تر ۲۱مې نېټې پورې د جمعې لمونځ وځنډوي، په حقیقت کې دا یوه سیاسي پرېکړه ده، تر څو د خلکو له راټولېدو څخه مخنیوی وکړي او د  ولسمشر د مخالفینو پر وړاندې لارې وتړي، چې غواړي د جنوري په ۱۴مه د ولسمشر پر وړاندې لاریونونه وکړي.

د دیني چارو وزارت ثابته کړه چې دا وزارت د سیاسیونو د لاس آله ده، له همدې امله یې د واکمنانو په پلوۍ فتوا صادره کړه او د هغوی د توقعاتو د پوره کولو لپاره یې ان د اسلام پر سترو مناسکو سترګې پټې کړې. د ظالمانو له لوري د جمعې لمانځه ځنډول د هغه څه خلاف عمل دی چې الله سبحانه وتعالی نازل کړي دي او دا د خلکو په امنیت او د ویروس له خپرېدلو سره تړاو نه لري. د جمعې د لمانځه ځنډول د تونس د واکمنانو پر تندي تور داغ دی او دوی د رسول الله صلی الله علیه وسلم د حدیث مخالفت کوي. له ابو امامه باهیلي رضی الله تعالی عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«لَتُنْقَضَنَّ عُرَى الإِسْلَامِ عُرْوَةً عُرْوَةً، فَكُلَّمَا انْتَقَضَتْ عُرْوَةً تَشَبَّثَ النَاسُ بالتِي تَلِيهَا، وَأَوَّلُهُنَّ نَقْضاً الحُكْمُ وَآخِرُهُنَّ الصَلَاةُ»

ژباړه: د اسلام د ځنځير کړۍ یو پر بل پسې شلېږي، کله چې یوه کړۍ وشلېږي، خلک پر بلې هغې چې ورته نږدې ده منګولې لګوي، لومړۍ کړۍ د الله تعالی د حکم پر اساس د الله تعالی له قانون څخه مخ اړول دي او وروستۍ یې بیا د لمانځه پرېښودل دي.

د رژیم د ريیس په اړه چې د جمعې په ورځ یې د لاریونونو له وېرې، چې ښايي په کږو پښو یې د حاکمیت چوکۍ ولړزېږي، د جمعې لمونځ وځنډاوه، موږ هغه د المنتقم او الجبار الله سبحانه  وتعالی په کلام لړزوو:

 {وَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّن مَّنَعَ مَسَاجِدَ اللَّهِ أَن يُذْكَرَ فِيهَا اسْمُهُ وَسَعَى فِي خَرَابِهَا أُولَٰئِكَ مَا كَانَ لَهُمْ أَن يَدْخُلُوهَا إِلَّا خَائِفِينَ لَهُمْ فِي الدُّنْيَا خِزْيٌ وَلَهُمْ فِي الْآخِرَةِ عَذَابٌ عَظِيمٌ}[بقرة: ۱۱۴]

ژباړه: او له هغه چا څخه به غټ ظالم څوک وي چې د الله سبحانه وتعالی په مسجدونو کې د الله تعالی له نوم اخیستلو منع کوي او د ورانولو په هڅه کې یې دي؟ دغه خلک د دې وړ نه دي چې په دې عبادت ځایونو کې قدم کېږدي او که ورشي هم، له وېرې سره به ورشي. د هغو لپاره خو په دنیا کې رسوايي او په اخرت کې لوی عذاب دی.

د حزب التحریرـ ولایه تونس مطبوعاتي دفتر

 

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې