دوشنبه, ۰۶ ربیع الاول ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۹/۰۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     28 صفر 1446

میلادی نېټه :     دوشنبه, 02 سپټمبر 2024 م

شمېره:      د صدور ګڼه: ۰۷/ ۱۴۴۶

ولایه مصر
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
پرېکون لازمي دی، خو حللاره نه ده؛ بلکې یوه غلط فهمي ده چې خلک پرې غولېږي او داسې احساس ورکوي چې خپل مکلفیت يې ترسره کړی دی!

(ژباړه)

الازهر شریف د یوې جنجالي اعلامیې په ترڅ کې پر مسلمانانو غږ کړی، چې له ټولو سیاسي، ډیپلوماټیکو او ولسي وسایلو کار واخلي، تر څو په فلسطين کې د وينو تویولو د مخنيوي او د اسلامي مقدساتو، په ځانګړې توګه د الاقصی جومات د ساتنې لپاره د یهودي دولت له محصولاتو سره د پرېکون د بیا فعالولو لپاره هڅې وکړي. دغه غوښتنه داسې مهال کېږي، چې په فلسطين کې پېښو شدت موندلی او دغه اقدام د فلسطین د خلکو د ملاتړ لپاره یو مهم ګام بلل شوی دی. الازهر ټینګار وکړ چې پرېکون د ولسي مقاومت له خورا مهمو بڼو څخه دی چې د اشغال پر وړاندې د فشار په راوستلو کې مرسته کولای شي. په دغې اعلامیه کې د فلسطینیانو د حقونو د نقض په اړه ژوره اندېښنه څرګنده شوې او د هغوی له عادلانه مبارزې سره د نړیوالې همکارۍ پر اهمیت ټینګار شوی دی. د الازهر علماوو وویل چې د پرېکون بیا فعالول یو روښانه پیغام دی چې د فلسطین د قضیې په ملاتړ کې د اسلامي امت د چمتووالي کچه ښیي. الازهر د ځینو حکومتونو له لوري د هڅو د زیاتولو او د فلسطین د قضیې له ملاتړو اسلامي هېوادونو سره د همکارۍ د پیاوړي کولو غوښتنه وکړه. (اخبار الغد ۱/۹/۲۰۲۴)

د فلسطین قضیه د ټول امت لپاره یوه محوري مسله ده، چې مشري یې مصر کوله او د سپېڅلې خاورې ساتونکی و. له څو لسیزو وروسته، له همدې ځای څخه ناصر صلاح الدین د صلیبیانو د الاقصی جومات د ازادۍ لپاره پاڅون وکړ. اوس دغه سپېڅلې خاوره د یهودانو له لوري اشغال شوې ده، چې هلته اسلامي مقدساتو ته سپکاوی کوي او زموږ د خلکو وینې تویوي. مسله یوازې د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر له ۷مې نه، بلکې له هغه وخت راهیسې پیل شوې، چې د دوی چټل قدمونه زموږ پر سپېڅلې خاوره کېښودل شول. نو ولې دا د پرېکون غوښتنې وخت ناوخت راپورته کېږي؟ ایا امت له پرېکون پرته بل څه نه شي کولی؟ ایا پرېکون کومه ګټه لري؟ امت باید د فلسطین له خلکو سره څه وکړي؟

پرېکون پر مسلمانانو لازم دی. له یهودي دولت سره - چې په حقیقت کې په جګړه کې ښکېل دی او د فلسطین سپېڅلې خاوره یې اشغال کړې ده- هېڅ سیاسي، سوداګریزي یا کلتوري اړیکې نه شي جوړېدلی. سره له دې چې د یهودي دولت پر وړاندې پرېکون لازمي دی، خو دا د کمزورو کار او د هغه څه برعکس عمل دی، چې په عمومي توګه امت او په ځانګړې توګه د مصر خلک پرې باور لري، ځکه هغوی یهودي دولت په یوه ورځ کې له منځه وړلی شي. د مصر د خلکو له لوري پرېکون کول هغوی له خپل ستر مکلفیت څخه، چې د یهودانو پر وړاندې جګړه کول او د لومړۍ قبلې او د درېیم سپېڅلي ځای ازادول دي، نه شي خلاصولی. پرېکون له لومړۍ ورځې څخه یوازې د خلکو نه، بلکې د دولت مکلفیت دی چې د وارداتو او صادراتو د مخنیوي واک لري. که دولت دا کار وکړي، پرېکون به په طبیعي ډول ترسره شي، خو که دولت وارداتو او صادراتو ته دوام ورکړي او خلکو ته د پرېکون امر وکړي، نو دا یوه مسخره ده! دولت تل د پرېکون غوښتنه نه کوي؛ بلکې هغه وخت یې کوي چې یهودیان د سپېڅلې خاورې پر وړاندې خپل وحشت زیاتوي، زموږ د خلکو وینې تویوي، د امت مقدساتو ته سپکاوی کوي او د سپېڅلو ځایونو بې عزتي کوي! کله چې د یهودانو پر وړاندې د خلکو غوسه زیاته شي او دغه غوسه د شرمېدلو رژیمونو پر وړاندې چې دغه غاصب دولت ساتي، د اور په څېر د چاودېدو په حال وي، نو دغه غوښتنې رامنځته کېږي چې خلک ارام کړي!

سره له دې چې پرېکون لازمي دی، خو دا په فلسطین کې زموږ خلک نه شي خوندي کولی او د یهودانو پر وړاندې د غرب ملاتړ هم نه دروي. دا په حقیقت کې یو واقعي پرېکون نه دی. د مصر رژیم له یهودي دولت څخه طبیعي ګاز واردوي، او هغوی ته یې هغه ساحې وسپارلې چې د مصر په سمندري اوبو کې وې. همدارنګه، مصر د یهودي دولت لومړنی ملاتړی او د هغوی د سرحدونو نږدې ساتونکی دی. د مصر بندرونه د هغوی د اړتیاوو د پوره کولو لپاره کارول کېږي. سربېره پر دې، همدا رژیم دی چې د خلکو غوسه سړوي او د مصر خلک او پوځ د ټول فلسطین له ازادولو منع کوي.

د الازهر علما یا په ټوله کې د امت علماو د دې پر ځای چې د پرېکون غوښتنه وکړي، بايد د هغو پوځونو د بسیج کولو غوښتنه وکړي چې د فلسطین د ازادولو پوره وړتیا لري. د فلسطین خاوره په ټول امت پورې اړه لري او دوی پوهیږي چې له ایمان وروسته تر ټولو لوی فرض د هغه چا مخنیوی دی، چې د اسلامي خاورو یوه لویشت یې غصب کړې وي. ابن عابدین په "حاشیه" (۳/۲۳۸) کې وايي: "که دښمن د اسلام پر یوه سرحد برید وکړي، نو دفاع یې پر هغه چا فرض عين ګرځي چې دغه سرحد سره نږدې وي. خو د هغو کسانو لپاره چې له دښمن څخه لرې دي، نو که دوی ته اړتیا نه وي، نو د هغوی لپاره کفايي فرض دی. که چېرې دوی ته اړتیا وي، داسې چې نږدې کسان د دښمن پر وړاندې مقاومت نه شي کولی، یا که دوی په دې کې سست وي او جګړه نه شي کولی، نو دا پر هغو کسانو فرض عين ګرځي چې له دوی سره نږدې وي. داسې فرض لکه لمونځ او روژه چې پرېښودلی یې نه شي. او همداسې پر نور امت، تر هغې چې دا پر ټولو مسلمانانو په ختیځ او لویدیځ کې په تدریجي توګه فرض ګرځي."

د امت لپاره یوازې د پرېکون غوښتنه له فرض جهاد څخه انحراف او له دغې اړتیا څخه پام بلخوا اړول دي چې پوځونه باید د سپېڅلې خاورې د خلکو د ملاتړ لپاره بسیج شي او د هغو حکامو محاسبه وکړي چې زموږ د خلکو د ملاتړ په برخه کې ناکام دي. نو ځکه، پرته له دې چې د پوځونو د بسیج غوښتنه وکړي، یوازې د پرېکون غوښتنې د فلسطین د خلکو لپاره خطر دی، ځکه چې دا خلکو ته یو ناسم احساس ورکوي چې دوی د سپېڅلې خاورې لپاره خپل مکلفیت ترسره کړی دی. دا د هغوی د ناکامۍ بله بڼه ده، داسې احساس پیدا کوي چې د ډیر څه کولو وړتیا نه لري؛ په داسې حال کې چې امت د هر څه کولو وړتیا لري. خلک کولی شي د دغه رژیم پر وړاندې، چې یهودي دولت ساتي، ودرېږي او د مصر له پوځ څخه وغواړي چې دا او هر هغه څه چې د فلسطین د ازادۍ او د اسلامي دولت د جوړولو ترمنځ خنډ دي، له ریښو څخه وباسي. اسلامي دولت به دوی د هغه څه کولو ته هڅوي چې الله سبحانه و تعالی پرې فرض کړي او د فلسطین په ګډون د امت ټولې اشغال شوې خاورې به ازادې کړي او د مظلومو خلکو ملاتړ به یې وکړي. دا پر الازهر او د هغه پر علماوو فرض دی چې خلکو ته وښيي چې پرېکون یوازې د محصولاتو نه پېرل نه دي، بلکې دا دی چې د لاسپوڅو جرړې یې وباسو او له یهودي دولت سره مو اړیکه یوازې د جګړې حالت وي، تر هغه چې دا سرطاني دانه له اسلامي خاورو پاکه کړو. دوی ته باید دا روښانه کړي چې الله سبحانه وتعالی د فلسطین، د فلسطین خاورې او اسلامي مقدساتو په اړه پر امت او د امت پر پوځونو څه شی فرض کړي. د مصر د پوځ لپاره د فلسطین ازادي تر ټولو ستر فرض دی او په حقیقت کې دوی د دې وړتیا لري چې په یوه ساعت کې دغه کار وکړي.

اې د الازهر علماوو: دا پر تاسو فرض دی، نو الله سبحانه وتعالی ته هغه څه وښاياست چې هغه یې له تاسو څخه خوښوي، د خیر او صداقت لپاره د لارښود رڼا شئ او د هغه رژیم پر وړاندې اور شئ چې له یهودي رژيم سره شریک دی او ملاتړ یې کوي؛ هغه څه ورته ووایئ چې جادوګرانو فرعون ته وویل:

«فَاقْضِ مَا أَنتَ قَاضٍ إِنَّمَا تَقْضِي هَذِهِ الْحَيَاةَ الدُّنْيَا»

ژباړه: «نو هره پرېکړه چې کوې ويې کړه! ستا واک یوازې د دې نړۍ په ژوند کې دی." [طه: ۷۲]

پوه شئ چې دا دسيسه به برعکس عمل کوي. الله سبحانه وتعالی د خپلو پوځونو ملاتړ کوونکی او د خپل دین ساتونکی دی، که څه هم د دښمنانو دا نه خوښېږي. نو خلک حق ته وهڅوئ؛ پر حق ثابت قدمه شئ او خلک پرې ثابت قدمه کړئ، تر څو چې د الله سبحانه وتعالی نصرت راشي. پوه شئ چې د الله سبحانه وتعالی جنت قیمتي دی، نو دا په حق سره وغواړئ او ستاسو اجر له الله سبحانه وتعالی سره دی. ښايي حق ستاسو په لاسونو سره تحقق ومومي او یو څوک به تاسو ته ځواب ووایي چې د اسلام ملاتړ وکړي او یو داسې دولت جوړ کړي چې حق پر خلکو تطبیق کړي او نړۍ ته د دعوت او جهاد له لارې د لارښوونې او رڼا پیغام ورسوي.

«وَإِذْ أَخَذَ اللهُ مِيثَاقَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ لَتُبَيِّنُنَّهُ لِلنَّاسِ وَلَا تَكْتُمُونَهُ فَنَبَذُوهُ وَرَاءَ ظُهُورِهِمْ وَاشْتَرَوْا بِهِ ثَمَناً قَلِيلاً فَبِئْسَ مَا يَشْتَرُونَ»

ژباړه: «یاد کړه، اې پیغمبره، کله چې الله سبحانه وتعالی له هغو کسانو څخه عهد واخیست چې کتاب ورکړل شوی و چې خلکو ته یې ښکاره کړئ او پټ یې نه کړئ، خو دوی دغه کتاب شاته وغورځاوه او هغه یې په ټيټه بیه وپلوره. څه ناوړه سودا یې وکړه!» [عمران: ۱۸۷]

د حزب التحريرـ ولایه مصر مطبوعاتي دفتر

۱۴۴۸ هـ.ق کال، د صفر ۲۸مه

۲۰۲۴م کال، د سپټمبر ۲مه

ژباړن: اسرار تکل

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې