(ژباړه)
په اسلامي هېوادونو کې ځینې علما او ډېری خلک د الله سبحانه و تعالی د دغه قول ﴿وَلاَ تُلْقُواْ بِأَيْدِيكُمْ إِلَى التَّهْلُكَةِ﴾ له مخې استدلال او د ځان دفاع کوي؛ کله چې ترې وغوښتل شي چې د ظالمو حکامو کړنې رد او د فاسقو چارواکو بدۍ امت ته افشا کړي او د اسلامي شریعت او الله سبحانه و تعالی د احکامو د حاکمیت غوښتنه وکړي؛ پورتنی ایت راوړي او دا دلیل وړاندې کوي چې دا کار ځانوژنه ده او موږ ترې منع شوي یو!
دوی یوازې د ظالمانو او فساد پر وړاندې د چوپتیا ګناه او د مبارک ایت پر ناسم استدلال بسنه ونه کړه؛ بلکې د هغو کسانو د لارې خنډ شول چې د ظالمو حکامو او فاسقو چارواکو پر وړاندې خپل شرعي مکلفیت سرته رسوي؛ په دغه کار یې په ګناهونو کې ډوب شول. دوی د هغو کسانو د لارې خنډ شول چې حکامو او چارواکو ته په معروف امر او له منکر نهي کوي؛ پر ناوړه کړنو یې نیوکه کوي او محاسبه کوي یې. د ځمکې پر سر د الله سبحانه و تعالی د حاکمیت بیا راتګ لپاره یې د بدلون په موخه فعالیت کوي او په دې لار کې قربانۍ ورکوي. دوی دغه ډول کسان چې د خپل مسولیت ترسره کولو په سب شکنجه شوي، ځورېدلي، زنداني شوي او له ستونزو سره مخ شوي؛ په ځانوژنه تورنوي او وایي چې هغوی ځان پخپله هلاک کړی او ځینې خو یې دا کسان تورنوي چې فتنه او فساد خوروي!
څوک چې داسې انګېري او چوپتیا تر خبرو غوره ګڼي؛ د رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه حدیثونه یې هېر کړي:
«لَایَنبَغِی لِإمرِئٍ یَشهَدُ مَقَامًا فِیهِ مَقَالُ حَقٍّ إلَّا تَکَلَّمَ فِیهِ، فَإنَّهُ لَن یُقَدِّمَ أجَلَهُ وَ لَن یَحرِمَهُ» (رواه بیهقی)
ژباړه: یو څوک چې چېرته ځي (هلته حق تر پښو لاندې کېږي او دا کس باید حق ووایي) نو مناسبه نه ده چې چوپ پاتې شي؛ بلکې باید حق ووایي، ځکه چې د حق ویل یې اځل نه وړاندې کوي او نه وروسته.
«ألَا لَایَمنَعَنَّ أحَدَکُم رُهبَةَ النَّاسِ أن یَّقُولَ بِحَقٍّ إذَا رَآهُ أو شَهِدَهُ» (رواه ترمذی)
ژباړه: پوه شئ چې له تاسو څخه هېڅ یو، کله چې حق وینئ، د خلکو وېره مو د حق له ویلو را ونه ګرځوي.
«سید الشهداء حمزة بن عبدالمطلب، و رجل قام إلی إمام جائر فأمره و نهاه فقتله» (رواه حاکم)
ژباړه: سید الشهداء، (حضرت) حمزه بن عبدالمطلب او هغه کس دی چې د ظالم حاکم پر وړاندې ودرېږي هغه ته امر بالمعروف او نهي عن المنکر وکړي او حاکم هغه ووژني.
«أفضل الجهاد کلمة عدل عند سلطان جائر» (رواه أبوداود)
ژباړه: تر ټولو غوره جهاد، د ظالم واکمن پر وړاندې حق خبره کول دي.
نو څوک چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د امر د اجابت او د سید الشهداء مقام ته رسیدو لپاره د ظالمو حکامو پر وړاندې درېږي؛ ځان هلاکوي!؟
دغو علماوو او خلکو په ټولو اسلامي دورو کې د حکامو پر وړاندې د سلف صالحين علماوو دریځونه هېر کړي؛ هغه علما چې خپل مسولیت یې ډېر ښه ادا کړی، پر معروف یې امر کړی او له منکر نهې، حکام یې محاسبه کړي او د هېڅ ملامتوونکي ملامتول یې خنډ نه دي شوي. لکه امام احمد بن حنبل او د خلق القرآن مشهوره قضیه کې یې د زنداني کېدو او ځور لیدو کیسه. هغه د مصیبتونو او ستونزو پر وړاندې صبر او استقامت وکړ؛ ځکه پوهېده چې د ده په استقامت پورې د امت استقامت تړلی. د علماوو سلطان، العز بن عبدالسلام چې د غلامو حکامو پر وړاندې ودرېد او له هغوی سره یې د شکنجې او زندان له وېرې پرته سختې او ډېرې جدي خبرې وکړې. اما اوزاعي چې په قاطع او جدي توګه حق ویلو یې له ابي العباس السفاح سره، د هغه د زور او ځواک لرلو سربېره، مبارزه وکړه ... دغه ډول علما پوهېږي چې ایمان مکلفیتونه او مسولیتونه لري. الله سبحانه و تعالی فرمايي:
﴿أَحَسِبَ النَّاسُ أَن يُتْرَكُوا أَن يَقُولُوا آمَنَّا وَهُمْ لَا يُفْتَنُونَ﴾ [عنکبوت: 2]
ژباړه: ایا خلکو ګومان کړی چې یوازې د دې په ویلو پرېښودل کېږي چې موږ ایمان راوړی(او د الله په یووالي او د پیغمبر پر رسالت مو اقرار کړی) او دوی (په تکلیفونو او دندو او هغو سختیو چې باید د دین په لار کې یې وزغمي) نه ازمویل کېږي!؟
نو ایا دغو علماوو او دوی ته ورته کسانو ځانونه هلاک کړي؛ او که په بل عبارت، ځان وژنه یې کړې!؟
دغه کسان د لاندې ایت پر یوه برخه استدلال کوي:
﴿وَأَنفِقُواْ فِي سَبِيلِ اللّهِ وَلاَ تُلْقُواْ بِأَيْدِيكُمْ إِلَى التَّهْلُكَةِ وَأَحْسِنُوَاْ إِنَّ اللّهَ يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ﴾ [بقره: 195]
ژباړه: او د الله په لار کې انفاق وکړئ او (د انفاق په پرېښودو) ځان په خپل لاس مه هلاکوئ او نېکي وکړئ، د الله نېکي کوونکي خوښېږي.
دلته وینو چې د ایت موخه دا ده چې کله الله سبحانه و تعالی په خپله لار کې جهاد فرض او په فتح او بریا یې د دین خپرول واجب کړل؛ بیا یې د انفاق یادونه وکړه چې د جهاد اصلي او اساسي برخه ده. نو له دښمن سره د جګړې له لارې جهاد د الله سبحانه و تعالی په لار کې انفاق سره معنی پیدا کوي. الله سبحانه و تعالی فرمايي:
﴿انْفِرُواْ خِفَافاً وَثِقَالاً وَجَاهِدُواْ بِأَمْوَالِكُمْ وَأَنفُسِكُمْ فِي سَبِيلِ اللّهِ ذَلِكُمْ خَيْرٌ لَّكُمْ إِن كُنتُمْ تَعْلَمُونَ﴾ [توبه: 41]
ژباړه: (ای مومنانو! کله چې د جهاد غږ درباندې وشو، نو ژر) د جهاد په لور حرکت وکړئ! که مو بار دروند وي که سپک (ځوان وئ که زاړه، مجرد وئ که متاهل، عائله مو کمه وي که زیاته، بې کاره وئ که مو لاس بند وي، وسله مو سپکه وي که درنه، پیاده وئ که سواره او ... په هر حال او هر وضعیت کې) او د الله په لار کې په خپل مال او ځان جهاد وکړئ؛ دا ستاسو لپاره خير دی، که چېرې پوهېږئ.
د دغه ایت د نزول سبب به مسله لا روښانه کړي؛ په بغوي تفسیر کې راغلي: «ابو ایوب انصاري وویل: یوه ډله انصار موږ ته راغلل؛ دا هغه وخت و چې الله سبحانه و تعالی خپل دین ته عزت او رسول الله ته نصرت ورکړی و؛ موږ په خپل منځ کې پټ وویل: موږ خپل خپلوان او مالونه پرېښودل چې اسلام خپور شو او الله سبحانه و تعالی خپل دین ته نصر ورکړ؛ نو اوس که بېرته خپلو خپلوانو او مالونو ته ورشو، هلته پاتې شو او نېک کارونه وکړو؛ له هغوی څخه څه نه ضایع کېږي. نو الله سبحانه و تعالی دغه ایت نازل کړ:
﴿وَأَنفِقُواْ فِي سَبِيلِ اللّهِ وَلاَ تُلْقُواْ بِأَيْدِيكُمْ إِلَى التَّهْلُكَةِ وَأَحْسِنُوَاْ إِنَّ اللّهَ يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ﴾ [بقره: 195]
ژباړه: او د الله په لار کې انفاق وکړئ او (د انفاق په پرېښودو) ځان په خپل لاس مه هلاکوئ او نېکي وکړئ، د الله نېکي کوونکي خوښېږي.
نو هلاکت یعنې د خپلو خپلوانو په منځ کې پاتې کېدل او د جهاد پرېښودل. ابو ایوب انصاري یې خپل ټول ژوند د الله په لار کې جهاد کې تېر کړ او ان وروستۍ غزوه یې د معاویه په وخت کې په قسطنطنیه کې وه چې همغلته وفات شو او د قسطنطنیې دیوال په څنګ کې خښ شو؛ خلکو هغه ته په ورتګ د باران غوښتنه کوله.»
نو هلاکت دا دی چې د خپلې کورنۍ او خپلوانو په منځ کې پاتې شې او د الله په لار کې جهاد ونه کړې.
داسې روایت شوی چې یوه قوم یوه کلا محاصره کړې وه او یو کس په یوازې ځان تر هغه ورسره وجنګېد چې ووژل شو او خلکو وویل چې هغه ځان پخپله هلاک کړ. دا خبره عمر بن الخطاب رضی الله عنه ته ورسېده او هغه وویل: خلکو درواغ ویلي! ایا الله سبحانه و تعالی نه دي فرمایلي چې:
﴿وَمِنَ النَّاسِ مَن يَشْرِي نَفْسَهُ ابْتِغَاء مَرْضَاتِ اللّهِ وَاللّهُ رَؤُوفٌ بِالْعِبَادِ﴾ [بقره: 207]
ژباړه: او په خلکو کې داسې کسان پیدا کېږي چې د الله د رضایت لپاره خپل ځان (چې له هغه سره تر ټولو ارزښتمن شی دی) پلوري (او د الله رضایت تر دنیا او د دنیا له نعمتونو لوړ ګڼي او خپل هر څه د هغه د ترلاسه کولو لپاره تقدیموي) او الله د خپلو بندګانو پر وړاندې ډېر مهربانه دی.
په ډېرو ایاتونو او احادیثو کې د جګړې او انفاق دواړو له لارې جهاد ته هڅونه شوې چې د ظالمانو پر وړاندې باید ودرېږو او د لارې خنډ یې شو. چارواکي باید امر بالمعروف او نهي عن المنکر شي؛ د ظالمانو او بې کفایته چارواکو پر وړاندې چوپتیا د دغو ایتونو او احادیثو له مخې د واجب پرېښودل دي او اصلاً دا هلاکت دی. هغه صبر او استقامت چې مسلمانان یې په دې لار کې کوي؛ د ایتونو او احادیثو عزم الأمور ګڼل کېږي؛ الله سبحانه و تعالی فرمايي:
﴿لَتُبْلَوُنَّ فِي أَمْوَالِكُمْ وَأَنفُسِكُمْ وَلَتَسْمَعُنَّ مِنَ الَّذِينَ أُوتُواْ الْكِتَابَ مِن قَبْلِكُمْ وَمِنَ الَّذِينَ أَشْرَكُواْ أَذًى كَثِيراً وَإِن تَصْبِرُواْ وَتَتَّقُواْ فَإِنَّ ذَلِكَ مِنْ عَزْمِ الأُمُور﴾ [آل عمران: 186]
ژباړه: هرو مرو په مال او ځان کې ازمویل کېږئ او حتماً د هغو کسانو لخوا ډېر ځورول کېږئ چې تر تاسو وړاندې کتاب ورته را استول شوی او هغه چې کفر یې کړی (او نامناسبې او ناوړه خبرې اورئ) او که (د مالي او ځاني ازمویښت پر وړاندې) صبر وکړئ (او له هغه څه چې باید ځان وساتئ) ځان ساتئ (همدا نېک کارونه دي) او دا هغه چارې دي کلک هوډ دی (چې بايد وکړل شي).
په ایتونو او احادیثو کې هغه مجاهدین ستایل شوي چې له ستونزو او مصیبتونو سره مخ کېږي، له دښمن سره جنګېږي او له هغه مصیبت څخه چې د الله په لار کې يې ویني نه ستړی کېږي، اراده یې نه کمزورې کېږي. الله سبحانه و تعالی فرمايي:
﴿وَكَأَيِّن مِّن نَّبِيٍّ قَاتَلَ مَعَهُ رِبِّيُّونَ كَثِيرٌ فَمَا وَهَنُواْ لِمَا أَصَابَهُمْ فِي سَبِيلِ اللّهِ وَمَا ضَعُفُواْ وَمَا اسْتَكَانُواْ وَاللّهُ يُحِبُّ الصَّابِرِينَ﴾ [آل عمران: 146]
ژباړه: ډېر داسې پيغمبران وو چې الله پالونکو خلکو له هغوی سره (څنګ په څنګ) جګړه وکړه، نو د هغو ستونزو او ربړو له امله چې دوی ته د الله په لارې کې رسېدلې، دوی هېڅکله نه سست شول، نه کمزوري شول او نه يې خواري او ذلت ومانه (بلکې د ستونزو پر وړاندې يې صبر او استقامت يې غوره کړ) او بېشکه چې الله صبر کوونکي خلک خوښوي.
نو په دغه کار کې کومه تهلکه او ځانوژنه نغښتې؟ په داسې حال کې چې الله سبحانه و تعالی د قیامت په ورځ بشپړ او پرېمانه اجر ورته برابر کړی:
﴿إِنَّمَا يُوَفَّى الصَّابِرُونَ أَجْرَهُم بِغَيْرِ حِسَابٍ﴾ [زمر: 10]
ژباړه: بې شکه چې صبر کوونکو ته د دوی اجر پوره او بې حسابه ورکول کېږي.
دا نو څنګه هلاکت دی!؟ په داسې حال کې چې حضرت بلال رضی الله عنه د خپل دین لپاره د مکې په سرو دښتو کې د ځورونې او شکنجې پر وړاندې صبر او استقامت وکړ او د رسول الله د اصحابو کرامو په منځ کې یې درجه لوړه شوه؛ ان دومره چې عمر بن خطاب رضی الله عنه وویل: «ابوبکر زموږ سید او سرور دی چې زموږ سید او سرور یې ازاد کړ.»
ایا آل یاسر ځانونه هلاکول؛ په داسې حال کې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته فرمایل:
«صَبرًا یَا آلَ یَاسِر، فَإنَّ مَوعِدَکُم الجَنَّة؟!»
ژباړه: ای د یاسر کورنۍ! صبر او استقامت وکړئ؛ ځکه چې ځای مو جنت دی.
لنډه دا چې: د ایت له دغې برخې څخه د دغو خلکو او علماوو استدلال فاسد او ناسم دی او دا وضعیت چې امت نن پکې دی؛ لکه هلاکت، لارورکي، له هغه مقامه راټیټېدل چې الله سبحانه و تعالی ورته ټاکلی؛ دا ټول د ځمکې پر سر د الله سبحانه و تعالی د دین د نه پلي کېدو او د دغو طاغوتي او ظالمو حکامو – چې زموږ په هېوادونو کې د غرب پروژې ساتي او خوندي کوي - پر وړاندې چوپتیا او له دوی څخه د رضایت په سبب دی؛ په حقیقت کې خو همدا چاره تهلکه او ځانوژنه ده!
نو باید د باطل پر وړاندې ودرېږو او رد یې کړو؛ حق ته د رسېدو لپاره پیاوړی نهضت راولو چې مسلمانان یې په رڼا کې د دین او امت پر وړاندې خپل مسولیت بدلون ته د کار کولو او له طاغوت سره مبارزې له لارې پر غاړه واخلي. دا کار که هر څومره ګران وي؛ خو د دنیا او اخرت عزت پکې نغښتی.
د الرایه مجلې له ۴۵۹مې ګڼې
لیکوال: ډاکټر نبیل الحلبي – غزه (فلسطین)