جمعه, ۱۷ جمادی الاول ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۵/۱۱/۰۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     14 جمادی الاول 1447

میلادی نېټه :     چهارشنبه, 29 اکتوبر 2025 م

شمېره:      ۰۶/ ۱۴۴۷


مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د یهودي رژيم تېری او يرغل لا روان دی؛ ایا داسې رباني مشر شته چې دغه يرغل ودروي او یهودي رژيم له منځه یوسي؟

(ژباړه)

د غزې پر وړاندې تېری او يرغل يو ځل بيا د هغه څه تر نوم لاندې تکرار شو چې د جنايتکار نتنياهو دفتر يې «پر غزه سختې ضربې» بولي. دغه ادعا د دې په پلمه شوې چې ګواکې حماس په غزه کې د هغوی پر ځواکونو بريد کړی او دا د هغو اجسادو د بېرته سپارلو د تړون د نقض په غبرګون کې ترسره شو؛ په داسې حال کې چې حماس له دې پېښې سره تړاو رد کړی دی (سرچینه: الجزيره). دغه رژيم په څو ساعتونو کې تر پنځوسو زيات مسلمانان شهيدان کړل او ټينګار کوي چې دغه بريدونه د اوربند د ماتېدو په معنی نه دي! ان ټرمپ وايي چې د یهودو برېدونه به اوربند کمزوری نه کړي!

دغه جنايتکار رژيم د خيانت، دوکې او فساد پر اساس جوړ دی؛ څو څو ځله يې اوربند مات کړی. له هغه وخته چې د ټرمپ شوم پلان اعلان شوی او له ترکيې نیولې تر پاکستان، مصر او حجاز پورې د اسلامي خاورو خاینو رژيمونو یې تود هرکلی کړی؛ دغه رژيم سلګونه ځله اوربند نقض کړی، نږدې سل مسلمانان يې شهيدان کړي او شااوخوا څلور سوه نور يې ټپيان کړي دي. دا په داسې حال کې ده چې ویل کېږي د یهودو د تېریو د بندېدو لپاره هېڅ ضمانت نشته؛ یوازې د ترکیې د رژيم پشان تشې څرګندونې دي چې وايي د یهودي رژيم د جګړې د بيا پيل مخه بايد ونيول شي!

دغه صحنه د دې خبرداری ورکوي چې د غزې پر وړاندې د یهودو يرغل به بند نه شي؛ لکه څرنګه چې په لبنان يا لويديځه غاړه کې دوام لري. دا د یهودو خاصیت دی؛ الله سبحانه و تعالی فرمايي:

﴿أَوَكُلَّمَا عَاهَدُوا عَهْداً نَبَذَهُ فَرِيقٌ مِنْهُمْ﴾ [بقرة: ۱۰۰]

ژباړه: «هر ځل یې چې عهد کړی، د هغوی یوې ډلې هغه لرې غورځولی (مات کړی یې دی)

دغه راز فرمايي:

﴿أَمْ لَهُمْ نَصِيبٌ مِنَ الْمُلْكِ فَإِذاً لَا يُؤْتُونَ النَّاسَ نَقِيراً﴾ [نساء: ۵۳]

ژباړه: «ایا په واکمنۍ (قدرت او سلطه) کې د هغوی (یهودو) برخه شته؟ که داسې وی، نو هېڅکله به خلکو ته د نقیر (د خرما په شا کې کوچني ټکي) په اندازه څه شی نه وی پاتې.»

دا آيتونه د هغو رژيمونو څېره بربنډوي چې د یهودي رژيم د اسيرانو د ژغورنې، د مجاهدينو د بې‌وسلې کولو او د غزې د کنټرول د پراخېدو لپاره یې منډې وهلې؛ ان د غزې د نړيوال اشغال د پروژې هڅې يې کولې. دغه خاین رژيمونه د ټرمپ له جنايتکار پلان سره يوځای شول چې یهودو ته هغه څه په لاس ورکړي چې د جګړې له لارې یې خپل نه شوای کړی؛ لکه چې ورته وايي: «هغه څه چې ته په زور نه شې تر لاسه کولای، موږ به يې په دوکې او خيانت درته برابر کړو!» بلکې یهودي رژیم یې له هغه توپان څخه وژغوره چې ټوله نړۍ یې نیولې وه او د دغه رژیم تصویر یې د یوه منفور جنایتکار په څېر ښودلی و؛ دوی د نړۍ پام اوربند ته واړاوه چې د امت د غوسې لمبه مړه کړه، چې کېدای شوای د آتشفشان په څېر راپورته شي او دغه حکام لولپه کړي.

دا ټول دښمن ته له کوم تضمین پرته ورکړل شوي دي؛ نه د غزې د خلکو لپاره تضمین و چې قتل کېږي، کورونه یې ویجاړېږي او ان د مرستو وررسېدل بند دي؛ نه دا تضمین چې ټرمپ به د غزې د اوسېدونکو د ايستلو –چې کله‌ناکله یې یادونه کوي- هڅه ونه کړي.

دغه شا اړول او بيا له جنايتکار رژيم سره د غزې په محاصره کې شريکېدل؛ د محاصرې او وژنې وسايل برابرول؛ د دې اړوند د ټرمپ د پلان تعقيب او بيا د خدای په غضب ککړ قوم (یهودو) او امریکایانو ته د غزې د خلکو تسليمول چې هر څه یې زړه غواړي ورسره وکړي؛ ټول د دې لپاره وو چې قضيه بېرته لومړي پړاو ته را وګرځي. د غزې خلکو ته د مرستو لارۍ - چې یهودي رژيم د دښمن په سترګه ورته ګوري- هېڅ ګټه نه لري. غزې ته ډاکټران د یهودي رژیم له اجازې پرته نه شي داخېلېدای. دا بیارغونې چې تر بشپړېدو وړاندې یې بېرته پر اوسېدونکو نړول کېږي، هیڅ ګټه نه لري! د اوربندونو ضمانت له هغه چا سره دی چې پر خپلو وعدو وفا نه کوي؛ د ضمانت مسول ټرمپ دی، چې وايي نتنياهو له امريکايي وسلو څخه د غزې د خلکو د وژلو لپاره ډېره ښه ګټه اخلي. د تړونونو لپاره داسې منځګړي ټاکل کېږي چې نه منځګړي وي او نه بې طرفه؛ بلکې د یهودو ته د غزې د خلکو او مجاهدینو په پرتله ډېر نیږدې دي.

د غزې کار يوازې د هغه چا په لاس سمېږي چې له یهودو سره داسې چلند وکړي لکه سعد رضی الله تعالی عنه چې د دوی له سلفو، بني قریضه سره وکړ: جرړې یې وباسي؛ اور یې مړ کړي او فساد یې له ریښې ورک کړي. له دوی سره یوازې هغه کس پوهېږي چې الګو یې په خیبر فتح کې رسول الله صلی الله علیه وسلم وي؛ هغه وخت چې یهودو وويل: «محمد والخميس!» یعنې «محمد (صلی الله علیه وسلم) او د هغه منظم پوځ راغئ!»؛ یو کس چې داسې ووایي لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:

«إِنَّا إِذَا نَزَلْنَا بِسَاحَةِ قَوْمٍ فَسَاءَ صَبَاحُ الْمُنْذَرِينَ»

ژباړه: «کله چې موږ د یوه قوم (چې خبرداری یې له پامه وغورځاوه) خاورې ته ننوځو؛ د هغوی سهار به څومره سخت او وېروونکی وي

د فلسطين د خلکو حالت سمېدل او د نجات او نصرت ترلاسه کېدل هغه وخت شوني کېږي چې د اسلام لښکرې د جهاد تر تکبیرونو لاندې حرکت وکړي. په هغه ورځ به د غزې خلک په امن کې ژوند وکړي؛ مسجد اقصی او د هغه اهل به خوشاله شي او د ظالمانو د تختونو په غورځولو به یې سرونه هسک وي. دا خير او ستر ماموريت يوازې د دې امت د مخلصو بچیانو او د هغوی د لښکرو په لاس ترسره کېږي، چې خالص د الله سبحانه و تعالی لپاره وي! په دې هیله چې الله سبحانه و تعالی د هغوی زړونو ته هدایت وکړي او سينې پراخې کړي؛ تر څو د هغه سبحانه وتعالی دين ته نصرت ورکړي او دغه کار الله سبحانه وتعالی ته هېڅ سخت نه دی.

د فلسطين په سپېڅلې خاوره کې د حزب التحرير مطبوعاتي دفتر

۱۴۴۷ هـ.ق کال، د جمادي الاول ۷مه

۲۰۲۵م کال، د اکټوبر ۲۹مه

د صدور ګڼه: ۰۶/ ۱۴۴۷

ژباړن: اسرار تکل

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې