سه شنبه, ۰۶ مُحرم ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۵/۰۷/۰۱م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

د "اصلاحاتو" تر نامه لاندې له اسلامي عناصرو څخه د امنيتي ځواکونو پاکول Featured

د افغانستان ولسمشر د اردو د ۱۶۴ جنرالانو د تقاعد فرمان لاسلیک کړ. دا فرمان په امنیتي سکتور کې د "اصلاحاتو" د پروسې یوه برخه ګڼل شوې، چې په ترڅ کې به یې د امنیتي ځواکونو له صفونو څخه ۲۰۰۰ جنرالان او لوړپوړي افسران ګوښه کېږي.

موږ په امنیتي سکتور کې د "اصلاحاتو" پروسه، چې ظاهراً د ځوان او مسلکي کولو تر نامه لاندې پر مخ وړل کېږي یو بشپړ امریکايي بهیر بولو، تر څو د امت د قدرت واقعي مرکزونه، چې په اردو کې راټول شوي، د مصر، ترکیې او پاکستان د پوځونو په څېر د امت او د هغه د ويښوونکو حزبونو له لاسرسي څخه بهر کړي او د دې تر څنګ لاندې څو نورې جزئي موخې هم تعقیبوي:

  • له امنیتي سکتور څخه د اسلامي عناصرو او پخوانیو مجاهدینو ګوښه کول؛
  • د هغو قومي، قبیلوي او سیاسي رهبرانو او متنفذینو قدرت کمول، چې اسلامي احساسات او افکار لري او د دغه قدرت انتقال یوې سیکولر، غربي او د امریکایانو فرمان منونکې اردو ته؛
  • د افغان امنیتي ځواکونو له صفونو څخه د امریکا د سیمه‌ييزو رقیبانو د نفوذ له منځه وړل؛

ترڅو په امنیتي سکتور کې د دغو "اصلاحاتو" په پایله کې امریکا وکولای شي، چې یو تابع نظامي ځواک رامنځته کړي او په سیمه کې د راتلونکي اسلامي دولت (راشده خلافت) د رامنځ ته کېدو د مخنیوي او د خپلو سیمه‌ييزو او ستراتيژیکو موخو د لاسته راوړلو لپاره ګټه ترې واخلي.

د افغانستان مسلمان ولس، متنفدین او پخواني مجاهدین باید پوه شي، چې د افغانستان په امنیتي سکتور کې "اصلاحات" د امنیت د ټينګښت لپاره هېڅ ګټه نه لري، بلکې امریکايي موخو ته د رسېدو لپاره د افغان ځوانانو له انرژۍ او وینې څخه د وسیلې په موخه کار اخیستل کيږي، چې له امله یې امریکايي ځواکونه له جنګي ډګرونو څخه په شا کېږي، تر څو روانه جګړه د مسلمانانو د ځواکونو په وسیله خپله د مسلمانانو پر وړاندې پر مخ بوځي.

د حزب‌التحریر - ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...

په افغانستان کې د خلکو اصلي قاتلین څوک دي!؟

  • خپور شوی په سیاسي

په دې وروستیو کې کابل ښار د درېیو خونړیو بریدونو شاهد و، چې سلګونه کسان یې مړه او ټپيان کړل. د دوو بریدونو مسوولیت طالبانو او د بل داعش پر غاړه واخیست. حال دا چې په افغانستان کې د امریکا نظامي چارواکو په ډېره بې شرمۍ او غولوونکې توګه دغه خونړي بریدونه پر طالبانو د هغوی د ځواکونو د حملو د شدت پایله وبلله. دې ته ورته د امریکا ولسمشر په نږدې راتلونکي کې له طالبانو سره خبرې اترې رد کړې. نوموړي د دې مسئلې په اړه داسې وویل: «... ښايي د دغه کار (خبرو اترو) لپاره وخت راورسي؛ خو په دې نږدې کې به نه وي.»

د وخت دجال (ټرامپ) رښتیا ویلي؛ حال دا چې د نړۍ خورا ستر دروغجن دی. امریکا دا مهال په افغانستان کې اصلاً د سولې اراده نه لري، بلکې غواړي چې افغانستان په سیمه کې د خپلې نظامي پروژې په حیث وکاروي. په همدې دلیل جګړه، ناامني، د متنفذینو او قدرت‌مندانو تر منځ بې اتفاقي، بې باوري او په افغانستان کې د کمزوری دولت ساتل هغه اسلوب دی، چې تر چتر لاندې یې د خپلو استخباراتي، نظامي او قراردادي ځواکونو موجودیت توجیه کوي او په وسیله یې خپلې سیمه‌ییزې موخې تعقیبوي.

د امریکا په وروستۍ ستراتیژۍ کې طالبانو ته د پناه ورکولو له امله پر پاکستان فشار زیات شوی او امریکا په افغانستان کې له وروستيو بریدونو څخه هم د همدې موخې لپاره ګټه پورته کوي. دا په داسې حال کې ده، چې د دغو بریدونو پېچلتیا او شدت ښيي، چې دا ډول سترې چاودنې په افغانستان کې د ښکېلو هېوادونو د استخباراتو له همکارۍ او مرستې پرته د وسله‌والو مخالفینو له توانه لرې ښکاري.

امریکایانو د افغان چارواکو له خیانته په ګټې اخیستنې د ستراتيژيکو او امنیتي تړونو له لاسلیک کولو وروسته خپل ځواکونه په اډو کې خوندي ساتلي او د دې جګړې یوازيني زیانمن یې افغانان ګرځولي. په دغه هیاهو کې د سولې پروسه د امریکا د جنایاتو د توجیه لپاره یوازینی په زړه پورې سرليک دی، چې يوازې د هغو وسله‌والو مخالفینو لپاره د عملي کېدو وړتیا لري، چې ۱۷ کلن ډیموکراتیک ارزښتونه مني او له جګړې لاس اخلي.

نو د امریکايي سولې پروسه هغه فرېب دی، چې د تازه دمو ځواکونو، تجهیزاتو او نظامي بریدونو له زیاتېدو سره، کوم چې د غیر نظامیانو وژنه ورسره تړلې ده، هره ورځ یې د خلکو ترمنځ د یوازینۍ هيلې په حیث د رسنیو او سیاسیونو له لارې ترویجوي. د دغو نظامي- استخباراتي لوبو په بهير کې باید د افغانستان مسلمان خلک پوه وي، چې که امریکا د سولې لپاره اراده درلودی، باید په تېرو ۱۷ کلونو کې راغلې وای، کومه چې تر اوسه نه ده راغلې.

باید ټینګار وکړو چې د سولې مسئله تر دې دمه یوازې له طالب وسله والو سره مطرح شوې، په داسې حال کې چې له داعش سره د سولې او خبرو اترو موضوع اصلاً شتون نه لري. پر دغو ټولو سربېره د داعش لپاره د جګړې او لوبې ډګر له څو کلونو راهیسې برابريږي؛ چې په افغانستان کې د امریکا تر نظامي حضوره او له یوې څخه بلې ته د جنګیالیو ډلو تر جامو تبدیلولو پورې به د جګړې او د خلکو د عاموژنې اور همداسې ګرم وي.

زما له نظره، په افغانستان کې حقیقي سوله هغه مهال امکان لري، چې خلک، د مجاهدینو مشران او نور ځواکمن د امریکا د ستراتيژيکو او امنیتي تړونونو پر وړاندې راپاڅېږي او د امریکايي سولې اغوا کوونکې پروسه رد کړي. همدارنګه وسله‌وال مخالفین د امریکا او ناټو د ماتولو لپاره له نورو دښمنانانو څخه مرسته قطعاً پرېږدي. دا هغه مهال ترسره کېږي، چې خلک، د مجاهدینو مشران، قدرت‌مندان او وسله‌‌وال مخالفین واقعاً د اسلامي دولت د تاسیس او د اسلام د تطبیق لپاره مبارزه وکړي او د داسې اسلامي نظام بنسټ کېږدي، چې غرب یې له تاسیسه تل په ډار کې دی.

سیف الله مستنیر

د حزب التحریر- ولایه افغانستان د مطبوعاتي دفتر رییس

د مطلب ادامه...

نویو پېښو ته کتنه

د اونیزو لیدنو لړۍ چې مهمو قضیو او نویو پېښو ته کتنه پکې شوې او تبصره پرې کېږي. «۱۶۲» مه ناسته

 په عفرین کې د ترکیې مداخله!
د خپرونې مېلمه: استاد حاتم أبو عجمية (أبو خليل)
وړاندې کوونکی: استاد هيثم الناصر (أبو عمر)
حزب التحریر ولایه اردن
۱۴۳۹هـ.ق، د جمادي الاول ۹مه، جمعه/ ۲۰۱۷م د جنوري ۲۶مه

د مطلب ادامه...

مرکزي دفتر: د الرایه جریدې «۱۶۶» مې ګڼې ته کتنه

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر په خوښۍ او ویاړ سره اعلانوي چې د «الرایه» جریدې د هرې نوې ګڼې په خپرولو سره په دې جریده کې د خیر او نېکۍ د رسولو په موخه د دې پاڼې له لارې یې پر موضوعاتو تبصره کېږي، نو له موږ سره اوسئ.
«دویمه برخه»
د الرایه جریدې ۱۶۶مې ګڼې ته کتنه
د عفرین له عملیاتو د ترکیې موخه څه ده!؟
وړاندې کوونکی: استاد خالد الأشقر (أبو المعتز)
۱۴۳۹هـ.ق، د جمادي الاول ۷مه، چهار شنبه/ ۲۰۱۸م، د جنوري ۲۴مه

د مطلب ادامه...

ولایه ترکیه: پر حزب التحریر باندې د ترکیې دولت ظلم!

په یوه مطبوعاتي  کنفرانس کې چې د «مظلوم دار» جمیعت له خوا تر سره شو، د حزب التحریر ولایه ترکیې د غړي استاد سلیمان اوغورلوا وینا، په دغه کنفراس کې له ۱۹۶۸ څخه تر ننه پر حزب التحریر د ترکیې دولت ظلم او کال په کال یې د دښمني د شدت څرنګوالی روښانه شو، ځکه د ترکیې دولت د غرب (د سکولاریزم او پانګوالۍ رهبر) غوندې له اسلام او مسلمانانو سره جګړه اعلان کړې.          ۱۴۳۹هـ، د ربیع الثاني ۳۰مه، چهارشنبه/ ۲۰۱۸م، د جنوري ۱۷مه

د مطلب ادامه...

اردغان: د اهنین کلیسا جوړول، د ملګرو ملتونو ټولنې ته مهم پیغام دی

  • خپور شوی په سیاسي

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د استانبول په بالات سیمه کې د دمیر(سنت استیعان) کلیسا د بیا پرانیستلو په مراسمو کې، چې د بلغارستان د لومړي وزیر بویکو بوریسوف او د ترکیې د لومړي وزیر بن علی یلدریم په حضور سره تر سره شول، داسې وویل: «په اوسني وخت کې د داسې طرحې افتتاح د ملګرو ملتونو ټولنې ته یو مهم پیغام دی.» نوموړي زیاته کړه: «په ورستیو کلونو کې په ترکیه کې ۱۴ نصراني او یهودي کلیساوې بیا رغول شوي دي. همداراز اردوغان وویل: «د بېلابېلو دینونو د لارویانو د عبادت لپاره د ازادۍ تامینول د دولتونو دنده ده.»

خو، یوه میاشت وړاندې په ترکیه کې د تمییز محکمې، د جنایي محکمې د صادر شوي «۴۸۵» حکم  په واسطه  د حزب التحریر ځوانان په دې تور چې حزب التحریر سره اړیکه لري په زندان محکوم کړي دي. د اردوغان له خوا  د حزب التحریر پر ځوانانو دغه ظالم احکام په داسې حال کې تر سره کېږي، چې حزب التحریر د امت د سترې پروژې حامل(لیږدوونکی) دی او ځوانان یې شپه او ورځ له اسلامي عقیدې څخه د استنباط شوې او فکري تګلارې په واسطه چې پکې د الله سبحانه و تعالی رضایت دی او د ژوند یوازینۍ تګلاره  ده د ځمکې پر مخ د بیا جوړولو لپاره کار او فعالیت کوي. دا چې په اسلامي خاورو کې د رژیم چارواکي لکه اردوغان او تر شاه یې کافر غرب، له هغې پروژې او فکري ځواک څخه چې حزب التحریر پرې ولاړ دی او له فکري او سیاسي اړخه د خلکو د اغېزمنولو او قناعت ورکولو توان لري باخبره دي. نو ځکه اردوغان کافران مني، کلیساوې یې پرانیزي او یا یې رغوي.

ژباړن: علي عمار

د مطلب ادامه...

اې رهبرانو ! په کانګو ډیموکراتیک جمهوریت کې باید نور د سوله ساتو په وژنه ستاسو سرونه خلاص شي

خبر:

د تانزانیا د رسنیو د خبر پر اساس، د تانزانیا حکومت له ملګرو ملتونو څخه غوښتنه کړې، چې په بې پلوۍ سره د هغو ۱۵ سوله ساتو د پلټنې مشري پر غاړه واخلي چې تېره اونۍ د کانګو په ډیموکراتیک جمهوریت کې ووژل شول.

لومړي وزیر قاسم مجالیوا په هغې احساساتي غونډه کې چې د وژل شوو په یادښت جوړه شوې وه خبرې وکړي او ویې ویل: تانزانیا غواړي د دغې پېښې په حقیقت پوه شي او معلومه کړي، چې د پېښې د ترسره کوونکو پر وړاندې کوم قانوني ګامونه پورته شوي دي.

د تانزانیا حکومت پر ملګرو ملتونو غږ وکړ، چې د وژل شوو عسکرو په اړه بشپړه او شفافه پلټنه وکړي، د پېښې حقیقت پیدا او پر وړاندې یې عدالت پلی کړي، هغوی وویل: هیله لرو، چې دا کار په ډېره کمه موده کې ترسره شي. دغه پېښه د ملګرو ملتونو د لوړپوړي سوله ساتي چارواکي لاکرویکس له خوا تعقیب شوه. ملګرو ملتونو د دغې پېښې پړه، چې په تېرو ۲۵ کلونو کې د هغوی د سوله ساتو پر وړاندې تر ټولو خونړۍ پېښه ګڼل کېږي په یوګاندایې یاغیانو یعنې متحدو ډیموکراتیکو ځواکونو (ADF) واچوله.

تبصره:

د کانګو د ډيموکراتیک جمهوریت شخړه په حقیقت کې په لوی لاس جوړه شوې شخړه ده، چې تخم یې پانګوالو د امپریالیستي حاکمیت په موده کې هغه وخت وشیندلو چې د بلجیم پاچا دویم لیوپولډ د یو پلان په ترڅ کې د کانګو خلک په دې بهانه وهڅول چې خلک یې له پراخو طبیعي زېرمو څخه ګټه پورته نه کړي، چې په پایله کې هرې ډلې د دغو ارزښتناکو سیمو د تصرف او لاسته راوړلو لپاره وسله وال جوړ کړل.

همدارنګه د کانګو د ډيموکراتیک جمهوریت د شخړې اور د سوړ جنګ په دوران کې د دواړو شرقي او غربي امپریالیستانو له لوري پو کېده او نړۍ پر دغو حالاتو خبره وه چې په سیمه کې لوی قدرتونه د خپلو ګټو لپاره سره اخته شول، چې په پایله کې یې شرقي بلاک مات او د کانګو د ډیموکراتیک جمهوریت مشهور او مبارز رهبر پاټریس لومومبا د یوي دسیسې په ترڅ کې  ووژل شو.

لکه څرنګه چې معلومه ده، کوم ملتونه چې د کمزورو پانګوالو لکه پرتګال، بلجیم او داسې نورو له خوا ښکېلاک شول، د خپلي ازادۍ تر اعلان وروسته ډېر ژر د لویو پانګوالو قدرتونو ښکار وګرځېدل. شرقي بلاک هم د همدغو قدرتونو له لوري ړنګ شو. ورته عام وژنې په موزمبیک او انګولا کې هم رامنځته شوې، چې په پایله کې دا شخړې د یو پانګوال قدرت په له منځه تلو او یا هم د ګټو او منابعو پر وېش پای ته ورسېدې.

د دغو ټولو ناورینونو دلیل یوازې د لاجوردو، اوسپنې، الماسو، طلاوو، قلعي او تانتالیومو هغه پراخې طبیعي زیرمې وې چې په نړیواله کچه په برقي کمپنیو کې د کمپیوټرونو، مبایلونو او داسې نورو مهمو تولیداتو په جوړولو کې ترې کار اخیستل کیږي.

اوس نو باید له خپلو ځانونو وپوښتو، چې نوموړي یاغیان د دومره وسلو د ترلاسه کولو لپاره چیرته او له چا سره معاملې کوي. ځواب ډېر ساده دی؛ هر پانګوال خپله ډله لري او په دې شرط یې سمبالوي، چې په ټولییزه معنی یې غوښتنې ومني.

په دې ډول شخړو او مسایلو کې ملګري ملتونه برلاسي دي، ځکه اغیزلرونکي پانګوال د خپلو ګټو ترلاسه کولو لپاره له نوموړي ارګان څخه استفاده کوي. د بېلګې په توګه د ملګرو ملتونو له خوا د یهودي دولت رامنځته کول، د کشمیر او جنوبي کوریا رامنځته کول ټول هغه څه دي چې په هر ډګر کې د خپل بادار بری ډاډمنوي. همداراز د دغو شخړو د رامنځته کولو موخه د هدفمندو سیمو د رهبرۍ، اقتصاد او سیاست تر لاسه کول دي. 

اوس نو باید رهبران د پانګوالو له دغو ناوړه پلانونو څخه خبر شي او یواځینۍ حل لاره ومومي، چې هغه د هغوی له دغه منجمد سیستم او ایډیالوژۍ څخه لرېوالی دی او باید یې پر ځای د الله سبحانه وتعالی هغه سیستم پلی کړي چې د خپل پیغمبر صل الله علیه وسلم په وسیله یي د ټول بشریت د ژغورلو لپاره رالیږلی دی.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

لیکوال: په تانزانیا کې د حزب التحریر  مطبوعاتي دفتر غړی علي عمور

ژباړن: توحیدیار

د مطلب ادامه...

د اردن رژیم د مسلمانانو د احساساتو په وژلو سره هڅه کوي، چې له قدس او الاقصی څخه د ملاتړ په موخه د هغوی د لاریونونو مخه ونیسي!

  • خپور شوی په اردن

(ژباړه)

د اردن امنیتي ځواکونو د ۲۰۱۸م د جنوري په پنځمه د حزب التحریر له لوري له قدس، الاقصی او ټول فلسطین څخه د ملاتړ په موخه د اردن په پلازمېنه عمان او رصیقه ښارونو کې جوماتونو ته څېرمه د لاریونونو مخه ونیوله. د خلکو د لاریونونو ډګرونه د امیتي ځواکونو له لوري پر نظامي زندانونو بدل شول او د دغه هېواد امنیتي ځواکونو د نوموړي حزب درې غړي د «نزال» جامع جومات مخې ته ونیول او د حزب د نورو غړو په نیولو پسې ووتل.

له دې سره سره امنیتي ځواکونو خبریالانو او انځور اخیستونکو ته د دې پېښې د پوښښ اجازه ور نه کړه او ان د دوی د کمرو د اخیستلو هڅې یې وکړې، په ورته وخت کې یې د ځینو انځور اخیستونکو ارتباطي وسایل هم ضبط کړل.

حزب التحریرـ ولایه اردن له خپلو خلکو سره اوږه په اوږه په پوره ویاړ له دغو ځپلو، خنډونو او د اردن د حاکم رژیم له کمزوریو سره سره په ښکاره اعلانوي، چې د قدس، الاقصی مسجد او ټول فلسطین له ملاټړ څخه لاس نه اخلي او د دیني وجیبې د ترسره کولو او د قدس او الاقصی مسچد د دفاع لپاره د اسلامي پوځونو  له رابللو څخه نه تېرېږي او په خپل کار کې قاطع دي.

د اردن د رژیم دا ډول ځپل او خنډونه د دې ښکارندویي کوي چې له بیت المقدس او الاقصی څخه یې د ملاټړ ادعا دروغ ده او یوازې یو رسنییز او سیمه‌ییز لګښت دی.

د حزب التحریرـ ولایه اردن مطبوعاتي دفتر

ژباړن: شجاع

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې