دوشنبه, ۲۳ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     4 رجب 1442

میلادی نېټه :     سه شنبه, 16 فبروری 2021 م

شمېره:      ۰۹/ ۱۴۴۲

د فلسطين سپېڅلې خاوره
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د یو دعوتګر مړینه

(مِنَ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ فَمِنْهُمْ مَنْ قَضَى نَحْبَهُ
وَمِنْهُمْ مَنْ يَنْتَظِرُ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِيلاً)
ژباړه: «له مومنانو څخه ځينې داسې شخصیتونه شته چې له الله سبحانه و تعالی سره یې کړې ژمنه رښتیا کړې ده: له هغو څخه چا خپل نذر پوره کړ او څوک د وخت راتلو ته انتظار باسي. هغوی په خپله کړنلاره کې هېڅ بدلون رانه وړ.» [احزاب: ۲۳]

حزب التحریر د فلسطین په سپېڅلې خاوره کې د خپل یو رښتیني غړي په مړینه ډېر خواشینی دی:

شیخ عطاء الله طه صالح ریا ـ (ابو طه)

چې خپل روح یې د ۲۰۲۱م کال، د فبرورۍ په ۱۶مه په بیت المقدس کې خپل خالق ته وسپاره، هغه په ژوند کې د الله سبحانه و تعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم په پيروۍ او د دعوت په لاره کې اسلام ته وفادار پاتې شو.

مرحوم یو له باخبره غړو څخه و، موږ هغه ته د خپل رب څخه بښنه او د اسمان او ځمکې په اندازه جنت غواړو. هغه د حزب التحریر سره دعوت پر مخ بېولو او د حق پیاوړی مدافع و، د ظالمانو پر وړاندې کلک ولاړ و او د الله سبحانه و تعالی په لاره کې د خلکو له ملامتیا نه وېرېده، د خلکو تر منځ د پخلاینې او ښېګڼې په لټه کې و، چې ډېری جوماتونه د هغه د خبرو شاهد دي. لکه څنګه چې له هغه څخه داسې ناسته پاتې نه شوه چې هغه د الله سبحانه و تعالی لوري ته خلک نه وي رابللي، په ښېګڼو یې امر کاوه او له بدیو څخه منع.

الله سبحانه و تعالی د زموږ پر ګران ورور ابو طه رحم وکړي، هغه تر وروستیو شېبو پورې له دعوتګرو سره مینه درلوده، روشنفکره او متواضع سړی و، چې دا یې له خپلو وروڼو سره په تیلفوني پيغام کې څرګند کړل، چې ویل یې:

«تاسو ماته ګران یی، زما وروڼه او زما د سر تاج یی او زه د الله سبحانه و تعالی شکر ادا کوم چې کله زه له دې نړۍ څخه لاړ شم، زه دا نړۍ داسې چا ته پرېږدم چې هغوی ټینګ عزم او ثابت ګامونه پورته کوي او زه ویاړم چې له دوی سره پېژنم او له دوی سره مې دعوت پر مخ وړلو.»

موږ له الله سبحانه و تعالی څخه غواړو چې پر خپل بنده رحم وکړي او هغه له انبیاوو، صدیقینو، شهداوو، صالحینو او غوره ملګرو سره یې جنت ته داخل کړي.

ټول په الله سبحانه و تعالی پورې اړه لري، چې څه ورکوي او څه اخلي. موږ د الله سبحانه و تعالی یو او هغه ته ورګرځو.

د فلسطین په سپېڅلې خاوره کې د حزب التحریر مطبوعاتي دفتر

 

 

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې